د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

سريزه

فصل: 1

په موجوده زمانه کې په عمومي توگه باندې د يو کتاب د ليکلو دوه مقصده وي. د کتونکو لپاره د ساعت تيرۍ اسباب برابرول. يا د هغوي په معلوماتو کې زياتوالى راوستل. مگر په دې فهرس کې يو اهم ترين شى له پامه غورځول شوى او هغه دى د حقيقت مطالعه کول. دغه کتاب چې د ستاسې په لاس کې دى د دې وروستي هدف لاندې ترتيب کړاى شوى دى. په راتلونکو پاڼو کې چې تاسې څه لولۍ د هغه هدف يوازې د تعبير د غلطۍ راښکاره کول نه دي بلکې د دين صحيح تعبير وړاندې کول دي.

د صحيح تعبير وړاندې کولو يوه بڼه دا ده چې هغه يوازې په شکل کې وړاندې کړاى شي. او دويم صورت يې دا دى چې د مروج تعبير په نسبت سره دا واضع کړاى شي. د سوچه علمي نقطه نظره لومړى صورت هم بس دى. مگر تر کومه ځايه چې د علمي او گتې رسونې اړخ تړاو دى دوهم صورت د دې لپاره مناسب ترين دى. او ما د خپل وړاندې کړي نظر د هدف لاندې دغه دوهم صورت په دې کتاب کې اختيار کړى دى.

د دې کتاب لوستل که چېرې واقعاً د چا لپاره د حقيقت مطالعه جوړه شي او د دين تر صحيح پوهيدنې دا ورسوي نو دا به د ليکوال ډيره زياته نيکمرغي وي. او زه د دې لپاره د الله تعالٰى نه دعا کوم. مگر د بحث لاندې د تعبير حيثيت يوازې دومره نه دى چې هغه په يوه ځانگړې حلقه کې خپور شي. او مونږ د دې د اصلاح کوشش کړى دى. بلکې له دې چې وړاندې مخې ته ولاړ شي دا يو ډول مقابلې ته وړاندې کيدل دي او موجوده کتاب په يو لحاظ سره د دې چلنج او مقابلې ځواب دى.

د دې تعبير لاندې د پيدا شوي ليکنې د حال په ژبه او د دې د ځينو عبارتونو (د مثال په توگه د قرآن د څلورو اساسي اصطلاحگانو مقدمه) د قال په ژبه ددې خبرې اعلان دى چې اسلافو د دين صحيح بڼه نه پيژندله. د دې تعبير په نظر سره چې وگورې نو د څوارلس سوه کلونو په ټول تاريخ کې هيڅوك يو داسې خوځښت نه دى موندل شوى چا چې د دې مطابق په بشپړو معنو کې د دين د نوي کولو او ژوندي کولو کار کړى وي. اگر چې د دې کړۍ فکر يو شمير هوښيارو کسانو د اسلامي تاريخ ځينې له دې حيثيته د وړاندې کولو کوشش کړى دى. مگر دا ټول کوښښونه په قطعي توگه تاريخ جوړول دي، نه تاريخ ليکنه.

دغسې تعبير گويا د خپل ټول وجود سره د اسلافو د دين د تصور په باره کې د يو ډول بې باورۍ څرگندونه ده. او د دې خبرې اعلان دى چې هغوى په سمه توگه داسې د دين د خدمت کولو کوښښ نه ؤ کړي څنگه چې په حقيقت پوهيدل غواړي. ماته د دې په منلو کې ذره برهم حيرانتيا نشته چې زمونږ علماء د ځينو آيتونو يا حديثونو په مطلب په صحيح توگه باندې نه دي پوهيدلي. په بله وينا د دين له برخو څخه د کومې برخې په ټاکلو کې به هغوى تيروتلي وي. دغسې هغوى په باره کې د عملي نيمگړتياوو او خاميو د امکان اقرار هم هر وخت کيداى شي.

مگر دا خبره په قطعي توگه د منلو وړ نه ده چې د دين د حقيقت په پوهيدلو کې به هغوى غلطي کړي دي يا به د دين د خدمت صحيح طريقه اختيارولو کې هغوى ناکام پاتې شوي وو. زما لپاره دا احساس د ټولې دنيا له نعمتونو څخه ستر او خوندور دى چې زما دا کتاب په اسلافو باندې د واردونکې نيوکې دفعه کول دي. زه د خپل کمزوري او بې وسه وجود سره يو ځاى د هغوى له خوانه د دفاع کولو لپاره رااوچت شوى يم.

دلته ماته خپله يوه پېښه راياده شوه. کومه چې د مارچ په ٧ مه  ١٩٦٣م  کې مخې ته راغلې وه. په هغو ورځو کې زه د قرآن د څلورو بنيادي اصطلاحگانو د استدلال د څيړلو په لړ کې له اندازې زيات مصروف وم. د دار المصنفين اعظم گړ د کتابتون منځنۍ خونه وه. څلورو خواوو ته د تفسير، حديث، فقه، تاريخ، علم کلام او لغتونو له يو درجن څخه زياتې المارۍ له ديوالونو سره لگيدلې ولاړې وې. د ورځې يوه بجه وه. د کتابتون بهرنۍ دروازې بنديدلې او ټول خلك د ماسپښين په وقفه کې خپلو ځايونو ته تلل. په مکمله توگه د يوازيتوب چاپيريال دى. په کوم کې چې يوې خواته زه يم او بلې خواته کتابونه. د پرله پسې مطالعې له امله دغه وخت زما کيفيت دا شوى و، چې داسې معلوميده لکه چې زما د ټول بدن وينه زبيښل شوې ده.

د تفسير ابن جريز جلد مې وکاته اوچت شوم چې هغه په المارۍ کې کيږدم او بل کتاب راوباسم. مگر چې پورته شوم نو د کمزورتيا له امله راباندې سر وگرځيد. او طرف مې هير کړ. دا زما له مودو داسې د تگ، راتگ خونه وه. مگر لږ وخته پورې زه هلته داسې ولاړ وم چې زما په فکر کې نه راتلل چې زه چيرته ولاړ شم او له کومې المارۍ نه کتاب راواخلم. لږ وروسته په هوش کې راغلم چې اړونده المارۍ په فلاني طرف کې ده.

له دې پېښې لږ څه وروسته چې کله ما خپل حواس رايوځاى کړل ما داسې محسوسه کړه چې گويا زه د نظر لاندې نظريې په باره کې د امت له اسلافو سره د خپلو خيالاتو د تبادله کولو لپاره تر ډير ليرې پورې تللى وم او په تلو، تلو ستړى شوم. مگر د دې کمزورۍ او ټکان سره، سره په دې سوچ او فکر کولو زه خوشحاله وم چې ماته د هغوى نظر او رايه معلومه شوه. او اوس زه په دې موقف کې يم چې د هغوى له طرفه د پوره اعتماد سره يو ځاى د بحث لاندې تصور ترديد کولى شم ماته دا نظر راغى چې گويا دا ټولې المارۍ او په دې کتابونو ډکې المارۍ د اسلافو روحونه دي کوم چې زما شاته ولاړ دي. او زه په کمزور لاسونو او ستړو قدمونو سره د هغوى له طرف څخه د مدافعت کولو لپاره روان يم.

په دې سوچ او فکر دومره خوشحاله وم چې ټکان، لوږه، تنده ټول مې ورك شول. او زه يو ځل بيا د ماښام پورې يو ځل بيا په مطالعه کې مشغول پاتې شوم، په راروانو پاڼو کې د بحث لاندې تعبير چې کوم تحقيق را روان دى له دې څخه وړاندې زما څو خبرې وړاندې کيږي. له جماعت اسلامي څخه له جلا کيدو وړاندې ځينو خلکو ماته دا مشوره راکوله چې زه بايد دغه ډول اختلافي بحثونه ونه چيړم. بلکې د قرآن او حديث له مطالعې څخه چې د دين په کومې غوښتنو چې زه پوه شوى يم هغه په مثبت انداز کې خلکو ته وړاندې کړم. دا مشوره چې د کوم مخلصانه احساس لاندې راکول شوې دي. زه د هغې قدر او احترام کووم. که ما دا مشوره قبوله کړاى واى نو زما د کار نوعيت به بل وى.

بلکې په دې انداز کې د کار کولو لپاره ماته له جماعت څخه د جلا کيدو به هم کوم ضرورت او اړتيا نه وه. زما لپاره پوره فرصت و، چې لکه څنگه چې د جماعت نور وينا وال او ليکوال په باغ وحش کې خپلې، خپلې خبرې کوي دغسې زه  هم خپل آواز په هوا کې خپور کړم. مگر دوه اسباب داسې وو د کومو په اساس چې ما هغه پريکړه وکړه کوم بالاۤخره د دې کتاب شکل اختيار کړ کوم چې دا وخت د ستاسې په لاس کې دى.

لومړۍ خبره دا چې دا ما د ديانتدارۍ خلاف وگڼله. زه پوه شوى وم چې جماعت اسلامي د مولانا مودودي د فکر په اساس راولاړ شوى دى او تاريخي اسبابو د هغه نوټونو دا حيثيت ورکړى و، چې هغه دا مهال د جماعت د ارکانو په نظرکې د جماعت اسلامي د فکر د مستندې تشريح حيثيت درلود. په دغسې حالت کې يو کس چې په جماعت کې دننه پاتې کيږي. که چيرې د دين د کومې داسې تشريح د خپرولو کوشش کيږي کوم چې د دې ځانگړي ليکنې مطابق نه وې نو هغه يو داسې کار کوي چې د ديانت له مخې يې کول پکار نه دي. ځکه چې د جماعت پليټ فارم د خپلو نظرياتو د خپرولو لپاره وي. نه د کومې بلې نظريې د تبليغولو لپاره. په دغسې صورت حال کې زما دپاره په جماعت کې دننه د کار کولو شکل به يوازې دا ؤ چې جماعت د مولانا مودودي د ليکنې لپاره دا طى کړاى شي چې هغه د جماعت د فکر يوازينۍ مستنده تشريح نه ده مگر څنگه چې د جماعت د امير د خط د کتابت څخه واضحه کيږي. زه په دې کوشش کې کاميابيدى نه شم. ښکاره ده چې له دې وروسته به زما لپاره د ديانتدارۍ لاره دا ده چې تا څه غوښتي. د دې د ويلو لپاره له دې چوکاټ څخه بايد بهر راووځم. ځکه چې په دې کې دننه پاتې کيدل ما خپل ځان ته جايز نه گڼل.

دويمه خبره دا ده د ژوندد رساله په ذريعه چې ما په دې حلقه کې څو کاله کار کړى و، دې زه دې نتيجې ته ورسولم چې په موجوده حالت کې يوازې په مثبته توگه باندې د کار کولو کومه ځانگړې گټه نه وه. د دې لامل هغه ځانگړې نزاکت دى کوم چې د مولانا نوټونو پيدا کړى و. د دې ليکنو غلطي له عامو غلطيو څخه جلا وه. ده دا نه وو کړي چې دين عقيده او عمل چې د کومې ټولگې نوم دى په دې کې دې کمى زياتى وي. هغه ټول دين منلى دى. مگر د دې ټولگې د بيلا بيلو برخو واقعي حيثيت د دې په تشريح کې بدل کړاى شوى و، نتيجه يي دا ده له دې څخه اغيزمن ذهنونه په ظاهره ټول مني مگر دا ټول څه هغه داسې نه مني څنگه حقيقته د هغې منل پکار دي. له قرآن او احاديثو څخه معلوميږي چې اصل شى له خداى جل جلاله سره اړيکې پيدا کول دي او د آخرت له عذاب نه د ويريدلو مسئله ده. دا راخپلول دي. او د دې په طرف د دنيا د خلکو رابلل دي.

مگر دې فکر د آخرت او د تعلق بالله خبره د تربيت خبره جوړ کړې نيولې ده. د دې تشريح په خانه کې دې شيانو داسې حيثيت اختيار کړى گويا دا د کار کوونکو د تيارولو روزنيز اساسات دي نه دا چې دا اصلي خبرې دي د کوم لپاره چې مونږ په حرکت راتلل پکار دي. اصل مسئله په دنيا کې د بدلون راوستلو مسئله ده او د آخرت ويره او دغه ډول شيان د دې لپاره دي تر څو کوم خلك چې د نړۍ د بدلون د دې پروگرام لپاره راپاڅي يا له انقلابه وروسته د دنيا نظام سنبال کړي په دوي کې د مقصد سره مينه او کردار پيدا شي د دې مطلب دا نه دى چې د جماعت خلك د آخرت د کاميابۍ په ځاى په دنيا کې برياليتوب خپل حقيقي مقصد جوړ کړى وي د دې حقيقي مقصد خو پرته له شکه د آخرت کاميابي ده. مگر د آخرت د مقصد د حاصلولو لپاره په دنيا کې څه کول دي. په دې اړوند د هغه تصور غلط شوى دى. يو کس که چيرې دا نظريه جوړه کړي چې د دنيا د مادي طاقتونو لاندې کول د آخرت د برياليتوب ذريعه ده دغه سوچ وکړې او کار کول ورته شروع کړي. نو د دې په باره کې چې دا وويل شي چې د اصل هدف په حيثيت سره خو بيشکه دا په آخرت کې د خداى رضا د خپل ځان په وړاندې ايښې ده مگر د دې رضا حاصلولو صورت به څه وي په بله وينا کې په دنيا کې مونږ د څه پيدا کولو کوشش وکړو تر څو په آخرت کې مونم خداى پيدا کړو. د دې په اړوند د ده تصور بدل شوى دى.

د دې تشريح نتيجه دا ده چې الله تعالٰى سره تعلق جوړول او د آخرت او نورې خبرې اگر چې د جماعت په پروگرام کې شاملې دي. مگر هغه به د دې په افرادو کې خپل حقيقي مقام حاصل نه کړاى شي. دغسې خبرې د "تربيت" موضوع جوړوي او درومي. هغه د خپل اصل حيثيت په اعتبار سره د خلکو په ذهنونو کې د ځاې په پيدا کولو کې ناکام پاتې شوى دى. په دې معامله کې له دې تعبير څخه اغيزمن شوو افرادو مثال څه داسې شوى دى لکه د يو داسې لوټې د کوم چې مخه غلطه شوې وي. ښکاره ده چې د لوټې جهت سم نه وي ا و په دې کې ته اوبه واچوې نو هغه به دلته او هلته توې شي او بهر به وبهيږي. او په لوښي کې به داخلې پاتې نشي. او که په لوټه کې دننه ورشي هم نو هغه به ډيرې لږې وي. لکه څنگه چې مونږ وليده زه چې د خداى د ويري او د آخرت د فکر اړوند خبرې کوم. دا د دې تعبير څخه متاثر ذهن نه رد کوي هغه دا په دلچسپۍ سره لولي او اوري يې. مگر تيار کړي نوټ چې د ده د ذهن کالبود جوړ کړې د دې له امله دغه ډول خبرې د هغه په دننه کې په صحيح شکل کې نه ښکته کيږي. دغسې کومې خبرې هم چې ويل کيږي هغه فقط د تربيت په خانه کې ځي. اوس څرنګه چې په دين او فطرت کې پوره مطابقت دى له همدې امله که چيرې په فطرت کې ذره برهم کوږوالى راشي نو دين د ده په دننه کې سم، صحيح نه شي کيناستى. له همدې امله د اوريدلو او لوستلو باوجود د دا ډول خبرو واقعي اغيز نه وې. د ده په ذهن کې به هغه مقام ورته حاصل نه وي کوم حقيقة ده ته حاصليدل پکار دي.

همدا وجه وه د کومې په اساس چې ماته فيصله کول وو چې يوازې په مثبته توگه باندې خپلې خبرې کول بې گټې دي. بلکې اړينه ده چې په پخواني تعبير باندې مخامخ رد وکړل شي لومړې د دې غلط والى ثابت کړاى شي او له دې وروسته د دې په مقابل کې صحيح تعبير وړاندې کړاى شي، له دې پرته اصل خبره نه واضح کيږي. ماته دا خوش فهمي نه شته چې د دا ډول نيوکو کولو وروسته به د جماعت ټول خلك له خپلو خيالاتو څخه توبه وکړي او دويم فکر به قبول کړي.

داسې هيڅکله په تاريخ کې نه دي شوي او نه نن داسې کيداى شي. د جماعت نظريه چې منځته راغلې اوس يې شپږمه لسيزه ده. څومره د تور ويښتان د دې په لاره کې سپين شول څومره خلك چې په ځوانې کې يې دا نظريه قبوله کړې وه هغوى اوس د عمر بوډاتوب ته رسيدلي دي. کله چې په يوې نظريې باندې د انسان دومره اوږده موده تيره شي نو له دې وروسته له دې څخه بيرته راگرځيدل د ده لپاره ممکن نه وي. هغه له خپلو خيالاتو څخه دومره اغيزمن کيږي چې له دې څخه بهر د هيڅ صداقت تصور نه شي کولى. جماعت هم اوس نږدې دغې مرحلې ته رسيدلى دى. او د دې جماعت حيثيت له حرکت څخه زيات د يو روايت کيدونکى دى. په کوم باندې چې د ايمان لرلو لپاره هيڅ دليل ته اړتيا نشته اکثره وختونه د دلايلو په ميدان کې د پې جوابه کيدو باوجود انسان په خپل روايتي ډکر باندې داسې چليږي گويا له دې څخه لوى د صداقت په دنيا کې بل هيڅ نشته. بيا له دې سره يو ځاې د اوږد پرله پسې عمل څخه وروسته اوس ده په چاپير کې دننه خپل يو مقام پيدا کړى وي. د دې يوه خپره شوې کړۍ ده له کومې سره چې ډير خلك په ډول، ډول تړل شوي وي. دا هم يو سبب دى چې د ډيرو افرادو لپاره په شعوري او ناشعوري توگه باندې د يوې نوې فيصلې په کولو کې خنډجوړيږي.

دلته زه د کمونيزم مثال او بيلگه ورکوم. دا يو حقيقت دى چې د کمونيزم فلسفه د دليل په ميدان کې په بشپړه توگه باندې ردولى شي. د دې په خلاف دومره زرورې نيوکې کول شوي دي چې اوس د دې لپاره د دليل تر پولې  د ودرولو هيڅ صورت نشته. د يوگوسولاويه د کمونست گوند پخواني مشر او پريزيډنټ ميلو وان جيلاس (Miloan Djilas) چې په نړيواله کچه د کمونيزم يو نوميالى شخصيت منل کيده، کله چې د هغه کتاب نوې طبقه (New Class) له لندن څخه خپور شو. نو ټولې نړۍ يو ټکان وخوړ. دغه زمانه کې په سره کرښه (ريډرز ډائجسټ) کې پدې باندې يو تعارضي مضمون چاپ شوى و، د کوم چې عنوان و. (The book that is shaking the communist world. ) يعنې هغه کتاب چې کونسته نړۍ يي وخوزوله. مگر د دې باوجود د کمونيزم نظريه اوس هم ژوندۍ ده. [1] بلکې برابره په مخ روانه ده. هر کله چې د انساني فطرت حال دا وي نو هيڅ وجه نه شته چې زه د خپل ځان په باره کې له دې څخه جلا يوه هيله ودروم. بيا په دې پوهيدلو ما د خپل کتاب د خپرولو فيصله ولې وکړه د دې بيلا بيل اسباب دي. ١: يو خو دا چې جماعت سره د پنځلس کاله اړيکو لرلو څخه وروسته زه پوه شوم چې د جماعت په ما باندې دا حق دى چې د جماعت لپاره ما سره د نصيحت چې کومه بهترينه خبره ده، هغه يې په خدمت کې وړاندې کړم. څنگه چې ما محسوسه کړه چې په جماعت کې په کې په دننه اوسيداو زه داسې نه شم کولى له همدې امله بهر ترې راغلم او خپل مسؤليت اداء کړ.

٢: هر فکر اگر چې په ذهنونو کې هر څومره جرړې ونيسي مگر هغه ټول په ټوله کسان بدلولى نشي بيا هم څه داسې درديدلي زړونه شته چې حق يي په وړاندې راشي نو هغه په دې باندې په واقعيت کې په خلاص زړه سره غور کولى شي. او دا به پته له تکلُفه قبول کړي. دغسې خلك د هرې بلې فکري حلقې په جماعت کې دننه هم موجود وي. او همدا خلك زما د هيلو مرکز دى. حقيقت دا دى چې د خداى د دغو بندگانو لپاره ما دغه مشکل ترين کار د کولو زحمت برداشت کړى دى.

٣: د جماعت د ځانگړې حلقې چار چاپيره ډير خلك دي کومو چې د جماعت منشور مطالعه کړى دى. هغوى دې سره دلچسپي لري د دې همکار او غوښتونکي دي مگر د دې باوجود د هغوى په زړونو کې يوه غوټه شته چې تر اوسه نه ده سپړل شوې. هغوي د پوره دلچسپۍ سره، سره د دې د بشپړې خپلولو امادگي په خپلو ځانونو کې نه گوري. هغوى په خپل ځان کې يو موهوم ډول کشمکش رااخيستي دي. د دغسې خلکو لپاره به انشاء الله زما دغه کتاب د هغوى د پوښتنو ځواب ثابت شي او هغوى به د سينې د زياتې خلاصيدو سره د خپل راتلوکې چلن فيصله وکړاى شي.

٤: مولانا اشرف على تهانوى رح يو ځل د جماعت اسلامي په باره کې د يوې پوښتنې ځواب څه داسې ورکړ او ويې ويل: اگر چې هيڅ اعتراض په شرعي لحاظ سره په ظاهره نه وارديږي. مگر زما زړه دغه تحريك نه قبلوي. (سيرت اشرف صفحه ٥٤٦).

د مولانا تهانوى رح دا الفاظ د پاك او هند نږدې د هغو ټولو علماء اسلام ترجماني کوي چې دغه فکر يى تر اوسه قبول کړى نه دى. د دين راپاتې تصور کوم چې د سلفو راپديخوا چليږي او روان دى او چې د ديني ښوونيزو مرکزونو او ديني کتابونو په ذريعه دوي ته رسيدلى دا په ذهن کې ايښې کله چې د مولانا مودودى کتابونه مطالعه کړي نو هغه په ميراث ورپاتې د دين فهم د دې کتابونو د منلو څخه انکار کوي. هغه د دې مخالف جوړيږي. مگر دا مخالفت په عامه توگه باندې يوازې د يو نامعلوم احساس لاندې کيږي هغه د خپل په ميراث ورپاتې تصور د دې تشريح همغږي نه مومي. له همدې امله هغوى دا نه مني مګر د دې نه همغږۍ وجه څه ده دا يي تر اوسه په صحيح توگه معلوم نه کړاى شول. له هغو څخه چې کومو لويو خلکو د دې اختلاف د معلومولو کوشش کړى دى هغوى عموماً په دې مسئله باندې زيات وخت نه دى لگولى له دې امله هغه د غلطۍ د سر ترپايه په موندلو کې بريالى نه شو.

په دين کې د گډوډۍ چې څومره مثالونه تر اوسه په تاريخ کې مخې ته راغلي دي هغه عموماً هغه وو کوم چې  په دين کې د کمي زياتي کولو نه شوي وو. زمونږ عالمانو په غير شعوري توگه باندې پوهيدلي وو چې د بحث لاندې فکر د کوم د قبلولو څخه د هغوى ديني مينه او ذوق انکار کوي، هغه هم د دغه ډول يوه غلطي ده. حال دا چې دغه گډوډي له مخکنيو ټولو گډوډيو څخه بالکل بل شان ده.

د دې فکر غلطي په اصل کې دا نه ده چې ده په دين کې څه کمى او يا زياتى کړى. د دې ټوله غلطي دا ده چې هغه د ټول دين مختلفو برخو ته د هغه په صحيح مقام باندې په ايښودلو کې بريالى شوى نه دى. د مثال په توگه  د دين څه داسې غوښتنې کومې چې د بهرنيو حالاتو په نسبت سره مطلوب گرځي. هغه ده د دين د حقيقت په نسبت مطلوبې گرځولي دي. (د مثال په توگه د محبت مثالونه ٤ باب) دا يو بې انتها باريك او پټ انحراف دى نه ښکاره او ډاگيزه انحراف. مگر زمونږ عالمان په دې فرق نه دي پوهيدلي او د بحت لاندې په فکر کې دغه ډول غلطۍ ... شروع کړې څنگه غلطۍ چې له دې مخکې په گمره ډلو کې موندل کيدې. اوس څرنگه چې په واقعيت کې داسې نه وه.

له همدې امله د هغوى له خوا نه داسې اعتراضات کيږي چې بې اندازې کمزوري او بې اساسه وو. دوى داسې خبرې وکړې چې د بحث لاندې فکر باندې نه تښتي. دغسې د دوى حالت د داسې وکيل په شان کيږي چې مقدمه يي ډير قوي وي. مگر په واقعه باندې د سم نه پوهيدو په وجه هغه د دې مضبوط وکالت ونه کړاى شي. همداسې ده د ده د مخالفينو له طرفه چې کومې ليکنې خپرې شوي دي دواړه خواوو ته يې زيان اړولى دى. له يوې خوا خو د هغې له امله د جماعت په افرادو کې يو ډول نظرياتي لويي پيدا شوې ده کمزورو نيوکو په هغوى کې دا غلط باور پيدا کړى دى چې مونږ لازماً په حقه يو. او مخالفين په لازمي توگه په غلطه دي. او بلخوا د دې تاوان دا دى چې يو صحيح محاذ د کمزوري وکالت په وجه بې اغيزې پاتې شو. زما احساس دى چې انشاء الله زما دا کتاب به د دواړو خواوو لپاره له دې حيثيته د فکر کولو نوي مواد برابر کړ.

٥: وروستۍ خبره دا چې دا مصالح که چيرې فرض يې کړه موجود نه وي، چې کله هم زما دا احساس چې (دين مجروح شوى) زما لپاره د دې خبرې کافي وجه ده چې زه د دې د واضح کولو کوښښ وکړم. ځکه چې د دين وضاحت په خپل ذات کې مطلوب او مهم دي.



[1] دا د ليکوال د کتاب د ليکلو زمانه وه اوس عملاً کمونيزم د افغانانو د قربانۍ په پايله کې له منځه تللى او په مسکو کې رد کړاى شوه. مترجم

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ