د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

د دين تصور - اتمه برخه

فصل: 10

څلورم آيت چې د ليکوال په نزد په ټولو آيتونو کې تر ټولو زيات صريح او څرگند دى هغه دا دى:

يَوْمَ هُم بَارِزُونَ لاَ يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ.(مومن ١٦).

"خداى جل جلاله رسول ليږلى دى تر څو هغه خلك د قيامت له ورځې څخه وويريږي" په کومه ورځ چې خلك د الله تعالٰى په وړاندې ودرول شي. د هغوى به يوه خبره هم له چا نه پټه نه وي. نن ورځ د چا لره ده بادشاهي. يوازې الله تعالٰى (لره به وى) چې يو دى غالب برلاسى.

په دې آيت کې هم براه راست د سياسي او تمدني حکمرانۍ هيڅ ذکر نشته. د دې آيت مطلب يوازې دا دى چې د خداى جل جلاله په مقابله کې ټول په ټول عاجز او بې وسه دي. دا شى په دنيا کې پټ کړاى شوى مگر په آخرت به بالکل راښکاره کړاى شي. د دې آيت په تشريح کې چې علامه آلوسى رح څه ليکلي هغه دا دي:

انما يختص الملك به تعالٰى لانه وحده يقدر على مجازاة کل نفس بما کسبت وله العدل التام فلايظلم احد او له التصرف فلايشغله شان عن شان فيسرع الحساب. (روح المعانى جلد ٢٤ صفحه ٥٢).

اقتدار د الله تعالٰى لپاره د دې لپاره ځانگړى کړى شوى چې هغه دا قدرت لري چې هر چاته د کړى عمل بدله ورکړي او د ده عدالت مکمل عدالت دى نو هغه په هيچا باندې ظلم نکوي. هغه متصرف دى هغه يو کار يې له بل کار څخه نه بندوي هغه په جلتۍ سره حساب کوونکى دى.

د پورته تحقيق څخه دا خبره بالکل څرگنديږي چې د الٰه لفظ د هغه هستۍ لپاره دى چې د انسان د مينې او اړتيا مرکز دى. دا مفهوم يقيناً تقاضا کوي چې دا په صحيح معنو کې الٰه وپيژنئ کوم چې د اقتدار څښتن دى د جذباتو مگر دا اقتدار په فوق الفطري معنو کې دى. ځ:ه د کومو هيلو په اساس چې انسان څوك الٰه جوړوي د هغوى  توقعاتو پوره کولو لپاره د فوق الفطري اقتدار اړتيا ده. د دې د قانوني او سياسي اقتدار سره مخامخ هيڅ اړيکه نشته. لکه څنگه چې مخکې راروان دى. د دې الٰه نيولو ډيرې غوښتنې وي چې د الٰه جوړولو والا ته د خپلو حالاتو په نسبت سره پيدا کيږي. په دې کې په لازمي توگه دا تقاضا هم شامله ده چې کوم خلك په خداى جل جلاله ايمان راوړي هغوى بايد خپل ټولنيز امور د خداى جل جلاله د خوښې مطابق جوړ کړي او په خپله هيڅ يوه معامله کې له دې څخه د سرغړونې رويه غوره نه کړي.

٢: له دې څخه وروسته د "رب" اصطلاح ده. د لغت تر پولې پورې په دې کتاب کې د دې بالكل صحيح تشريح شوې مگر له دې ور وړاندې کله چې د قرآن د رب تصور ټاکي نو داسې معلوميږي چې گاډي د خپل تگ پرمهال له سړکه کوز شوى دى. د دې له لوستلو څخه صفا معلوميږي چې ذهن دا په خپله ځانگړې ډانچه کې دا اچول غواړي. څرنگه چې په اصل قرآن مفهوم کې د دې ګنجايش نشته له همدې امله دلته هم څه هاغسې صورت جوړ شوى د کوم مثال چې مونږ پورته د الٰه رب دى چې ابتدايي او اسياسي مفهوم يي پرورش او پالنه ده. بيا له دې څخه د تصرف، خبر اخستنې، د حال اصلاح او د پوره کولو او بشپړولو مفهوم پيدا شوى، بيا په دې اساس  باندې د پورته والي، مشرۍ مالکيت او د بادار توب مفهومونه په دې کې پيدا کيږي تردې ځايه خبره بالکل سمه ده. ځکه چې د رب يَرُبُ اصل مفهوم پرورش او پالنه ده. له همدې امله د رب ترجمه په پروردگار کيږي.

مگر څرنگه چې په هر لفظ کې داسې کيږي چې د اصل مفهوم د تقاضو لاندې ډيرې معناوې پيدا کيږي. دغسې رب هم د خپل اصل مفهوم په اعتبار سره چې د کومو اړخونو تقاضا کوي هغه ټول په دې کې په شامليدو چليږي د دې لفظ حقيقي مفهوم خو يو دى مگر د دې استعمالي مفهوم ډير جوړيږي[1].  

 

مگر د رب په دې تشريح کې د بحث لاندې انسان ته آرام نه ورځي ځکه چې د دغسې سياوت او حکمرانۍ تصور يوازې د دې يوه تقاضا جوړيږي چې د لفظ په اصل مفهوم کې شامل نه دى. په داسې حال کې چې دا ذهن د دې تصور د دې مخامخ مفهوم ثابتول غواړي. لکه چې يوه صفحه وروسته يې خبره بدله کړې. کوم شى چې لومړى د رب اساسي مفهوم و، هغه د دې يوازې يو مفهوم گرځي ليکي: "په غلطۍ سره رب مفهوم محض د پروردگار پورې محدود گرځول شو او د ربوبيت په مفهوم کې دا فقره چليږي.

هو انشاء الشئ حالا فحالا الى حدانتمام.

يعنې يو شي ته درجه په پراخه معناگانو کې يوازې يوه معنا ده.

د دې ټولې پراختيا د څيړنې څخه معلوميږي چې دا لفظ په لاندې معناگانو باندې مشتمل دى.

١: پالنه کوونکى، اړتياوې رسونکى، تربيت او وده ورکوونکى. ٢: کفيل، خبر اخستونکى، ليدونکى، کتونکى او د حال د سمون مسؤل. ٣: هغه ذات چې مرکزي حيثيت لري په چا چې مختلف کسان راټوليږي. ٤:هغه سردار چې اطاعت يې کيږي، اقتدار لرونکى، سالار د چا چې حکم چليږي، د چا فوقيت او بالادستي منل کيږي. ٥: څښتن او آغا.(صفحه ٢٨-٢٩).

دا د رب په تشريح کې د دې کتاب د لومړى انحراف مثال دى. د کوم په ذريعه چې دا کوښښ کړاى شوى چې د رب سياسي مفهوم محض د دې يوه عملي غوښتنه نه ده بلکې دا د لفظ بيلا بيلې د براه راست مفاهيمو يو مخامخ مفهوم دى. او په بعينه هغه حيثيت لري چې د دې د بل کوم مفهوم حيثيت کيداى شي. په دې لړ کې په کتاب کې په ډير تفصيل سره په قرآن کې د ذکر شوو قومونو د گمراهۍ يوه سروې شوې او له دې وروسته د ټولو په باره کې د تحقيقي مشترکه نتيجه د قرآن دعوت په عنوان سره په دې الفاظو کې بيان شوې. د گمراه قومونو د تخيلاتو دا "تحقيق کوم چې په مخکې صفحو کې شوې دا حقيقت بالکل په ډاگه کوي چې له پخوانيو زمانو څخه راواخله د قرآن د نزول وخته چې د څومره قومونه يادونه قرآن د ظالمو، د خرابې عقيدې لرونکو او د بد لاره کيدو حيثيت سره شوې ده. له هغوى څخه يوه هم د خداى جل جل جلاله له وجود څخه منکر نه وو. او نه چا د الله تعالٰى د مطلق رب او الٰه کيدو څخه انکار کاوه. البته د دې ټولو اصولو گمراهي او گډه بې لاري دا وه چې دوى د ربوبيت دغه پنځه مفهومه کومه چې مونږ په پيل کې د لغت او قرآن په گواهيو سره متعين کړي دي، په دوو برخو ويشلي وو.

د رب دا معنا چې هغه په فوق الفطري توگه باندې د مخلوقاتو پرورش، احوال اخستلو او حاجتونو پوره کولو او حفاظت کولو کفيل (مسؤل) دى. د هغوى په نظر کې يي يو جلا نوعيت لرلو، او په دې اعتبار سره هغوى اگر چې رب اعلٰى خو الله تعالٰى منلو مگر له ده سره يي ملايکې او بتان، پيريان او نه ليدل کيدونکي قوتونه، ستورې او سيارې، پيغمبران او وليان او روحاني امامان هم په ربوبيت کې شريك گرځولي وو. او د رب دا مفهوم چې هغه د امر او منع کولو مختار د اقتدار اعلٰى څښتن، د هدايت او لارښوونې سرچينه د قانون ماٴخذ، د مملکت رئيس او د ټولنې مرکز وي، د هغوى په نزد بالکل يو بل حيثيت درلود. او د دې مفهوم په اعتبار سره يا خو د الله په ځاى يوازې د انسانانو رب منل کيده يا په نظر توګه باندې د الله د رب منلو باوجود په عمل توگه د انسانانو د اخلاقي ا و تمدني او سياسي ربوبيت په وړاندې د اطاعت سرټيټ نيولى و، د دغسې گمراهيو د ليرې کولو لپاره له پيله پيغمبران عليهم السلام راتلل او د دې لپاره د کار په پاى کې محمد صلى الله عليه وسلم بعثت وشو. د دې ټولو دعوت او بلنه دا وه چې د دې ټولو مفهوماتو په اعتبار سره رب يو دى. او هغه الله جل شانه دى، ربوبيت د تقسيم وړ نه دى د دې هيڅ برخه په هيڅ معنا کې هم کوم بل ته حاصل نه دى. د کائناتو نظام يو بشپتړ مرکزي نظام دى کوم چې يو خداى جل جلاله پيدا کړى دى. په کوم باندې چې يو خداى جل جلاله فرمانروايي کوي. د کوم چې د ټولو اختياراتو او اقتدارونو څښتن يو خداى جل جلاله دى. نه د دې نظام په پيدا کولو د کوم بل چا دخل شته، او نه د دې په تدبير او انتظام کې څوك شريك شته او نه د دې په فرمانروايي کې څوك حصه دار شته. د مرکزي اقتدار د مالك کيدو په حيثيت سره هغه ايك يوازې خداى د ستاسې فوق الفطرى رب هم دى او اخلاقي او تمدني او سياسي رب هم دى.



[1] : رب د سامي الفاظو يوه ډير استعماليدونکې ماده ده. عبراني، سرياني، او عربي دريواړو ژبو کې د دې معنا پالنه کړاى شوې بيا څرنگه چې معلم، ښوونکى او بادار په يو نه يو اعتبار سره پالنه او پرورش کوونکى وي له همدې امله د دې اطلاق په دغو معناوو کې هم شوى دى. لکه چې په عبراني او آوامي په ژبو کې "ربى" او "رباه" د پالنه کوونکي، معلم او آغا دريواړه معناوې لري. (ترجمان القرآن جلد اول صفحه ٣٥).

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ