د کتاب لړۍ: د ژوند لارښود

له بې برخې توب وروسته هم

فصل: 14

سموئل بټلرSamuel Butler د نولسمې پيړۍ مشهور انگريز ليکوال دى. ده ليکلي دي. ژوند د هغه فن نوم دى. چې له نيمگړو مقدمو څخه پوره نتايج واخيستل شي. 
Life is the art of drawing sufficient conclusions from insufficient premises

سموئل بټلر دا خبره د فطري هوښيارتيا لاندې ويلې ده. مگر د ژوند په باره کې چې شريعت کوم تصور ورکړى دى هغه هم بعينه همدا دى. په قرانکريم کې ويل شوي دي چې په دې دنيا کې خداى جل جلاله چې کوم نظام جوړ کړى دى په دې کې له آسانتيا سره سختي لگيدلې ده. ان مع العسر يسراً. رسول الله صلى الله عليه وسلم يو ځل غريزه وليده د کومې نوم چې خلکو الضيقه (سخته او تنگه) ايښودى و، ده صلى الله عليه وسلم وفرمايل: نه! د دې نوم خو اليسرىٰ (آسانه) دى. گويا د اسلام ښودنه دا ده چې سړى دى په سختۍ کې آساني مونده کړي. هغوى دې سختې لارې ته د آسانې لار په صورت کې گوري. 
د اسلام د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ژوند د دې تعليم اوچت ترين مثال دى. ده ته سخت ترينې ستونزې مخې ته راغلې مگر ده په حکيمانه تدبير سره هغه د خپل ځان په حق :کې آسانې وگرځولى. هغه غير موافق په موافق کې تبديل کړ. يوه مستشرق مسټر کيلټ (E.E kellet)  د ده د کمالي صفتونو په ذکر کولو سره ليکلي دي. هغه له مشکلاتو سره مخ شو له دې عزم سره چې له ناکامۍ په زبيښلو يې کاميابي ترې راوويسته.
He faced adversity with the determination to wring out of failure

په دې کې يوې خواته انسان دى چې بل انسان لپاره ستونزې راپيدا کوي. بل  خوا ته د خداى  جل جلاله نظام دى. کوم چې له هرې ستونزې سره يې د هغې حل هم ايښودى دى. په دغسې حالت کې په انساني مشکلاتو شور کول دا معنا لري چې انسان د انسان عمل ويني مگر د خداى جل جلاله عمل نه ګوري. ولې که چيرې هغه د خداى جل جلاله عمل ليدلى نو د شکايت کولو په ځاى به هغه د دې په استعمالولو کې لگيدلى واى. په دې دنيا کې د هرې ناکامۍ وروسته د يوې نوې کاميابۍ امکان د بنيادم لپاره باقي پاتې دى. اړتيا يوازې د دې ده چې انسان دغه امکان استعمال کړې او بيرته خپل ځان بريالى کړي.
 الرساله په دسمبر مياشت ١٩٨٨ کې د کاناډا يي لوبغاړي دبن جانسن Ben Johnson کيسه چاپ کړې وه. د منډې په نړيواله مقابله کې ده لومړى مقام ترلاسه کړى و، مگر په راروانه ورځ له ده څخه هغه گټل شوى د سرو زرو مډال بيرته واخستل شو زياتي دا چې د ده په باره کې دا سخته پريکړه وشوه چې دا د راروانو دوو کلونو پورې د لوبو په مقابلو کې برخه نشي اخستى. د بن جانسن لپاره دا د ده په ژوند کې تر ټولو  سخت ترينه حادثه وه. بيا هم ده د ظالمو قاضيانو په خلاف په احتجاج کې وخت ضايع نه کړ ده  سر له نوې د خپلې تيارۍ لپاره پلان جوړ کړ. ايټالوي تلويزونى چينل په نومبر ١٩٨٨م کې د بن جانسن له تصوير سره يوه مرکه په ټورنټو کې د ده په کور کې وکړه د کومې تفصيل چې په ورځپاڼو کې خپور شو.  

د هندوستان ټايمز ٢٩ نومبر ١٩٨٨م مطابق د سل متره نړيوالې منډې چيمپين بن جانسن د تلويزون د کيمرې په وړاندې ژړل او ويل يي چې ده سره له پوهې د لوبو له اصولو هيڅ خلاف ورزي نه ده کړې. بياهم هغه خپلې تيارۍ ته دوام ورکوي او هغه بارسلونه (هسپانيه) کې په ١٩٩٢م کې په کيدونکو اولمپيك لوبو کې د واپس راتللو خوبونه ويني. هغه وايي چې د ده نړيوال ريکارډ ټريك د ١٣ کلونو مسلسل محنت نتيجه وه. په ظاهره هغه ډير خفه ليده کيده. د سيوول د اولمپيك څخه وروسته مخې ته د راتلونکو مشکلاتو يادونه يې کوله او غمجن اوسيلي يې کول. د مرکې اخستونکى مسټرگياني منولى( Gianni Minoli) وايي د قلم پورې کار تر پنځه دقيقو پورې ايساروو ولې چې بن جانس په خپلو اوسيلو قابو نه لرلو. بن جانس وايى. چې ټريك ته په بيرته د راتلو لپاره هغه په اونۍ کې شپږ ورځې څلور ساعته پرله پسې تمرينونه کوي. ده وويل: چې زما کار يوازې ځغاسته ده. د ناست پاتې کيدو خبرې زه سوچ قدرې هم نشم کولاى. زما هيله دا ده چې يو ځل بيا په مقابلو کې برخه واخلم دوى له ما څخه زما مډال اخستى دى. نه زما ځغاسته او منډه.
They have taken away my gold medal not my speed.
اخستونکى هميشه له تا څخه يو شى اخستى شي، نه دا چې د ستا ځان له تا څخه واخلي د ستا وجود خپل ټول صلاحيتونو سره بيا هم تا ته حاصل دى. دغه حاصله شوې متاع استعمال کړئ. او بيا له هرې محرومۍ څخه وروسته ته خپل نوى تاريخ جوړولى شئ. 

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ