د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

د مسئلې نوعيت

فصل: 3

د اسلام د تشريح او توجيه لپاره چې کوم علوم پيدا شوي دي، له هغو څخه يو علم هغه دى کوم ته چې د دين حکمت يا د شريعت اسرار يل کيږي. د دې معنا ده د ديني تعليماتو حکمتونه پيژندل او په دې کې دننه  پټ شوي مصلحتونه معلومول دي. د مثال په توگه کله چې ته د حج د فرايضو او ارکانو ټاکنه کوې او دا وايې چې حج څنگه، څنگه کول پکار دي. نو دا فقه شوه. مگر کله چې ته د حج گټې بيانوې او دا ويي چې حج د خداى پرستۍ په محور باندې د مومنانو يوه نړيواله ورورگلوي جوړه کړې ده. نو د دې دين حکمت دى. لکه څنگه چې د نورو ټولو علومو پيل له ا ورې دورې څخه شوى او وروسته چې په هغه کې فني تفصيلات پيدا شوي دي.

دغسې د دين حکمت هم له شروع څخه د امت د افرادو د بحث موضوع گرځيدلې ده په دې لړ کې ډير کافي معلومات زمونږ په پراخه ليکنو کې راغلي دي لاکن په دې موضوع باندې مستقلې ليکنې ډيرې کمې دي. د نورو اسلامي علومو خو دا حال دى چې په يو، يو فن باندې په لسگونه بلکې د سلگونو مستقلو ليکنو نومونه اخستل کيداى شي. مگر د دين په حکمت باندې په مستقله توگه يو څو کتابونه ليکل شوي په کومو چې تر ټولو زيات شهرت او ډاگيزتوب د شاه ولى الله رح حجة الله البالغه دى. دا کتاب د دين د حکمت د يو اړخ په باره کې دى په بل اعتبار سره چې روته وگوري. نو معلومه به شي چې په دې موضوع مستقل کار نور هم لږ شوى دى. د دين حکمت يو مطلب دا دى چې د دين د مختلفو برخو جلا، جلا مصالح معلوم کړاى شي. د مثال په توگه د لمونځ حکمت، د روژې حکمت، د جهاد حکمت او نور.

د دين د حکمت په موضوع چې تر اوسه پورې کوم کار شوى دى. هغه زياتره دغه اړخ سره تړاو لي. په دې کې د دين د مختلفو اړخونو، جلا، جلا عنوانونه رااخستل شوي او د هغوى ځانگړي حکمتونه بيان کړاى شوي دي. د دې دويم اړخ دا دى چې د دين د ټولو برخو د مجموعې حکمتونه معلوم کړاى شي. د دين بيلا بيل اړخونه خپلو کې يو بل سره په تړلو وړاندې کړاى شي. د دين داسې تشريح وکړاى شي په کوم کې چې مجموعي حکمتونه تر سترگو شي. د کوم د لاندې چې الله تعالٰى د دې بيلابيلې برخې رايوځاى کړي دي. د مولانا سيد ابو الاعلٰى مودودي د کار بهترين تعبير زما په نزد همدا دى چې ده د دين د حکمت په دې دوهم اړخ باندې د کار کولو کوښښ کړى او د خپله حده پورې يوې داسې تشريح هڅه هم کړيده په کومه کې چې دين همغږي کُل (Inter Related Whole) په شکل کې په نظر راځي.

د مولانا مودودي کار د خپل بهرني استعمال په لحاظ د اسلام بلنه ده، او د خپل علمي نوعيت په اعتبار سره د دين حکيمانه توجيه ده. په حقيقت کې د هغه د کار همدا دويمه ځانگړتيا ده کوم چې په موجوده دور کې د ډيرو خلکو لپاره د هغه په خيالاتو کې راښکون پيدا کړى. ا و دوى يي کلك نيولي او دا يې قبول کړى دى. مگر تاسې پوهيږۍ چې هره مجموعه لازماً حقيقت نه وي.

بيلا بيلې برخې په يوه بامعنٰى مجموعه کې ترتيبول پرته له شکه د دې خبرې يوه قرينه ده، چې دا برخې د يو داسې کُلي حقيقت متفرقې برخې وې مگر په عين حال کې له دې سره دا احتمال هم موجود دى چې کوم ترتيب قائم کړاى شوى هغه حقيقت نه وي. اجزاء په خپل ځاى خو ټول په ټوله حقيقي دي. مگر د کومې مجموعې په شکل چې هغه راجمع کړي دي هغه د يوه کس محض د تخيل د قوت يوه کرشمه ده.

که چيرې په کومه سيمه کې د پخوانيو ځناورو خاورې شوي هډوکي (Fossil Bones) راووځي. ته له دغه ډيرۍ څخه يو څه هډوکې راواخلې او د يو ځانگړې حيوان په شکل کې هغه يو ځاى کړې او ويې دروي دغسې په ظاهره د يوې مجموعې ترتيب واقع شوى کومو خلکو چې د ژوند د پرمختگ نظريه مطالعه کړې هغوى پوهيږي چې له دې ډول فرضي او اټکلي ترتيبونو ته يي دوکه ويلې ډيرو ارتقاء پسندو علماء وو دا نظريه د اټکل له مقامه اوچته کړى او د حقيقت درجه يې ورکړې ده.

مگر د بيا، بيا تجربې څخه ثابته شوې ده چې دغه ډول تشکيلول او ترتيبول لازماً حقيقت نه شي کيداى. اکثره داسې کيږي چې انسان د خپلې وهمې قوې څخه کار واخلي مختلف نااړونده ټوټو ته په يو مخصوص شکل کې سمون ورکوي. مگر د دې شکل له واقعيت سره هيڅ تړاو نه وي يعنې اجزاء د کوم بل هياٴت او صورت وي او د هغه يو ځاى کولو بل هياٴت او صورت جوړ شوى وي.

د مثال په توگه د پلټ ډاون مين (Piltdown Man) اسکليټ د کوم په اړه چې نږدې نيمه پيړۍ کيږي چې د نړۍ ساينسدانان په دې باور دي چې دا د تاريخ نه مخکې تر ټولو لرغونې انساني جوثه ده. د کومې په اړه چې مونږ ته علم دى. مگر له وروستيو څيړنو څخه ثابته شوې چې دا يوازې يوه جعلي جوثه وه د کومې چې حقيقت سره هيڅ تړاو نه شته.

د بحث لاندې فکر غلطي دا ده. دې فکر چې د دين کوم شکل جوړ کړى په دې کې اجزاء خو ټولې هغه دي کومې چې په يوه نه يوه اعتبار سره د دين اجزاء وې  مگر د کوم کلي تصور لاندې چې ده په يوه مجموعه کې ترتيب ورکړى هغه صحيح تصور نه دى.

د دې مثال داسې دى لکه يو کور چې وران کړاى شي او د دې له خښتو او تيږو څخه په بل وضعيت يو کور جوړ کړاى شي. نتيجه دا ده چې د دې تصوير د اجزاوو په اعتبار سره د ديني کيدو باوجود په خپل مجموعي هياٴت کې د دين مطابق نه دي. په ظاهره د پوره دين لرلو باوجود هغه په خپل ځانگړي ترتيب کې پوره دين سره په تضاد کې دى. دغې تعبير چې د دين د مختلفو اجزاوو په منځ کې د جامع حکمت تلاش او هڅه کړيده. او د کوم لاندې يي چې د ټولو ديني تعليماتو او احکامو د يو بل سره د تړون ورکولو کوشش کړى هغه د نظام تصور ؤ. يعنې اسلام د ژونديو مکمل او مفصل نظام دى. ا و په دې لحاظ سره ټولې اجزاوې په خپلو کې يو بل سره تړلي شوي دي. د دې فکر د يوه تبليغ کوونکي الفاظ دي.

اسلام د ژوند يو نظم دى چې د ژوند ټولو انفرادي او ټولنيز او له طبيعت ورآخوا مسايل په يو وخت کې رانغاړي او ټول د عقل او د فطرت مطابق حل کوي. دين يو نظام کيدل په خپل ذات کې غلط ندي. مگر کله چې نظام د تصور ته دا حيثيت ورکړل شي چې همدا د هغو ټولو جامع دى کوم چې د دې متفرقو اجزاوو ته په کل کې... نو يقيناً هغه غلطيږي. او همدا د دې فکر اصل غلطي ده. دا فکر د دين مطالعه له دې حيثيته کوي چې هغه د ژوند يو نظام دى. د ده په نزد هغه مجموعي تخيل د کوم لاندې چې ټول دين گڼل کيداى شي هغه د دې نظام کيدل دي. حال دا دې چې د دين  حيثيت دا دى چې هغه د خداى او بنده تر منځ د اړيکې عنوان دى. دين يوازې قانوني نظام اصل نه دى څنگه چې نورو نظامونو کړي دي. بلکې هغه له خداى سره د نفسياتي اړيکې يو ظهور دى په عمل کې د راتلو څخه وروسته بيشکه په دين کې هغه ټول شيان شامليږي د کومې له مجموعې څخه چجې د ژوند په نظام تعبير کول کيږي. مگر د دين نظام کيدل د دين د حقيقت يوه نښه ده. دا د دې اضافي حيثيت دى  نه ددې اصلي حيثيت.

د دين مطالعه د نظام د عنوان لاندې کولو دغه ډول غلطي کيږي. کومه غلطي چې هغو خلکو کومو چې د "انسان مطالعه کولو لپاره دا نظريه قايمه کړې.

Man is a Social animal.

يعنې انسان پرمختللى حيوان دى.

پرته له شکه په عملي تفصيل کې له راتللو وروسته انسان په يو اعتبار سره مترقي حيوان يا ټولنيز مخلوق جوړيږي. تمدني او ټولنيز حيثيت د انسان اصل حيثيت نه دى. هغه د دې اصلي حيثيت يوه نښه ده. د انسان اصل حيثيت دا دى چې دا روح لرونکى او اراده لرونکى دى. او پاتې نور ټول حيثيتونه که تمدني حيثيت دى او يا بل کوم حيثيت له دې اصل څخه د مختلفو نسبتونو لاندې راوتلې دي. دا ويل چې انسان يوه پرمختللې هستي ده. يا په بله وينا دا ويل دي چې انسان مختلفو حيثيتونه چې د کوم جامع تخيل لاندې پرې مونږ پوهيدلي يو هغه د ده متمدن کيدل دي. د دې تشريح بالکل د قدري نتيجې په توگه باندې د انسان ټول حيثيتونه د ده د تمدني حيثيت څخه راوځي او د دې برخه جوړيږي. د دې تشريح مطلب دا  شو د انسان نور ټول حيثيتونه له ده سره د دې لپاره داخل دي چې د ده تمدني حيثيت يي غوښته کوي چې هغه دې په دې کې شامل وي.

د مثال په توگه د انسان تمدني حيثيت تقاضا لري چې هغه دې د يو جسم او روح په صورت کې وي. له همدې امله انسان جسم او رو لري. د دې تقاضا ده چې د انسان يو سياست وي له همدې امله هغه يوه سياسي جوثه لري. د دې تقاضا ده چې دا بايد له کائناتو سره خپل تړاو توجيه کړي له همدې امله د ده يوه فلسفه په وجود کې راځي او نور.

په دې تشريح کې د ا نسان ټول ژوند راځي. او په دې لحاظ سره دا د انسان مکمله تشريح معلوميږي. مگر چې غور وکړاى شي نو په دې کې گڼ شمير غلطۍ موندل کيږي.

١: اول دا چې د دې تشريح مطابق د انسان اصل حيثيت د ده تمدني حيثيت گرځول شوى دى او پاتې نورو شيانو ته د دې اصل په واسطه سره په ده کې دننه ځاى پيدا کړى دى. هر کله چې د انسان اصلي حيثيت روح لرل دي. او نور ټولو حيثيتونه د دغه روح مظاهر او نښې دي. او يا د دې غوښتنې او نتيجې دي.

٢: دويمه خبره دا چې د نسبت د بدلون موندلو په وجه د انسانيت مطلوب بدل شوى دى اوس هغه شيان  اصلي مطلوب گرځي کوم چې د تمدن او پرمختگ په نسبت سره مطلوب وي. کله ناکله حقيقة اصلي مطلوب هغه شي جوړيدل پکار وي کوم چې د دې  د روحاني وجود په نسبت مطلوب وي.

٣: دغسې نه ده بلکې په عملي اعتبار سره چې وکتل شي نو په دې کې ټول څه چې وي غايب شي. د انسان د ټولو فعاليتونو او د ده د ټولو مظاهرو اصلي سرچينه د ده روح دى. له همدې امله په انساني ژوند کې يوه نتيجه هغه وخت راوځي کله چې د دې جرړې د ده په روح کې دننه ونښلې. کوم تصور چې د انسان کوم بهرني مظهر د ده اصل وجود وگنل شي هلته خپل تخم وچوي. له دې څخه د هيڅ قسمه حاصل اميد نشي کيداى.

همدا ټولې ورانۍ د اسلام په ذکر شوې پورته تشريح کې هم پيدا کيږي د نظام تصور د دين جامع حکمت گرځولو په وجه همدا حيثيت د اسلام هغه مرکزي حيثيت مومي له کوم څخه د دې نور حيثيتونه همدا گنل کيداى شي نتيجه دا شوه چې په دې جامع توجيه کې د دين د ټولو اجزاوو د موجودتيا باوجود ټول په ټوله له خپل صحيح مقام څخه پورته کيږي. اوس د دين ټول شيان فقط د نظام د اجزاوو کيدو په حيثيت سره مطلوب گرځي. عقايد او ايمانيات په دې لحاظ سره جزء جوړ شو. چې هغه د دې نظام حيات اساسات دي. عبادتونه په دې لحاظ سره د دې جزء په نظر راغلى چې د دې نظام رکن يا د مطلوبو کسانو د تيارولو لپاره روزنيز کورس دى.

د خپلمنځي چلند څخه اړونده لارښونې په دې لحاظ سره د دې جز معلوم شو چې هغه له دې نظام سره د ټولو اشخاصو اخلاقي ضابطه ده. حدود او قوانين په دې لحاظ سره د دې جز ثابت شو چې هغه د دې نظام تمدني اساس دى. خلافت او امارت يې په دې لحاظ سره د دې جزء ښودل شوى چې د دې په وسيلې سره دې نظام د يوې قاهرانه ادارې صورت اختيار کړى دى. ا و خپل ځان يې په زور نافذ کړى دى. او نور د دې تشريح بالکل قدرتي نتيجه دا  شوه چې اصلي مطلوب بدل شو د دې تعبير په خانه کې دين د نظام په حيثيت خو ډير پورته ولاړ مگر د دې تعبدي اړخ کمزورى شو. د دين داخلي حيثيت ټيټ شو او د دين بهرنى حيثيت د دې دپاسه ولگيد. لکه څنگه چې انسان په پورته ليکل شوې تشريح کې د ټولنيز حالاتو دبدلون اصلاً انساني کار او فعاليت گرځول کيږي. نه د ده د ذهن او روح تبديلي.

دغسې د دين په دې تشريح کې د ديني هلو ځلو نښه د نظام بدلون گرځي. حال دا چې په دنيا کې د مومن بنده نښه يا د ده د عمل وروستى هدف خپل رب سره قلبي او روحاني تړا پيدا کول دي کوم چې په قرآن کې د ذکر، شکر، ويرې، عاجزۍ، خاکسارۍ، خوشع او خضوع، اخبات او انابت او د نورو په نامه بيان کړاى شوي دي. بيا په فطرت او واقعې کې د عدم مطابقت پيدا کيدو نتيجه دا شوه چې دا نظريه په خپله لومړۍ تجربه کې سخته ناکامه شوه. د دين "مکمل تصور" يوازې نيمگړې  ډوله دينداري پيدا کړه. تخم په خپل اصلي ځاى کې د نه ښخيدو په وجه د ونې يوه برخه هم په صحيح بڼه کې پيدا نه شوه. د خداى او بنده اړيکه يوه ډيره زياته اوچته او باريکه ده.

د دې تعبير په خانه کې په راتللو هغه يو ډول سياسي اړيکه وگرځيده. همدا لامل دى چې دا نظريه  نه د قرآن په آيتونو باندې چسپيږي. او نه د امت د نيکانو ژوند د دې په معيار باندې پوره خيژي. د دين هغه ځانگړې نقشه چې د ده د فکر په نزد د دين صحيح ترينه نقشه ده. د دې په حق کې په ټول قرآن کې يو صريح آيت هم موجود نه دى. د دې نقشې مطابق خبره دا جوړه شوه چې دين د ا نساني ژوند يو مکمل نظام دى. او د دې پوره نظام د منځته راوستلو لپاره هلې ځلې هغه انساني مقصد دى چې ايمان دارو ته سپارل شوى. لاکن په الٰهي کتاب کې يوه فقره هم داسې نشته له کوم څخه چې دا نقطه نظر په واقعي توگه باندې واخېستل شي. په دې سلسله کې چې کوم آيتونه وړاندې کولاى شي د هغې په باره کې تفصيلي څيړنه مخې ته راځي. دا د دې استدلال نظرياتي کمزورى شوى. دغسې په عملي اعتبار سره چې ورته وکتل شي نو د ا مت په ټول تاريخ کې د داسې يو شخص نظر مخې ته نه دى راغلى چې په دې آواز يې جامع انقلابي تحريك چلولى وي. د نړۍ بې شميره سيمو کې مسلمانان خواره شوي دي او هر ځاى هغوى د دين د دعوت کار کړى دى چې ځينو يې په ډيرو ځايونو وروسته د اسلامي حکومتونه هم جوړ شوي دي.  مگر کله هم داسې نه دي شوي چې دوى د اسلامي انقلاب راوستلو يا د الٰهي حکمتونو د جوړولو د دعوت سره يو ځاى د خپل کار پيل کړى وي. په دې لړ کې که چيرې چا د کوم مثال وړاندې کولو کوشش کړى وي نو هغه به محض تاريخ جوړونه وي، نه تاريخ ليکل.

اوس که چيرې کوم کس وايي چې د هغو  ټولو خلکو دعوت ... و. يا هغوى ته د پوره دين پوهه نه وه. نو دغسې هر تاويل به محض د خپلو غلطيو اعتراف وي. ځکه چې د اسلامي د ټول دعوتي تاريخ له ناقص منلو څخه زياته بهتره دا ده چې مونږ د يو شخص خيالات نيمگړي ومنو.

د دې فکر دا تشه د کوم په طرف چې ما پورته اشاره کړې ده دومره واضحه ده چې هيڅ بې طرفه کس به هم کوم چې قرآن او سنتو سره براه راست د آشنايي فرت ترلاسه کړى وي هغه به د اسلامي منصوبې نقشې سره د دې فکر د پرديتوب څخه غير محسوس پاتې نشي تردې پورې چې د دې حلقه فکر عالمان هم په خلکو کې شميرل کيداى شي کوم چې له دې فکر څخه په پوره توگه ډاډه نه دي.

د مولانا مودودي رح په اړه زه نشم ويلى مگر په هندوستان کې چې کوم خلك د دې فکر وارثان شوي دي د هغو په اړه پرته له شکه ويل کيداى شي چې هغوى د دې اړوند په خپلو ځانونو کې بې اطمينانه محسوسوي. د پاك هند د تقسيم نه وروسته چې کله د هند د جماعت اسلامي واگې د هغوى په لاس کې ورغلې له هغه وخته هغوى دا احساس په بيلا بيلو بڼو کې څرگندولو. په دغه ليکنه باندې له سره کتنه د ا ساسنامې فقرې بدلول په پاليسۍ کې کورني اړخ ته ځايه ورکول او نور.

هغه واقعات دي کوم چې زما د دې خبرې تصديق کوي. لاکن زما اندازه (اټکل) دى چې د هندوستان د جماعت اسلامي دا لارښود په موجوده فکر کې دگډوډۍ محسوسولو باوجود د دې واضح او متعين شعور نلري. هغه تردې دمه هم د دې تحقيق نه دى کړى. له همدې امله تر اوسه پورې يې د دې د حل د سم تدبير فکر هم نه ونکړاى شو. د هغه د احساس لنډيز دا دى چې د دې فکر په ټوله نقشه کې چې کومه دا خبره کيږي چې د اسلام روحاني اړخ کمزورى شوى او د دې سياسي اړخ عروج کړى دى. هغوى گڼي چې دا يوه اتفاقي واقعه ده چې د بهرنيو حالاتو په سبب سره مخې ته راغلى دى. يعنې د دې فکر علمبردار چې په کومه مخصوصه زمانه کې په خپلو خيالاتو وړاندې کولو پيل کړى. څرنگه چې هغه د سياسي شورغوغا په ليکنو سياست برلاسى راغى. اوس د دې حل د ده په نزد دا دى چې په ويناوو او ليکنو کې کمزورى کړاى اړخ څرگند او ظاهر کړل شي. د دين متوازن (برابر) تصور وړاندې کړاى شسي تر څو د سياست او حکومت سره يو ځاى د دين نورو اړخونو ته هم هغه ځاى حاصل شي. دا خبره د اوچتو کسانو څخه نيولې تر ټيتې کچې پورې د جماعت بيلا بيلو ملگرو پخپله زما د تنقيد په ځواب کې کړيده. ماته دغو خلکو وويل چې ستا دا توجيه چې د مولانا مودودي ليکنې ته کوم حيثيت ورکړى هغه په هيڅ رنگ په دې باندې نه منطبق کيږي. بيا هم که چيرې ته ټينگار کوې نو مولانا مودودي ته يې وليکه او ورويې ليږه. چې هغوى په خپلو ليکنو کې دين ته د کوم تصور ورکولو کوشش کړى هغه په مطلقه توگه د هغه په تردد دين تشريح نه ده بلکې د وختي حالاتو د نظر په وړانېد هغوى چې په خپلو شيانو باندې زور ورکړى. مگر له هغوى څخه هيڅ يو هم ديته تيار نه شو چې هغه د خپلې دعوا په حق کې د مولانا مودودي له طرفه دغه ډول تصديق برابر کړى.

حقيقت دا دى چې ډيرې خبرې ا نسان يوازې د مخاطب د جواب په توگه باندى کولى شي. حال دا چې په واقعيت کې په دې باندې د هغه باور نه کيږي. حقيقت دا دى چې دا صورتحال ډيره نيمگړې اندازه کلو دي. دا خلك د يو داسې فکر کوم چې په حقيقت کې د دين يو تعبير دى. يوازې د حالاتو وختي اغيز گڼل شوى.  

له همدې امله د دې د حل لپاره هم د وختي نوعيت د تدبيرونو فکر کيږي. هغوى کُلي خرابي د جزوي ترميم په ذريعه سمول غواړي. د دې مثال بالکل داسې دى لکه د لوبو د سامان پرزې (Jigsaw Puzzle) چې کوم سيټ د قچر لپاره جوړ شوى وي. دا د اوښ بچې وگڼل شي او په غلط شکل کې ترتيب ور کړل شي اوس يو کس ووايې چې په دې تصوير کې فقط غاړه لږه څه اوږوده شوې ده. دد دې چې دا غاړه لږه لنډه کړاى شي نو قچر به ترې جوړ شي ښکاره ده چې د کوم تدبير نه دى ځکه د پرزو له ټوټو نه قچر يا اوښ جوړيدل د دې مجموعې حکمت سرهتړاو لري. که چيرې يو کس په غلطۍ سره د قچرې پرزې د ا وښ پرزې وگني او د خپل ذهن مطابق يو چوکاټ جوړ او پکې يې واچوي نو په دې ډانچه کې يوازې دومره غلطي نه کيږي چې د دې غاړه اوږده کړي او د اوښ په شان شي. بلکې په دې مناسبت سره د دې د ټول وجود د جوړولو کوشش کول دي. له همدې امله يوازې د گردن په لنډولو سره تصوير د حقيقت مطابق کيږي نه، بلکې د دې ټوله ډانچه ماتول له نوي سره يي د واقعې مطابق جوړول دي. د دې هره برخه په خپل صحيح ځاى باندې ايښودل دي.

د دين په صحيح تصور د کوم د لاندې چې د دې مختلفې برخې په زياته بهتره توگه باندې فهمولى شو. او پرته له کومې تشې (خلا) څخه اسلامي تاريخ ته په يو تسلسل کې جوړښت ورکوي هغه دا دى چې د دين اصل حقيقت له خدايه ويره او ورسره محبت لرل او د ولايت او توکل تړاو پيداکوي دي. د دې تعلق لازمي نښه هغه شى دى کوم ته چې د شريعت په اصطلاح کې عبادت ويل کيږي.  بيا چې کله انسان خدای خپل معبود او مطلوب جوړوی او د هغه ‌طاعت کوونکی جوړيږي، نو د دې لازمي پايله دا کيږي چې هغه په خپلو معاملاتو کې د خدای د خوښې لحاظ کوي او د هغه د احکامو اطاعت کوونکی جوړيږي. هغه خپل اختيار او خوښه د خدای د اختيار او خوښې تابع کوي. بيا د خدای جل جلاله عابد او منونکي کيدو لازمي نتيجه دا غوښتنه کوي چې هغه خپل ژوند په دې بهترين کار کې ولګوي کوم چې د خدای جل جلاله کار دی او د کوم په اړه چې خدای جل جلاله غواړي چې په دې دنيا کې هغه سرته ورسول شي په دې لحاظ سره د حق تبليغ او د دين د ملاتړ ټول اړخونه او په دې حيثيت سره مونږ ته په دې عمل کول دي چې الله تعالی ورباندې مونږ مکلف کړي يو. مګر پر دې سره يو ځای د دين بل حيثيت دا دی چې زمونږ د روح له دې سره ژور تعلق دی، هغه يوازې له بهر سره لګيدلی يو قانوني حکم نه دی. بلکې هغه پخپله په انسان کې د دننه ‌طلب جواب دی هغه د انساني فطرت ظهور او څرګندتيا ده او زمونږ د دين مطالعه هغه وخت صحيح کيدای شي کله چې مونږ دغه بل اړخ هم د خپل ځان په وړاندې ودروو. ګويا د دين جامع حکمت الله تعالی سره تعلق دی. او نور ټول شيان د دې داخلي حقيقت مظهر يا د دې د تقاضا په حيثيت سره يي له دې سره نښتې دي. نه د نظام کوم چې د بحث لاندې فکر جامع حکمت ګرځولی دی او په دې نسبت سره د دين ټول فکري او عملي اړخونه له دې سره تړي، ګويا د ديني ښوونو بيلا بيل اجزاء د کوم يو ډول نوعيت د فهرست نوم نه دی. لکه څنګه چې د نظام تصور تقاضا کوي. بلکې د دين يو حقيقت دی او پاتې نور شيان د دې هغه ا ړخونه دي چې د مختلفو نسبتونو لاندې به دې کې پيدا کيږي.

په بله وينا د دين يو څه برخې د حقيقت په اعتبار سره مطلوب دي. او څه د اضافت په اعتبار سره مطلوب دي له حقيقي تقاضا څخه مقصد په داخلي او حياتي توګه باندې د خدای لټون او بالکل د ده عابد او طاقت کوونکی جوړيدل دي. له اضافي تقاضاوو څخه مراد هغه ټول احکام دي چې بهرني ژوند لره ورکړل شوي دي. او له مختلفو حالاتو او معاملاتو سره د اړونده کيدو په صورت کې د هغې په باره کې د مومنانو چلند څرګندوی.

حقيقی تقاضا له هر کس څخه په هر حال کې غوښتل کيږي. د زمانې يا حالاتو څخه درباندې هيڅ اثر نه پريوځي همدا هغه اصل او لومړنی شی دی. د کوم حاصلول چې په دې دنيا کې د انسان تر ټولو لوی سعادت دی. د دې برعکس اضافي تقاضې د حالاتو په نسبت سره مطلوب ګرځي. او د اختيار د چوکاټ په لحاظ سره  دې (تکليف)  سخت او لوئيږي. که چيرې اضافت موجود وي نو دغه وخت هغه هم په لازمي توګه داسې مطلوب ګرځي لکه د حقيقي تقاضا په شان، او که چيرې اضافت ونه موندل شي نو د دې حکم تر پولې د مؤمنانو هيڅ مسؤليت نه وي.

ګويا د حقيقت او اضافت دا فرق دا دواړه ډوله احکامو يوازې نوعی فرق څرګندوی. يعنې دا فرق يوازې  په دې اعتبار سره دی چې کوم حکم کله مطلوب دی. د فکر دا توپير کوم چې ما پورته بيان کړو. له دې څخه په تصور کې فرق پيدا کيږي. کوم  شي چې د کومې مجموعې په وجه جامع وي د هغه حيثيت دا وي چې که چيرې هغه موجود شي نو ګويا ټول شيان موجود شول. او که چيرې هغه ونه موندل شي نو د دې مطلب دا دی چې بيا هيڅ شي هم نه شي پيدا کيدای. له همدې امله کوم ذهن چې يو شی جامع وګرځوي. په قدرتي توګه باندې هغه د دې په منځته راوړلو سبب  ‎باندې تر ټولو زيات زور راوړي. ځکه چې د ده احساس دا وي چې د دې په منځته راوړلو باندې د پاتې نورو ټولو شيانو موجودتيا منحصره وي. د بحث لاندې فکر کې چې مونږ دا خبره وليده چې هغه د نظام په قائمولو باندې تر ټولو زيات زورور کوي. هغه د دې مخصوص ذهنيت نتيجه ده. د دې په مقابل کې د اسلام په تاريخ کې چې کومه دا خبره تر سترګو کيږي. چې د امت بلونکو هميشه د خدای او آخرت حقيقتونه په ذهنونو کې په راپورته کولو باندې تر ټولو زياته توجه ورکړې ده. د دې لامل هم همدا ؤ چې خپل تصور يې د دين مطابق هغه پيژانده چې د دې په پيدا کيدو باندې د ټولو ديني حقيقتونو پيدا کيدو انحصار دی.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ