د دين تصور - درېیمه برخه
په دې حيثيت سره هغه د قرآن دعوت نه دى. داسې معلوميږي لکه ټول قرآن چې د دې له منلو څخه انکار کړى وي. د مثال په توگه که چيرې تاسې ووايي چې اسلام د اقتصادي معاملاتو په باره کې هم احکام ورکړي دي. نو دا خبره په هر صورت د اسلام له ماٴخذ څخه ثابتيږي. لاکن که چيرې ستا دعوىٰ دا وي چې د خداى جل جلاله رسول د دې لپاره راغلى دى چې د الٰهي اقتصادياتو په بنسټ باندې يوه ځانگړې اقتصادي ډانچه ودانه کړي. نو سره له دې چې اسلام د اقتصادي معاملاتو په باره کې احکام ورکړي دي مگر په دې مخصوص حيثيت يا په بله وينا د نبوت د هدف او مقصد په توگه دا خبره هيڅکله نه ثابتيږي. او قرآن او حديث د دې له منلو څخه په مکمله توگه انکار وي.
د مثال په توگه په دې کتاب کې د رب پنځه معناوو څخه د دريم مفهوم د اجتماع مکرز ويل شوى دى.( صفحه ٦٣). يعنې هغه چې مرکزي حيثيت لري په کوم جلا، جلا کسان راټول شوي وي. (صفحه ٢٩). د چا چې مرکز قدرت د هيواد د ټول ولس لپاره د راټوليدو بنيادي وي. (صفحه ٤٠) د کوم چې مرکزي شخصيت د کومې زمکې د تمدن او اجتماع اساس وي. (صفحه ٥١). د دې مفهوم په لحاظ سره د خداى جل جلاله رب کيدل دا معنٰى لري. د ده وفاداري هغه قدرتي بنياد دى په کوم چې زمونږ د ټولنيز ژوند آباد په صحيح طور باندې قائميږي او د ده د مرکزي شخصيت سره تړاو د ټولو متفرقو افرادو او ډلو په منځ کې د يو امت رشته پيدا کولى شي. (صفحه ٦٨).
يعنې د خداى د رب کيدو مطلب دا دى چې هغه زمونږ د ټولنيز او تمدني ژوند مرکز دى او د ده په چاپيريال کې زمونږ ټولنيز ژوند ودانيږي. لکه څنگه چې په يوه جمهوري چاپيريال کې قوم يا وطن هغه مشترك ټکى دى چې په يوه سيمه کې اوسيدونکي افراد خپلو کې يو ځاى ملگري شي او يوه ټولنه جوړه کړي او هغوى د دې لپاره تياروي چې د دوى په منځ کې درياست يوه گډه ټولنيز اداره په وجود کې راشي، دغسې خداى ته د رب ويلو مطلب هم دى. په يو لحاظ سره دا دى چې هغه زمونږ د ټولنيز تشکيل بنياد دى، هغه مونږ د "امت" په شکل کې منظموي.
په اصولو کې زما له دې سره اختلاف نشته. چې په يو خداى باندې ايمان هغه گډ تصور دى چې مسلمانانو ته د يو امت کيدو احساس وربښي او د دى په يوه مشترکه رشته کې سره تړي. مگر په پوره ذکر شوي ډول اجتماعي او تمدني نظريه د رب د دريم مفهوم په حيث وړاندې کول په قطعي توگه يو غير قرآني تصور دى. همدا وجه ده چې د دې د ثابتولو لپاره چې کومې حوالې ورکړل شوي دي هغه ټول په ټوله د اصلي مسئلې سره بالکل نااړونده دي. د هغو د يوې حوالې نه هم (دريم مفهوم) نه ثابتيږي.
دا ټول پنځه آيته دي چې لومړى آيت يې دا دى. (هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ). هغه ستاسې رب دى او د هغه په طرف به تاسې ټول وروگرځول شي. دا د سورت هود آيت دى او په دې کې چې رب ته د کومې رجوع ذکر دى د هغې تړاو آخرت سره دى نه دنيا سره. ټول ټوټه د آيت دا دى. قَالُواْ يَا نُوحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَأْتَنِا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ. قَالَ إِنَّمَا يَأْتِيكُم بِهِ اللّهُ إِن شَاء وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ. وَلاَ يَنفَعُكُمْ نُصْحِي إِنْ أَرَدتُّ أَنْ أَنصَحَ لَكُمْ إِن كَانَ اللّهُ يُرِيدُ أَن يُغْوِيَكُمْ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ.(هود ٢٤-٣٥).
هغوى وويل اى نوحه! تاسو مونږ سره بحث او مناقشه وکړه، زياتوالى وکړ تا په جگړه کې نو راتگ وکړه په هغه څه چې ته مونږ پرې ويروي که ته رښتينى يي. هغه ورته وويل: بيشکه راتگ به وکړې په هغې سره الله که اراده يې وشوه او نه ياست تاسې الله لره بې وسه کوونکى او زما خير خواهي به تاسې ته گټه ونه کړي که زه هر څومره خيز خواهۍ وغواړم که چيرې الله تعالٰى ته ستاسې گمراه کول منظور وي هغه ستاسې رب دى ا و د هغه په طرف ستاسې ورگرځيدل دي.
په دې آيت کې چې کومه خبره کول شوې ده هغه يوازې دا خبره ده چې نوح عليه السلام د ډيرې اوږدې مودې لپاره د دعوت کار جاري ساتلى و، مگر د هغه قوم د هغه پيغام نه اوريده. تردې پورې چې خبره غټه شوه نوم قوم ورته وويل چې مونږ ستا خبره نه منو. اوس چې ته د خبرې د نه منلو په صورت کې د کوم عذاب گواښ مونږ ته کوي هغه راوله. د دې په ځواب کې پيغمبر وويل: چې د عذاب ورکول کار خو د خداى جل جلاله دى. يو وخت به راشي او تاسې به ټول په ټوله د هغه په طرف وروگرځول شۍ. ا و تاسې به مجبور کړاى شۍ چې کومه سزا هغه تاسې درکوي هغه به وڅکۍ. د دې خبرې د پورته ذکري تمدني او اجتماعي ربوبيت سره څه تړاو دى.
دويم آيت: ثم الى ربکم مرجعکم بيا د ستاسې د رب په طرف د ستاسې ورگرځيدل دي. د دې آيت هم له آخرت سره تړاو دي پوره آيت دا دى. إِن تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنكُمْ وَلاَ يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ وَإِن تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ. (زمر ٧).
که چيرې تاسې کفر وکړۍ نو الله تعالٰى له تاسې بې پروا دى. او هغه د خپلو بنده گانو لپاره کفر نه خوښوي. ا و که چيرې تاسې شکر وباسۍ نو دا د ستاسې لپاره خوښوي. او هيڅوك د بل د پيټي (گناه) پورته کوونکى نشته. تاسو ټول به د خپل رب په طرف وروگرځول شۍ نو خبر به درکړي هغه وخت تاسې په هغه څه چې تاسې کول. بيشکه دا د زړونو په پټو خبرو هم خبردار دى.
د دې آيت په ظاهر کې چې د کوم مرجعيت ذکر دى د هغې تړاو له آخرت سره دى. ويل شوې دي چې که چيرې تاسې د دنيا په ژوند کې شکر گذار جوړ شۍ نو الله تعالٰى به له تاسې څخه راضي شي او که تاسې د کفر چلند غوره کړ نو هغه به د ستاسې لپاره هيڅ گټه ونه کړي د ټولو خلکو د خداى جل جلاله په طرف ورتلل دي. هغه ستاسې د زړونو پورې خبردار دى هغه به ستاسې هر يو ته پوره، پوره بدله ورکړي. د دې واپس کيدو او د خپل عمل څخه خبرداريده د دنيا د ټولنيز تنظيم سره څه تړاو دى؟ دريم آيت دا دى.
(قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا).ورته ووايه چې مونږ به زمونږ رب راجمع کړي.
په دې آيت کې هم چې د کومې اجتماع ذکر دى هغه د آخرت اجتماع ده. پوره ټوټه آيت دا دى.
(قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ قُلِ اللَّهُ وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَى هُدًى أَوْ فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ. قُل لاَّ تُسْأَلُونَ عَمَّا أَجْرَمْنَا وَلاَ نُسْأَلُ عَمَّا تَعْمَلُونَ. قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ يَفْتَحُ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ). (سبا آيت ٢٤-٢٦).
پوښتنه ترې وکړه چې له آسمانونو او زمکې څخه څوك روزي درکوي. ورته ووايه الله! او مونږ يا تاسې ضرور په سمه لاره يو يا په ښکاره گمراهۍ کې. ورته ووايه (که مونږ مجرمان نو زمونږ پوښتنه به له تاسې خخه نه کيږي. او نه به د ستاسې د اعمالو په باره کې ... يو) له مونږ نه کيږي. ورته ووايه زمونږ رب مونږ راجمع کړى، بيا به زمونږ په منځ کې د حق مطابق فيصله وکړي او لوى فيصله کوونکى او پوه ذات دى.