د زمري طريقه
هندوستان ټايمز په ١٨ مارچ ١٩٩١ کې دزمري په باره کې يو راپور چاپ کړى دى. په دې کې ويل شوي دي:
"د ځنگل زمرى په گياه کې تلل نه خوښوي. هغه ته دا انديښه وي هسې نه چې کوم اغزى يې په نرمه پښه کې ولاړ نه شي. همدا وجه ده چې هميشه په خلاصو لارو او يا سړکونو باندې ځي"
Tigers hate to walk on the jungle grass for the fear of a thorn piercing their soft feet. Thus they always walk on open paths and roads
زمرى او د ځنگل نور ټول ځناور د فطرت په مدرسه کې روزل شوي دي. هغوى هميشه په هغه لار ځي کومه چې د هغو خالق ورته براه راست ښودلې ده. په دې اساس دا ويل صحيح کيږی. چې د زمري ياده طريقه د فطرت غوره شوې طريقه ده. د زمري لپاره دا احتياطي طريقه د ده په خټه کې ايښودل شوې ده. او د انسان لپاره د شريعت په ژبه کې همدا خبره په دې الفاظو کې ويل شوې ده. حذوا خذرکم (د خپلې ژغورنې انتظام ونيسي.) الله تعالٰى چې د کوم خاص مصلحت لاندې موجوده دنيا جوړه کړې ده. په دې اساس باندې دلته پاکه او صفا لاره هم شته او اغزي لرونکى بوټي هم شته. دغه خار داره بوټي به خامخا په دې دنيا کې وي. د هغوى ختمول له امکانه بهر دي، اوس دلته چې څه کول دي هغه همدا دي کوم چې د خداى جل جلاله د ښودل شوې طريقې مطابق د ځنگل زمري يې کوي. يعنې له اغزي لرونکو ونو بوټو څخه ځان ژغورل او د صافې صفا لارې لټون کول او په هغې باندې خپل سفر ته دوام ورکول دي.
د ځنگل زمرى له اغزو او خارداره بوټو څخه ځان ساتي اوځي، مونږ انسانانو ته هم د فتنو مخ اړول او خپل د ژوند سفر ته دوام ورکول دي. مونږ ته ښايي چې مونږ د خپل کوم عمل سره نورو خلکو ته غصه ورنه ولو. او که چيری خلك په مونږ غصه شي نو د صبر په ذريعه بايد د هغوى غصه سړه کړو. او په حکيمانه ذريعې خپل ځان د هغوى د غصې له ښکار کيدو څخه وژغورو.
"د ځنگل پاچا" چې څه کوي، هغه بې زړه توب نه دى. بلکې هغه بعينه بهادري ده. دغسې يو انسان چې په يوه ټولنه کې همدغه طريقه اختيار کړي نو هغه بې زړه توب نه ده بلکې هغه عيني بهادري ده. د مخ اړولو او اعراض کولو طريقه د زمري طريقه ده، نه د کيدړ طريقه.
د عالمونو د څښتن يو قانون دى. کوم چې له انسانانو څه هم مطلوب دي او له غير انسانانو څخه هم. او هغه دي ناخوښه او بدې خبرې له پامه غورځول او خپل ژوند ودانول دي. د گلاب د گلانو يو باغ دى. ته په هغه کې ورننوتى يې، د دې خوش رنگه پاڼې او خوشبويي تا اغيزمن کوي. له دې سره داسې کيږي چې د دې غني يا اغزي د ستا بدن سره ولگيږي. د ستا لاس زخمي کيږي. او د ستا جامې په اغزو کې ونښلى.
اوس يو صورت دا دى چې د گلانو په بڼ کې د اغزو موجودتيا ته د باغوان کار ګڼې دويم صورت دا دى چې ته په دې پوه شې چې دا اغزي د قدرت د قانون نتيجه ده. که چيرې د اغزو موجودتيا سبب ته باغوان وگڼې نو په تا کې د نفرت او شکايت ذهن راپاريږي. او که چيرې ته دا د قدرت قانون وگڼې او ته داغزو موجودتيا د حقيقت په توگه ومنې دا کوشش وکړي چې له دې څخه په مخ اړولو سره خپل هدف ترلاسه کړي، له يو تشخص څخه د احتجاج ذهن راپورته کيږي. او له بل تشخيص څخه د تدبير لټولو.
په هندوستان کې چې د اکثريتي ډلې له طرف څخه چې د شکايت وړ خبرې مخې ته راځي. هغه د مسلمانانو ليکوال او خبرې کوونکى د انسانانو پيدا کړاى شوې ستونزه گڼي. له دې امله هغوى د احتجاج پاليسي اختيار کړې. مگر د اسراسر عبث خبرې دي. دا داسې ده لکه د گلاب د اغزو په خلاف چې شور او غوغا جوړه کړاى شي د گلاب په بوټي کې اغزي په هر حال کې وي. دغسې په انساني ټولنو کې له يو او بل سره ترخې خبرې هم خامخا مخې ته راځي.
د دې ترخو او د برداشت وړ خبرو حل يوازې يو دى، او هغه له دې څخه مخ اړول او له پامه غورځول او د خپل ژوند په سفر باندې روانيدل دي. دغه ډول ټولنيزي مسئلې پخپله د خداى جل جلاله د تخليقې پلان برخه ده. همدا لامل دى چې هيڅکله هم نه ختميږي. البته د دې موجودتيا زغمل د خپل ژوند سفر خامخا جاري ساتل دي.
ناپوهه انسان په نابرابرو خبرو سره احساساتي کيږئ. هوښيار انسان د ناموافقه خبرو څخه خپله لمنه بچ ساتي او تيريږي. په همدې يو لفظ کې پدې دنيا کې د ناکامۍ او کاميابۍ راز دى. دلته د احساساتي کيدو پايله ناکامي ده او د پامه غورځولو انجام برياليتوب دى.