ټولنيزه غوښتنه - څلورمه برخه
په بله وينا: دلته چې د کوم شي ترديد شوى هغه له خدايه پرته د فرضي هستيو رسونکي او ضرر رسونکي گڼل او آواز ورته کوي او د هغوى عبادت کول دي. له همدې امله د دې په مقابل کې چې د کوم شي مطالبه کړاى شوې ده. هغه هم همدا کيداى شي چې د ده عبادت وکړئ او دا نافع اوضار وگڼئ. د آيت همدا مفهوم مفسرينو اخستى دى. قرطبي دا ويلي دي چې "ارباب" متفرقون څخه مراد بتان دي، راروانو فقرو تشريح يي په دغو الفاظو کې کړيده.
ما تعبدون من دونه الااسماءً....
د ماتعبدون من دونه الااسماءً فقرې د بتانو عجز او د هغوى کمزوري بيان شوې فرمايي له خدايه پرته چې د چا تاسو پرستش کوۍ هغه محضې څه نومونه دي د کومو چې هيڅ حقيقت نشته. تاسو له ځانه ورته دغه نومونه ايښودي دي. ځينو ويلي دي چې له اسماءً څخه مراد د هغو مسمٰى ده. يعنې تاسې چې د کوم پرستش کوۍ هغه محض بتان دي په کومو کې چې د الوهيت يوه برخه هم نشته. ځکه چې هغه محض جمادات دي. په دې سلسله کې وروستى او غالباً تر ټولو څرگند آيت دا دى.
فمن کان يرجوا ...
نو څوك چې د خپل رب د ملاقات هيله من وي ده ته پکار دي چې نيك عمل وکړي او د خپل رب په عبادت کې دې هيڅوك شريك نه کړي.
په دې آيت کې د وروستۍ برخې ترجمه په کتاب کې دا کړل شوې "او خپل رب په عبادت کې د بل هيچا عبادت شريك نکړې" ـ بلکې صحيح ترجمه دا ده "د خپل رب په عبادت کې دې بل هيڅوك شريك نه کړي" او له دې څخه دا مطلب راويستل شوى دى چې په دې کې "قرآن خپل پوره دعوت وړاندې کوي" (صفحه ٨٤).
يعنې دا چې د پرستش نه نيولې تر تمدني او سياسي ژوند پورې په هر ځاى د الٰهي احکامو تعميل وکړئ. مگر دا ترجمه او دا مفهوم دواړه صحيح نه دي. د دې آيت دا ترجمه نه ده، "چې د خپل رب په عبادت کې د بل هيچا عبادت شريك نه کړئ، بلکې صحيح ترجمه دا ده چې د خپل رب په عبادت کې هيڅوك شريك نه کړئ". يعنې دلته خبره دا ده ويل شوې چې د ژوند په ټول نظام کې چې مفصل او مکمل عبادت تاسې کوئ د دې حصې برخې کوۍ مه. بلکې دا ويل شوي دي، د خداى جل جلاله چې کوم عبادت تاسې کوۍ په دې کې د بل چا د خوشحالولو خيال ستاسې په زړونو کې راتلل پکار نه دي، بلکې ستاسې عبادت بالکل د الله تعالٰى د رضا لپاره کيدل پکار دي.
د آيت همدا مفهوم له روايتونو څخه او د مفسرينو د تشريح څخه ثابت دى. زه يو اقتباس رانقلوم.
قال الماوردى وقال جميع اٴهل التاٴويل معنٰى قوله تعالٰى "ولا يشرك بعبادة ربه احداً، انه لا يرائي به احداً". (جامع لاحکام القرآن جلد ١١ صفحه ٧٠).
ماوردي او ټولو مفسرينو ويلي دي چې د ولايشرك بعباده ربه احداً مطلب دا دى چې د ځان ښودنې لپاره دې عمل نه کوي. يعنې په دې کې د ريا کارۍ جذبه نه وي.
٤: په دې سلسله کې تر ټولو وروستى لفظ "دين" دى. په دې کتاب کې لومړى د عربو له کلام څخه د دې څلور معناوې ټاکل شوي دي. او له دې وروسته په قرآن کې د دين "لفظ استعمال" د عنوان لاندې کرښې ليکل شوي دي. له دغو تفصيلاتو څخه دا خبره په ډاگه کيږي چې د دين د لفظ په بنياد کې څلور تصورات دي. يا په بله وينا دا الفظ د عربو په ذهن کې د څلورو بنيادي تصوراتو ترجماني کوي. ١: غلبه او تسلط د کوم اقتدار د خاوند له طرفه. ٢: اطاعت، تعبد او بندگي د اقتدار د خاوند په وړاندې ټيټيدل د ښکته کيدونکي له طرفه. ٣: قاعده او ضابطه او طريقه د کومې چې پابندي کيږي. ٤: محاسبه، فيصله او اجزا او سزا.
له دغو تصوراتو څخه کله د يوه لپاره او کله د بل لپاره عربانو په مختلفو توگو باندې به د دې لفظ استعمال کاوه. مگر څرنگه چې د دې څلورو امورو په اړه د عربو تصورات په پوره توگه صاف نه وو او څه ډير زيات اوچت هم نه وو، له همدې امله د دې لفظ په استعمال کې به ابهام پيدا کيده. او دا به د هيڅ يو باقاعده فکري نظام اصطلاحي لفظ نه جوړيده.
قرآن راغى نو ده دا لفظ د خپلې منشاء لپاره مناسب وموند او بالکل د واضحو او ټاکلو مفاهيمو لپاره استعمال کړ. او دا يې خپله ځانگړى اصطلاح جوړه کړه په قرآني ژبه کې د دين لفظ د يو پوره او بشپړ نظام استازيتوب کوم د کوم جوړښت چې د څلورو برخو څخه شوى دى. ١:حاکميت او اعلٰى ترين اقتدار (واك) ٢: د حاکميت په مقابل کې تسليميدل او خبره منل. ٣: د فکر او عمل هغه نظام چې د دې حاکميت د اغيز لاندې جوړوي. ٤: مکافات چې د اقتدار اعلٰى له طرفه د دې نظام د وفادارۍ او اطاعت يا سرغړونې او بغاوت په بدله ورکړل شي. قرآن کله د دين د لفظ اطلاق په اوله او دويمه معنا باندې کوي، کله په دريمه معنا او کله په څلورمه معنا باندې کوي. او چيرته چې الدين وويل شي دا ټول نظام د خپلو څلورو برخو سره يو ځاى ترې مراد اخستل کيږي. (صفحه ٨٧-٨٨).
له دې وروسته د کتاب خاوند د دغو څلورو معناگانو لپاره د قرآن جلا، جلا آيتونه ليکلي او په آخر کې يې " د دين يوه جامع اصطلاح" د عنوان لاندې ليکلي دي.
"تردې ځايه خو قرآن دا لفظ نږدې، نږدې په هغو الفاظو کې استعمال کړى په کومو کې چې دا د عربو په خبرو اترو کې مستعمل و. ليکن له دې څخه وروسته مونږ گورو چې هغوى د دين لفظ د يوې جامع اصطلاح په حيثيت سره استعمال کړى دى. او له دې څخه مراد د ژوند يو داسې نظام دى په کوم کې چې انسان د يو چا اقتدار اعلٰى تسليم او د هغه اطاعت او فرمانبرداري قبوله کړي د ده د حدودو او ضوابطو او قوانينو لاندې ژوند تير کړي. د ده په فرمانبردارۍ، عزت، ترقي او انعام هيله من وي. او د ده په نامفرمانۍ باندې سپکاوۍ، خوارۍ او سزا څخه ويريږي. غالبا د نړۍ په يوه ژبه کې هم هيڅ يوه اصطلاح دغسې جامع نشته چې په دې پوره مفهوم باندې حاوي. وي. په موجوده زمانه کې د اسټيټ لفظ تر يو څه حده پورې دې پورې نږدې رسيدلې ده. ليکن اوس هم د دې د دين په پوره حدودو باندې د حاوي کيدو لپاره د لازيات وسعت او پراخۍ اړتيا ده".
په دې اقتباس کې د دين د ژوند انتهايي تعبير يوه مکمله پروژه ياد اسټيټ د نظام په الفاظو سره ويل شوى دى. په دې کې شك نشته چې دين په يو اعتبار سره اسټيټ او نظام هم دى مگر د دين د جامع او مکمل تصور ورکولو لپاره چې کله اسټيټ او نظام الفاظ وويل شي نو يقيناً چې دين ډير نيمگړى او نامکمل گرځول کيږي. ځکه چې اسټيټ او نظام که هر څومره پراخ او جامع شي هغه په هر حال يوازې يوه قانوني ډانچه يا د لارښوونو يوه ټولگه ده کومه چې د انسان جذباتو او احساساتو سره هيڅ حقيقي تړاو نه لري. هغه د انسان له داخل څخه نه راپورته کيږي بلکه له بهر څخه په ده باندې مسلط کيږي. د دې برعکس دين له خداى جل جلاله سره د جوړ نوم دى.
د دې مطلب دا دى چې د بنده او خداى جل جلاله تر منځ چې کوم تعلق قايمول پکار دي هغه په خپله فطري بڼه کې قايم کړاى شي. له دې څخه وروسته په ژوند کې کوم اعمال او افعال څرگنديږي هغه ټول گويا د دې تعلق بهرنى ظهور دى چې د خداى جل جلاله د هدايت او لارښوونې مطابق يي بنده په خپل ژوند کې شاملوي او چليږي. اسټيټ او نظام يوازې يوه ظاهري ډانچه ده. د دې برعکس دين د حقيقت د يو داخلي ځاى نيونې بهرني ظهور او څرگندتيا ده. همدا لامل دى چې په ژوند کې حقيقي او دوامداره ميوې يوازې د دين په ذريعه پيدا کيداى شي. د نظام او اسټيټ تصورات يوازې ابتدايي جوش پيدا کوي. او له دې څخه وروسته ژوند او نظام دواړه جلا، جلا کيږي او په دواړو کې هيڅ حقيقي اړيکه نه پاتې کيږي. دا صحيح ده چې د دين اظهار د دغو دوو شيانو په شکل هم کيداى شي، د کومو مجموعې ته چې نظام او اسټيټ ويل کيږي. مگر د خداى جل جلاله دين په اصل کې نوم دى د هغه اوچت ترين کيفيت د کوم ظهور چې د دعا او اخلاص (مومن ٦٥) او د عبادت او انابت (زمر ١٧٠) په شکل او بڼه کې کيږي. له دينداره جوړيدو نه وروسته په دې دنيا کې انسان ته چې کوم لوى نعمت په لاس ورځي هغه له خپل رب سره دغه ډول ا ړيکه او تعلق دى.