د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

ټولنيزه غوښتنه - لومړی برخه

فصل: 13

د الٰه او رب په بحث کې بره چې کوم ډول د غير علمي استدلال بيلگه تاسې وليده. د دې ضرورت ليکوال ته يوازې د دې له امله مخې ته راغلى چې هغه د اسلام د ټولنيز اړخ ته د الٰه او رب په دعوت کې د دې د اصل او اولين مفهوم په حيثيت سره ثابتول غوښتل. نو څرنگه چې په واقعيت کې دا نه ده له همدې امله د کمزورو دلايلو مرسته اخستل ورته پريوتل مگر داسې نه ده چې د ټولنيزو مسايلو دې له اسلامي عقايدو سره اړيکه نه وي. "سياسي الوهيت" او يا سياسي ربوبيت اگر چې د الٰه او رب په مفهوم کې مخامخ شامل نه دي. او په دې لحاظ سره دا بې معنا ترکيبونه دي. مگر دا يو حقيقت دى چې د خداى د خداى منلو  دا هم يوه تقاضا ده چې د خپل ژوند لارښود او خپل مطاع ومنل شي. کوم کس چې خداى جل جلاله د زمکې او آسمان الٰه او رب وگرځوي هغه په خپل دې اقرار کې دروغجن دى. که چيرې هغه په عملي ژوند کې له خدايه د سرغړونې رويه اختيار کړي، خداى خپل معبود او پروردگار د منلو لازمي غوښتنه ده چې انسان بالکل د هغه وړاندې د تسليم سرښکته  کړي او خپل ټولې ارادې او خپل ټول ژوند د دې د خوښې تابع کړي. مگر دا خبره د الٰه او رب د مفهوم د اصل مفهوم په حيثت سره ثابتول او دا د اصل مفهوم يوه عملي تقاضا گرځول ـ په دواړو کې ډير توپير دى. د کوم لفظ چې اصل او مخامخ مفهوم وي هغه په مطلقه توگه او په هر حال مطلوب وي له دې څخه په هيڅ رنگ تيښته وي کله چې تقاضا د کومې واسطې په نسبت سره مطلوب کيږي.

له همدې امله هغه په هر حال کې لازمي نه وي. که چيرې واسطه موجوده وي نو هغه يقينا مطلوب وي. او که نه! له سره په انسان باندې د دې مسؤليت نه وي د دې فرق په عملي مثال سره په زياته څرگنده توگه په پوه کې راتلاى شي. کله چې يو کس په خداى جل جلاله ايمان راوړي او د خپل الٰه او رب وگرځوي نو په ده باندې لازميږي چې هغه خداى په فوق الطبيعى معنو کې يو الٰه او رب وگڼي.

په ده باندې په ټوليزه توگه بروسه وکړي. د ده د لويي اعتراف وکړي. د ده د احسان مندۍ څخه مالا مال واوسي. او دا د خپل ټولو بهترينو احساساتو مرکز وگرځوي. له دې څخه وروسته په تمدني او سياسي ميدان کې د ده د ايمان تقاضا دومره اوسي څومره چې هغه بالفعل تمدن او سياست سره تړلى وي. که چيرې هغه په کومه سنسان جزيره کې  يوازې وي. نو په ده باندې به دغه ډول هيڅ ذمه واري نه وي. او که چيرې په آبادۍ کې دننه وي نو په ده باندې به دومره مسؤليت وي څومره چې د خپلو حالاتو په اعتبار سره شرعاً مکلف وي.

په داسې حال کې الوهيت او ربوبيت په خپل اصل او اولين مفهوم کې په هر حال کې د ده لپاره ضروري دى. هغه هيڅکله له ده څخه نه ساقطيږي. که چيرې ته د اصل او د دې د تقاضا دا فرق په نظر کې ونه ساتې. او اسلام داسې تشريح کړې په کومه کې چې تقاضا ته د اصل ځاى ورکړل شوى وي، يا اصل او تقاضا په يو شان حيثيت سره وړاندې کړاى شي. نو په قدرتي توگه باندې به دواړه د ستا په ذهن کې د خپل واققي حيثيت څخه زيات مقام او مرتبه حاصله کړي او د دې اصل او اولين مفهوم د خپل واقعي حيثيت څخه په لږه درجه کې چليږي. بلکې که چيرې سياسي فضا يا سياسي طرز فکر څخه د شعوري يا غير شعوري اغيز په وجه دا شى پيدا شي نو عين ممکنه ده چې په ذهن باندې همدا دويم شى ځاى ونيسي او لومړى شى دغه راز محض تش په نوم پاتې شي. لکه د يوې خوندورې مصرۍ د بشپړولو لپاره ځينې وختونه يوه بې خونده لفظي مجموعه يې مخکې او وروسته ولگول شي.

٣: دريمه قرآني اصطلاح په کومه کې چې په دې کتاب کې خبرې اترې شوي دي، هغه عبادت دى. دا بحث د لاندې ليکل شوو الفاظو څخه پيليږي. په عربي ژبه کې د عبودة، عبودية او عبدبة اصل معنا عاجزي او کمزوري (خضوع او تذلل) ده. يعنې تابع کيدل او تسليميدل. په پورته اقتباس کې د عبادت اصل معنا خضوع او تذلل ويل شوې ده، او دا بالکل صحيح ده. مگر "يعنې" څخه وروسته د دې اصل معنا په تشريح کولو ذهن بل خوا ته ځي "تابع کيدل" د خضوع او تذلل اصل مفهوم نه دى. بلکې دا د دې يوه تقاضا او نتيجه ده، خضوع او تذلل "د ا نسان په اعتبار سره" د زړه د عاجزۍ او د داخلي عجز د احساس نوم دى همدا د عبادت اصل دى.

پرستش (عبادت کول) يا د عبوديت مراسم د دې عبادت د حقيقت يوه لازمي نښې دي کومې چې پخپله معبود کړي دي. کله چې دا کيفيت د چا په دننه کې پيدا شي نو د دې قدرتي نتيجه دا کيږي. چې هغه د خپل معبود د فرمان تابع جوړيږي او د ده په اطاعت باندې لگيا او مشغوليږي. په حديث کې راغلي الدعاء هو العبادة (دعا عبادت دى) د دې مطلب دا نه دى چې عبادت ټول په ټوله فقط په دعاء کې رابند دى. دعا بد لپاره د دعاء کولو وروسته نور هيڅ کول نشته. دا ارشاد نبوي په اصل کې د عبادت د حقيقت څرگندول دي يعنې عبادت د خپلې اصل حقيقت په اعتبار سره د دې نوم دى چې بنده د خداى په طرف شوقمن وي، هغه ته آواز وکړي، د هغه په وړاندې بالکل د عاجز او بې وسه په شان متوجه وي، هغه په ټول وجود د الله تعالٰى په طرف مايل شوي وي. دغه د عبادت روح او اصل حقيقت دى. مگر له څنگه چې د هر حقيقت ډير داسې اړخونه وي چې د انسان د مختلفو حيثيتونو او په دنيا کې د ده د تعلقاتو او حالاتو په نسبت سره پيدا کيږي. دغسې د عبادت حقيقت هم په خارج کې خپل ډير مظاهر لري. او په دې اعتبار سره د اطاعت ټول نظام د دې په فهرست کې راځي. د خداى جل جلاله د عبادت لازمي تقاضا ده چې له کومو معاملاتو سره د مؤمنانو مخه شي په هغو کې د خداى جل جلاله اطاعت وکړي، خداى جل جلاله سره عبادتي اړيکې په لازمي توگه له ده څخه د اطاعتي تعلق په صورت کې ظاهريږي. د کوم عبادت سره يو ځاى چې په عملي معاملاتو کې سرغړونه او بغاوت وموندل شي. هغه حقيقة عبادت نه دى د علامه آلوسي په الفاظو.

ولا يخفى ان تخصيص العبادة به تعالٰى لايتحقق الابتخصيص الطاعة ايضاً به تعالٰى ومتى لم يخص به جل شانه لم تخص العبادة به سبحانه (روح المعانى جلد ١٠ صفحه ٧٥-٧٦).

 دا واضحه ده چې عبادت الله تعالٰى لره خاص کول تر هغه وخته متحقق کيږي نه څو پورې چې طاعت هم الله تعالٰى پورې خاص نه کړاى شي. څو پورې چې د خداى جل جلاله پورې خاص نه کړل شي تر هغه پورې گويا عبادت هم د خداى جل جلاله لپاره خاص کړاى شوى نه دى. مگر د بحث لاندې د تعبير په خانه کې د عبادت دا تصور سم نه کښينې. ځکه چې د دين دا تعبير چې په دې نظر سره وکتل شي چې دا يو نظام دى چې د ژوند په ټولو برخو کې يې رائج کول دي. په داسې حال کې چې خضوع او تذلل د عبادت اصل مفهوم گرځول دا د فرد يوه معامله گرځول دي. په دې اعتبار سره عبادت اصلا د زړه د تاٴثر او ميلان نوم دى. نظامى مظاهر مخامخ په دې کې شامل نه دي. بلکې د تقاضا او حالاتو مطابق هغه د دې جزء او برخه جوړيږي. له همدې امله د دې تعبير په ذهن کې د عبادت تصور بالکل سرچپه کړى دى. کوم څه چې اصل و، هغه محضِ يوه تقاضا جوړه شوه. او کوم څه چې په دې کې د تقاضا په توگه شامل وو، هغه اصل وگرځيده.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ