مه يې په غصه کوه
په هندوستان کې تر ټولو زيات زمريان د گير په ځنگل کې پيدا کيږي. دلته د هغو لپاره ډير لوى پراخه پارك جوړ کړاى شوى دى، کوم ته چې (Gir forest Sanctuary) ويل کيږي. د شلمې پيړۍ په پيل کې دلته له شلو څخه هم لږ شمير کې زمريان موندل کيده. مگر د مۍ مياشتې ١٩٩٠م د شميرنې له مخې اوس هلته ٢٨٠ زمريان دي. د دغو زمريانو له امله د خلکو ژوند ته خطر پيدا شوى د هندوستان ټايمز (٢٢ اگست ١٩٩٠م) د رپوټ تر مخې په تيرو دوو کلونو کې د غو زمرو شپاړس تنه انسانان مړ کړي او ١٤٠ تنه نور کسان يې ټپيان کړي دي.
له دې پيښو څخه وروسته د مسټر روى چيلم په مشرۍ کې يو ټيم وټاکل شو چې د دې صورتحال په باره کې تحقيقات وکړي. دوى له څيړنو څخه وروسته ويلي وو. زمريانو اگر چې انسانانو ته زيان اړولى دى. او په هغوى يې حملې کړي دي مگر دغه حملې محضِ د زمريانو د درندگۍ په اساس نه وې. تحقيق کوونکو په انسانانو باندې د زمريانو د اکثرو حملو سبب پارونه (زمريان په غصه کول) گرځولى ده.
The researchers have attributed most of the lion attacks on human to provocations of the animals
ز
مرى يو وينه خوړونکى ځناور دى. هغه د انسان لپاره تر ټولو ستر خطر دى. مگر زمرى د خپل ټول ځناور توب سره، سره د خپل فطرت لاندې اوسيږي. او د ده فطرت دا دى چې هغه له پارولو او غصه کولو پرته په هيڅ انسان باندې حمله نه ده کړې. دا د قدرت له نښو څخه يوه نښه ده. کومه چې دا وايي د وينه خوړونکو انسانانو له ظلم څخه څنگه بچ پاتې شي. د خونخواره د انسانانو له ظلم څخه د بچ کيدو يوازينى يقيني تدبير دا دى. چى د خپل فطرت لاندې اوسيدل ورکړاى شي. د غصې وروستلو څخه وړاندې هر انسان د خپل فطرت د حکم لاندې اوسيږي. او د غصې وروستلو څخه وروسته هر انسان د حکم فطرت له حکم څخه بهر راووځي. گويا فطرت پخپله هر انسان د ظلم او فساد څخه منع کړى دى. په دغسې حالت کې ستا د ځوابي عمل څه اړتيا ده. له پارولو (غصه کولو) څخه وړاندې زمرى يو بې ضرره حيوان دى. له غصه کولو خخه وروسته له زمري څخه يو خونخوار حيوان جوړيږي. تاسې زمرى مه په غصه کوئ. بيا به تاسې د ده له زيان رسونې څخه محفوظ اوسيږۍ.
نرمي او برداشت کومه د بې زړه توب خبره نه ده. دا د ژوند يو اهم اصل دى کوم چې د فطرت پيدا کوونکي پخپله ټولو مخلوقاتو ته ورزده کړى دى.
په عربي کې يو متل دى. السماح رباح، يعنې په معلاماتو کې د نرمۍ او پراخ طرفۍ طريقه هميشه گټوره وي. دا متل د انساني تجربو څخه جوړ شوى دى. انسانانو د زرگونو کلونو په دوران کې دواړه ډوله تجربه کړې د نرمې چلند هم او د سخت چلند هم. په پايله کې له تجربو څخه ثابته شوې چې سخته رويه چپه نتيجه ورکوي د دې په مقابل کې نرمه رويه هغه نتيجه پيدا کوي. کومه چې د ستا لپاره گټوره وى. د اورگاډي په تم ځاى کې دوه کسان روان وو. يو انسان مخکې و، بل ورپسې شاته د پشاته کس په لاس کې يو لوى بکس و، په تيزۍ سره پر مخ روان و، د ده بکس د مخکې روان کس پښو سره ټکر شو. هغه په پليټ فارم راوغورځيد.
ورپسې کس په فوري توگه ودريد او له شرمندگۍ سره يي وويل: ما معاف کړه.Excuse me مخکې روان کس د ده خبره واريده نو هغه هم سوړ ودريد. هغه وويل: هيڅ باك نشته.Ok بيا دواړه ودريدل او د خپل، خپل ټاکلي هدف په لور روان شول.
دويم صورت دا دى چې دغه ډول کومه نامناسبه پيښه مخې ته راشي. نو دواړه ونښلي يو وايي چې ته ړوند يې او بل وايي چې ته بدتميزه يې تاته خبرې نه درځي. او داسې نور. که چيرې په دغسې وخت کې دواړه دغه ډول خبرو پسې ولگيږي نو خبره به لويه شي تردې پورې چې دواړه سره خپلو کې په جنگ اخته شي. لومړى که چيرې د ده په بدن خټې لگيدلي وي نو اوس به د هغه له بدن څخه وينه بهيږي. لومړى يې که جامې څيرې شوې وې نو اوس به يې هډو کې مات شي. برابره خبره ده چې کورنى ژوند وى او که له کور نه بهر معامله وي. د يو قوم د افرادو جگړه وي او يا د دوو قومونو د افرادو جگړه وي په هر ځاى کې په نرمه رويه او اوچت ظرفيت سره ستونزه ختميداى شي. او د دې برعکس چلند خپلولو څخه ستونزې نورې هم غټيږي.
نرمه رويه او چلند گويا په اور باندې اوبه اچول دي او له سختۍ څخه د کار اخستلو طريقه گويا په اور باندې د پترولو شيندل دي. لومړۍ طريقه اور وژنې او دويمه طريقه اور لا زياتوي او تيزوي.