د کتاب لړۍ: دین څه دي

پنځه بنا ګانی

فصل: 1

حدیث کې راغلی دی چې د اسلام پنځه بنا ګانی لری د شهادت کلیمه، لمونځ، روژه، زکواة او حج. 

دین کی داخله چې د کوم ځای څخه پیل کیږی.هغه د کلیمی اقرار دی. لا اله الا الله محمد رسول الله. په دی کلیمه کې دوه خبری دی. د الله وحدانیت او د محمد(ص) رسالت. یعنی د خدایی د ټولو خدایی صفتونو سره خدای منل او محمد(ص) د خدای هغه باوری (Authentic) نمائنده منل چې ترینه د حقیقت معرفت او د خدای د خوښی علم ترلاسه کیږی. دا کلیمه کوم لفظی منتر نه دی چې زبانی تلفظ کول یی بس وی. دا د یوه جدی پریکړی اعلان دی. دا یوه طرفته نه خپل مالک (خدای) او بل لور ته د خپل لارښود (رسول) د مندلو اظهار، دا د پوره ژوند ژمنه ده چې بنده خپل خدای ګواه ګرځولو سره یی کوی. ځکه په قرآن وئیل شوی چې د الله په وړاندی ایمان همغه دی چې داخل په زړه کې وی (حجرات) یوازی ژبی سره دغه الفاظ لوستل د خدای په نزد معتبر نه دی. همدغه وجه ده چې حدیث کې ډیر داسی شیونه په د  ًایمانً کې شمیر کړی شوی دی چې په ظاهره یی اړه عمل سره ده. مثال په توګه نبی (ص) وفرمائل ً چې په خدای قسم هغه مومن نه دی خدای قسم هغه مومن نه دی، خدای قسم هغه مومن نه دی چې د شر څخه د هغه ګاونډی خوندی نه وی ً.   د کلیمی اقرار که چری د یوی جدی پریکړی په توګه وشی کې راشی نو هغه د انسان په پوره ژوند کې روح په حیث شامل شی. که نه وی نو حیثیت به یی تشی د خولی خبری وی چې د سړی ژوند سره څه اړه ونه لری.

د دی اقرار نه پس د ټولو نه لومړی فریضه لمونځ دی. لمونځ د اسلام د ټولو نه اهم عبادت دی. الله پاک په خپلو بندګانو باندی روزانه پنځه وخته لمونځ فرض کړی دی د هر لمونځ نه وړاندی لاس،خله او پښي منځل کیږی چې ورته اودس وائی. په لمونځ کې مختلف آداب کلیمات او دعاګانی تر سره کولو سره بنده خپل مالک په وړاندی ټیټږی. تر دی چې خپل سر په ځمکه کیګدی. هغه د خدای د لویی په مقابله د خپلی وړوکی کیدو اقرار کوی. هغه سره د خپلی بندګی اړیکی جوړوی. قیام، رکوع او سجده ګویا د خدای په وړاندی د خپلی بندګی عملی اعتراف دی. دغه ډول انسان خپل ځان د بندګی هغه مقام ته ولی کوم ځای کې چې د هغه خدای ورسره ملاقات وکړی شی. انسان خپل رب سره د عاجزی په سطح باندی مومی نه چې د کبر او لوی. خپل ځان په سطح باندی .

روزه په کال کې یوه میاشت لپاره د روژی په میاشت کې فرض کړی شوی ده. د روژی وخت د سحر سبا نه پیل کیږی او لمر غروب پوری وی. په دی دوران کې خوراک څښاک مطلق پریښودل کیږی. د قرآن مطابق روژه ځکه فرض کړی شوی ده چې انسان کې دننه د تقوی او شکر (بقره) کیفیت پیدا شی. خوراک او اوبه د ټولو نه لوی اړتیاوی دی. کله چې د تندی نه انسان خلق وچ شی. کله چې د لوږی نه د سړی میده سوځیدل پیل کړی. هغه وخت هغه ته معلومیږی چې هغه څومره بی وزله دی او د خدای د مرستی څومره زیات محتاجه دی. دا تجربه هغه ته د خدای عظمت او د هغه په مقابله د خپلی عاجزی احساس ورښایی جې د تقوای حاصل دی. بیا ماښام چې کله هغه خوراک کوی او اوبه څکی نو هغه د  دی خبری تجربه کوی چې خدای یی څومره کامل صورت د هغه اړتیاوو انتظام کړی دی د هغه زړه د احسان مندی د جذباتو نه ډک کیږی. د هغه په ژبه باندی حمد او د شکر کلیمی جاری کیږی.

زکواة په مال او حاصل کی د خدای حق دی. مونږ چې په دنیا کې څه ګټو خواه که هغه د ځناورو او د ځمکی په ذریعه وی یا کارخانه او دوکان په ذریعه یا وظیفه او مزدوری په واسطه په دی کې ً زمونږ ً برخه ډیره کمه وی. زمونږ داخلی نظام نه نیولی کائنات پوری بی شمیره اسباب چې کله زمونږ په موافقت کې را یو ځای کیږی. نو بیا مونږ څه ګټه کولی شو. دا اسباب نیغ په نیغه د ځمکی او د آسمان د خاوند د لوری رسول کیږی. ځکه اړین ده چې د کال یوه حصه د خدای په لاره کې وباسو او د دی واقعی اعتراف وکړو چې دا ټول هر څه مونږ ته د خدای د لوری را کړل شوی دی. که چری د هغه مرسته زمونږ سره نه وی نو مونږ څه ډول مرسته نشوه کولی. زکواة یا خیرات په اصل د تعلق د دغه اعلی کیفیت اظهار دی. کله چې انسان نا قراره شی او غواړی چې د خپل رب په وړاندی خپل ځان خالی کړی. ځکه په قرآن کې وئیل شوی دی چې مومنان چې کله د خدای په لار کې چا ته څه ورکوی نو هغوی په خپل خاموش کردار سره ور محسوسوی چې مونږ د ستاسو نه څه بدله یا شکرانه نه غواړو دا خو مونږ یوازی د الله لپاره خرچ کوو.(انسان ۶)

حج یو کلیز عبادت چې په یوه انسان باندی په ژوند کې یو خل لپاره فرض دی. دا فرض هم هغه وخت دی کله چې هغه د خپل ځای نه بیت الله پوری د تلو را تلو وس او توان ولری او که نه نو په هغه باندی به حج فرض نه وی د حج مقامات هغه ځایونه دی چرته چې د اسلام تاریخ جوړ شوی. هلته هغه ځایونه دی چر ته چې پیغمبرانو د خدای عبادت کړی دی. د هغوی د قربانیو یاد ګارونه دی. کوم ځای نه چې د شرک د تل لپاره پائله شوی ده. هغه واحد ځای دی چر ته چې چیر ته د انسانانو په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره دا پیښه وشوه چې بی دینی لاندی شوه او دین د قیامت پوری غالب کړی شو. د دغو اثارونه ډکه شوی جغرافیه د دی خبرو لپاره ټاکل شوی ده. چې د ټولی دنیا مسلمانان هر کال دلته راغونډ شی او ټول یو ځای د الله عبادت وکړی. د اسلامی یوالی سبک واخلی د هغه ځای د فضاګانو څخه یوی ایمانی عزم او نوی دینی شوق واخلی او خپل وطن ته راوګرځی. حج ښای چې څنګه ټولو انسانانو ته د الله ګیر چاپیره را جمع کیدل پکار دی.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ