د خدمت کرشمه (نخره)
د نوي ډيلي انگريزي پنځلس ورځينې اخبار انډيا ټوډى (١٥ اگست ١٩٩٠م) کې په ٦٨ صفحه باندې عبرت او پند ورکوونکې واقعه چاپ شوې ده. ٣٥ کلن محمد حنيف سليمان په لکنهو يو مسلمان نايي دى. هغه له تيرو لسو کلونو څخه د ښاغلى ملائم سنگ يادو ويښتان جوړوي مسټر يادو لومړى يو عادى مامور و، اوس هغه د يو پي ښاروال دى. محمد حنيف سليمان ښاغلى يادو ته وويل: چې اوس لوړ پوړى چارواکى يې. ماته د لکنهو په بازار حضرت گنج کې يو دوکان پيدا کړه.ښاغلى يادو په دې خبره راضي شو. خو هغه له دې وروسته خپله ژمنه هيره کړه. محمد حنيف سليمان څو مياشتى انتظار وويست. له دې وروسته هغه د مسټر يادو کور ته ورتلل پريښودل. ښاغلى يادو چې پوښتنه وکړه نو ورته معلومه شوه چې محمد حنيف سليمان د ده په وعده خلافۍ خفه شوى دى. په همدې اساس هغه دلته راتگ پريښودى دى. ښاغلى يادو ته چې معلومه شوه نو هغه خپلو چارواکو ته حکم وکړ. چې د محمد حنيف سليمان لپاره په حضرت گنج بازار کې يو دوکان ولټوي.
چارواکو په حضرت گنج بازار کې منډې ترړې ووهلې نو معلومه شوه چې په دې سيمه کې هيڅ دوکان خالي نشته. په حضرت گنج کې يو حکومتي دفتر موجود و، د مسټر يادو په حکم دغه دفتر خالي کړاى شو او محمد حنيف سليمان ته ورکړل شو. تر څو هغه خپل دوکان پرانستى شي. د راپور ورکوونکى د رپوټ له مخې دغه مهال ١٢٥٠ تنه په حضرت گنج کې د دوکان ترلاسه کولو لپاره منتظر وو. سليمان په دې ټولو ټوپ وواهه او په يوه ورځ کې يې د لکنهو په اهم ترين مارکيټ کې يو داسې دوکان ترلاسه کړ. د کوم قيمت چې دغه مهال پنځه لکه روپۍ و، اوس محمد حنيف سليمان په دې دوکان کې کار پيل کړى دى. په دې دوکان باندې په دې نوم يوه لوحه لگيدلې وه بمبي د ويښتانو جوړولو (بمبي هيرډريسرز)(Bombay Hair Dressers ).
د راپور ورکوونکي د يو پوښتنې په ځواب کې چې سليمان څه ويلي وو هغه داسې ډول رانقل کړي چې زه د خپل خدمت له امله د دې حقدار وم.
I deserved this much for all my seva.