د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

ټولنيزه غوښتنه - دویمه برخه

فصل: 14

د لغت له مخې د عبادت د پنځه وو معناگانو د نقل کولو نه وروسته ليکي. له دې تشريح څخه دا خبره څرگنديږي. د عيد د مادى اساسي مفهوم د چا برلاسي او برتري منل او د ده په مقابله کې د خپلې آزادۍ او خپلواکۍ څخه لاس په سرکيدل  او سر ترپايه د مقاومت پريښودل او ده ته تسليميدل دي. همدا د بندگۍ او غلامۍ حقيقت دى. لهذا د دې لفظ څخه لومړنى تصور چې د يو عرب په ذهن کې پيدا کيږي. هغه د بندگۍ او غلامۍ تصور دى. بيا څرنگه چې د غلامۍ اصل کار د خپل بادار اطاعت او فرمانبرداري ده.

له همدې امله په لازمي توگه له دې د طاعت تصور پيدا کيږي. او کله چې يو غلام د خپل آقا په بندگۍ او اطاعت کې محض خپل ځان نه سپاري بلکې اعتقاداً د ده د برترۍ منونکى او د ده د لويي معترف هم وي. ا و د ده په مهربانيو باندې د شکر او احسان مننې د احساساتو څخه هم مالامال وي. نو د ده په تعظيم او تکريم (لويي او درناوي) کې مبالغه کوي. له بيلا بيلو لارو څخه د نعمت اظهار کوي. او ډول، ډول د بندگۍ مراسم نمانځي د دې نوم پرستش دى. او دا د عبديت د صتور په مفهوم کې يوازې هغه وخت شامليږي. کله چې غلام په سرسري توگه د آقا په وړاندې نه ټيټيږي بلکې د زړه هم ورته عاجزي کوونکى وي. پاتې دوه تصورات خو په اصل کې د عبديت ضمني تصورات دي، اصلي او بنيادي نه دي.

په ظاهره په دې درې رکنې فهرست کې د عبادت اصلي مفهوم او د دې تقاضا دواړه موجود دي مگر د دې ترتيب بالکل سرچپه شوى دى. بندگي يا اطاعت چې د عبوديت خارجي مظهر اصل او مخامخ مفهوم دى دا محضِ د دريمې تقاضا په حيثيت سره بيان کړاى شوي دي. همدا خبره په بل ځاى کې په دې الفاظو کې ده. د عبادت لفظ له عبد څخه اخستل شوى او د عبد معنا بنده او غلام ده له همدې امله د عبادت معنا بندگي او غلامي کړاى شوې ده.

خطبات ـ عبادت. د عبادت لفظ له عبد څخه نه دى اخستل شوى بلکې د عبد لفظ د عبادت څخه اخستل شوى. عبد (د بنده او غلام په معنا) د عبادت د حقيقت يو مظهر دى، نه دا چې دا اصل عبادت دى. مگر د بحث لاندې ذهن له مظهر سره زياته دلچسپي ده، له همدې امله هغه عبد اصل وگرځاوه او د دې په بنيادي د عبادت په تشريح يې شروع وکړه. دغسې اصل ترتيب سرچپه کړاى شو او ترتيب يوازې سرچپه نشو بلکې د جامعيت پيدا کولو باوجود د عبادت ا صل روح او د دې تقاضا دواړه غايب شول. ځکه چې تقاضا هميشه د اصل حقيقت قائمعام کيدو نه وروسته له دې نه د نتيجې په توگه راوتلى دى. بيا کله چې اصل له خپل ځاى نه پورته کړاى شي نو نتيجه به له کومه ځايه راووځي.  

تقاضا د اصل په ځاى ايښودل داسې وي لکه ونه چې سرچپه ودرول شي. ښکاره ده چې ښاخونه په زمکه کې ښخ کړاى شي او بيخ بره په فضا کې ودرول شي نو په دواړو کې به يو هم پاتې نشي. ښاخونه به هم له ژونده بې برخې شي او بيخ به هم. په کتاب کې دغه بې ژبې د مشهور کتاب السان العرب په حواله سره د عبادت پنځه معناوې بيان شوې دي. له کومو څخه چې د مصنف په نزد درې اصلي او بنيادي دي. (صفحه ٧٢). ماته معلومه نه ده چې دا د دريو يا پنځه وو شمير يې ولى مقرر کړى دى. ځکه په لسان العرب کې چې د دې مادې کوم استعمالات ويل شوي دي هغه خو دومره زيات دي چې د پنځه وو څخه شايد تر پنځلسو پورې هغه وشميرل شي. بيا هم زما له دې سره بحث او مناقشه نشته. زه يوازې دا ويل غواړم چې د عبادت درې اصلي او بنيادي معناگانې چې څنگه له قرآن څخه ثابتې کړاى شوي هغه ډير زيات نيمگړى استدلال دى. په کومو کې چې بيلا بيل قسمه خاليگاوې موندل کيږي. زه به دلته د دوو حوالو تحقيق وکړم. عبادت د اطاعت په معنا. د دې عنوان لاندې دغه لاندې آيتونه نقل کړاى شوي دي.

احشرو (صفحه ٧٠).

کله چې قيامت قايم شي نو الله تعالٰى به وفرمايي: ټول ظالمان او د دوى ملگري او د دوى غير الله معبودان د کومو چې دوى عبادت کړى و، جمع کړئ. او د جهنم لار ورته ور وښيي. بيا به هغوى خپلو کې يو بل ته مخ واړوي عبادت کوونکي به وايي تاسې خلك وۍ چې د خير له لارې به مونږ ته راتللۍ معبودان به يي ځواب ورکړي چې په اصل کې تاسې وۍ چې ايمان راوړلو ته تيار نه وۍ. زمونږ په تاسې هيڅ زور او فشار نه ؤ، تاسې پخپله نافرمانه خلك وۍ.

پورته چې ما کومه ترجمه راوړى هغه د بحث لاندې ترجمه ده. له دې وروسته د دې آيتونو لاندې ليکل دي. په دې آيت کې د عابدانو او معبودانو په منځ کې کوم سوال او ځواب نقل کړاى شوى په دې باندې له غور کولو څخه صاف معلوميږي چې دلته له معبودانو څخه مراد او مقصد بيان او د يو تاگان نه دي د کومو چې عبادت کيده بلکې هغه رهبران او لارښودان دي چا چې د خير طلب کاوه او انسان يي گمراه کړى وو. کومو چې د تقدس او سپيڅلتيا جامې اغوستې او ځانونه يې دغسې ښکاره کول. چا چې په جانمازونو، تسبيحگانو او چپنو او قالينو د خداى بندگان دوکه کړي او خپل معتقدين يي جوړ کړي وو. چا چې د اصلاح او خير خواهۍ په دعوو کولو شرف او فساد خپرولو. د داسې خلکو ړوند تقليد ا و د هغوى احکامو د چون او چرا پرته د منلو نه دلته په عبادت سره تعبير کړاى شوى دى. (صفحه ٧٤-٧٥).

په پورته ليکل شوې تشريح کې عبادت د تمدني اطاعت په معنا اخستلو راز د مصنف په دې غلطۍ کې پټ شوى دى. چې دوى په آيت کې ذکر شوې خبرې اترې د عابدانو او معبودانو په منځ کې خبرې اترې فرض کړى دې. حال دا چې دا پخپله عابدانو د دوو ډلو په منځ کې دي، نه د عابدانو او معبودانو په منځ کې. د خپلې دې غلط فهمۍ په وجه دوى قالوا بل لم تکونوا مومنين ترجمه کړې (هغوى معبود به ځواب ورکړي) مگر په دې فقره کې د قالوا مرجع معبود نه دى بلکې الذين ظلموا دى.

حقيقت دا دى چې دلته د کومو ډلو ذکر دى هغه يوازې دوه نه دي بلکې دريو ډلو په دې آيت کې د قيامت ننداره وړاندې کړې ده. په داسې حال کې چې درې ډلې به په يو ځاى کې جمع کړاى شي. ١: الذين ظلموا. له دې څخه مراد رهبران يا سرکرده خلك دي چې پخپله هم گمراه دي او نور يې هم گمراه کړي دي. ٢: ازواج. له دې څخه مراد د باطلو لارښودانو پيروان او د هغوى ملگري دي. (د زوج اصل معنا ملگرى دى يعنې مصاحب) ٣: ما کانوا يعبدون من دون الله. له دې څخه مراد هغه دي د کومو چې له خدايه پرته عبادت کيده يعنې بتان.

په دې آيتونو کې د قيامت هغه ننداره وړاندې کړاى شوې . کله چې درې ډلې وردولى شي. دغه وخت به د اولې او دويمې ډلې په منځ کې بحث وشي. دويمه ډله به ووايي چې تاسې له خپلې اغيزمنتيا څخه په کار اخستلو مونږ د باطلو معبودانو په عبادت کې اخته کړو. لومړۍ ډله به ځواب ورکړي نه داسې نه ده بلکې تاسې پخپله د گمراهۍ مسؤل ياست. راروان آيتونو دا بالکل واضحه کړيده. په کومو کې چې د يوې ډلې له خولې ويل شوي دي. "لکه څنگه چې مونږ تاسې گمراه کړۍ دغسې مونږ هم گمراه وو" يعنې مونږ پخپله هم د غيرالله په عبادت کې مبتلا وو او تاسې مو هم په دې کې اخته کړۍ. له دې څخه وروسته لومړۍ ډله کومه چې د گمراهۍ د قيادت کولو په وجه قرآن ورته ظالم، مجرم او متکبر ويلى دى د پيغمبر د دعوت په مقابله کې د هغوى دا جواب نقل کړاى شوى دى.

أَئِنَّا لَتَارِكُوا آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ. (صٰفٰت ٣٦).

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ