د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

د دين تصور - اوومه برخه

فصل: 9

دريم آيت د سورت فرقان دى او په دې کې ولم يکن له شريك فى الملك ... الفاظ راغلي دي ـ د دې ترجمه په کتاب کې د حکومت په اقتدار کې د ده هيڅ شريك نشته مگر دلته هم تمدني او سياسي حکمرانۍ  هيڅ موقع نشته. د آيت اړونده نوره برخه داسې ده. لکه چې په قرآن کې فرمايل شوي:

تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا. الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا. وَاتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لاَّ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلاَ يَمْلِكُونَ لأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَلاَ يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلاَ حَيَاةً وَلاَ نُشُورًا. (فرقان ١-٣).

                  لوى بابرکته دى هغه ذات چې په خپل بنده يې فرقان نازل کړ تر څو د نړيوالو لپاره ويرونکى شي هغه ذات چې ده لره بادشاهي د آسمانونو او زمکې ده. هغه هيڅوك په زويتوب نه دى نيولى او نه په سلطنت کې ده لره څوك شريك شته، هر شى يي پيدا کړى بيا يي اندازه کړى په اندازه کولو. خلکو له ده پرته نور معبودان نيولي چې هيڅ شى نشي پيدا کولو او هغوى پخپله پيدا کړاى شوي دي. هغوى د خپل ځان لپاره د فايدې او نقصان اختيار نه لري. نه دوى د مرگ او ژوند مالکان دي او نه بيرته ژوند راپورته کول.

دا سياق په صافو الفاظو کې وايي چې دلته پادشاهي چې د خداى جل جلاله لپاره په کومو مع نو کې د خاص کولو ذکر دى هغه سياست ا و تمدن نه دى بلکې پيدا کوي، گټه، تاوان رسول د شيانو تقدير او د مرگ او ژوند اختيارات دي. لکه څرنگه چې مفسرينو همدا مفهوم اخستى دى. زه يوه حواله رانقلوم.

(له الملك السموات والارض) له ملکهما اى قهرها وقهرما فيهما فاجتمع له الملك والملك لهما ولما فيهما... (لمن يکن له شريك فى الملك) تاکيد لقوله (له ملك السموات والارض) ورد على من جعل الله شريکاً. (البحر المحيط  جلد ٦ صفحه ٤٨٠).

يعنې زمکه او آسمان او په دې کې ټول شيان د ده د واك لاندې دي. نو هغه مالك دى او د ده د ټولو دپاسه اقتدار دى. له دې وروسته د لم يکن له شريك فى الملك فقره د دې نه د مخکې فقرې تاٴکيد دى. او په هغو خلکو رد دى چا چې د خداى جل جلاله سره شريك گرځولي.

د دې دريو آيتونو برسيره د بحث په آخر کې مونږ ته څلور نور آيتونه په لاس راځي په کومو کې چې دت مصنف په نزد زيات پرانستي او د زياتي تصريح سره دا خبره بيان کړى ده چې د الوهيت په مفهوم کې د بادشاهۍ او حکمرانۍ مفهوم هم شامل دى. (صفحه ٢٥-٢٦).

قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.  (ال عمران ـ ٢٦).

ووايه! اى خدايه د بادشاهۍ څښتنه، ته چې چاته وغواړې بادشاهي ورکوى ا و چاته چې وغواړي ذليل کوې يى. ټول خير ستا په اختيار کې دى. او ته په هر شي قادر يې.

زه منم چې په دې آيت کې د ملك لفظ د دنيوى اقتدار په معنا کې راغلى. مگر څنگه کيداى شي چې محضِ د دنيوى اقتدار لفظ په يوه فقره کې راتلل د بحث لاندې د تصور د ثابتولو لپاره کافي شي. له دې آيت څخه چې کوموه خبره راوځي هغه يوازې دا ده چې الله تعالٰى د خپلو اوچت ترو اختياراتو په ذريعه د دنيا حکومت چاته وغواړي ورکوي او چاته چې وغواړې ترې اخستلاى يې شي. هغه په هر شي قادر دى. دا خو د هر مسلمان عقيده ده مگر له دې څخه چې کوم شى ثابتيږي هغه اقتدار د خداى عطيه (ورکړه) کيدل دى، نه دا چې اقتدار محصول د امت مسلمه مقصد (مشن) دى. دويم آيت دا دى:

فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ. (المؤمنون ١١٦).

نو لويي ده الله تعالٰى لره کوم چې حقيقي بادشاه دى له ده پرته بل هيڅ حق معبود نشته او هغه د  عزتمند عرش څښتن دى.

له دې آيت څخه هم چې کوم شى ثابتيږي هغه يوازې فوق الفطري الوهيت دى. د آيت وروستۍ برخه په صفا ټکو کې وايي دلته چې د کوم شي ذکر دى هغه د عرش برين مالك کيدل دي، نه د سياسي تحت مالك کيدل. د سياسي تخت يا سياسي حکمرانۍ مسئله يوه جلا مسئله ده. مگر په دې آيت کې دا مسئله ذکر نه ده. د آيت په مخکې برخه کې د "ملك" لفظ دى چې معنا يي پاچاهي ده. مگر مخکې او وروسته ټول قراين وايي چې دلته دا لفظ سياسي پاچاهۍ په مفهوم نه ده راغلې. بلکې د کائناتو د پاچا يا د کائناتو د څښتن په معنا کې راغلى ده حوالې دلته رانقلولى شي.

والملك هو المالك للاشيطاء الذى لايبيد ولايزول ملکه وقدرته. (رازى جلد ٦ صفحه ٣٠٨).

په دې آيت کې د ملك لفظ د ټولو شيانو د مالك کيدو په معنا کې راغلى د چا چې قدرت او مالکيت هيڅکله هم  نه زايله کيږي.

(الملك الحق) اى الحقيق بالمالکمية على الاطلاق ايجاد او اعداباً بداء واعادة، احياء واماتة عقابا واثابة وکل ماسواه مملوك له مقهور تحت ملکوته. (روح المعانى جلد ١٨ صفحه ٦٤).

د ملك الحق مطلب دا دى چې خداى په مطلقه توگه د خدايتوب حقدار دى هغه وجود ورکوي او ختموي يي. هغه ابتداء د شي کوي او هغه يي راگرځوي. هغه ژوندي کول او مړه کول کوي هغه عذاب ورکوي او هغه ثواب ورکوي. له ده پرته چې نور څه دى هغه ټول د ده د لاس لاندې او اقتدار لاندې دي.

ښکاره ده چې دا ټول صفات د فوق الفطري د نوعيت څخه دي نه د سياسي او تمدني نوعيت. له همدې امله له دې آيت څخه دا استدلال نه شي کيداى چې په دې کې د الٰه لفظ د سياسي او تمدني حکمران په معنو کې راغلى دى. دريم آيت دى:

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ. مَلِكِ النَّاسِ. إِلَهِ النَّاسِ. مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ. الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ. مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ. (الناس).

ووايه پناه غواړم په رب د خلکو په بادشاه د خلکو په الٰه د خلکو د وسوسه اچونکى شيطان د شر څخه چې د خلکو په زړونو کې وسوسه اچوي برابره ده چې دغه وسوسه اچونکى پيرى وي او که انسان.

دا د تعوذ سورت دى. يعنې په دې کې له هغو پيريانو او انسانانو څخه او له پټو شوو شيطانانو څخه پناه غوښتل شوې ده چې د انسان په زړه کې وسوسې اچوي. ښکاره ده چې له داسې وسوسو څخه پناه ورکولو د سياسي او تمدني حکمرانۍ سره هيڅ تړاو نشته دا خو په صريحه توگه د يوې داسې هستۍ کار دى چې د خپلو فوق الفطرى وسايلو په ذريعه په شيطانانو او انسانانو باندې قابو (تسلط) موندلى او تر زړونو پورې يې رسيدگي ده.

پهدې سورت کې د يوه داسې ذات تصور ورکړى او له ده څخه يې پناه غوښتلو تعليم ورکړى دى. په دې کې د ياد شوي الٰه دسياسي اړخ هيڅ يادونه نشته. ابن کثير رح ددې آيتونو په تشريح کولو سره ليکلي دي.

هذه ثلاث صفات من صفات الرب عزوجل الربوبية والملك والالٰهية فهو رب کل شئ ومليکه والٰهه فجميع الاشياء مخلوقة له مملوکة عبيد له فامر المستعيذ ان يتعوذ بالمتصف بهذه الصفات من شر الوسواس الخناس وهو الشيٰطن الموکل بالانسان فانه مامن احدمن بنى ادم الاوله قرين يزين له الفواحش ولايالوه جهدا فى الخبال والمعصوم من عصمه الله. (تفسير ابن کثير جلد ٤ صفحه ٧٥-٥٧٤).

ربوبيت، مالکيت او الوهيت د الله تعالٰى له صفتونو څخه درې صفتونه دي. نو هغه د هر شي رب، مالك او الٰه دى. د هر شي پيدا کوونکى دى، ټول د ده مملوك او د ده بندگان دي نو حکم يې وکړ پناه غوښتونکى ته چې له هغه ذات څخه چې په دغو صفاتو متصف دى د شيطان په مقابله کې ترې پناه وغواړئ. ځکه چې له هر يو انسان سره يو نه جدا کيدونکى ملگرى لگول شوى چې انسان ته گناهونه ښايسته کوي او د ده په تباه کولو کې يوه دقيقه هم سستي نه کوي او بچ به ترې هغه څوك پاتې کيږي چې الله تعالٰى يې حفاظت وکړي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ