په دښمن کې د دوست لټون
ډاکټر سيد عبدالطيف (١٨٩١م-١٩٧١م) په کرنول (دکن)کې پيدا شوى . هغه د خپلې د قرآن د انگريزي ژباړې او نورو خدمتونو په وجه ډير مشهور دى. هغه د خپلې سيمې په ليسه کې د خپل پلار له خبرولو پرته داخل شوى و، د پلار يې له انگريزانو او انگريزي تعليم څخه سخته کرکه لرله. هغه ته چې معلومه شوه نو غصه شو او په سخته لهجه کې يې ورڅخه پوښتنه وکړه. انگريزي لولې څه به وکړې د لنډ او ټيټ قامت لرونکى ځوى ورته ځواب ورکړ انگريزي زده کوم چې د قرآن ترجمه په انگريزۍ کې وکړم.
١٩١٥م کې هغه بى اى (ليسانس) له امتياز سره پاى ته ورسولو. په ١٩٢٠م کې د حيدر آباد په جامعه عثمانيه کې د انگريزي ژبې ښوونکى وټاکل شو. په ١٩٢٢م کې ورته نوى تعليمي فرصت پيدا شو. د جامعه عثمانيه څلور استاذان د لوړو زده کړو لپاره اروپا ته وليږل شول. او د دوى لپاره د رياست له خوا د ٣٠ زرو روپو پرته له سوده قرض ومنل شو په دې څلورو کې يو سيد عبدالطيف و.
لندن ته ورسيد هلته په بى اى (انرز) کې داخله اخستل غوښتل. مگر د کنگس کالج صدر د انگريزۍ د څانگې او نورو انگريز استاذانو د ده له وړتيا څخه متاثره شول د ا يې له بى اى او ايم اى څخه مستثنىٰ کړ. او براه راست يې د پى ايچ ډى اجازه ورکړه. د ده د مقالې عنوان په اردو ادب د انگريزې اداب اثرات وټاکل شو. د مقالې د تيارولو لپاره درې کاله وټاکل شول. مگر ده په دوه کاله کې د پى ايچ ډى مقاله پوره کړه. د کنگس کالج مسؤلينو هغه ومنله او ډاکټرۍ حقدار يې وگڼلو. سيد عبدالطيف د ټاکلې مودې څخه وړاندې ډاکټر شو او حيدر آباد ته بيرته ستون شو. دلته په سمدستي توگه د جامعه عثمانيه پروفيسر جوړ کړاى شو. آى اى ايس (انجمن، ازحسن الدين احمد).
په ١٩٢٢م کې انگريز د مسلمانانو تر ټولو لوى دشمن گڼل کيده. مگر دغسې دشمن د مسلمان زده کوونکي سره د سخاوت هغه معامله وکړه د کوم مثال چې په مسلمانو ادارو کې هم په مشکل سره ترلاسه کيږي.
حقيقت دا دى چې په "دښمن انسان" کې دننه هم" دوست انسان" موجود وي. مگر داسې دوست انسان هغه خلك موندلى شي چې له دوستۍ او دښمنۍ څخه اوچت شي او انسانانو سره په معامله کولو پوهيږي. عام مزاج دا دى چې خلك خپل، خپل او پردي پردي وگڼي. مگر د پرانستي زړه لرونکي انسان لپاره هر يو د ده خپل دى هيڅوك د ده پردى نه وي. سوامى رام تيرته (١٨٧٣-١٩٠٦م) ډير زيات هوښيار سړى و، د هغه ډيره زياته معنا داره وينا ده. د ژوند په هره دروازه ليکل شوي وى راکاږئ خو مونږ هغې ته ديکه ورکول شروع کړو. سوامي رام تيرتهـ په روانه انگريزۍ خبرې کولې. هغه د مذهبې هلو ځلو لپاره په ١٩٠٣م کې امريکا ته ولاړ. د هغوى سمندري کشتۍ د سان فرانسسکو په ساحل لنگر واچاوه. هغه چې کوز شو نو يو امريکايي ورته د تعارف او پيژندنې له لارې نږدې ورغى. له دې وروسته چې کومې خبرې اترې شوې وې هغه داوي. امريکايي ورخڅه پوښتنه وکړه:
"چې ستا سامان چيرته دى".
سوامى رام تيرتهـ ورته په ځواب کې وويل:
"زما سامان بس همدا دى".
خپلې روپۍ او پېسې دې چيرته ايښودى.
ماسره روپۍ پيسې نشته.
بيا خپل کار څنگه چلوې.
زه له ټولو سره محبت کوم.
پس په دې سره زما ټول کار چليږي.
نو امريکا کې خو به خامخا ستا دوست وي.
هو! يو دوست او هغه دوست دا دى.
سوامى رام تيرتهـ دا وويل او خپل دواړه لاسونه يې د امريکايي وگړي په غاړه کې واچول امريکايي د ده له دې خبرې څخه ډير اغيزمن شو. له دې وروسته هغه د امريکايي دومره گران دوست جوړ شو. چې هغه يې له ځان سره کور ته بوتللو. او سوامى رام تيرتهـ چې څو پورې امريکا کې اوسيده. هغه له ده سره اوسيده او د هغه خدمت به يې کاوه تردې چې هغه يې شاگرد جوړ شو. په دې دنيا کې محبت تر ټولو غټ طاقت دى د محبت په ذريعه ته خپل مخالف ختمولى شى. او يو پردى کس د ځان جوړولى شې. په دې شرط چې ستا محبت رښتينى وي. هغه د ښودنې او نمايش لپاره نه وي.