د مقابلې همت
جى آر ډى ټاټا (J. R. D. TaTa)د هندوستان د څو ډيرو لويو صنعت کارانو څخه دى. د دې ليکنې په وخت د هغه عمر 85 کاله دى. هغه اوس هم الوتکه الوزولى شي. او د واورې په ځغاست ليکه اسکينگ (Skiing) منډه وهلى شي. په دومره زيات عمر کې د ده د روغتيا راز څه دى. د دې په ځواب کې هغه وويل: کومو شيانو چې زه برابر ځوان ساتلى يم. له هغې څخه يو
One of the things that keep me young is the fact that I am prepared to live dangerously. You must be prepared to take risks- risks in business, sport, and marriage everything to make life worthwhile. (p.4)
کوم شيان چې ما برابر ځوان شاتى په هغو کې يو حقيقت دا دى چې په خطرناکو حالاتو کې زه ژوند کولو لپاره تيار اوسيږم د ژوند د کارآمد جوړولو په خاطر تا ته زحمت قبلولو لپاره تيار اوسيدل پکار دي. کاروبار، لوبو، واده، په هر شى کې خطر په غاړ اصل دى.
انگريزي ژبه کې متل دى. چى خطر نه وي نو کاميابي هم نشته. (No risk no gain) دلته پوښتنه دا ده چې خطر قبلول څنگه انسان د برياليتوب او ترقۍ په خوا بيايي. د دې لامل دا دى چې خطر او ويره د انسان ځواك غښتلى کوي او له يو معمولي انسان څخه يو فوق العاده انسان جوړوي. انسان که چيرې د خطر په وړاندې نه وي هغه د زيار ويستلو له صورتونو څخه ليرې او سيږي. له هغه (څخه سست او تنبل انسان جوړيږي. د ده فطري وړتياوې په خوبولي حالت کې پاتې کيږي. له هغه څخه هغه تخم جوړيږي چې نه چويږي چې ونه ترى جوړه شي. د اوبو يوه داسې ذخيره وي چې موجونه ترې نه جوړيږي چې طوفاني صورت اختيار کړي.
مگر کله چې انسان ته خطرونه مخې ته راځي کله د ده ژوند د ويرې او زحمت حالت سره مخامخ وي. نو د ده په شخصيت کې دننه پټه فطري وړتيا راڅرگنديږي. د حالاتو زور او فسار دا مجبوروي چې دا متحرك شي او خپل ټول ځواك په خپل کار کې ولگوي.
په هر انسان کې ډير زيات صلاحيت شته. مگر دغه صلاحيتونه په ابتدايي توگه ويده او خوبولى وي. هغه کله هم له راپورته کولو نه پرته نه راجگيږي د ده د وړتياوو د رابيدارولو لپاره يوه طريقه ده او هغه دا چې کله د ته چلنج مخې ته ورشي. او د خطر په وړاندې ودريږي. د روغتيا او عافيت ژوند په ظاهره د آرام ژوند دى. د عافيت د ژوند دا گران قيمت اداء کول دى چې د انسان شخصيت پټ پاتې کيږي هغه د خپلې امکاني ترقۍ پورې رسيداى نشي په ١٩٩٠م د جنورۍ په ٦مه چې په ورځپاڼو کې کوم خبرونه راتلل. له هغه څخه يو خبر دا و، چې اظهر الدين د رايو په اتفاق سره د ملي ټيم کفتان وټاکل شو. هغه به نيوزى لينډ ته د تلونکي هندوستاتي کرکټ ټيم مشر وي. خبره د کرکټ حلقو لپاره ډير زيات تعجب کې اچونکې وه. ځکه عام فکر دا و چې شرى کانت به دا عهده ورکول کيږئ. کوم چې په شارجه کپ، نهرو کپ او پاکستان په دوره تلونکى اوسنى ټيم کپتان پاتې شوى دى. په ٢٧ کلن اظهر الدين حيدر آبادي ته په کرکټ کې د غه د مهارت په وجه ونډر بوابى (Wonder boy) ويل کيږي اظهر الدين د هندوستاني کرکټ دويم کم عمره کپتان دى. له ده څڅه مخکې منصور على خان پټودى د ٢١ کلنۍ په عمر کې د ملي ټيم کپټان جوړ شوى و.
اظهر الدين چې کوم شي دې اوچتې عهدې ته ورساوه هغه د ده دا صلاحيت وو چې د مقابلې مخې ته په راتللو هغه به نه بې همته کيده. بلکې د لازيات طاقت سره به يې مقابله کوله. په دسمبر ١٩٨٩م کې د پاکستان د دورې په پيل کې اظهر الدين د ټسټ کيرير (امتحاني دورې) په خطر کې واقع شوى. ځکه د فيصل آباد په امتحاني ميچ کې په لومړي ځل هغه کوم خاص اسکور ونه ړاى شو. بلکې په صفر باندې اوټ (خارج) شو. مگر په دويم ځل د شانداره سنچرى په جوړولو هغه دخپل ځان ټسټ کيرير له تباه کولو څخه بچ کړو. د هندوستان ټايمز (٦ جنورى ١٩٩٠) د اظهر الدين د ټاکلو لامل دا دى چې هغه د مقابلو کولو سره مينه لرې لکه چې د پاکستان په دوره کې وليدل شو چيرته چې هغه په لومړۍ امتحاني دوره کې د ټيم نه ويستلو ته نږدې رسيدلى و، او دا دقيادت او مشرۍ ډيره اهمه ځانګړتيا ده.
He loves getting out of challenging situations, As was seen on the tour of Pakistan where he was on the verge of being dropped from Test, and that's an important ingredient in leadership
دا دنيا د مقابلو او چلنجونو دنيا ده دلته هغه خلك بريالى کيږئ چې د چلنج په وړاندې حوصله ولري. دا صفت چې په کوم انسان کې هر څومره زيات وي. همدمره زيات برياليتوبونه هغه په دې دنيا کې حاصلولى شي.