د کتاب لړۍ: د ژوند لارښود

د علم اهميت 

فصل: 13

جيفرسن Thomas Jefferson  د امريکا درييم ولسمشر و، هغه په ١٧٤٣م  کې پيدا او په ١٨٢٦م کې مړ شوى دى. ١٨٠١  څخه د ١٨٠٩م پورې د امريکا ولسمشر و، جيفرسن ډير زيات هوښيار انسان و، دا په انگريزۍ، لاتيني، يوناني، فرانسوي، هسپانوى، ايټالوي او اينگلوسيکسن ژبو باندې پوهيده. مؤرخينو د ده په باره کې ليکلي دي. چې دا د يو ډير زيات فوق العاده پوهې خاوند و. 
He was an extraordinary learned man (10/130) 

ده په خپل اوږود عمر کې د فلسفې او ساينس څخه نيولى تر مذهب پورې نږدې د ټولو علومو ژوره مطالعه کړې وه. په وروستۍ برخه د عمر کې ده دا کوشش وکړ چې په تورات باندې تحقيق وکړي ا و دا معلومه کړي چې حضرت مسيح عليه السلام په واقعي توگه څه ويلي دي. او بيانونکو د ده په باره کې څه وضاحت او بيان کړي دي. 
He attempted an analysis of the New Testament in order to discover what Jesus really said as distinguished from what he was reported to have said
جيفرسن په وروستۍ برخه د عمر کې وصيت کړى و، چې د ده له مړينې وروسته چې د ده په قبر کوم ډبر ليك لگوي په هغو کې دا ونه ليکي چې دا د امريکا ولسمشر و، بلکې دا دې وليکى چې دا دور جينيا د پوهنتون بنسټ ايښودونکى و، لکه چې د ده د وصيت مطابق د ده په قبر (Monticello) باندې چې کومه ډبرليك لګول شوې په هغې کې دا الفاظ ليکل شوي دي. 
Here was buried Thomas Jefferson… father of the university of Virginia (10/131)

حقيقت دا دى چې علم تر ټولو ستر دولت دى. کوم خلك چې د علم په اهميت پوهيږي هغوى ته د امريکا ولسمشري هم هيڅ معلوميږي.
علم تر ټولو ستر دولت دى. علم هغه يوازينى شى دى له کوم څخه چى انسان هيڅکله نه مړيږي. د کوم چې اندازه هيڅکله د هيچا لپاره نشته. علم په هره معامله کې په کار راځي. دا په هر ميدان کې د برياليتوب زينه ده. له علم څخه انسان ته هغه شعور حاصليږي. په کوم سره چې هغه دنيا پيژني. له کوم څخه چې هغه د خبرو تر ژورتياوو پورې پوهه ترلاسه کوي. علم داسې سيکه ده چې ته د دنيا هر شى ورباندې اخستلاى شې. علم د هر ډول پرمختگ راز دى، د فرد لپاره هم او د قوم لپاره هم، له چا سره چې علم وي گويا له هغه سره هر څه شته. 
ښاغلى عبدالرحمٰن انتولي (بير سټر ايټ لا، اودمها راشټر پخوانى چيف منسټر د فرورۍ په ٥ په ١٩٨٧ کې په ملاقات کې هغه يوه واقعه بيان کړه.  
په غالب گومان د ١٩٥٤م کال خبره ده. دغه وخت هغه د لندن په کونسل آف ليگل ايجوکيشن کې د قانون زده کوونکى و، د يو ليکچر (تدريس) په دوران کې د يوې قانونې مسئلى وضاحت کيده د ده انگريز پروفيسر ده ته يوه واقعه واوروله. پروفيسر وويل: يوه لويه صنعتي کارخانه چليده، چليده چې ناڅاپه بنده شوه. د کارخانې انجينر د دوباره چالانولو کوشش کې بريالى نشو. په آخر کې يي يو ماهر کس راوغوښت. هغه راغى نو هغه د کارخانې يو چکر کتنه ده د دې ماشينونه وکتل. له دې وروسته هغه يو ځاى کې ودريده. ده ويل: چې يو چکوش راوړئ. چکوش راوړل شوه. نو ده پرې يو ځاى وواهه. له دې وروسته ماشين  په حرکت کې راغى او کارخانه چالانه شوه.
ياد  ماهر بيرته ستون او د سلو پونډو يو رسيديې راوليږه. د کارخانې مسؤل ته دا رسيد (بِل) زيات معلوم شو. ده د ماهر په نوم يو خط وليکه چې تا خو کوم کار نه دى کړى. دلته په راتگ سره تا يوازې په چکوش وهل کړي دي. د دې لپاره د سلو پونډو رسيد خو زمونږ په پوهه کې نه راځي، د مهربانۍ له مخې تاسې زمونږ لپاره څه زيات بهتر تفيصل ورکړئ. 
Please furnish my client with further and better particular.
د دې په ځواب کې ياد ماهر وليکل: چې ما تا ته کوم رسيد درليږلى هغه بالکل صحيح دى. اصل خبره دا ده چې ٩٩  پونډه او ١٩ شلنگه خو د دې پوهيدو لپاره دې چې په ماشين کې غلطي  چيرته ده. او يو شلنگ د چکوش د اوچتولو او وهلو لپاره دى. 
T 99.19 to diagnose the disease and shilling to pick up the hammer and to strike at the right spot
په دې دنيا کې تر ټولو زيات اهميت او ارزښت د علم دى. په سلو کې يو که چيرې د محنت قيمت وي نو په سلو کې نهه نوي د علم قيمت گرځول کيږي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ