د کتاب لړۍ: دین څه دي

روزانه ژوند

فصل: 2

یاد شوی پنځه ارکان د قرآن په الفاظو کې د دین معلوم او په وخت ټاکل شوی ارکان دی خو کله چې د یوه کس په ژوند کې دین شامل کیږی نو هغه یوازی ټاکلی وختونو د اعمالو پوری نه محدودیږی هغه د هغه په پوره ژوند کې ځای پر ځای کیږی. او هر چلند کې اظهار کیږی قرآن او حدیث څخه په دی سلسله کې کوم شیونه معلومیږی هغه په لاندی ډول دی: 

لومړی شی ذکر دی. قرآن کې وئیل شوی دی چې په ولاړه ناسته او ملاسته په هر حال کې د الله ذکر کوی (آل عمران ۱۹۱) 
په حدیث کې راغلی دی چې ستاسو ژبی هر وخت د خدای په یاد کې لمدی پکار دی. (لا یزال لسانک رطبا من ذکر الله )

د ذکر معنی ده یاد. د دی مطلب دی چې د خدای د ویری او محبت تعلق دومره زیاتیدل پکار دی چې سړی ته هر وخت هغه ور یاد کیږی. دا ذکر هغه روحانی تار دی چې په ذریعه یی یو بنده خپل رب سره دائمی ربط(CONSTANT TOUCH) کې وی. کله هم په دنیا کې د خدای کاریګری کتلو سره هغه د الله د قدرت او د لویی اعتراف کوی. کله د خدای احسانات یاد ولو سره د هغه شکر ادا کوی . کله د قیامت سوال ځواب هغه ژړه وی او د خدای نه بښنه غواړی. کله د خپل عجز احساس هغه را پورته کوی چې هغه د الله د رحمت او نصرت عریفه وکړی. عرض د هغه د زړه په حساسیت کې هره لحظه یو نه یو داسی هچون پیل وی چې هغه مجبوروی چې هغه په قلاره او زاری کولو سره خپل رب را وبلی (اعراف ۲۰) 
د دی ذکر نه څه نصاب نشته. نه یی څه الفاظ مقرر دی او نه یی څه متعین صورت شته. دا د خدای په هغی افاقی دنیا کې غوپه وهل دی. چر ته چې ټول ټاکلی ملګرتیا پریږدی. بیا دا په ټاکلو شکلونو کې محدود ډول کیدی څنګه شی... الله پاک لره یاد ولو سره، قرآن کې تدبر کولوسره، کائنات کې غور کولو سره، خپل احتساب کولو سره، مرګ او آخرت سوچ کولو سره، بیا بیا د مومن زړه را وخوټیږی او کله په زړه کې او کله په ژبه سره د هغه اثرات ظاهریږی. کله احساس دومره شدید وی چې الفاظ هم ملتیا پریږدی. او د الله یاد د ګرمو، ګرمو اوښکو په صورت کې د هغه د سترګو څخه راوبهیږی. دا دی ذکر او دا ذکر د قرآن مطابق د ټولو نه لوی عبادت دی (عنکبوت ۴۵) 
دوهم شی نصح (خیرخواهی) دی. د دی اهمیت دومره زیات دی چې نبی (ص) وفرمائیل: الدین النصیحه (دین د خیر خواهی نوم دی) مومن د هر ډول نفسیاتی جنجالونو نه پاک وی. ځکه د هغه په زړه د نورو انسانانو لپاره د خیر سیګړه نه پرته بل هیڅ نه وی. نفرت، بغض، حسد، کینه او غچ اخستلو څخه د هغه سینه خالی وی. او د هوا په څیر وی کوم چې پرته ‌ډغری د ټولو په مینځ کې تیریږی هغه د لمر په څیر وی چې پرته د څه امتیازه په هر یوه باندی څلیږی. هغه د مرغیو غوندی وی د چا په زړه د چا په ضد، غصه او انتقام نه وی. مومن د خدای هغه بنده دی کوم چې خپل ځان د خدای سره وتړی، هغه بندګانو ته په هغه نظر سره ګوری چې په کوم نظر سره د هغوی خالق چې هغوی ته ګوری. داسی کس د حدیث په الفاشو کې د خدایی اخلاقو انځور وګرځی چا ته چې د خپلو ټولو بندګانو سره یو شان مینه ده نه چې د شیطانی اخلاقیاتو غوندی چې یوازی د خپلو خلکو سره زړه لګیږی. نورو انسانانو لپاره هغه سره نفرت او دښمنی ته پرته بل څه نه وی. 
دریم شی قسط (انصاف) دی. یعنی د نورو سره په تعلقاتو او معاملاتو کې تل عدل او انصاف باندی ټینګ ودریدل. قرآن کې مسلمانانو ته د انصاف حکم ورکړی شوی دی(اعراف ۲۹) بر سیره وفرمائیل شو تاسو انصاف باندی ښه ولاړ وسیدونکی وګرځی (نسا‌ء ۱۳۵) کوم شیونه چې سړی د انصاف نه لری کوی هغه یی په ګوته کولو سره ټینګار شوی دی چې تاسی په یو حال کې د انصاف نه مه اوړی. سړی د تعلقاتو لامله د انصاف نه  لری کیږی. وفرمائیل چې خپلولی معامله وی نو بیا هم په عدل او انصاف باندی ولاړ وسیږی(انعام ۱۵۲. ذاتی مفادونه او خواهشات هم سړی د انصاف نه اړوی. وویل شو چې د نفس خواهش تقاضا وی بیا هم د انصاف چلند مه پریږدی(نساء ۱۳۵) کینه او نفرت کې سړی نه د انصاف حدونه هیریږی. 
فرمائیل شو چې چاسره ستاسو دشمنی شی نو بیا هم ورسره انصاف کاوه ځکه چې همدغه چلند د تقوی سره سموم خوری (مائده ۸)
د انصاف د ټولو نه ډیر آسان او حتمی معیار حدیث کې ښودل شوی دی چې سړی د نورو سره هماغه شان سلوک وکړی کوم چې هغه خپل ځان لپاره خوښوی تر دی چې وفرمائیل شوه چې په هغه شخص کې ایمان نشته چې ځان لپاره کوم ښی خوښوی هغه د بل ورور لپاره نه خوښوی (لا یومن احد کم حتی یحب لاخیه ما یحب نفیسه )

➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ