د کتاب لړۍ: د ژوند لارښود

دماغي زياتوالى

فصل: 21

سرسي وى رمن (١٨٨٨م ١٩٧٠م) په هندوستان کې مشهور ساينسدان و، هغه په تروچراپلي کې پيدا او په بنگلور کى وفات شوى. په وروستي وخت کې هغه د رمن ريسرچ انسټى ټيوټ ډاريکټر و، په دې برسيره هغه په ډيرو علمي منصبونو باندې بريالى شوى و، په ١٩٣٠م کې ده ته د فيزيك نوبل جائزه ورکول شوى و، د رمن په باره کې يو معلوماتي مضمون په سنډى ريويو (١٧ مارچ ١٩٩١م) کې چاپ شوى و، د هغه يو اقتباس دا دى. 

Raman believed the science came from the brain and not from equipment. When one of his pupil in spectroscopy complained that he had only a 1 KW lamp whereas his competitor abroad had a 10 KW lame, Raman told him:  "Don't worry. Put a 10m KW brain to the problem."
د رمن باور و، چې ساينس له دماغو راوتلى، نه له سازو سامان څڅه. د ده يوه شاگرد يو ځل شکايت وکړ. چې له ده سره د تحقيقي کار کولو لپاره يوازې يو کيلو واټ کاليمپ دى. په داسې حال کې چې په بهرنيو هيوادونو کې د دې برابر له يو زده کوونکي سره لس کيلو واټه کاليمپ وي. رمن دى زده کوونکى ته ځواب ورکړ چې زړه، نازړه کيږه مه. ته د خپلې مسئلې په تحقيق کې لس کيلو واټه دماغ کيده.

دا خبره ډيره سمه ده. په دې دنيا کې د هر کار تړاو له دماغو سره دى. د سامان کمى له دماغو څخه پوره کيداى شي مگر د دماغو کمى له سامان سره نشي پوره کيداى.
دوه درى سوه کلونه پخوا په لويديز کې چې کوم ساينسدانان پيدا شوى. له هغو څخه له يوه سره هغه سامان نه و، کوم چې نن د يو پوهنتون د يو تحقيق کوونکي زده کوونکي سره دي. له هغوى څخه هر يوه يې له لږ سامان سره کار کړى. مثال په توگه نيوټن د کروسين د ليمپ په ذريعه کار کړى. ځکه چې هغه مهال د بريښنا استعمال لا پيل شوى نه وو مگر همدغه ساينسپوهان وو چا چې د نوى لويديز د ساينس اساس ايښودى دى. د دې اصولو تړاو له هر انسان سره دى. چې کله هم کوم کس محسوسه کړې چې ده د پانگې، يا وسايلو، يا سازوسامان کمى دى. نو هغه ته پکار دي چې هغه خپل دماغي زيار زيات کړي. د ده دماغي محنت او زيار به د ده لپاره د هر بل کمي جبرانونکي او تلافي کوونکي جوړ شي. فطرت د دماغو په صورت کې انسان ته حيرانونکى طاقت ورکړى. دماغ چې استعمال کړاى شي انسان د خپل هر کمى تلافي کولاى شي.
مسټر کمال عليگ (تولد ١٩٥٨م) د فرورۍ په لومړى نيټه ١٩٨٩م په ملاقات کې خپله يوه واقعه وويله: هغه مخکي سيگرټ څښل د ١٩٨٤م څخه هغه په مکمله توگه سيگرټ پريښودى دي. له  ١٩٧٦م څخه تر ١٩٨١م پورى هغه د تعليم په سلسله کې په مسلم پوهنتون کې على ګړ کې و، په دغه وخت کې هغه ((چين اسموکر)) پرله پسې سيگريټ څښونکى و د يوې ورځې واقعې ده د آزموينې وخت نږدې و، هغه د شپې تر ناوخته پورې په لوستلو بوخت و، تردې پورې چې د شپې يوه بجه شوه. دغه وخت هغه سيگريټ ته اشتيا وشوه ويې ليدل چې د اور لگيد ختم شوى دى. بخارۍ هم مړه شوى وه، له يوې خوا په ده کې د سيگرټ سخت خواهش راپورته شوى و، له بلې خوا هيڅ داسې شى موجود نه وو، چې سيگريټ يې ورباندې بل کړى وى.
نيم ساعته پورې د ده په دماغو باندې دا سوال پروت و، هغه په دې سوچ او فکر کې لگيا و، چې سيگريټ به څنگه بل کړي. په پايله کې يو تدبير د ده په ذهن کې راغى چى د دوى په اطاق کې د بريښنا د سلو واټو گروپ بل و، ده فکر وکړ چې په دې بل شوي گروپ کې که چيرې يو سپك شى ځوړند کړي نو لږ وخت وروسته به اور واخلي. هغه يو زوړ رخت راواخيست او د هغه يوه ټوټه يي د گروپ نه تاو کړه نږدې پنځه دقيقي وروسته دغې ټوټې اور واخيست. کمال صاحب سمدلاسه له دې څخه خپل سيگرټ بل کړ او په کش کولو يي لگيا شو. 
د دې نوم دماغي محنت دى. عام خلك د محنت له نوم څخه يوازې بدني محنت پيژني. مگر د محنت زيات لوى ډول هغه دى کوم ته چې دماغي محنت وايي. د نړۍ ټولې لويي لويي ترقۍ هغه دي چې د دماغي محنت په ذريعه ترلاسه شوي دي. بدني محنت خو درانه شيان چلول او يا د څټك وهل دي. مگر د يو ساينڼفك فارم يا په نوى طريقه د کارخانې جوړلو کار يوازې د دماغي محنت په ذريعه کيږي. جسماني محنت که چيرې تا ته يوه گټه در رسولى شي. نو ته د دماغي محنت په ذريعه يو کروړ (لس ميليونه) روپۍ گټلى شې. بدني محنت يوازې دا کولاى شي. منډه ووهي او بازار ته ولاړ شي. يو لاټين واخلې او د هغه په ذريعه سيگرټ بل کړې مگر دماغي محنت يو داسې حيرانونکى ځواك دى چې له څراغه پرته د ستا سيگرټ بلولى شي. کوم چې له ظاهر اور څخه پرته ستا کور روښانوى.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ