د دين تصور - لسمه برخه
د دغو آيتونو په سلسله واره توگه لوستلو څخه په صفا توگه معلوميږي چې قرآن ربوبيت بالکل د حاکميت او سلطنت (Sovereignty) هم معنا گرځولې او د رب دا تصور زمونږ په وړاندې پيش کول چې هغه د کائناتو مطلق واکمن او لاشريکه مالك او حاکم دى. په حيثيت سره هغه زمونږ او د ټولې نړۍ پالونکى پروردگار ا و حاجت روا دى. په دې حيثيت سره هغه زمونږ کار ساز، خبر اخستونکى، د کار اختيار لرونکى او معتمد عليه دى. په دې حيثيت سره د ده وفاداري هغه قدرتي اساس دى په کوم چې زمونږ د ټولنيز ژوند ودانۍ په صحيح طور قايمه ده ا و د ده د مرکزي شخصيت سره تړل کيدل د ټولو متفرقو افرادو او ډلو په منځ کې د يو امت رشته پيدا کوي. په دې حيثيت سره هغه زمونږ او د ټولو مخلوقاتو د بندگۍ، اطاعت، پرستش حقدار دى. په دې حيثيت سره هغه زمونږ او هر شي مالك، بادار او فرمانروا دى. (صفحه ٦٨-٦٩).
گويا د رب لفظ د خپلې مخکې تشريح مطابق دا معنا لري چې د ده اصل مفهوم پرورش او پالنه ده. مگر د پرورش د تقاضا لاندې په دې کې څو نور مفاهيم پيدا کيږي. د هغه تقاضا ده چې کوم ذات پرورش کوي هغه اوچت تر اقتدار لرونکى وي. ځکه د پرورش لپاره په زمکه او آسمان کې چې د کوم تصرف اړتيا ده او هغه له دې پرته نشي کيداى. دغه رنگ د کوم چا چې پرورش کيږي، د هغه لپاره اړينه ده چې هغه د خپل پروردگار فرمانبرداري وکړي ځکه چې داسې نه کول له حده زياته ناشکري او حرام نمکي ده. مگر د وروستۍ تشريح مطابق خبره دا جوړيږي. چې د رب لفظ د حاکم او پاچا هم معنا ده. او د حاکميت او سلطنت تقاضا ده چې هغه د بې مربي وي هغه دې مختار کار وي. د ده دې وفاداري وشي، د هغه دې پرستش وشي. هغه دې زمونږ بادار او مالك وگرځي. دغسې خبره بالکل سرچپه شوه. په لومړي صورت کې د پرورش د تقاضا لاندې نور مفاهيم وتل او په آخري صورت کې د اقتدار د غوښتنې لاندې ټول مفاهيم راووتل.
د رب لفظ بالکل د حاکميت او پادشاهۍ هم معنا گرځولو لپاره په شپاړس آيتونه نقل کړاى شوي دي. (صفحه ٦٨-٦٩). په هغو کې څه آيتونه داسې دي د کومو حواله چې د نورو اصطلاحاتو په سلسله کې هم ورکول شوې او په هغو باندې مونږ هلته خبرې اترې کړې دي. زه دلته له هغو څخه په څو خاصو آيتونو خبرې اترې کوم. له کومو څخه به چې څرگنده شي چې هغو حوالو څخه هغه ځانگړې انقلابي مفهوم نه ثابتيږي کوم چې موصوف يي ثابتول غواړي.
د لومړي آيت چې په دې سلسله کې نقل کړاى شوې هغه دا دى:
إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ. (اعراف ٥٤).
په حقيقت کې ستاسې رب الله دى هغه ذات چې آسمانونه او ځمکه يې په شپږو ورځو کې پيدا کړل او بيا د خپل سلطنت په تحت باندې جلوه او فروز شو. پټوي شپه په ورځ، چې طلب کوي شپه ورځ لره په تلوار سره، لمر سپوږمۍ او ستوري ټول په ټوله د ده د فرمان تابع دي. خبردار! پيدايښت او فرمانروايي هم خاص ده لره ده، لوى بابرکته دى الله د کائناتو.
په دې آيت کې غالباً د أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ له فقرې څخه دا فهمول شوې چې په دې کې د سياسي ربوبيت ذکر دى. يعنې د فقرې مطلب دا دى چې خلق (پيدايښت) ده لره دى. نو قانوني او سياسي حکمراني هم په خلکو باندې د ده نافذيدل پکار دي. د دې خبرې د جدا کيدو څخه په مطلوب کيدو کې زما هيڅ شبه نشته مگر د دې جملې مطلب دا نه دى. په پورته آيت باندې چې غور وکړل شي معلومه به شي چې أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ په ټوټه کې چې کومه خبره شوې هغه هاغه ده کومه له دې سره پيوست پورته الفاظو کې ويل شوې. خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ سره د خلق ذکر ؤ، او له دې وروسته مسخرات بامره کې امر، له دې څخه وروسته فقره کې الله تعالٰى سره په مختص کولو يې فرمايلي: (أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ) يعنې زمکه او آسمان او د دې ټول شيان خداى تعالٰى پيدا کړي دى. او په ټولو باندې مخامخ د ده کنټرول دى. له همدې امله ده څخه ويره او اميد ولرئ. او يوازې له ده څخه دعا وغواړئ. (اعراف ٥٥-٥٦).
همدا مفهوم مفسرينو اخستى، زه دلته يوه حواله رانقلوم:
((والشمس والقمر والنجوم مسخرات بامره) اى خلقهن حال کونهن مسخرات بقضائه وتصريفه (الا له الخلق والامر) فانه الموجد الکل والمتصرف فيه على الاطلاق (ابوالسعود، جلد٢ صفحهه ١٦٩).
لمر، سپوږمۍ او ستوري ټول د ده د امر تابع دي. يعنې هغه يې داسې پيدا کړې چې د ده فيصله ورباندې نافذيږي او همدا ورته نقل وحرکت ورکوي. پيدا ښت د ده دى. او امر د ده دى. ځکه چې همدا ټولو ته د وجود ورکوونکى دى. او په کلى توگه باندې د ده تصرف د ټولو دپاسه دى. يو بل آيت دا دى:
فَلِلَّهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَرَبِّ الأَرْضِ رَبِّ الْعَالَمِينَ وَلَهُ الْكِبْرِيَاء فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (جاثيه اخر).
نو ټول تعريفونه خاص د الله تعالٰى لپاره دي کوم چې د زمکې، آسمان او ټولو کائناتو رب دى. لويى او سترتوب ده لره دى په آسمانونو کې هم او په زمکه کې هم، او هغه په ټولو غالب او د حکمت خاوند او پوه دى.
په دې آيت کې غالبا د رب السمٰوت و رب الارض څخه د دواړه ډوله ربوبيت مفهوم اخستل شوى دى. يعنې د دې مطلب دا گڼل شوى چې په آسمانونو کې فوق الفطرى اقتدار هم د ده دى. او په زمکه کې قانوني او سياسي اقتدار هم د ده دى. مگر دا يوه بې دليله خبره ده. ځکه لاندې باندې د دې مفهوم لپاره هيڅ قرينه نشته. او پرته له واضحې قرينې څخه محض لفظ د کبرياء څخه د سياسي اقتدار مفهوم راويستل نشي کيداى. د کبرياء معنا لويي او عظمت دى.: او په قرآن کې دغه رنگ الفاظ په زمکه او آسمان کې د الله تعالٰى د فوق الفطري اقتدار او اوچتوالي (برترۍ) لپاره راځي. او همدا دلته مراد دي. حافظ ابن کثير رح ليکلي:
(فَلِلَّهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَرَبِّ الأَرْضِ) اى المالك لهما ومافيهما ... (وله الکبرياء فى السماوات والارض) قال مجاهدي يعنى السلطان اى هو العظيم الممجد الذى کل شئ خاضع لديه فقير اليه. (تفسير ابن کثير جلد٤ صفحه ١٥٣).
ټول حمدنونه خاص الله تعالٰى لره دي. چې د آسمانونو او زمکو رب دى. يعنى همدا د زمکې او آسمان او د دې په منځ کې د ټولو شيانو مالك دى. او د همده لپاره لويي ده په آسمانونو کې هم او په زمکه کې هم. د دې تشريح مجاهد دا کړيده چې د ده لپاره واکمني ده ـ يعنې د لويي او سترتوب والا دى هر شى د ده په وړاندې کمزوى دى او ده ته محتاج دى. شوکاني رح ليکلي:
وله الکبرياء فى السموات والارض اى الجلال والعظمة والسلطان، وخص السمٰوات والارض لظهور ذالك فيهما (وهو العزيز الحکيم) اى العزيز فى سلطانه فلايغالبه غالب، الحکيم فى کل افعاله واقواله وجميع اقضيته.(فتح القدير جلد ٥ صفحه ١٠).
په زمکه او آسمانونو کې سترتوب ده لره دى يعنې جلال، عظمت او اقتدار د ده دى. او آسمان او زمکه يي په خاصه توگه د دې لپاره ذکر کړي دي. چې په دوى کې د ده د صفاتو ظهور شوى دى او همدا زورور او حکمت والا دى. يعنې د ده اقتدار تر ټولو ستر دى هيڅوك په ده برلاسه کيداى نشي. هغه په خپلو ټولو ويناوو او کړنو او په خپلو پريکړو کې حکيم دى. يو آيت دا دى.
إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ. وَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ كُلٌّ إِلَيْنَا رَاجِعُونَ. (الانبياء ٩٣).
په حقيقت کې ستاسې دا امت يو امت دى، او زه ستاسې رب يم. لهذا زما بندگي کوئ. خلکو دا کار د ربوبيت او دا د بندگۍ معامله په خپلو منځو کې تقسيم کړه. مگر د دې ټولو په پايله کې زمونږ په طرف راگرځيدل دي.
پورته چې کومه ترجمه ما کړې هغه د بحث لاندې کتاب ترجمه ده. او په دې ترجمه کې دا خبره پټه کړاى شوى چې دا آيت څنگه د مصنف په نزد د ربوبيت سياسي مفهوم ماخذ گرځيدلى دى. د ربوبيت دا کار په خپل منځ کې دوى تقسيم کړلو. دا ترجمه وايي چې د (تقطعو امرهم بينهم) مطلب غالباً دا اخستل شوى چې ربوبيت د خپل ټول فوق الفطري او سياسي او تمدني مفاهيمو سره يو ځاى د خداى جل جلاله لپاره خاص او ځانگړى و. مگر خلکو څه خداى جل جلاله ته ورکړ او څه خلکو په خپل منځ کې تقسيم کړ، مگر دلته د دغه ډول هيڅ يوې نظريي ذکر نشته. د (تقطعو امرهم بينهم) ترجمه دا ده. دوى ټوټې کړه خپله معامله په خپل منځ کې د امة واحدة لفظ وايي چې دلته د کوم تقطع ذکر دى هغه د دې کار (امة واحدة) تقطع دى، نه په کوم بل شي کې، له دې آيت څخه مخکې د وحې د رجال ذکر دى. (انبياء ٨).
او په دې سلسله کې له يو درجن څخه د زياتو پيغمبرانو حواله ورکړې او ويلي يې دي. دا ټول يو امت (امت واحد) دى. يعنې يوه داسې ډله چې په بنيادي توگه يي يو دين راوړى او راغلي او په يو دين قائم وو. مگر له دې څخه وروسته د هغوى پيروانو دغه وحدت او يووالي باقي پرينښود. نو يو بنيادي دين ټولو ته ورکړل شوى و مگر خلکو پخپله ځانونه اختلاف کې واچول او دايي ټوټې، ټوټې کړ. او جلا، جلا مذهبي ډلې يې جوړې کړې او له يو بل سره جنگيدل او اصل دين يې پريښود. شوکاني رح ليکي.
(ان هذه امتکم امة واحدة) والامة الدين کانه قال ان هذا دينکم دين واحد لاخلاف بين الامم المختلفة فى التوحيد... (وانا ربکم فاعبدون) خاصة لاتعبدوا غيرى کائنا ماکان (وتقطعوا امرهم بينهم) اى تفرقوا فرقافى الدين حتى صارکالقطع المتفرقة وقال الاخفش اختلفوا فيه وهو کالقول الاول). (فتح القدير جلد ٣ صفحه ٤١٢).
د امت لفظ دلته د دين په معنا دى. گويا فرمايي چې ستاسې دين همدا يو دين دى، د بيلا بيلو امتونو په منځ کې په توحيد کې هيڅ اختلاف نشته، زه ستاسې رب يم له همدې امله زما عبادت وکړئ. د دې مطلب دا دى چې عبادت زما لپاره خالص کړئ او بل هيڅ يو شي عبادت مه کوئ. د (تقطعو امرهم بينهم) د فقرې مطلب دا دى چې دوى په دين کې ډلې جوړې کړې تردې پورې چې دين ټوټه، ټوټه شو.
اخفش ويلي: دوى په دين کې اختلاف وکړ. او دا د لومړي قول مطابق ده.