ټولنيزه غوښتنه - درېیمه برخه
د دې متکبرينو به وړاندې به چې د لا الٰه الا الله دعوت وړاندې کيده نو دوى به ويل: آيا د يو شاعر او ليوني لپاره مونږ د خپل معبودان پريږدو. دې آيت په صريحه توگه ثابته کړيده چې د پورته حوالې په تشريح کې کوم معبود گرځول شوى دى هغه معبود نه وه بلکې هغه پخپله هم د کوم د بل الٰه عبادت کاوه. همدا مفهوم ټولو مفسرينو اخستى دى. وگورئ (ابن کثير جلد ٤ صفحه ٤-٥ روح المعاني جلد ٢٣ صفحه ٧٣-٧٤).
دغسې عبادت د غلامۍ او اطاعت په معنا([1] ) د دې لپاره لاندې آيتونه رانقل کړاى شوي دي.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُواْ لِلّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ.(بقره ١٧٢).
اى د ايمان خاوندانو! که چيرې تاسې د خداى جل جلاله عبادت کوۍ نو مونږ چې تاسې کوم نعمتونه دربښلي دي هغه خورئ او د خداى جل جلاله شکر اداء کوئ.
د دې آيت په تشريح کې دغه لاندې الفاظ درج دي. (د دې آيت موقع او محل دا دى چې د اسلام نه مخکې عربو د خپلو مذهبي مشرانو حکمونه او د خپلو پلرونو، نيکونو اد اوهامو په پيروۍ کې د خوراك، څښاك په اړه د ډول، ډول قيوداتو پابندي کوله. کله چې دغو خلکو اسلام ومانه نو الله تعالٰى وفرمايل: که چيرې تاسې زما عبادت کوۍ نو دغه ټولې پابندۍ ختمې کړئ کوم څه چې مونږ حلال کړي هغه حلال وگڼئ او بې تکلفه يې خورئ. د دې صاف مذلب دا دى. که چيرې تاسې د خپلو مذهبي مشرانو او لويانو بندگان نه ياست بلکې زما بندگان ياست، او که چيرې واقعاً تاسې د هغوى اطاعت او فرمانبرداري پريښودې وي او زما اطاعت او فرمانبرداري مو قبوله کړي وي، نو اوس تاسې د حلت او حرمت او جواز او عدم جواز په معامله کې د هغوى د جوړو کړو ضابطو په ځاى زمونږ د ضوابطو او قيوداتو پيروي وکړئ. لهذا دلته هم د عبادت لفظ د غلامۍ او اطاعت په معنا کې استعمال شوى دى. (صفحه ٧٣).
په دې آيت کې (که چيرې تاسې د خداى جل جلاله عبادت کوونکي ياست نو ...) الفاظ پخپله وايي چې دلته د کوم شي غوښتنه شويده، هغه د عبادت مخامخ مفهوم او د دې "بنيادي او اصلي تصور" نه بلکې د عبادت يو تقاضا ده. د ورکړل شوې حوالې د تشريح په اولو فقرو کې پخپله دا فرق موندل کيږي مگر تر آخره پورې د تگ، تگ کې يې خبره بدله کړيده او دعوا يې کړيده چې دلته د عبادت لفظ د غلامۍ او اطاعت په معنا کې استعمال شوى دى.
د بحث په آخر کې هغه آيتونه ليکل شوي دي چې د مصنف په نزد د دريو مفاهيمو جامع دي. يعنې په هغو کې د عبادت دا مکمل تصور وړاندې کړاى شوى دى چې د غلامۍ اطاعت او پرستش په معنو کې خداى جل جلاله خپل معبود جوړ کړئ. مگر له هيڅ يوه څخه هم د موصوف د عبادت جامع او مکمل تصور نه دى ثابت. دلته زه په څو آيتونو باندې خبرې کوم.
قل يا ايها الناس ان کنتم ...
ووايه اى خلکو! که چيرې تاسې ته تراوسه معلومه نه وي چې زما دين څه دى؟ نو تاسې ته دې معلومه وي، له الله تعالٰى څخه علاوه د کومو چې تاسې عبادت کوۍ زه د هغو عبادت نه کوم مگر زه د هغه الله تعالٰى څخه علاوه د کومو چې تاسې عبادت کوۍ زه د هغو عبادت نه کوم مگر زه د هغه الله تعالٰى عبادت کوم چې ستاسې ساگانې اخلي او ماته حکم راکړاى شوى چې زه په ايمان راوړونکو کې شامل شم. د بيان په دې سلسله راروانه دا فقره ده.
وَلاَ تَدْعُ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَنفَعُكَ وَلاَ يَضُرُّكَ. (يونس ١٠٦).
له دې څخه څرگنديږي چې دلته له عبادة من دون الله څخه مراد هغه عمل دى چې د دې هستيو له اړيکو څخه څرگنديږي، کوم چې انسانان يې گټه رسونکي او يا ضرر رسونکي گڼي او آواز ورته کوي. يعنې دلته له عبادت څخه مراد پرستش دى او په غير له خدايه له معبودانو څخه مراد بتان دي. فلا اعبد الذين تعبدون من دون الله من الاوثان التي لاتعقل. (قرطبي الجامع لاحکام القرآن جلد ٨ صفحه ٣٨٧).
له خدايه پرته چې تاسې د کومو عبادت کوۍ زه د هغو عبادت کوۍ زه د هغو عبادت نکوم، د دې مطلب دا دى چې زه د بتانو عبادت نه کوم. يو آيت دا دى.
وَلِلّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الأَمْرُ كُلُّهُ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ. (هود آخري آيت).
په آسمانونو او زمکه کې چې څومره حقيقتونه له بندگانو څخه پټ دي د هغو علم صرف الله لره دى. او ټول معاملات به د دې ذات په وړاندې پيش کيږي نو د ده عبادت وکړئ او په دغه بروسه او اعتماد وکړئ. په دې آيت کې د فاعبده څخه مخکې د وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الأَمْرُ كُلُّهُ فقره ده او له دې وروسته وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ دى. دا د دې خبرې قرينه ده. چې دلته د عبادت د حکم ورکولو مطلب دا دى کوم الله جل جلاله چې د ټولو مخلوقاتو کار ساز دى په همده بروسه او توکل وکړئ. او همدا خپله اعتماد گاه او د ورگرځيدو مرجع جوړ کړئ. (فاعبده وتوکل عليه اى الجاٴ اليه وقق به). (الجامع لاحکام القرآن جلد ٩ صفحه ١١٧).
د ده عبادت وکړئ او په ده بروسه وکړه يعنې دا خپل ځان لپاره د ورگرځيدو مرجع جوړ کړه او په ده باندې بروسه وکړه. يو آيت دا دى.
ماتعبدون....
له الله تعالٰى پرته چې تاسې د کومو عبادت کوۍ د هغو حقيقت له دې پرته نور څه نه دي چې تاسې او ستاسې پلرونه څو نومونه ورباندې ايښې دي، الله تعالٰى د هغو د معبوديت لپاره هيڅ دليل نازل کړى نه دى. اقتدار يوازې د الله تعالٰى لپاره خاص دى ده حکم ورکړى چې له ده پرته د بل هيچا عبادت مکوئ همدا نيغه (سمه) لاره ده.
په دې آيت کې د اسماء سميتموها برخه څرگندوي چې دا د دې ډول د هيڅ جامع مفهوم ماٴخذ نه شي جوړيداى کوم چې د بحث لاندې کتاب کې وړاندې کړاى شوى دى، "ستاسې معبود يوازې يو څو نومونه دي تاسې ايښ،دې دي دا وضاحت وايي چې دلته له عبادت څخه د دغه ډول کوم عمل مراد دى کوم چې د دغو معبودانو په نسبت سره ظاهريږي د کومو په حقيقت کې هيڅ وجود نشته. کومې چې د عابدانو خپلې مفروضې دي ظاهره ده چې دغسې معبوديت دى، نه سياسي حکمراني.
[1] : د عبد يعبد اصل معنا غلامي او اطاعت نه ده. البته په مجازي توگه باندې د دې بعضې مفاهيمو لپاره استعماليږي.