د وينو په ځاى اوبه
محمد افضل لادى والا (٣٥ کلن) په بمبي کې اوسيږي. په ١٩٩١م د فرورۍ په ٢٤ مه په ملاقات کې يې ماته يوه واقعه بيان کړه. د جنورۍ په ٢٢مه ١٩٩١ کې د کور رنگ بهون (دهوبي تالاو) کې يو کلتوري بروگرام و، افضل خان صاحب په دغه پروگرام کې شرکت کړى و، د شپې په يوولس نيمې بجې پروگرام پاى ته ورسيد. له دې څخه چې فارغ شو نو بمبي وى ټى ته راغى. او د اور گاډي په ذريعه کرلاته ورسيد. دغه مهال دولس نيمې بجې شوې وى. له تم ځاى څخه د ده د کور (هلاؤ پل) پورې نږدې دوه کيلو متره واټن دي. ده غوښتل چې د رکشى (تهرې وهيلر) په ذريعه ځان کورته ورسوي. د رکشې د انتظار په تم ځاى کې ولاړ و، دغه مهال يوه رکشه راغله د ده په خوله کې پان و، رکشې ته د آواز کولو لپاره يې پان تلوار له خولې څخه تف کړ. په دهمدغه وخت کې د ده څنگ ته يو مسافر راغى او د افضل خان تف کړى پان ټول په ټوله د ده په پښو باندې وغورځيد.
مسافر په سمدستي توگه د اور سکروټه شو او غصه شو ده ته يې وويل: پان خورې د پان خوړلو ادب درکې نشته. مگر افضل صاحب د الرساله مستقل لوستونکى دى، ده د گرمو الفاظو ځواب په سړو الفاظو سره ورکړ او ورته ويي ويل: زه په خپله تيروتنه اقرار کوم. د پان خوړل هم غلط کار دى او د پان په غورځولو کې چې ما څه وکړل هغه هم غلط وو. هغه سړى لاپسې تيزيده او گرميده. خو افضل صاحب د ده د پارونکو الفاظو د ځواب ورکولو په ځاى وويل: چې ما معاف کړه هغه وويل: دا ښه دي چې له يو چا سره څه کوه او بيا واي چې معاف کړه.
افضل صاحب وويل: چې وروره! زه کومه رسمي معافي درنه نه غواړم زه له زړه نه له تا څخه معافي غواړم. اوس ماته اجازه راکړه چې زه ستا پښې ووينځم. افضل صاحب چې د پښو وينځلو خبره وکړه نو سړى نرم شو. له څه نورو خبرو څخه وروسته هغه رضا شو چې افضل صاحت د ده پښو وينځي نږدې د چايو ا و نورو شيانو هوټل و، افضل صاحب په فوري توگه ورغى او ويى ويل: کاکا يو گيلاس اوبه راکړه افضل صاحب يو گيلاس اوبه راوړې د د غه سړي بالکل طبيعت يخ شوى و، ده وويل: ما ته يې راکړه چې زه خپله خپلې پښې ووينځم.
دغه سړي گيلاس په خپل لاس کې واخيست. په يوه گيلاس پوره صفايي ونه شوه. افضل صاحب بيرته ولاړ او يو بل گيلاس اوبه يې راوړې. تردې پورې چې پښې يې په پوره توگه پاکې شوې. دغه پيښه د اورگاډې له تمځايه بهر مخې ته راغله. د خبرو اترو په دوران کې افضل دې سړي ته وويل: ورور جانه! ته خو ميم (مسلمان) يي که چيرې ته کاف (کافر) هم واى بيا به هم ما دا کول. ځکه چې اسلام مونږ ته د داسې کولو حکم را کړى دى. دا يي چې واوريدل دې کس افضل صاحب ته مخ راواړاو او ويي ويل: ورور جانه! زه خو کاف يم. او د ستا په شان مسلمان ما سره په خپل ژوند کې اول ځل دې چې ملاقات کوي، او که چيرې نور مسلمانان هم ستا په شان وى نو ټوله جگړه به ختمه شي.
اوس هغه انسان بالکل بدل شوى و، لومړى په دغه کې د غصې او انتقام اور بليده. اوس هغه د شرم احساس کاوه او افضل صاحب ته يي ويل: چې وروره ما وبښه. تا ته ما ډير تکليف در کړ. زما په وجه تا اوبه راوړې او ستا نه رکشه هم هغه ولاړه. افضل صاحب ورته وايي ما مه شرموه. په دې معامله کې اصل غلطي زما وه او ما چې اوبه راوړې دا زما دنده وه. د پيښې په سر کې چې کوم انسان بل ته غلطې خبرې کولې د واقعې په آخر کې هغه خپله غلطي ومنله او د شرم احساس يې کاوه او معافي يې غوښته.
کله چې دا واقعه مخې ته راغله. دغه مهال په بمبي په جوگيشورى سيمه کې سخت ډله ييز فسادونه موجود وو. دغه ځاى د کُرلا نه نږدې په ١٥ کيلو متره کې واقع و، په دغو حالاتو کې که چيرې افضل صاحب د پارونې په ځواب کې د پارولو انداز اختيار کړى واى نو هغه څه به شوي وو کوم چې په نورو ځايونو کې وشول. يعنې فرقه ييز فسادونه او د ځانونو او مالونو تباهۍ. له دې څخه وروسته ښايي افضل صاحب خداى نخواسته د کور په ځاى روغتون ته وړل شوى واى. او په سيمه کې د هندوانو ا و مسلمانانو تر منځ ورانۍ رامنځته شوى واى او په سلگونو کورنۍ تباه شوى واى. افضل صاحب له دې واقعې وروسته وويل: دغه وخت ماته د الرساله خبره راياده شوه. دا د الرساله ورکړاى شوى ذهنيت نتيجه وه چې د پاريدلو په موقع له پاريدلو څخه بچ شو، او نتيجه د دې د ناکاره پايلې څخه هم وژغورل شول. زما د ډك گيلاس اوبو په سلگونو خلك د هغې بدې پايلې څخه وژغورل چې د هغوى وينې به په سړك بهيدلى واى. يو ډول خبره کول د انسان ذهن له غصې څخه گرم تنور جوړوي، او بل ډول الفاظ ويل د انسان راغلې غصه سړوي. الفاظ د اور کار هم ورکوي او د واوري کار هم ورکوي. دا اوس په ويونکي پورې اړه لري چې په دواړو کې کوم يو شى انتخابوي.