د دين تصور - شپږمه برخه
مگر په دغسې آيتونو کې اقتدار اعلٰى د تقسيم وړ نه کيدلو خبره د کائناتو د انتظام يا په بله وينا د فوق الطبيعي اړخ څخه ده نه په هغه معنا کې چې الٰه د کائناتو مقتدر اعلٰى دى، چې ده ته په سياسي دايره کې هم مقتدر اعلٰى کيدل پکار دي. يعنې په هغو آيتونو کې د دې واقعه حقيقت ذکر دى چې د کائناتو هره برخه او د دې په هر جزء باندې د يو الله جل جلاله اقتدار قايم دى. په دې کې دا خبره نه ده ويل شوې کوم خداى چې حاکميت يي په تکويني عالم کې قايم دى د ده حاکميت په تشريحي عالم کې هم قائم دى.
دا جلا خبره ده چې د انسان لپاره صحيح چلند دا دى چې هغه په خپل سياسي او قانوني ژوند کې هم خداى جل جلاله خپل حاکم جوړ کړي مگر په دې آيت کې د دې هيڅ يادونه نشته. د دې استدلال دويم خاص بنياد کوم چې د اقتباس د وروستۍ برخې څخه معلوميږي هغه دادى چې د الٰه په اړوند آيتونو کې په ځينو ځايونو باندې له الحکم، له الملك او د ولم يکن له شريك فى الملك الفاظ هم راغلى دى مگر د هغو الفاظو دا مفهوم په خپله په آيتونو کې دننه موجود نه دى بلکې د اصلي الفاظو لغوى معنا سره يي د خپل خود ساخته تصور په شاملولو راويستلى دى. ځکه د هغو الفاظو لغوي معنا اگر چې حکم او اقتدار دى مګر په کومو آيتونو کې چې دا الفاظ راغلي دي هلته د هغو مطلب سياسي او تمدني اقتدار نه دى بلکې هغه فوق الفطري اقتدار دى کوم چې مونږ پورته ذکر کړى. په دې لړ کې په کتاب کې درى آيتونه نقل کړاى شوي دي. لومړى آيت د سورت قصص دى په کوم کې چې له الحکم لفظ راغلى دى او د دې ترجمه په کتاب کې "د حکم او اقتدار خاوند" کړاى شوى ده. (صفحه ١٩).
په دې آيت باندې د پوهيدلو لپاره ضرورى ده چې لومړى پوره اړونده ټوټه د آيت رانقل کړاى شي. د سورت په اوومه رکوع کې دا ويل شوي چې په قيامت کله چې ټول انسان حاضر کړاى شي نو هغه خلك چې له خداى جل جلاله سره يي شريك جوړ کړى هلته به د هغوى هيڅ مرستندوى نه وي ارشاد شوى دى.
(وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ. وَرَبُّكَ يَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ. وَهُوَ اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ لَهُ الْحَمْدُ فِي الأُولَى وَالآخِرَةِ وَلَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ). (قصص ٦٨-٧٠).
ستا رب چې څه وغواړي پيدا کول او چاته چې وغواړي غوراوى ورکوي. هغوي ته د دې اختيار نشته، دا کوم شريکان چې دوى جوړ کړى الله تعالٰى له هغو پاك او برتر دى. او ستا رب پوهيږي په هغه څه چې پټوي يې سينې او هغه چې ښکاره کوي يي هغه الله تعالٰى دى له ده پرته بل هيڅ الٰه نشته، د ده ثنا صفت په دنيا کې او آخرت کې کيږي. او خاص ده لره حکم او فيصلې دي او د ده په طرف به تاسې ټول وروگرځولى شئ.
دا پوره سياق وايي چې دلته د تمدني او سياسي اقتدار هيڅ ذکر نشته. حقيقت دا دى چې حکم لفظ دلته د قضاء او فيصلې په معنا راغلى دى له دې څخه مراد يا خو هغه فيصله ده چې په دنيا کې په فوق الفطري توگه په ټولو شيانو باندې نافذيږي. يا هغه فيصله چې په آخرت کې به د بنده گانو په منځ کې نافذيږي. مفسرينو دواړه رايې را اخستې دي. مگر اکثريت د دويم تاويل په حق کې دي. څو نظره دا دي.
(له الحکم) يقول وله القضاء بين خلقه. (ابن جرير جلد ٢٠ صفحه ٦٠).
اى القضاء بين عباده (د الفصل البحر المحيط جلد ٧ صفحه ١٣٠).
القضاء بين عباده (کشاف جلد ٢صفحه ١٠٦٤).
يحکم لاهل طاعته بالمغفرة ولاهل المعصية بالشقاوة. (خازن ج ٥ صفحه ١٤٩).
القضاء بين عباده . (مارک التنَزيل صفحه ٩٧).
اى القضاء النافذ فى کل شئ من غير مشارکة فيه لغيره تعالٰى. (روح المعانى ج ٢٠ صفحه ٩٢).
القضاء النافذ فى کل شئ. (بيضاوى صفحه ١٤٢).
له الحکم څخه د آخرت فيصله مراد اخستلو رايي ته له دې امله ترجيح حاصله ده چې د مشهور مفسر صحابي حضرت عبدالله بن عباس رضى الله عنه څخه همدا منقول دي.
وعن ابن عباس له الحکم بين عباده تعالٰى فيحکم لاهل طاعه بالمغفرة والفضل ولاهل معصيته بالشقاء والويل. (روح معانى ج ٢٠ صفحه ٩٢).
عبدالله بن عباس رضى الله عنه فرمايلي دي چې له الحکم مطلب دا دى چې الله تعالٰى لره د بندگانو په منځ کې د فيصلو حق دى هغه د خپلو فرمانبردارو بندگانو په حق کې د مغفرت او انعام فيصله کړې او د نافرمانو لپاره يي د بدبختۍ او هلاکت فيصله کړې .
دويم آيت د سورت زمر دي او په هغه کې د له الملك لفظ راغلى. د دې ترجمه په کتاب کې د حکومت اقتدار باندې کړاى شوې ده. د سورت په شروع کې هغه د اولياءوو په عبادت باندې نيوکې کړي. د کومو چې مشرکانو دا گڼلې او عبادت يې کاوه چې هغه به يې د خداى مقرب جوړ کړي او د دې عقيدې ترديد يي کړى دى چې الله تعالٰى لره اولادونه دي چې د زمکې او آسمان په اختياراتو کې د هغوى لاس دى له دې وروسته ارشاد شوى.
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُسَمًّى أَلاَ هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ. خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنْ الأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلاَثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ. (زمر ٥-٦).
الله تعالٰى آسمانونه او زمکه په حق سره پيدا کړې هغه شپه په ورځ باندې راتاووي او ورځ په شپه باندې ورتاووي ده لمر او سپوږمۍ مسخر کړي هر يو يي د خپل مقرر وخت چليږي خبردار! هغه برلاسى ذات دى بښونکى. هغه د يو انسان (آدم) نه ستاسې د پيدا کولو پيل وکړ، بيا يې د دې نفس څخه د ده ميرمن (حواء) پيدا کړه او د ستاسې لپاره يې د حيواناتو اته جوړې پيدا کړې هغه تاسې د ستاسې ميندو په خيټو کې په تدريج سره دريو تيارو کې پيدا کوي همدغه ذات ستاسې رب دى ده لره ده بادشاهي (اقتدار) له ده پرته بل هيڅ معبود برحق نشته بيا نو تاسې کوم خوا گرځولى کيږۍ.
دا الفاظ دا خبره کوي چې دلته له ملك او اقتدار څخه مراد هغه اقتدار دى چې لمر او سپوږمۍ ته حرکت ورکوي، کوم چې د خلق او تدبير څښتن دى، نه سياسي او تمدني اقتدار لکه څنگه چې مفسرينو همدغه مفهوم اخستى دى. د امام رازى رح الفاظ رانقلوم.
ثم قال الله تعالٰى (له الملك) و هذا يفيد الحصر اى له الملك لالغيره ولماثبت انه لاملك الا له وجب القول بانه (لا اله الا هو) لانه لوثبت اله اخر فذالك الاله اما يکون له الملك او لايکون له الملك فان کان له الملك فحينئذٍ يکون کان واحدمنهما مالکاً قادر او يجرى بينهما التمانع کما ثبت فى قوله (لوکان فيهما الهة الا الله لفسدتا) وذالك محال وان لم يکن للشانى شئ من القدرة والملك فيکون ناقصا ولايصلح للالهية فثبت ان لمادل الدليل علٰى انه لاملك الا الله وجب ان يقال لا اله للعالمين ولامعبود للخلق اجمعين الا الله الاحد الحق الصمد. (تفسير کبير جلد ٥ صفحه ١٥-٤١٤).
بيا الله تعالٰى فرمايي له الملك له دې څخه د حصر فايده حاصليږي يعنې اقتدار يوازې ده لره دى، د بل هيچا نه دى او کله چې دا ثابته شوه چې اقتدار له ده پرته بل هيچا لره نشته. نو دا ويل ترې لازم شول لا اله الا هو ځکه که چيرې بل خداى واى نو دا به يا د اقتدار مالك و يا به له ده سره هيڅ واك او اقتدار نه و، نو که چيرې له ده سره واى نو مختلف اقتدارو خپلو کې ټکر کيږي. او دا ناشونې ده او که د بل خداى سره اقتدار نه وي نو هغه نيمگړى شو او دا خداى جوړول صحيح کيداى نشي. نو هر کله چې په دليل سره ثابته شوه چې له الله تعالٰى پرته بل هيچا سره اقتدار نشته نو دا ويل ضروري شول چې د دنيا او ټولو مخلوقاتو يوازې يو معبود دى له هغه پرته هيڅ معبود نشته.