د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

د دين تصور - نهمه برخه

فصل: 11

همغه ستاسې معبود دى، هغه ستاسې د سجده او رکوعگانو مرجع دى، هغه د ستاسې د دعاگانو او سوال زارۍ پناهگاه او درگاه دى، هغه د ستاسې د توکل او اعتماد تکيه گاه دى، هغه ستاسې د اړتياوو پوره کوونکى دى، ا و دغسې هغه ستاسې بادشاه دى، هغه ستاسې مالك الملك (د واکمنيو واکمن) دى . هغه شريعت درکوونکى او قانون جوړونکى او هغه د امراو منع کولو اختيارات لرونکى هم دى د ربوبيت دا دوه حيثيتونه کومو چې د جاهليت په وجه سره تاسې له يو بل څخه جلا کړي ياست.

په حقيقت کې د خدايتوب لازمه او د خداى د خدايتوب ځانگړنه ده، دا نه له يو بل څخه جلا کيداى شي او نه له دې څخه په يوه کې هم په هيڅ حيثيت کې مخلوقات له خداى جل جلاله سره شريکول صحيح دي. (صفحه ٦٣-٦٤).

دلته چې د ربوبيت د ناقابل کيدو خبره چې ويل شويده. هغه په خپل ځاى کې صحيح ده. مگر د دې تشريح کې هغه غلطي کړاى شوې ده. کومه چې له دې څخه مخکې مونږ د الٰه په بحث کې وليده. په قرآن کې چې ربوبيت د نه تقسيم کيدل اصلاً په کوم حيثيت سره بيان کړاى شوي دي. هغه دا دى چې د کائناتو پروردگار يوازې يو دى د ربوبيت په کار کې هيڅوك هم د ده شريك نشته. هغه په دې معنو کې نه ده چې فوق الفطري ربوبيت او تمدني او سياسي ربوبيت دواړه د يوه وحدت اجزاء دي کوم چې تقسيمداى نشي.

د مثال په توگه يو آيت راواخلئ د کوم چې په دې کتاب کې حواله ورکړاى شوې ده. (صفحه ٦٤)

وَاللَّهُ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ.... يولج الليل فى النهار ويولج النهار فى الليل وسخر الشمس والقمر کل يجرى لاجل مسمى. ذالکم الله ربکم. له الملك والذين تدعون من دونه ما يملکون من قطمير. ان تدعوهم لايسمعوا دعاءکم ولوسمعوا مااستجابوا لکم ويوم القيٰمة يکفرون بشرککم. (فاطر ١٤).

الله تعالٰى تاسې له خاورو څخه پيدا کړي ياست. ... هغه شپه په ورځ کې ننباسي او ورځ په شپه کې ننباسي. ده سپوږمۍ او لمر د يوې داسې ضابطې پابند جوړ کړل چې هر يو د خپل ټاکلي وخت پورې چليږي همدا ستاسې رب دى، پاچاهي همده لرده ده. له ده پرته چې تاسې نورو هستيو ته آوازونه کوئ د هغوى په لاس کې ذره براختيار هم نشته. که چيرې تاسې ورته آوازه وکړئ نو ستاسې آواز به وانه وري او که چيرې وايې وري نو د ستاسې د غوښتنې ځواب به درنکړي او کوم چې تاسې د خداى جل جلاله شريکان گرځولي هغوى به د قيامت په ورځ د دې پخپله ترديد و کړي.

په دې آيت کې چې کومه خبره ويل شوې هغه دا ده چې د خداى جل جلاله په پريښودلو تاسې چې کومو معبودانو ته آواز کوۍ هغوى د ذرې برابر طاقت نلري تردې چې ستاسې آواز قدرې هم اوريدى نشي. له همدې امله تاسې د خپل ځان لپاره رب هغه ذات جوړ کړئ د چا د قوت او تسخير مظاهره چې شپه او ورځ کيږي. دا الفاظ وايي دلته چې د کوم ربوبيت د ناقابل تقسيم کيدو يادونه ده هغه فوق ا لفطري ربوبيت دى. دلته د هغو هستيو په مقابله کې د الله د حقيقي رب کيدو اعلان دى کوم چې انسان يي په عالم اسباب باندې متصرف گڼي او د خپلو حاجتونو د پوره کيدو لپاره هغه ته آواز کوي. له همدې امله ښکاره ده چې په اثبات کې هم د داسې ډول ربوبيت منل کيږي د کوم ډول ربوبيت چې نفې کول شوې دلته زه د تفسير دوه حوالې نقلوم له کوم څخه چې د دې لازيات وضاحت کيږي.

(وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ) ويکون ذالك مقرر الماقبله من التفرد بالالٰهية والربوبية واستدلالا عليه اذحاصله جميع الملك والتصرف فى المبداء والمنتهىٰ له تعالٰى وليس لغيره سبحانه منه شئ. (روح المعانى جلد ٢٢ صفحه ١٢٨).

دا فقره د الله د واحد الٰه کيدو او ربوبيت د ده لپاره د خاص کيدو لپاره د مخکې جملې تقرير او د دې دليل دى، ځکه چې د دې حاصل دا دى چې د اقتدار او تصرف ټول په ټوله له پيل څخه تر پاى پورې د ده لپاره دى. او په دې کې له خدايه پرته د بل هيچا حصه نشته. د ذالكم اشاره د پورته ذکر شوو افعالو د فاعل په طرف دى چې الله تعالٰى دى. او ذلكم  په ترکيب کې مبتداء دى او د دې خبر اللهُ ربُکم له الملك دى، يعنې دا خداى د چا لپاره چې ټول صنعتونه دي، هغه خالق دى، مقدر دى، قادر دى مقتدر دى، د عالم څښتن او مالك دى او په ټولو د ده واك دى. او په دويم ترکيب کې دا کيداى شي چې له الملك د مخکې فقرې په مقابله کې مستقله جمله شي په داسې صورت کې به مطلب دا شي له خدايه پرته چې تاسې چاته آوازونه کوۍ هغوى موجوداتو يا د هغوى په پيدا کولو باندې هيڅ قدرت نلري.

د بحث لاندې کتاب په ذکر شوي اوږود اقتباس کې د پخوانيو زمانو څخه نيولې د قرآن تر نزوله پورې چې د گمراه قومونو د کومې اصلي او مشترکې گمراهۍ ذکر دى د دې د ثابتولو لپاره په کتاب کې د ربوبيت په باب کې د گمراه قومونو د تخيلاتو د عنوان لاندې په ډير زيات تفصيل سره د هغې څيړنه شوې او دعوا کړاى شوي چې هغه ټول په ټوله د ربوبيت په باره کې په دوو پورته ذکر شوو ډوله گمراهيو کې اخته وو. يو په فوق الفطري ربوبيت کې د نورو شريکول، دويم اخلاقي او تمدني او سياسي ربوبيت نورو ته ورکول، مگر د دې اوږود بحث باوجود چې څه ثابت شوي هغه يوازې د ربوبيت اول مفهوم دى.

د ربوبيت دويم مفهوم له هيڅ آيت څخه نه راوځي. حيرانونکې خبره دا ده چې له ډيرو داسې آيتونو څخه استدلال کړاى شوى په کومو کې چې د رب لفظ له سره موجود نه دى. د مثال په توگه د نوح عليه السلام د قوم په سلسله کې دا آيت نقل کړاى شوى:

انى لکم رسول امين فاتقوالله واطيعون. (شعراء ـ ١٠٨).

زه ستاسې لپاره امين استازى يم نو له خداى جل جلاله څخه وويريږئ او زما اطاعت وکړئز د کتاب د تشريح مطابق په دې آيت کې اخلاق معاشرت، تمدن، سياست، او د ژوند په ټولو معاملاتو کې خدا رب يعنې د حاکم او مقتدر اعلٰى گرځولو ذکر دى. مگر قطع نظر له دې نه چې دلته دا خبره نه ده ويل شوې په کومه فقره کې چې له سره د رب لفظ موجود نه وي له هغه څخه د ربوبيت په کوم مفهوم باندې څنگه استدلال کول کيږي. د ځينو قومونو په سلسله کې داسې آيتونه هم وړاندې کړاى شوي په کوم کې چې د رب لفظ د سياسي او تمدني ربوبيت په معنا کې نه دي. د مثال په توگه دعا د قوم د گمراهيو په سلسله کې لاندې آيتونه وړاندې کړاى شوي.

وتلك عاد جحدو ابايات ربهم. (هود ٥٩).

له دې څخه په وروسته آيت کې دغه لاندې فقره ده:

وعصوا رسله واتبعوا امرکل جبار عنيد.

او د ده د رسولانو څخه يي سرغړونه وکړه  او د حق د دښمنانو پيروي يې وکړه.

په دې فقره کې د جبابره وو د اتباع څخه مراد دا نه دى چې هغوى په سياسي او تمدني معاملاتو کې د هغوى اطاعت وکړ. بلکې د دې مطلب دا دى چې د الٰهى آيتونو په ذريعه د الله له طرفه د رسول کيدو چې کوم تصديقونه دوى ته وررسيدل له هغې څخه دوى هدايت ونه نيولو. بلکې د وخت د سرکشو مشرانو سره يې ملگرتيا وکړه او له دې څخه په انکار کولو يې د دوى رسالت دروغجن بللو.

د دې فقرې ترجمه د قرآن څلور اساس اصطلاحات په کوم نوم کتاب کول شوې ده. او دغه عاديان دى چا چې د خپل رب د احکامو له منلو څخه انکار وکړ. (صفحه ٣٥). د آيت لفظ د حکم لپاره هم استمال شوى دى. مگر د آيت اصل معنٰى نښانه ده. او دلته همدا مراد ده. مطلب دا دى چې د رسول د ليږل کيدو لپاره چې کومې نښې ورکول شوې وې. له هغو څخه يې بصيرت حاصل نه کړ، او تکذيب يې د هغو وکړ. دلته د "سياسي او تمدني ربوبيت"  هيڅ يادونه نه شته. علامه آلوسي بغدادي رح ليکلي دي:

(جحدو ابايات ربهم) اى کفرو ابايات ربهم التى ايدبها رسوله الداعى اليه ودل بها على صدقه وانکروها فقالوا يا هود ماجئتنا ببيتنة. (هود ٥٣).

د نښو څخه يې انکار وکړ يعنې د هغو نښانو څخه يي انکار وکړ کومې چې د رسول د رسالت د پيژندنې لپاره ورکول شوې وې. او پدې خبره باندې يې دلالت کاوه ـ چې رسول په خپله دعوا کې رښتينى دى.

مگر په دومره خبره د ده ذهن ته سکون نه حاصليده ځکه چې هغه خو د اقتدار او حکمرانۍ معامله له بيلا بيلو مفاهيمو څخه يوازې يو مفهوم نه منلو بلکې دا يي اصل مفهوم گرځول غوښتل. لکه چې دغه بحث يي د خپل وروستۍ پايلى پورې په تللو يو بلخوا روان و. د بحث په پاى کې د "قرآن دعوت" تر عنوان لاندې يې د ډيرو آيتونو له رانقلولو وروسته په پاى کې ليکي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ