د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

د دين تصور - پنځمه برخه

فصل: 7

"منطقي ربط" د دې بنياد په باره کې مصنف د قرآن له يو درجن څخه زيات آيتونه د شهادت او تاٴييد په توگه وړاندې کړي او له دې وروسته يي ليکلي دي. په دې ټولو آيتونو کې له اول څخه تر آخره پورې يو مرکزي فکر موندل کيږي. او هغه دا دى چې الٰهيت او اقتدار لازم او ملزم دي او د خپل روح او معنا په اعتبار سره دواړه يو شى دى. (صفحه ٢٣).

مگر په دې ټولو آيتونو کې له الٰه سره يو ځاى د اقتدار او اختيار يادونه د خداى جل جلاله د الوهيت د صحيح والى لپاره د دليل په توگه راغلى، نه د دې ويلو لپاره چې الٰهيت او اقتدار د خپل روح او معنا په اعتبار سره يو دي. زه يوازې يو آيت رانقلوم.

(يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ). (فاطر ٣آيت).

 اى خلکو په تاسې باندې چې د الله تعالٰى کوم احسان دى هغه ياد کړئ آيا له الله تعالٰى پرته کوم بل خالق شته چې تاسې ته د آسمان او زمکې څخه روزي درکړي له ده پرته بل هيڅ الٰه نشته بيا نو تاسې کوم خوا اړول کيږۍ.

ښکاره ده چې په دغسې آيتونو کې له الٰه سره د اقتدار  ذکر په دې حيثيت سره نه دى چې بلکې په دغسې ټولو آيتونو کې د اقتدار ذکر د الله رب العزت د حقيقي الٰه کيدو په باره کې لرل دي له دې امله دغسې هستي د الٰه په لفظ سره ولې موسوم کيږئ چې اقتدار نه لري، بلکې خبره دا ده چې د کومو هيلو په اساس باندې يو څوك  الٰه جوړول کيږي هغه هيلى يوه داسې هستي پوره کولى شي چې د اسبابو په عالم باندې اقتدار لرونکى وي او څرنگه چې دا اقتدار ټول په ټوله يوازې دا لله تعالٰى په لاس کې دى، له همدې امله حقيقة همدغه ذات د دې مستحق دى چې دا الٰه وگرځول شي.

په بله وينا دلته خبره په اصل کې د احتياج په نسبت سره ويل شويده. نه د اقتدار په نسبت. مگر اوس هم خبره نه جوړيږي ځکه چې د بحث د لاندې ذهن والا لومړنۍ مينه چې کوم شي سره ده هغه سياسي واکمني ده کله چې د منطقي ربط د دې بدلون باوجود چې کومه خبره ثابته شوې هغه يوازې د فطرت نه بره اقتدار دى. د الٰه اړوند چې د کومو امورو په وجه سره د اقتدار تصور د دې په براه راست مفهوم کې شامل کړاى شوى هغه ټول هغه امور دي د کومو چې له سياسي او قانوني اقتدار سره هيڅ تعلق نشته. دعا اوريد، حاجتونه پوره کوي، په مشکلاتو کې مدد کول، گټه او تاوان رسول ـ دا ټول هغه کارونه دي د کومو کولو لپاره چې د کائناتي اقتدار اړتيا ده. له همدې امله هغه طاقت ته اړتيا ده چې د اسباب په نړۍ حکومت کوي.

ښکاره ده چې دغسې اقتدار په فوق الطبيعي معنو کې وي او محض فوق الطبيعي اقتدار سره د بحث لاندې د انقلابي ذهن کار نه جوړيده اوس ذهن يو بل کار کړى ده د اقتدار له نقطې اشتراك څخه په گټه پوره کولو د فوق الفطري اقتدار سره يو ځاى د سياسي او تمدني اقتدار قافيه هم په دې کې ورشامله کړه.

دا وايي چې کوم کس په فوق الفطري معنا کې يو څوك الٰه جوړوي د دې وجه همدا وي چې القياس هغه کس چې د چا حکم قانون او د چا امر او نهى د خپل ځان لپاره واجب الاطاعت گرځوي هغه هم د ده اقتدار اعلٰى منلى وي. نو د الوهيت اصل روح اقتدار دى. برابره ده که هغه اقتدار په دې معنا وگنل شي چې د کائناتو پر نظام باندې د ده فرمانروايي د فوق الطبيعت له ډلې څخه ده او يا يي په دې معنا کې ومني چې په دنيوي ژوند کې انسان د ده د امر لاندې دى او د ده حکم په خپل ذات کې واجب الاطاعت دى. (صفحه ١٧).

په دې استدلال کې له قافيه جوړولو پرته بل هيڅ دليل نشته. په سياسي او تمدني ژوند  کې د خداى جل جلاله اطاعت پرته له شکه د الٰه د عقيدى يوه اړينه تقاضا ده. مگر دا براه راست د الٰه معنٰى گرځول او دا ويل چې د دې دويم برابر مفهوم "سياسي او تمدني الوهيت" دى صحيح نه ده، بيا يي څنگه د دومره کلکوالي سره د الوهيت د دويم مفهوم دعوا کړيده په دې باندې د پوهيدو لپاره لاندې ليکلى اقتباس ولولئ.

"د اقتدار اعلٰى د وحدانيت غوښته دا ده چې د حاکميت او فرمانروايي چې څومره ډولونه دي ټول د يو مقتدر اعلٰى په ذات کې مرکوز دي او حاکميت يوه برخه هم د کوم بل په طرف نه دي منتقل شوي. هر کله چې پيدا کوونکى هغه دى او په پيدا کولو کې هيڅوك له ده سره شريك نشته. هر کله چې روزي رسونکى هغه دى او په روزۍ رسولو او ورکولو کې هيڅوك له هغه سره شريك نشته. هر کله چې د کائناتو د ټول نظام مدبر ا و انتظام کوونکى هغه دى او په تدبير او انتظام کې هيڅوك ورسره شريك نشته. نو يقيناً حاکم، آمر او شارع هم هغه کيدل پکار دي. او د اقتدار په دې برخه کې هم د هيچا د شريك کيدو هيڅ وجه نشته. څنگه چې د ده د سلطنت په دائره کې له ده پرته بل څوك فرياد رس او حاجت روان او پناه ورکوونکى کيدل غلط دي، دغسې کوم بل څوك مستقل بالذات حاکم او خود مختار فرمانرو او آزاد قانون ساز کيدل هم غلط دي، پيدا کول او روزى رساني، ژوند کول او مړه کول، د لمر او سپوږمۍ تسخيرول، شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ننويستل، قضاء او قدر، حکم او بادشاهي امراو تشريح ټول د کلي اقتدار او حاکميت مختلف اړخونه دي او د اقتدار او حاکميت د تقسيم وړ نه دي.

که چيرې کوم کس د الله د حکم د سند څخه پرته د چا حکم واجب الاطاعت وگڼي نو هغه داسې شرك کوي لکه چې له غير الله څخه دعا غوښتونکى شرك کوي او که چيرې يو کس په سياسي معنا کې د مالك (الملك) مقتدر، اعلٰى او حاکم على الاطلاق کيدو دعوا کوي نو د ده دا دعوا بالکل داسې د خدايتوب دعوا ده لکه چې په فوق الطبيعت معنا کې يو څوك دا ووايي چې د ستاسو ولي او کار ساز او امداد کوونکى او ساتونکى زه يم له همدې امله چيرته چې په پيدا کولو او تقدير د شيانو او تدبير د کائناتو کې د الله د شريکوالي ذکر کړاى شوى دى هلته له الحکم، او له الملك او لم يکن له شريك فى الملك هم ويل کيږي کوم چې په دې خبره صاف دلالت کوي چې د الوهيت په مفهوم کې د بادشاهۍ او حکمرانۍ مفهوم هم شامل دى. او د توحيد الٰه لپاره لازم دى چې د دې مفهوم په اعتبار سره هم له الله سره د يو چا شرك ومنل شي؟ (صفحه ٢٤-٢٥).

د دې اقتباس خلاصه دا ده چې اقتدار او حاکميت يو نه تقسيميدونکى شى دى. له همدې امله اړينه ده چې په کائناتو د چا اقتدار دى د ده اقتدار د انسان په تمدني او سياسي ژوند باندې هم قايم وي. مگر دا خبره له هغو آيتونو څخه نه راوځي د کومو چې حواله يې ورکړې او د ده وړاندې کړي. په قرآن کې پرته له شکه دا خبره ويل شوې چې اقتدار د تقسيم وړ نه دى.

د مثال په توگه دغه لاندې آيت کوم چې په دې لړ کې په کتاب کې رانقل کړى شوى.

(لوکان فيهما الهة الا الله لفسدتا فسبحان الله رب العرش عما يصفون). (الاٴنبياء ٢٢).

که چيرې په دې دواړو (زمکو او آسمانونو) کې له الله تعالٰى پرته نور خدايان واى نو خامخا به فساد راغلى و په دې (د عالم نظام په درهم برهم شوى و) نو پاك دى الله د عرش خاوند د هغو ټولو خبرو نه چې دا مشرکان يي بيانوي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ