د دين تصور - لومړی برخه
د مولانا مودودي چې کوم ديني تصور دى دا هغه تر ټول زيات واضح او مربوط شکل کې په خپل کتاب کې وړاندې کړي د کوم نوم چې (د قرآن څلور بنسټيزې اصطلاحگانې دي دا کتاب د دې فکر لاندې په پيدا شوې ليکنې کې له دې حيثيته ډير اهميت لري چې دا يوازينى کوښښ کړى دى، په کوم کې چې په علمې توگه باندې د دې فکر ثابتولو کوښښ کړى دى. دا کتاب د دې فکر علمي اساس دى. په ترجمان القرآن او د رسالت په منصب)(ستمبر ١٩٦١م) کې د دې کتاب پيژندنه په دې الفاظو کې شويده. (په صحيحو معنو کې په قرآن د پوهيدو کنجي، دا کتاب لوله، قرآن مجيد ولوله د قرآن د معرفت دروازې به درخلاصې شي).
حقيقت دا دى چې د مولانا مودودي د دين د تصور د څيړنې لپاره د هغه په ټولو کتابونو کې د قرآن څلور بنسټيزې اصطلاحگانې تر ټولو زياتې موزونې او معتبر کتاب دى. په همدې وجه د دې باب د جوړ شوي بحث په توگه ما دا کتاب غوره کړى دى
په دې کتاب کې د قرآن د څلورو بنيادي الفاظو الٰه، رب، عبادت او دين تشريح کول شوې ده. ا و ثابته کړاى شويده چې هغه په دې په څلورو الفاظو کې هغه ټول انقلابي دعوت پټ کړى کوم چې د بحث لاندې تعبير کړى دى. مگر له يوې اوږدې مودې څخه د دې الفاظو پراخ او مکمل مفهوم په دې ذهنونو کې نشته. له همدې امله د اسلام پراخ او انقلابي تصور د خلکو په پوهه کې نه راتللو.
ليکي: په عربو کې چې کله قرآن وړاندې کيده. دغه وخت هر کس پوهيده چې د الٰه څه معنٰى ده. رب چاته ويل کيږي، ځکه چې دا دواړه لفظونه د هغوي په خبرو اترو کې له پخوانه مستعمل وو. دوى ته معلومه وه چې د دې الفاظو اطلاق په کوم مفهوم باندې کيږي. له همدې امله کله به چې هغوى ته وويل شول چې الله تعالٰى يوازيني الٰه او رب دى او په الوهيت او ربوبيت کې په قطعي توگه د هيچا برخه نشته. نو هغوى په ټوله خبره رسيدل ـ هغوى ته پرته له شك او شبهې معلوميده. چې له نورو څخه د څه شي نفې کيږي. او د الله لپاره څه شى خاص کيږي. کومو چې مخالفت وکړ په دې وپوهيد چې د غير الله د الوهيت او ربوبيت څخه په انکار سره به له کومو، کومو ستونزو سره مخ کيدل وي او چا چې ايمان راوړ هغوي په دې وپوهيدل چې د ايمان په راوړلو چې دا عقيده قبوله کړي نو زمونږ لپاره د څه پريښودل او د څه اختيارول وي.
دغسې د عبادت او دين الفاظ هم د هغوى په محاوره کې له پخوا څخه رواج وو. هغوى ته معلومه وه چې عبد چاته ويل کيږي او عبوديت د کوم حالت نوم دى . او له عبادت څخه کومه رويه او چلند مراد او مقصود دى. او د دين مفهوم څه دى. له همدې امله چې کله به هغوى ته وويل شول چې د نورو ټولو عبادت پريږدئ او يوازې د الله تعالٰى عبادت وکړئ. او له هر دين څخه جلا او د الله تعالٰى په دين کې داخل شي. نو هغوى ته د قرآن په دعوت باندې په پوهيدو کې هيڅ ډول غلط فهمي مخې ته نه راتله هغوى به چې واوريدل نو پوهيدل به چې دا لارښوونې زمونږ د ژوند په نظام کې د څه ډول بدلون غوښتونکې دي. لاکن په وروسته پيړيو کې په کرار، کرار د هغو ټولو الفاظو هغه اصلي معنا چې د قرآن د نزول په وخت په پوهه کې راغلي وو بدليدل، چليدل
تردې پورې هر يو له خپلو پراخيو څخه وويستل شول او په ډيرو محدود بلکې د مبهمو مفهومونو لپاره خاصل کړاى شول. يو خو د سوچه عربيت د ذوق کميدل وو او بله وجه دا وه چې په اسلامي ټولنه کې چې کوم خلك پيدا شوي وو د هغوى لپاره د الٰه، رب، دين او عبادت هغه معناگانې پاتې نه وې. چې د قرآن د نزول په وخت په نامسلمانو ټولنو کې رواج وې. د وروستي دور د لغاتو او تفسير په کتابونو کې د اکثرو قرآني الفاظو تشريح د اصلي لغوي معناوو په ځاى په هغو معناوو باندې وشوه چې د وروسته وخت مسلمانانو فهمولې وي.
د مثال په توگه د الٰه لفظ د نږدې نږدې بتانو او ديوانو هم معنا جوړ شو. رب د پالونکي او پرورش کوونکي يا پروردگار مترادف گرځول شو. د عبادت مع نا بندگي ا و پرستش وکړاى شوه. دين يې د ايمان او مذهب او د (Religion) په مقابل کې لفظ وگرځولو. د طاغوت ترجمه په بت او شيطان وکړاى شوه نتيجه دا شوه چې د قرآن په اصل مدعا باندې پوهيدل خلکو ته مشکل شو.
نو دا حقيقت دى چې يوازې د دې څلورو اساسي اصطلاحاتو په مفهوم باندې د پردې اچولو په واسطه د قرآن له درى څلورو څخه د زياتو تعليماتو بل کې د دې حقيقي روح له سترگو پټ کړاى شو. او د اسلام د منلو باوجود د خلکو په عقايدو او اعمالو کې چې کومې نيمگړتياوې په نظر راځي د هغې يو لوى سبب همدا دى. له همدې امله د قرآن مجيد د مرکزي ښوونو او د دې د حقيقي مدعا د واضح کولو لپاره دا ديره زياته اړينه ده چې د دې اصطلاحگانو پوره پوره تشريح وشي. د قرآن څلور اساسي اصطلاحگانې ـ مقدمه له دې پيليږي چې وروسته په کتاب کې د دې څلورو اصطلاحاتو مکمل مفهوم بيان کړاى شوى دى مگر دې پيليزې د پاتې نور کتاب صحت مشکوك گرځوي ځکه د قرآنى آيتونو د کوم مفهوم په باره کې چې دا اعتراف کړاى شوى چې له لومړۍ پيړۍ څخه وروسته هغه په موجوده پيړۍ کې په لومړي ځل اخستى دى. او په منځ کې د امت ليکلې پانگه له دې څخه اکثره خالي هغه په يقيني توگه باندې د دې د ناقص والي ثبوت دى. نه د دې د کامل والي په وروستيو پيړيو کې د لغت او تفسير کوم کتابونه چې ليکل شوي دي.
د هغو حيثيت دا نه دى چې هغه يوازې د وروستيو خلکو ذهني کوښښونه دي. بلکې له دې سره، سره د دور اول د خيالاتو ثبتول هم دي، دا يو تسلسل دى د کوم په ذريعه چې د اول قرن څخه وروستيو قرنونو ته منتقل شوى دى. اوس د اول دور خلك که چيرې هغسې پوهيدلي وو چې د لومړي دور د اقوالو او افعالو د محفوظولو ډير زيات اهتمام کړى دى هغوى به دا تر ټولو مهمه خبره هم محفوظه کړي وي د کومې پرته چې د قرآن د درى څلورو څخه د زياتو تعليم بلکې د دې حقيقي روح له سترگو پټ شوى دى. که چيرې په دې ليکل شوي ثبتونو کې هغه خبره ليکل شوي ونه موندل شي کومې چې نن د هغوى په طرف منسوبيږي.
نو دا د دې خبرې ثبوت دى چې هغه د دوي خبره نه ده. په دې صورت کې دا منسوبول په حقيقت کې د کومې بهرنۍ واقعې څرگندول نه دي بلکې هغه د خپل دې داخلي خارښ (خيري) د ليرې کولو يو کوشش دى. (( که چيرې د قرآني آيتونو مفهوم هغه وي چې زه پرې پوهيږم نو پخواني خلك به دې مفهوم ولې نه پوهيدل)).
له تفصيلي بحث څخه وړاندې په دې کتاب باندې زه په عمومي حيثيت سره يوه لنډې تصبره کول غواړم. تر څو د غلطۍ هغه مشترك نوعيت واضح شي چې د څلورو اصطلاحاتو په تشريح کې کړل شوې ده. دغه تيروتنې عموماً په درې ډوله دي.
١: د اصل او تقاضي يو ډول فهرست باندي. ٢: تقاضي اضل گرځول او نور شيان ورباندې تفريح کول. ٣: بيا دا د قرآن د اصلي دعوت په حيثيت سره وړاندې کول.
د دې کتاب د تشريح مطابق د قرآن دا بلنه چې الله تعالٰى چې دى يوازنى رب او الٰه دى له ده پرته نه کوم الٰه شته او نه رب، او نه په الوهيت او ربوبيت کې څوك د ده شريك شته. لهذا د خپل الٰه او رب ومنئ. او له ده پرته د هر يو له الوهيت او ربوبيت څخه انکار وکړئ. د ده عبادت غوره کړئ او له ده پرته د هيچا عبادت مه کوئ. د ده لپاره خپل دين خالص کړئ او هر بل دين رد کړئ، دا په اصل کې د يو داسې نظام لاندې د ژوند تيرولو بلنه ده. په کومه کې چې د عقيدې او عبادت څخه نيولى تر سياسي او تمدني معاملاتو پورې ټولې انفرادي او اجتماعي څانگې د يوې ځانگړې نقشې مطابق ودانيږي. او هر کله چې د قرآن دعوت دا دى نو نن هم د دې دعوت لپاره د کار کولو طريقه دا جوړيږي چې مونږ د ژوند د دې مفصلې نقشې په دنيا کې د کاميابولو هلې ځلې وکړو، د څلور واړو الفاظو دا پراخه او ټوليز مفهوم چې په کوم ډول ثابتيږي د دې طريقه دا ده چې د هر لفظ په بحث کې لومړى د مختلفو مقاماتو جدا، جدا آيتونه راجمع او ښودل شوي دي. چې په قرآن کې دا الفظ د دومره ځانله، ځانله مفاهيمو لپاره استعمال شوى.
((د الٰه لفظ په پنځه معناوو کې رب په پنځه معنو کې، عبادت په دريو معنو کې او دين په څلورو معنو کې)) او له دې څخه نتيجه دا راويستل شوې چې دا لفظ د دومره مفاهيمو جامع دى. د يو شي مختلف اړخونه په مختلفو حصو کې تقسيمول او بيانول په خپل غط نه دي. مگر د حيثيت له توپير سره کله کله هغه غلطيږي هم. د مثال په توگه يو کس که چيرې ووايي چې هگۍ د دريو شيانو مجموعه ده. زيړ، سپين او نرۍ پرده او سپين پوخ. نو په فني توگه د هگۍ دا تشريح بالکل صحيح او مناسبه ده. مگظ په هغه اعتبار سره که چيرې د هگۍ غذايي حيثيت مقرر کړاى شي. په بله وينا د هگۍ او انسان ترمنځ د تړاو بيانولو لپاره چې دا استعمال کړاى شي نو په دې صورت کې د هگۍ درى گانه ويش او تقسيم بالکل غلطيږي. ځکه چې د انسان د غذا کيدو په اعتبار سره د هگۍ اصل حقيقت د دې په زيړ او سپين دي، او نور يوازې د دې متعلقات دي.
د ليکوال په نزد د ذکر شوو ټولو معناگانو په جمع کولو سره هغه شى جوړيږي کوم الوهيت، ربوبيت، عبادت يا دين ويل شوى دى. مگر دغسې له مختلفو مقاماتو څخه چې د يو لفظ مختلف استعمالات راجمع کړاى شي او د هغه له مجموعې څخه يو واحد مفهوم واخستل او د هغه په اساس باندې د دين يو جامع تصور جوړول بالکل دي لکه په يو کتاب کې چې د محبت کېسې بيان شوې او په يو ځاى ليکل شوي وي. چې د زيد له بکر سره سخته مينه وه. بل ځاى کې دا وي چې يو ځل کله چې دواړه په تم ځاى کې سره مخامخ شول. نو زيد بکر ته په گيلو کولو لگيا شو، دريم ځاى دا يادونه وي چې بکر يو ځل د زيد کلي ته راغى. نو زيد هغه خپل کور ته راوغوښت ا و دعوت يې ورکړ. اوس درى اقتباسات چې په يوه لوستنه کې راجمع کړاى شي او يو کس د دې کتاب په حواله سره ووايي چې محبت نوم دى د دريو شيانو. په گيلو مانو سره مخ کيدل، دعوت کول له زړه نه غوښتل. ممکنه ده چې په کومه کچه کې د محبت دا تعريف ډير جامع معلوم شي.