د کتاب لړۍ: د ژوند لارښود

د ضمير طاقت    

فصل: 20

ابوالبرکات علوى (٦٣ کلن) د نظام پور د اعظم گړ ولسوالۍ (يوپي) اوسيدونکى دى. په ١٩٨٩م د اگست په ٢٩ مه مې ورسره ملاقات وشو. ده د خپلې سيمې يوه واقعه راته بيان کړه په کومه کې چې لوى پند او نصيحت دى. د اعظم گړ په شمال لويديز گې يو کلى دى چې ريدا نوميږي. چې د مجهوئى ويالى په غاړه د فيض آباد په پوله پروت دى. دلته څلور کورونه د مسلمانانو دي. د دې په مقابل کې د هندوانو دوه سوه کورونه آباد دي. د ١٩٨٧م د نومبر په مياشت کې داسې وشول چې له بهر څخه د  يوه هوسى راغله او د گنو په کښت کې ورننوته. يوه ځايي مسلمان جهنو خياط غوښتل چې دا ښکار کړي. ده په گاونډى کلى مخدوم پور کې يو مسلمان ته خبر ورکړ له چا سره چې د ښکار ټوپك و، هغه خپل ټوپك راواخيست او په هوسى باندې يې ډز وکړ.

که هوسى په خپل ځاى مړه وى نو کومه ستونزه نه پيدا کيده. مګر نښه صحيح ونه لگيد او هوسى ټپي شوه. ا و وينه ورڅخه ځاى په ځاى توى شوه. هندوانو چې ځاى په ځاى وينه وليده نو په غصه شول ا و راوپاريدل. هغوى ته معلومه شوه چې جهنو خياط په جاسوسۍ په هوسى گولۍ چليدلې وه. نو هغوى په کلي کې جرگه وکړه او جهنو يې راوغوښت او دا سزا يې ورته واوروله. څرنگه چې تا جرم کړى. نو د دې په بدل کې په تا باندې زر روپۍ جريمه ولگيده. په دې کلى کې کوم سطحي ليډر د جهنو درزي د بچ کولو لپاره موجود نه و، او نه مسلمانانو دومر طاقت و، چې جهنو خياط باندې معمولي جريمه  کيږدي. نو فطرت د جهنو خياط لارښوونه وکړه هغه د خلکو په مخکې ودريد او ويي ويل: د جرگې خبره ماته د منلو وړ ده. زه بيچاره انساني يم. ما سره نغدې پېسې نشته. مگر دا چې د کور سامان خرڅ کړ او دا جريمه پرې کړم.

 درې ورځې تيرې شوې وې د هندوانو ضمير راپورته شو. هغوى بيرته د خپلو خلکو جرگه راوغوښته. هغوى په خپلو کې وويل: چې دلته مسلمانان لږ او کمزوري دي. بهر خلك چې واوري چې مونږ له دوى نه جريمه اخيستې نوى هغوى به مونږ ډير پريوتي (ټيټ صفتي) وگڼي. او زمونږ به بې عزتي وشي چې مونږ مسلمانان کمزري وموندل او زور مو ورباندې کړى دى. د رايو په اتفاق دا پريکړه وشوه چې د جهنو نه به جرمانه نه اخلو. نو همداسې وشول او په متفقه فيصله سره جهنو خياط له جرمانى معاف کړاى شو.
په هر انسان کې ضمير وي دا ضمير ستا په جانب مقابل کې د ستا نماينده دى فطري نماينده چې استعمال کړئ نو بيا به تا ته له هيچا څخه شکايت نه وى.
(C.F Dole) ويلي دي چې د مهربانۍ برخورد په دنيا کې تر ټولو عملى توان او طاقت دى. 
Good will is the mightiest force in the universe

دا محض يو کس وينا نه ده. دا يو فطري حقيقت دى. د انسان پيداکوونکى چې انسان له کومو ځانگړتياوو سره پيدا کړى له هغو څخه اهم ترين خصوصيت دا دى چې له کوم يو انسان سره چې ناوړه چلند وشي نو هغه ته غصه او قهر ورځي. او که چيرې له هغه سره ښه چلند وشي نو هغه د احسان مننې احساس لاندې د ښه چلندکوونکي مخ کې په درناوى ټيټيږي. په دې عامو فطري اصولو کې د هيڅ چا څه استثناء نشته. تردې چې د دوست او دشمن هم نشته. ته خپل يو دوست سره ترخې خبرې وکړې. هغه بې عزته کړى هغه ته تکليف ورسوه ته وگوره چې له دې وروسته په فوري توگه هغه ټوله دوستي هيروي. په هغه کې ناڅاپه به د غچ اخستو جذبه راپورته کيږي. هماغه دوست چې له دې مخکې په تا باندې گلان شيندل. اوس هغه په تا باندې اغزي او اور ورولو لپاره تياريږي. د دې برعکس يو کس کوم چې تا خپل دښمن گڼي. هغه سره خوږې خبرې وکړې. د هغه کومه اړتيا پوره کړې د هغه په کومه سخته کې پکار راشې. تردې چې د تندې په وخت کې يو گيلاس يخې اوبه ورباندې وڅښې. ناڅاپه به يې ته وگوري چې د ده به پوره مزاج بدل شوى وې. کوم کس چې له دې مخکې ستا ښکاره دښمن ښکاريده هغه به د ستا دوست او خيرخواه جوړ شي.
خداى جل جلاله د انسان په فطرت کې دا مزاج ايښولو سره مونږ باندې عظم الشانه احسانه کړيدى. دې فطرت يو مظلوم انسان ته هم تر ټولو لوى تسخيرونکى وسله ورکړې ده. په دې دنيا کې د زمري او پړانگ د ويشتلو لپاره د گولۍ طاقت پکار دى. مگر د انسان د لاندې کولو او تابع کولو لپاره د گولۍ اړتيا نشته. د ده لپاره د ښه چلند يوچړقاو او اوپاشى بس دي. څومره آسان دي د انسان په خپله ولقه او قابو کې راوستل. مگر ناپوهه خلك دغه آسان ترين کار د خپل ځان لپاره مشکل ترين کار جوړوي. 

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ