په ناکامۍ کې برياليتوب
موهن سنگ او برايي د اگست په ١٥ په ١٩٠٠م کې په جيلم کې په يوه کلى کې پيداشوى. د ده پلار په پيښور کې د ټيکه دارۍ کار کاوه. مگر ښاغلى او برايي تراوسه يوازې د شپږو مياشتو و، چې پلار يې وفات شو. د پلار له مړينې وروسته او برايي بې وسيله (بې څوکه) پاتې شو. په ډيرو ستونزو سره يې له سرگودې نه د لسم تعليم او د لاهور څخه د کالج امتحان په برياليتوب سرته ورساوه. له دې وروسته يې د مالې ستونزو له امله زده کړې ته دوام ورنکړاى شو.
ښاغلى او برايي د خپل ژوند حالات ليکلي کوم چې هندوستان ټايمز په اونيزه خپرونه کې په ١٢ اگست ١٩٩٠م کې چاپ کړې. هغه ليکلي له دولسم څخه وروسته چې کله ما وليدل چې ته لازياتې زده کړې نه شې حاصلولى. نو دا زما په ژوند کې د غټ تشويش او انديښنې شيبې وې. ځکه چې ما محسوسه کړه چې د موجوده تعليم وړتيا په ذريعه زه هيڅ ماموريت حاصلولى نشم.
This was a moment of anxiety in my life as I realized that my qualifications would not get me a job
د ماموريت څخه محروميت دا د کاروبار او تجارت ميدان ته بوتللو. داکاروبارى ژوند يوه اوږده کيسه ده چې په ياده ورځپاڼه کې يې کتلى شۍ. لنډه دا چې په ١٩٢٤م کې هغه په معمولې توگه د يو هوټل کار کى شريك شو. په ١٩٣٩م کې نړيوال جنگ پيل شو. نو هغه په کلکته کې خپل يو هوټل شروع کړى و، د ده کار روان و، غټيده تردې پورې چې هغه نن د يو هوټل چې ايمپائر نوميږي خاوند دى. د هندوستان په اکثرو لويو ښارونو کې د ده هوټلونه دا وبرايي په نوم قائم دي. د دې برسيره په سناگاپور، سعودي عرب، سريلانکا، نيپال، خليج، مصر او افريقا کې د ده لوى، لوى هوټلونه په کاميابۍ سره چليږي. ښاغلى او برايي ته د ماموريت په ميدان کې ځاى په لاس ورنغى نو ده د کاروبار او تجارت په ميدان کې له دې څخه غټ او ستر مقام خپل ځان لپاره حاصل کړ. همدا په موجوده دنيا کې د کاميابۍ تر ټولو ستر راز دى. دلته هغه څوك بريالى کيږي. څوك چې له غورځيدو وروسته يو ځل بيا د راپورته کيدو د وړيتا ثبوت ورکړاى شي. که چيرې په يو ميدان کې تا ته ځاى او موقع پيدا نشي. نو په بل ميدان کې خواري او محنت شروع کړه. بعينه ممکنه ده چې ته په بل ميدان کې هغه ټول څه ومومي د کوم څه اميد او هيله چې تا په لومړي ميدان کې کړې وه.
ډاکتر سالم على (١٨٩٦م _ ١٩٨٧م) ته په علم الطيور (مرغان پوهنه) کې فوق العاده مقام حاصل و، د هند حکومت ورته د پامابهوشن لقب ورکړى و، برتانيې د سرو زرو په مډال نازولى و، هاليند ورته گولډن آرك ورکړى وو. د هندوستان دريو پوهنتونو ورته د افتخارى ډاکترى سندونه ورکړي. دغه راز د راجيه سبهيا ممبر (غړى) جوړ شوى و، ډاکتر سالم على ته دغه فوق العاده برياليتوب د يوې فوق العاده ناکامۍ په ذريعه ترلاسه شوى و، هغه د بمبئ په گني زاره سيمه کهيت واړي کې پيدا شوى. د ليسانس حاصلولو وروسته ورته د کار او روزگار اړتيا پيښه شوه. مگر کله چې د وظيفې او کار پيدا کولو پسې ووت نو د ده په الفاظو په هره اداره او هر دفتر کې د ده لپاره ځاى نه و،. (No Vacancy) لوحه لگيدلې وه. دغې ناکامۍ د ده لپاره د نوې کاميابۍ لارې پرانستې.
يوه ورځ ده يو کوچنى مارغه ونيو، ده وليدل چې په دې مارغه کې يو فوق العاده خصوصيت ورته په نظر ورغى. د دې مارغه غاړه زيړه وه ده د دې تحقيق پيل کړ ده په علم الطيور (Ornithology) باندې ډير کتابونه ولوستل. په دې سره د ده دلچسپي زياته شوه. تردې پورې چې يو لاسي دوربين يې پيدا کړ. اوس د ده دا کار شو. هلته او دلته به تللو او د مارغانو کتنه ب يې کوله. او د هغو حالات به يې په خپله کتابچه کې ليکل. په پايله کې ده د مارغانو په پوهنه کې دومره مهارت پيدا کړ. چې دا يې پخپله د دې فن د نوو اړخونو او نوو پراخيو سره آشنا کړ. د ده دوه کتابونه ډير مشهور دي.
په يو کتاب کې ده د کوچنۍ وجې (برصغير)د هند د 1200 مارغانو حالات ليکلي دي د ده بل کتاب د هند مرغان (Indian Birds) دى. چې يوولس ځله چاپ شوى دى. او په نړيواله کچه لوستل کيږي.
ډاکتر سالم على ته په ځمکنيو ادارو کې ځاى پيدا نشو. هغه په آسماني مشاهده (کتنه) کې د ځان لپاره زيات غوره کار ولټولو، هغه په ملکي ماموريت کې وانخستل شو مگر د خپلې اوچتې کار کردگۍ په ذريعه هغه د نړيوال وياړ مستحق وگرځول شو.