د وخت اهميت
لارډ چسټرفيلډ ( Lord Chesterfield) ١٦٩٤م کې په لندن کې پيدا شوى دى. او په١٧٠٧م کې هغه همدلته وفات شوى دى. ده خپل زوى فلپ اسټين په نوم ډير ليکونه ليکلي دي. په دغو خطونو کې د ژوند د برياليتوب فن په گوته شوى دى. دا خطونه له ده وروسته چاپ ته ورکړل شوي دي. په يوه ليك کې لارډچسټر فيلډ ليکلي دي:
"زه تا ته وايم چې ته د دقيقو حفاظت وکړه. ولې چې ساعت پخپله د خپل ځان حفاظت وکړ"
I recommend you to take care of the minutes, for the hours will take care of themselves
که چيرې ته خپله دقيقه (لږ وخت) ضايع نه کړې، نو ساعت (ډير وخت) د خپل ځان له ضايع کيدو څخه ساتي. ځکه چې دقيقې له دقيقو سره جمع کړاى شي نو ساعت ورڅخه جوړيږي. کوم انسان چې د جزء خيال ساتي دا گويا د کُل هم خيال ساتي. ځکه کله چې ډير جزونه جمع شي نو کُل ورڅخه جوړيږي.
د زياترو خلکو حال دا وي چې د زياتو په فکر کې يې لږ هير کړى وي. هغوى خپل ذهنونه د کل په طرف وي د هغوى سترگې هيڅ نه ورگرځي مگر پايله يې دا شي چې هيڅ هم هغوى ته په لاس ورنشي. د خپل تر لاسه کړي وخت يوه شيبه هم مه ضايع کوه. چې شيبې استعمال کړې ته به دمياشتو او کلونو خاوند جوړ شې. که چيرې ته خپلې لږې شيبې له لاسه ورکړې نو له دې څخه وروسته به ته خپلې مياشتې او کلونه هم په يقيني توگه له لاسه ورکړې.
که چيرې ته هره ورځ له يو ساعت څخه پنځه دقيقې له لاسه ورکړې نو په څليرشت ساعته کې به دوه ساعته له لاسه ورکړې. نو په مياشت کې به شپيته ساعته او په کال کې به ٧٢٠ ساعته ضايع کړې. دغسې هر انسان د خپل ترلاسه کړې وخت برخه بيکاره ضايع کوي. د اتيا کلونو عمر لرونکى انسان د خپل عمر نيمايي برخه څلويښت کلونه په پوره توگه نه استعمالولى شي.
وخت د ستا تر ټولو ستره پانگه ده. وخت له ضايع کيدو څخه وساتئ.
هره لويه کاميابي د وړو، وړو کاميابيو د مجموعې نوم دى. په لږه کاميابۍ چې راضي شې له دې څخه وروسته ته لويه کاميابي هم خامخا حاصلولى شې.
مولوى لطف الله يو عادى معلم و ، هغه په ١٨٠٢م کې په مالوه کې پيدا شوى. دوى په کومه انگريزي درستگاه کې يوه ورځ هم لوستل نه وکړي مگر د هغه خپله ليکنه انگريزي کې د ژوند سوانح په١٨٥٧م کې له لندن څخه چاپ شوي. د لندن خپرندوى اسمتهـ ايلډرا اينډ کمپنى د دې نوم دا ايښودى دى.
Auto biography of lutfullah A-Mohammedan Gentleman
له دې کتاب سره د يو انگريز مسټر ايسټ ويك ديباچه (پيليزه) شامله ده. ده په مقدمه کې د ليکوال د صحيحى انگريزۍ ستاينه کړې ده. دوى په دې حيرانتيا ښکاره کړى چې يو هندوستانى په پردۍ ژبه کې دومره غټ کتاب څنگه وليکه. مولوى لطف الله دغه وړتيا څنگه پيدا کړې وه. چې هغه په انگريزۍ کې يو داسې کتاب وليکه چې له لندن څخه چاپ او انگريز اديب د ده د ژبې ستاينه وکړه. د دې راز د پښتو ژبې دې مشهوره مقوله کې پټ دى چې وايي څاڅکي، څاڅکي نه درياب جوړيږي.
مولوى لطف الله انگريزي ژبه يوازې په خپل کوشش او محنت سره زده کړې وه. هغه د اسيټ انډا کمپنۍ انگريز ملازمينو ته هندوستاني، فارسي او مرهټي ژبه ور زده کوله. د دې انگريز شاگردانو شمير له سلو څخه زيات و، انګريزانو سره د تړاو په نتيجه کې په ده کې د انگريزي ژبې د زده کړې شوق پيدا شو. هغه په شخصي مطالعې سره انگريزي ژبه لوستل پيل کړل. د اتو کلونو د زحمت په نتيجه کې هغه دا پوره توان ترلاسه کړ هغه په خپل کتاب کې ليکلي دي چې پدې د اته کلونو په موده کې داسې يوه شپه نه ده تيره شوې چې له ويده کيدو وړاندې يې د انگريزۍ لس لفظونه ياد کړي نه وي. او د ډاکټر گل کرسټ د قواعدو د کتابونو څو صفحې يې په پاملرنه سره په ذهن کې محفوظې کړې نه وي. "لس الفاظ" په ظاهره ډير لږ معلوميږي. مگر لس الفاظو د هرې ورځې په مزل چې کله د اتو کلونو پورې وغځول شي نو هغه يو کس د پردۍ ژبې داسې اديب جوړوي چې د ژبې خاوند هم د ده په ژبه پوهيدنه اعتراف وکړي.