آۤسان حل
الطاف حسين حالي پاني پتي (١٨٣٧م ١٩٤١م) د يو انقلابي ذهن لرونکى انسان و، ده په اردو ادب کې د اصلاح تحريك چلولو. ده په پخوانۍ اردو شاعرۍ سختې نيوکې کړي دي. ده ويلي اردو شاعري مبالغه، عشق او عاشقي او د فرضي رايې وړاندې کولو ټولگه ده. د دې په ځاى مقصدى شاعري کول پکار دي. د دې يوه نمونه او بيلگه ده پخپله د مسدس (شپږيزې) په صورت کې وړاندې کړې ده.
د حالي دا تنقيد په هغو خلکو ډير بد لگيده چا چې په اردو شاعرۍ ناز او فخر کاوه. او دا يې د ځانونو لپاره وياړ گڼلو ـ د حالي په خلاف ډير ناوړه ډول مضامن خپريدل پيل شول لکنهو ورځپاڼه او او دهـ پنچ اکثره په ډير ناوړه انداز د ده په خلاف ليکل کيدل او د دى عنوان يې په دې الفاظو کې قايم کړى و. ترجمه:
د حالي حال دى بدتر زمونږ له بريده. د ميدان د پاني پت په شان پايمال و.
حالى ددې بې گټې مخالفتونو هيڅ ځواب نه ورکاوه. هغه له خاموشۍ سره خپل کار کاوه. پايله دا شوه چې څو کلونه وروسته هغه خلك حيران او چپ شول. يو چا له حالي څخه پوښتنه وکړه. چې ستا مخالفين څنگه چپ شول. ده په ځواب کې د چا د نوم اخيستو پرته دا شعر ووايه. ترجمه څه ته پوښتې ما چې ولې نکته چين چپ شول. هر څه يي وويل: خو د هغوى دم په ماونه چليد.
د دروجنو مخالفتونو تر ټولو آسان او کارکوونکى جواب دا دى چې د هغوى ته هيڅ ځواب ورنکړاى شي. د دروغو مخالفتونه هميشه بې اساسه وي. د هغوى لپاره مقدره وي چې خپل ځان پخپله سپك کړي. د داسې مخالفتونو ځواپ ورکول گويا د هغو د عمر په موده کې زياتوالى راوستل دي. که چيرې انسان صبر وکړي نو د بې ريښو بوټو په شان يوه ورځ به پخپله راوغورځيږي. هغه هيڅکله د خداى جل جلاله په ځمکه باندې ولاړ پاتې کيداى نشي. د درواغو تر ټولو لوى وژونکى وخت دى. ته د راتلونکې انتظار وباسه. او له دې وروسته ته وگوره چې وخت به د دې فتنه زياته او په بشپړه توگه وخت له منځه يوسي. د کوم د چې تا يوازې په نيمگړې توگه باندې د هلاکولو تدبيرونه کول.
ددې تدبير تړاو له کومې يوې معاملې سره نه دى. په هره معامله کې چې د خاموش انتظام تدبير اختيار کړاى شي. په نتيجه کې هغه کار ورکوونکى ثابتيږي.
يو شمير عيسايانو په ډيلي کې په پلونو او ديوالونو په تور رنگ سره په انگريزي کې دا فقره وليکله. چې مسيح ډير ژر راتلونکى دى.
(Jesus coming soon) له دې وروسته په هندو ځوانانو کې ځوابى جوش او جذبه پيدا شوه. دوى د ذکر شوي جملې مخې ته هر ځاى دا الفاظ، وليکل د هندو جوړيدو لپاره To become Hindu د جملې جوړښت وايي چې دا لوست ليکل د هندوانو کار نه دى. ځکه چې د انگريزۍ په اعتبار صحيح جمله دا ده.
To become a Hindu
دغه ډول واقعه که چيرې په کوم ښار کې مسلمانانو سره مخې ته راغلى واى نو په فوري توگه به يو شمير سطحي ډول خلکو دا ويل پيل کړى واى چې دا توهين د رسول دى. دا د مسلمانانو زړه ته آزار ورکول دي. دا زمونږ د ملي غيرت مقابله ده. له دې وروسته به يو شمير ځوانان پاريدلى واى او ځوابي کاروايى به يي پيل کړى واى او په ښار، ښار کې به هندو مسلم فسادونه کيداى. اوس به تش په نوم د مسلمانانو مشرانو بيانونه ورکولى او چارواکي به يې ملامتولى. د مرستو فنډونه به يې راټولولى او څه خلکوبه د ملي خدمت کريډت او باور ترلاسه کول پيل کړى واى. د مسلمانانو ورځپاڼو کې به يې گرماگرمې سرخۍ چاپولى د دى په نتيجه کې به د هغوى اخبارونه خپريدل زياتيدل.تر کومه ځايه چې د عامو مسلمانانو پورې تړاو لرى د هغو په برخه به له دې پرته نور هيڅ نه واى پرته له دې چې د دوى تباهۍ او بربادۍ کې به اضافه کيداى.
مگر عيسايانو د پارونکي عمل خلاف هيڅ غبرگون ونه ښود. نتيجه ا شوه چى واقعه محضِ نه واقعه Non Event جوړه شوه.
د فرورۍ په ١٩ په ١٩٩٠م کې سهار زه د اوبراى هوټل (نوي ډيلي) په وړاندې په هوايي پل ولاړ وم د دې په ديوالونو باندې دا منظر ليدل کيده د پل دواړوه طرفونو ته په پراخه سړکونو باندې سورلۍ په تيزۍ سره تيريدلې. هيچا ته دا فرصت نه و، په پل باندې ودريږي او هغه ليکل شوي الفاظ ولولي. دا الفاظ د پل په ديوالونو باندې د ناقابل التفات نښې په توگه يوازې د دې انتظار کوي چې د باران اوبه او د هوا تيزوالى هغه له منځه يوسي. وړاندې له دې چې هغه څوك ولولي او يا ورڅخه اغيزمن شي. کومه پارونه چې دومره بې حقيقته وي. په دې باندې چې کوم خلك راپاريږي. او د فساد اسباب برابروي هغه پرته له شکه له ناپوهانو څخه زيات ناپوهان دي.