د تاريخ پند او نصيحت
سرټامس رو Sir Thomas Roe د اوولسمې پيړۍ په پيل کې له لندن څخه هندوستان ته راغى. او دلته تر دريو کلونو (١٦١٥م ١٦١٨م) پورې واوسيده. ده له مغل پاچا جهانگير سره اړيکې پيدا کړې. له نورو اوچتو صفتونو سره، سره په ده کې يو صفت دا و، چې دا په ترکي پوهيده. او له جهانگير سره يې مخامخ خبرې کولاى شوې.
سرټامس رو (١٥٨١م ١٦٤٤م) چې کله هندوستان ته راغى، نو دغه وخت جهانگر په اجمير کې و، ټامس رو ا جمير ته ولاړ او تر دريو کلونو پورې هلته پاتې شو. جهانگير به کله کله هغه خپل دربار ته راوغوښته او له ده سره به يې هغه او دغه خبرې کولى. ټامس رو اندازه ولگوله چې جهانگير د انځور گرۍ سره ډير شوق او علاقه ده. ده يوه ورځ د جهانگير پاچا په دربار کې يو انځور (تصوير) وړاندې کړ. ړ جهانگير پاچا دغه انځور ډير خوښ شو.
ټامس محسوسه کړه. د کوم وخت انتظار چې ده کاوه هغه وخت اوس د ده لپاره رارسيدلى دى. ده له بادشاه څخه يو داسې شى وغوښت چې په ظاهره ډير معمولي و، دا شى و، د هندوستان په ساحلي ښار سورت کې د کارخانې (تجارتي ادارې) قايمولو اجازه. بادشاه يو فرمان وليکه. د کوم له مخې چې انگرينو (ايـسټ انډيا کمپنۍ) ته په سورت کې د خپلې تجارتي ادارې قايمولو اجازت په لاس ورغى. د هندوستان يو ښار کې تجارتي ادارې د پرانستلو اجازه په ظاهره ډير معمولى شى و، ځکه چې له دې سره، سره هندوستان پراخه هيواد د مغل حکمرانانو په برخه و، د لويي او سترتوب، او د قوت او طاقت په ټولو نښو او مظاهرو باندې دوى تسلط او واکمني هماغه شان پاتې وه. خو په سورت کې تجارتي اداره جوړول انگريز ته هغه څوكه ورکول وو کومه چې بالاخره دوى ته په ټولو نورو شيانو باندې تسلط او قبضه ورکوي. نو ځکه انگريزانو دغه کمتر شى قبول کړ. او له دې څخه وروسته تاريخ ويلي څوك چې په لږ څه راضي شي هغه په پاى کې په لا زياتو او برترو باندې هم په قبضې حاصلولو کې کاميابيږي.
دا د تاريخ سبق او نصيحت دى. مگر ډير لږ خلك دي چې له دې تاريخ څخه پند او عبرت حاصلوي.
په دې دنيا کې اصل اهميت د دې خبرې دى چې تا ته د معاملې ابتدايې څوکه او اعاز په لاس درشي ابتدايي سر چې د چا لاس ته ورشي هغه په پايله کې د سر تر پايه پورې رسيدونکى دى. د هندوستان آزادۍ تحريك په١٧٩٩م کې شروع شو کله چې سلطان ټيپو له انگريزانو سره جنگ کاوه او ووژل شو. له دې څخه وروسته له انگريزانو سره جنگيدل، په انگريز شخصيتونو باندې بمونه ورغورځول، په هغوى باندې د حملې کولو لپاره له بهرنيو حکومتونو څخه مرسته غوښتلو په شان شور او زوږ تر سلو کلونو زيات مودې پورې دوام درلود .دغه ډول تدبير په خپل نوعيت کې له شوره ډك وي نو ځکه کله چې د هغو نوم خپوريدو سره انگريز په فوري توگه رابيدار شو او په پوره توان او قوت سره يې وځپل. له دې وروسته گاندي د سياسيت ميدان ته راغى. نو په ناڅاپي توگه صورت حال بدل شو. مخکنيو خلکو د تشدد او زرو له لارې د آزادۍ غوښتنه کوله. گاندې د دې برعکس د عدم او تشدد او نه زور گيرۍ لار اختيار کړه. ده د آزادۍ د تحريك چلوو اعلان په داسې بنياد سره وکړ. چې انگريزانو ته د لحاظ وړ نه ښکاريده.
د گاندي د دې طريقې يو جزء هغه دى کوم ته چى د ډانډي مارچ ويل کيږي د گجرات په ساحل (غاړه) باندې پخوا زمانې څخه مالگه جوړيږي. د انگريزانو حکومت په گجرات کې د مالگې جوړلو صنعت حکومتي قبضه کې راوست. گاندې د دې قانون د سوله ييز مخالفت لپاره له سابرمتي څخه پياده روان شو. په ٢٤ ورځو کې يې ٢٤٠ ميله سفر وکړ او ډانډى ساحل ته ورسيد. او د مالگى يو ټوټه يې په خپل لاس کې واخيسته او د سرکارى حکومت خلاف ورزي يې وکړه.
گاندي چې کله خپل پلان اعلان کړ. نو انگريز چارواکو يوه غونډه وکړه. دغه مهال يوه انگريز افسر د خپلې رايې په ورکولو سره وويل: هغه ته دې د خپلې مالگې جوړول ورکړاى شي. مسټر گاندي ته د مالگې له ډك موټى څخه زيات لوى شى پکار دى. چې هغه دې د برتانيې پاچاهي لاندې کړي.
Let him make his salt. Mr. Gandhi will have to find a great deal more than a pinch of salt to bring down the British Empire.
په موجوده دنيا کې بريالى اقدام هغه دى چې په ليدلو کې د لحاظ وړ ښکاره نه شي. مگر په حقيقت کې هغه د لاندې کولو او تسخيرولو وړ وي. کوم چې دښمن ته په ظاهره کې " ډك موټى مالگه" په نظر ورځي. مگر پاى ته چې ورسيږي نو هغه د مالگې ډك غر وگرځي.