د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

د دين تصور - دویمه برخه

فصل: 5

مگر په حقيقت کې په دې کې يوه سخته غلطي شويده. په دې محبت کې اصل حقيقت او د دې تقاضو ته بالکل يو برابر حيثيت ورکړ شوى او بيان شوي دي. گويا دا درى خبرې چې کله يو کس په خپل ځان کې جمع کړي دغه وخت به د ده محبت واقعي محبت وگرځول شي. حال دا چې دا بالکل ممکنه ده چې په مثال کې يوازې آخري برخه (د زړه غوښتنه) ومومي او پاتې دوه برخې نه په ده کې موجودې او نه د هغو د حاصلولو په قاعده توگه يي کوشش کړى وي. د دې باوجود د هغه په مکمله معنا کې محبت وي. په حقيقت او تقاضا کې دا توپير دى چې حقيقت د اصل شي براه راست د مطالبې په توگه مطلقا مطلوب وي. په داسې حال کې چې تقاضا په مطلقه توگه باندې مطلوبه نه وي. بلکې د بل کوم يو شي په واسطه سره مطلوب گرځي. که چيرې د واسطې نسبت وموندل شي نو هغه مطلوب وي او که نه نو نه وي.

د مثال په توگه که چيرې داسې وويل شي چې د ايمان غوښته دا ده چې انسان رښتينې گواهي ورکړي نو د دې دا مطلب نه کيږي چې هر هغه کس چې مومن دى چې هغه په يو نه يو رنگ دا صورت راوباسي. چې هر کله دا په محکمه کې حاضر وي او گواهي دې ورکوي او له دې پرته به د ده مکمل ايمان نه وي. بلکې د دې مطلب يوازې دا دى چې کله دا د گواهۍ لپاره ودرول شي نو دروغ دې نه وايي بلکې کومه خبره چې ده ته معلومه ده هاغسې رښتيا دې ووايي. همدا لامل دى چې ليکوال يوه اصطلاح د کومو مختلفو مفاهيمو لپاره جامع وگرځوي. ځينې مستثنيات پريږدي هغه ځانله، ځانله خو راويستلى شي مگر يو کس له يو آيت څخه د دې هغه جامع مفهوم ثابتولى نشي کوم چې د مختلفوحوالو مجموعې څخه په يو ځايي توگه باندې بيان کړاى شي.

په بله وينا داسې خو شته چې په مختلفوذ مقاماتو باندې دغسې فقرې ليکل شوې موجودې وي چې زيد له بکر سره له زړه مينه لري، له بکر سره يې چې ملاقات وشو نو د محبت له جوشه يې غاړه ورته ورکړه. بکر چې د زيد کلي ته راغى نو بکر ته يې له اخلاصه ډك دعوت ورکړ. مگر په ټول کتاب کې داسې کومه جمله ونه موندل شوه چې دا په کې ليکل شوي وي محبت نوم دى د دريو شيانو. له زړه نه مينه کول، غاړه ورکول او دعوت ورکول.

د جامع مفهوم د ثابتولو لپاره چې آيتونه رانقل کړاى شوي دي په هغو باندې تبصره د هر لفظ په جلا جلا بحث کې مخې ته راځي. مگر غلطي همدا نه لري له دې سره يو ځاى يوه بله گډه غلطي ده. چې په څلور واړو بحثونو کې لږوډير موندل کيږي او هغه دا چې د اصل او تقاضى د يو شان فهرست بندۍ څخه چې کله يې ذهن آرام نشي نو ټوله معامله سرچپه کړې او کوم شي چې د تقاضا په درجه کې مطلوب و، ده هغه اصل گرځولى او اصلي يې د دې تابع کړى.

د دې مثال بالکل داسې دى لکه يو څوك چې دعوت د مدارات څخه په زياته دلچسپۍ ورکړي. نو هغه دعوت د محبت د درى گونو برخو څخه د يو جزء په حيثيت ورکولو نه مطمئن کيږي نو دا د ټولو دپاسه ساتل غواړي. ورته ووايي چې د محبت اصل حقيقت دعتول دي. اوس څرنگه چې په دعوت کې ملاقات کيږي له همدې امله دوست ته غاړه ورکول هم کيږي. او کله چې په دې طريقه په دعوت او غاړيوتو کې څه ورځې تيريږي نو په فطري توگه باندې په زړه کې د يو بل محبت هم پيدا کيږي. د دې غلطۍ د روښانولو لپاره دلته زه د عبادت مثال راوړم.

عبادت په اصل کې د هغه ځانگړي کيفيت نوم مومن بنده په زړه کې پيدا کيږئ. کله چې دا کيفيت د يو چا په داخل کې راپورته کيږي نو د دې د لازمي نتيجې په توگه هغه د خداى جل جلاله عبادت گذار جوړيږي هغه د ده په خوښه چليږي هغه په خپلو ټولو معاملاتو د ده اطاعت کوونکى او فرمان منونکى جوړيږي. مګر د بحث لاندې ذهن د عبادت دا بڼه څه زياته خوښه نه ده. ځکه چې په دې کې اقتدار اعلٰى منل او د دې لاندې د اطاعت يو نظام جوړول د اصل مفهوم محضې يوه بهرنۍ غوښتنه گرځول شوې وه. له همدې امله ده د عبادت تصور سرچپه کړى[1].

د عبادت په بحث کې د دې لفظ د لغوي څيړنې نه وروسته ليکلي دي له دې تشريح څخه دا خبره څرگنديږي. د عبد د مادې اساسي مفهوم د يو چا برلاسي منل او د هغه په مقابل کې له خپلې آزادۍ او خپلواکۍ څخه لاس په سر کيدل، مقابله او سرغړونه پريښودل او ده ته سلامي کيدل دي. همدا حقيقت د بندگۍ او غلامۍ دى لهذا له لفظ څخه لومړنى تصور د يو عرب په ذهن پيدا کيږي هغه د بندگۍ او غلامۍ تصور دى بيا څرنگه چې د غلام اصلي کار د خپل بادار اطاعت او فرمانبردارى ده. له همدې امله له دې سره يو ځاى د اطاعت تصور پيدا کيږي. او کله چې يو غلام د خپل بادار په بندگۍ او اطاعت کې يوازې خپل ځان نه ورکوي بلکې د اعتقاد له مخې هغه د برترۍ منونکى وي او د هغه د سترتوب اعتراف کوونکى هم وي. او د هغه په مهربانيو باندې د شکر او احساس مندۍ له جذباتو څخه هم سرشاروي. نو هغه د ده په عزت او احترام کې مبالغه کوي. له مختلفو طريقو څخه په نعمت د اعتراف څرگندونه کوي او د بندگۍ په رنگارنگ مراسمو سره هغه نمانځي. د دې نوم پرستش او عبادت دى.

او دا تصور د عبديت په مفهوم کې يوازې هغه وخت شامليږي کله چې د غلام يوازې سره د بادار په وړاندې ټيټ نه وي بلکې د ده زړه هم ورته ټيټ او عاجزي کوونکى وي. (د قرآن څلور بنيادي اصطلاحات دوهم چاپ صفحه ٧١-٧٢).   

دغه رنگ په دې کتاب کې د څلورو اصطلاحاتو مفهوم سرچپه شوى په الٰه او رب کې د اقتدار له تصور څخه د دې نورې معناوې اخستل شوي حال دا چې د حقيقت له مخې د اړتيا احساس او د پالنې احساس د دې د نورو اړخونو ترمنځ د اشتراك وجه ده. د عبادت په بحث کې د اوچتوالي منلو او په مقابل کې يې د اطاعت اختيارول د دې د نورو برخو اساس گرځول شوى دى. حال دا چې د عبادت اصل حقيقت خداى جل جلاله سره عاجزانه او محتاجانه اړيکي دي. او د دې څخه نور ټول شيان د دې تقاضاوې يا د نتيجې په توگه پيدا کيږي.

په دين کې د نظام تصور د دې د نورو اجزاوو لپاره جمع کوونکى سبب گرځول شوى دى حال دا چې د اصل حقيقت په اعتبار سره دين يو داخلي تضرع او مغلوبيت نوم دى او له دې څخه نور ټول شيان په وده کې راښکاره کيږي، د څلورو اصطلاحاتو د تشريح دا توپير، يوازې د الفاظو د مخکې وروسته کولو توپير نه دى بلکې د دې له امله د دين اصل حقيقت مجروح شوى دى. د قرآن اصطلاحاتو د جامع او مکمل مفهوم د ټاکلو باوجود د قرآن اصل او اوچت ترين حقيقت په دې کې پټ شوى دى.

دا يو حقيقت دى چې د قرآن د اختيارولو څخه وروسته چې يو مومن ته تر ټولو ستر او لوى شى په دې دنيا کې ترلاسه کيږي هغه الله تعالٰى سره تعلق دى. همدا په دې دنيا کې د ايمان د خاوندانو تر ټولو ستر حاصل دى. الله تعالٰى سره له تعلق څخه مراد او مقصد د خداى يو ځانگړى د ژوند د قانون فکري بنياد په توگه منل نه دي بلکې د دې مطلب يو ژور تړو دى، چې د ژوند په کچه د خداى او بنده ترمنځ قائميږي. له دې څخه د بنده هغه نفسياټي حال دې چې د ده له خداى سره سخت محبت پيدا کوي.(بقره ١٦٥) له دې څخه د نزديکت سجده لرونکى لمونځ حاصليږي (علق آخر).   کله چې  په ده باندې يو داسې کيفيت راشي له کوم څخه چې په حديث کې په شپه رؤی‎يت سره تعبير شوی دی. مګر په دې کتاب کې چې د قرآن مطلوب کوم تصوير جوړ شوی دی، په دې کې دا تر ټولو د لوی شي په شان ورك دی. هغه په خپل صحيح شکل کې به دې کې دننه پاتې نه دی. د دې داسې مثال دی لکه د يو انسان عکس ته چې د ده د مخې په ځای له شا څخه واخستل شي. ښکاره ده چې دغسې عکس (تصوير) په ظاهره د انسان پوره عکس دی مګر په دې به د ده څيره ونه ليدل شي کومه چې د انسان اصلي استازی‎يتوپ کوي. د دې تشريح مطابق د اله خدای او بنده په منځ کې د يو داسې تعلق عنوان دی په کوم کې چې انسان خدای جل جلاله د اقتدار او اعلی څښتن وګڼي په يو داسې حيثيت سره چې هغه په زمکه او آسمان باندې حکومت کوي. او بل له دې حيثيت سره چې همدا د سياسي او تمدني ژوند ستر چارواکی دی. دغسې په ربوبيت باندې د ايمان مطلب دا دی چې همدا یو خدای جل جلاله د ستاسې له فطرت پورته رب هم دی او اخلاقي او تمدني او سياسی رب هم دی. (صفحه ۶۴).

له عبادت نه چې کوم شی مقصود دی هغه دا چې په عملي ژوند کې د خدای جل جلاله له احکامو تعميل وشي او د ده په وړاندې د عبادت مراسم په ځای راوړل شي. له دين څخه د ژوند هغه تفصيلی صورت مراد دی چې به اعتقادي  او فکري اخلاقي او تعليمي، تمدني او ټولنيز او اقتصادي حيثيت سره په زمکه جوړ دی.

زه دا منم چې دا شيان چې د څلورو مصطلحاتو په تشريح کې بيان کړای شوي دي هغه په يو نه يو حيثيت سره په دې مثال کې شامل دي. مګر د هغه مجموعي تصوير چې په کوم ډول جوړ کړای دی هغه داسې دي چې اصل او لومړنی حقيقت په دې کې ... شوی يا که چيرې باقي پاتې نو په ډير زيات ... شکل کې دی. مګر تاسې پوهيږۍ يو داسې کتاب دی د کوم چې شان دا دی. (لاَ يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلاَ مِنْ خَلْفِهِ).(حم سجده). هيڅ يوه باطله خبره يې نه له مخې طرفه راتللی شي او نه يې د شا له طرفه راتللی شي. هيڅ يوه داسې خبره کومه د دې کتاب عين مطابق نه وی هغه په هيڅ شان په دې کې نه چسپيږي. داسې هر تفسير چې دا کتاب يې بيرته غورځوي داسې ده لکه د يو ډير نازك مزاج لرونکى انسان چې نامناسبه غذا نه شي هضمولى راگرځوي يې او بهرته يې غ ورځوي، لکه څنگه چې د څلورو اصطلاحاتو په تشريح کې چې کومې مختلفې خبرې ويل شوي اگر چې له هغو څخه اکثره يي په يو نه يو اعتبار سره صحيح دي مگر يوازې په دې اساس باندې هغه په قرآني آيتونو باندې نه نښلې چې هغه خبرې په کوم مخصوص حيثيت سره د قرآن د دعوت ثابتولو کوشش يي کړاى شوى.



[1] : دلته د محبت چې کوم مثال ما ورکړى د دې مطلب دا نه دى چې د بحث لاندې کتاب کې د څلورو اصطلاحاتو کومې ... هغه هم په لازمي توگه د دې درجې تقاضاوې چي چې دا يوازې يو مثال دى چې د مسئله د روښانولو لپاره ما راوړې دى، که نه دا يوه معلومه خبره ده چې تقاضاوې ټولې په يوه درجه کې نه وي. په هغو کې د اهميت په اعتبار سره ډير توپير وي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ