عذر وړاندې کول
د دې باب په پاې کې زه د خپلو ملگرو څخه معذرت غواړم کومو سره چې د تيرو پنځلسو کلونو څخه زما تړاو دى کوم چې ما پيژني او کوم چې ما پيژني نو خامخا به هغ خلکو ته د دې کتاب له خپريدلو څخه په تکليف شوي وي. مگر د يقين منل ماته له دې زيات تکليف دى. دا کتاب زما لپاره د يوې بې حده ناخوښه فريضې له اداء کولو پرته نور هيڅ نشته زما په شخصي توگه له هيچا څخه شکايت نشته. د دې کتاب تړاو له هيڅ فرد يا افرادو سره نه دى مگر يوازې د مولانا مودودي رح د دې چاپ شوې ليکنې (د قرآن څلور بنيادي مصطلحات) سره دى. په کومه کې چې د اسلام وضاحت او تعبير شوى دى. نور افراد که چيرې د بحث لاندې راشي نو يوازې د دې لپاره به وي چې د دې ليکنې دفاع او يا د دې نمايندگي کو. هغه له دې سره لگيدلى وي.
که چيرې هغوى دغه ليکنه خپله ليکنه ونه گرځوي نو ماته به د هغه په اړه د څه ويلو اړتيا نه وي. له دې څخه وروسته به نه د هغه په خلاف خپله ټوله مقدمه بيرته واخلم. د مولانا مودودي په ليکنه کې چې د دين کومه تشريح شوې. د هغه په اړه ماته سخت احساس دى چې هغه د دين له صحيح تصور څخه خطاوتى دى. د دې تشريح ترکيبي برخې خو هخغه دي چې په اصل کې د خداى د دين اجزاوې دي. مگر په نوي ترکيب کې د دې شکل داسې گډوډ کړاى شوى دى چې هغه په خپل ځان يو نو شى په نظرراځي لگيږي او د دين اصل حيثيت په دې کې په بد ډول داغمن شوى دى.
ښکاره ده چې د يوې ليکنې په باره کې که چيرې يو کس ته دا احساس وي نو د ده لپاره لازمي کيږي چې هغه د خپل وس مطابق د خپل احساس څرگندونه وکړي ځکه چې د دين مجروح ليدل او بيا په هغه چپ پاتې کيدل د ايمان لرونکو لپاره جايز نه دي.
اوس څرنگه چې ډير داسې خلك ژوندي دي چې خپل ځانونه يې دغه ليکنې سره تړلي دي، کومو چې د دې مطابق خپل ذهنونه جوړ کړاي دي. او کوم چې د دې د پراخولو او خپرولو لپاره خپل بهترين کوښښونه په لار اچوي. له همدې امله په قدرتي توگه هغه هم په دې کې راځي. مگر زما ذهن پر دې معامله کې بالکل پاك دى چې زما اصلي نښه د جماعت اسلامي افراد يا د جماعت ډانچه نه ده بلکې يوه ځانگړې ليکنه ده. په دې لړ کې چې د خط او ليك چې کومه برخه خپريږي. شونې ده چې له دې څخه هم د چا شکايت وي.
مگر دغسې کول زما لپاره اړين وو تر څو په کتونکو باندې دا خبره په سمه توگه څرگنده وي چې ما ځانله په جلا ناسته باندې کومه له يوه اړخيزه پريکړه نه ده کړې بلکې اصلي بحث د ډيرو زياتو اړوندو کسانو سره له اوږدې مراجعې وروسته دې نتيجې او پايلې ته رسيدلى يم. چې زما لپاره د دې کتاب له خپرولو پرته بل هيڅ چاره نه شته، که چيرې زه دا راپورټاژ خپور نکړم نو هيڅ يو کس هم په دې موقف کې کيداى نشي چې په دې معامله کې حجت زما په طرف دى او يا زما د مخالفينو له طرف. دا خط او ليك زما لپاره دا معنا لري چې زه په دې احساس کې حق په جانب يم. چې په دين داغ لگول شوى او زما دا پريکړه سمه ده چې ماته هغه مضامين خپرول پکار دي.