په فاصله کې اوسيږئ
په سړك باندې په يو وخت کې ډير سورلۍ روانې وي. له مخې نه، له شانه، له ښۍ خوانه، له چپې خوا نه، ځکه د سړك سفر په محفوظ حالت کې باقي پاتې کولو لپاره يي ډير اصول او قواعدجوړ کړى. دا د سړك قوانين (Traffic rules) د سړك په غاړه هر ځاى لګول شوي وي. تر څو له سړك څخه تيريدونکي خلك هغه ولولي او د هغې په لارښوونه کې خپل سفر ته دوام ورکړي. د ډيلي په يو سړك تيريدم دغه ډول يو قاعده په لوحه ليکل شوې وه. چې زما نظر ورباندې ولگيد. د دې الفاظ دا وو.
واټن برقرار وساتئ.
Keep distance
ما چې دا ولوست نو فکر مې وکړ چې په دې دوو لفظونو کې د ډيرې زياتې هوښيارتيا او پوهې خبره ويل شوې ده. دا يو مکمل حکمت دى. د دې تړاو له سړك سره هم دى او د ژوند د عام سفر سره هم. په موجوده دنيا کې هيڅوك يوازې نه دى. هر انسان د نورو ډيرو انسانانو په منځ کې اوسيږي او خپل کار کوي. د هر انسان په وړاندې د هغه شخصي گټې وي. هر انسان په خپل ځان کې دننه يو خواهش لري. هر انسان غواړي چې بل کس وروسته کړي او خپله مخکې ولاړ شي. دغه صورتحال دا غوښتنه کوي چې مونږ د ژوند په سفر کې "په فاصله کې اوسه" اصل تل کلك ونيسو. مونږ بايد له نورو څخه په دومره واټن کې اوسو. چې نورو سره د ټکر کيدو له خطر څخه پرته د خپل ژوند سفر ته دوام ورکړاى شو.
دغه حکمت ته په قرآن کې اعراض (يا مخ اړول) ويل شوي دي. که چيرې ته د اعراض دغه حکمت په نظر کې ونه ساتى، نو د ستا گټې به د نورو له گټو سره ټکر وکړي. نو د ستا يوه سخته خبره به د بل راپارونې او په غصه کيدو سبب جوړ شي. او د ستا بې احتياطي به تا په غير ضروري توگه نورو سره په جنجال او لانجه واړوي.
له دې څخه وروسته به هغه څه کيږي کوم چې په سړك باندې کيږي. يعنې حادثه (Accident) د سړك حادثه انسان له سفر څخه رامنع کولاى شي. ځينې وختونه پخپله د مسافر د له منځه وړلو سبب کيږي. دغسې په ژوند کې چې يا د اصول په نظر کې ونه ساتل شي نو نتيجه به يې دا شي چې د ستا د دترقۍ د سفر مخه به ونيول شي. دا هم ممکنه ده چې ته د خپل ژوند څخه هم محروم او بې برخې شې. او ته به د تاريخ له پاڼې څخه د غلط حرف پشان لرې کړاى شې. په ماضي او حال کې د دې ډير مثالونه شته. هر کله چې کوم کس له خپل کوم ټاکلي حد څخه بهر شوى هغه له لازمي توگه د بدې او ناکاره پايلې ښکار شوى دى.
نينين واليا يو درې کلن ماشوم دى. هغه د خپل مور، پلار (وجي پال واليا او سونيتا) سره په شاهدره کې اوسيده. د ماشوم له باغ وحش سره مينه وه د هغه مور، پلار هغه ډيلي ته باغ وحش ته بوتلو چې هغه ورته وښيي. بيلا بيل ځناور يې کتل. دغه خلك هغه ځاى ته ورسيدل چيرته چې د سپين زمري پنجره وه. هغه د زمري او د ده د بچي ليدلو ته ولاړ و، تردې چې نيتين باغ وحش ته دننه ننوت او په پنجره کې يې خپل لاس ننويست. زمرى ټوپ کړ او د ماشوم لاس يي خوله کې ونيو. خلکو زمرى په کوتک وواهه مگر په دغه دوران کې هغه د ماشوم لاس تر څنگلى پورې خوړلى و، له عملياتو څڅه وروسته د هغه ماشوم ژوند بچ شو. مگر دغه ماشوم په خپل ټول عمر کې خپل ښي لاس څخه محروم شو.
د هندوستان ټايمز (٢١ مارچ ١٩٨٨م) د راپور تر مخه د ماشوم مور پلار د دې پېښې مسؤليت د باغ وحش په کار کوونکو واچوله. دوى ويل: چې دغه مهال پنجرې سره هيڅ څوکيدار موجود نه و.
The parents claim that there were no guards around
د اکثرو خلکو دا حال وي چې کله له کومې پيښې سره مخامخ شي. نو په فوري توگه له خپل ځان نه بهر کوم بل څوك لټوي چې د پېښې مسؤليت ورباندې واچولى شي. مگر په موجوده دنيا کې دغه ډول کوشش سر ترپايه بې گټې دى. دلته له حوادثو څخه هغه څوك بچ کيداى شي چې خپل ځان په قابو کې وساتي. کوم کس چې پخپله بې قابو شي هغه په لازمي توگه له حادثې سره مخ کيږي. اگر که د نورو د مسؤل گرځولو لپاره ده د لغتونو د کتاب ټول الفاظ پيدا او په هغوى ورواچوي. په باغ وحش کې خونخواره ځناور د جنگلې نه د څلورو فټو په واټن کې اوسپنيز سيم خاردار (Railing) لگيدلى و،. د دې هدف دا وي چې د ځناورو په مقابله کې انسان په يوه محفوظه فاصله باندې وساتل شي دغسې د ژوند په هر کږليچ باندې يو ديوال ولاړ وي. کوم کس چې هغه پوله وگڼي او هلته ودريږي هغه محفوظ پاتي کيږي. او کوم چې په دغه پوله وراوړي نو هغه خپل ځان له حوادثو څخه نشي بچ کولى. نه په باغ وحش کې دننه او نه له باغ څخه بهر.