د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

ټولنيزه غوښتنه - پنځمه برخه

فصل: 17

په شخصى توګه د يو مومن لپاره د دين اوچت ترين حقيقت دا دى چې بنده د خپل رب په طرف د درجې په حد کې مينه ناك شي د ويرى او هيلى د احساس سره هغه ته فرياد وکړي. ده خپل ټول احساسات او جذبات د ده لپاره ځانگړي کړي وي. هغه بالکل د دې خداى جل جلاله عابد او پرستش کوونکى جوړ شي. خپله ټوله پاملرنه يې د ده په طرف ورکږه کړي وي. همدا په شخصي اعتبار سره د دين اوچت ترين حقيقت دى. همدا د يو ديندار هغه تر ټولو غټه لاسته راوړنه ده چې له ځان سره په اخستلو يې د خداى جل جلاله حضور ته ورشي. چاته چې د ده دين دا شى ورکړي. ده په اصل کې دين موندلى دى.

 او چاته چې دغه بې برخې دى، داسې نه ده بلکې سياسي دينداري هم په حقيقت کې د ده په ژوند کې پيدا کيداى شي. په چا کې چې حقيقي دينداري پيدا شوي وي پدې حقيقي او اصلي دينداري کې چې څوك څومره نيمگړى وى دومره به هغه په سياسي ديندارۍ کې نيمگړى ثابت شي، کله چې مونږ گورو چې د دين تر ټولو لوى حقيقت بلکې د دې اصل او خلاصه د دين د جامع تصوير جوړولو باوجود په دې کې په نظر نه راځي نو مونږ په دې منلو مجبوريږو چې د دين هماغه "ناقص" تصور صحيح ؤ. کوم چې له پيړيو څخه آمت د خپلو سينو سره لگولى او راروان دى. د دين دا نوى تصوير د خپل جامعيت باوجود د دې حقيقي تصوير نه دى. د دين په دې تصوير کې يوه زمکنۍ نتيجه موندل د دين اصلي مقصد گرځول شوى دى. په داسې حال کې چې دا شخصي مسؤليت په حيثيت سره يوه ذاتي نتيجه ترلاسه کول د دين اصل مقصود دى.

دلته ماته د بزرگ (نيك انسان) خبره ياد ته راغله چې هغوى زما د دغو ډول نيوکې په ځواب کې کړې وه. هغوي ويلي وو، چې زمونږ په نږد "مسلمان امت د امت په حيث چې د کوم شي ترلاسه کول غواړي هغه په قطعي توگه باندې د يو داسې ژوند جوړول دي په کوم کې چې د الله د دين نه پرته د بل هيڅ يو دين يا فکري او عملي نظام کار فرمايي پاتې نه شي" مګر دا د جماعت تگلورى دى، نه د فرد تر کومه ځايه چې د فرد د حقيقي وروستي هدف تعلق دى هغه په قطعي توگه يوازې د الله تعالٰى رضا او په آخرت کې د خلاصون ترلاسه کول دي. او دا رضا او خلاصون په دې توگه کيږي چې فرد خپل ټول مسؤليتونه په پوره توگه اداء کړي. که چيرې هغه خپل انفرادي مسؤليتونه اداء کړي نو هغه په داسې حال کې ومړ چې خپل ديني کار يې پوره کړى وو. ليکن د جماعت يا امت د تگلوري معامله له دې څخه مختلفه ده.

دې سلسله کې نه خو د هلو ځلو کوم وروستى وخت شته، او نه د حاصلې د جماعت ذمه وارۍ. تر کومه پورې مسلمان امت د دې زمکې په سر موجود وي تر هغه وخت پورې د ده نصب العين (د بشپړ اسلامي نظام رامنځته کولو) لپاره به هلې ځلې جاري وي. د موصوف په الفاظو کې لوى شى (انفرادي نصب العين) دى او دويم شى (د جماعت ټولنيز نصب العين).

د نصب العين د دې دوه گوني ويش باوجود اصل خبره په خپل ځان باقي پاتې ده. په دواړو صورتونو کې نصب العين يو دى. په دنيا کې د بشپړ اسلامي نظام قايمول توپير يوازې دا دى چې فرد چې په خپله دايره کې کوښښ وکړي چې له خپل مسؤليت څخه يې اوږې سپکې شي. او د جماعت مسؤليت دا دى چې دا نسل په نسل کې دوامدار وساتي. تر څو په ټوله دنيا کې د مکمل اسلامي نظام  قيامت په عمل کې پياده شي. مگر د دې تقسيم له اصل مسئلې سره هيڅ تړاو او اړيکه نشته. له دې څخه چې څه ثابتيږي هغه يوازې دا دي چې فرد تر هغه وخته مکلف دى څو پورې چې هغه په دنيا کې موجود دى. او جماعت تر هغه وخت مکلف دى څو پورې چې هغه په دنيا کې موجود وي. له دې څخه چيرته ثابتيږي چې "د مکمل اسلامي نظام قيام" هغه اصل خط مشې ده. کوم چې راوړى او مونږ ته راسپارل شوى دى. د اجتماعي نصب العين د پورته درج شوي ځانگړي تصور د ثابتولو لپاره موصوف يو تاريخي نظر هم ورکړى دى چې د هغه په دې لاندې الفاظو کې دى.

حضرت عيسى عليه السلام د بنى اسرائيلو ... په لټون کې راغلې و، يعنې د هغه قصد دا ؤ چې بنې اسرائل له څيرمې په پورته توگه اسلامي ژوند اختيار کړي ليکن تر کومه ځايه چې هغه د خپل مخامخ هلو ځلو تړاو دى ټول دولس تنه د ده ملگري جوړ شول مگر له ده وروسته هم د دې خير طرفته د بلنې لړۍ روانه وه. تردې چې د يوې اوږدې مودې په تيريدو باندې هغه وخت رارسيږي، کله چې د ده د پيروانو تله درنه شوه ـ منکران يي ورځ تر بلې مغلوبيدل او هغه خبره منځته راغله، څنگه چې هغه يي منځته راوستل غوښتل، يعنې هغه مقصد او هدف پوره شو څنگه چې هغه پيل کړى و، قرآن مجيد د سورت صف په آخر کې د دې اوږدې مودې او ډيرو مرحلو سرگذشت چې په کوم انداز کې بيان کړى دى له دې په صفا توگه معلوميږي. چې د ده په نزد دا په اصل کې د يو تحريك او يو مقصد د هلو ځلو تاريخ دى. حال دا چې د تحريك بنسټگذار او د مسن بيرغ اوچتونکې له دنيا نه کله پورته شوى و"، زه وايم چې دا حواله صحيح نه ده د عيسايانو له تاريخ څخه دا ثابته نه ده او نه په قرآن او حديث کې چيرته د دې يادونه شته چې د حضرت مسيح عليه السلام بره آسمانه ته د پورته کيدو نه وروسته د هغه پيروانو د پوره ذکر شوي ډول هلې ځلى جاري ساتلې وې او بالاخره يي بشپړ او شامل نظام قايم کړى وي.

د سورت صف (آيت) چې کومه حواله ورکول شوې په دې کې هم د "ظاهرين" لفظ دى د کوم چې معنا يوازې غلبه کړاى شوې، نه د کوم ډول جامع او مکمل نظام قائميدل. او دا آيت د الفاظو مطابق دا غلبه هم د يو دين په بل دين باندې نه وه. بلکې د مسيح عليه السلام په دښمنانو باندې د مؤمنو مسيحيانو وه. د دې آيت په تاٴويل کې د پخوانيو مفسرينو څخه درې قوله نقل کړاى شوي دي. يو د حجت او برهان په ذريعه غلبه، دويم دا چې په آخر وخت کې د مسيح عليه السلام رفع (پورته کيدل) وشو نو د ده دولس ملگري کوم چې دغه وخت ده سره وو. په خپلو کې د بيلا بيلو نظرونو خاوندان شوي وو. چا ويل دا خداى دى، چا ويل د خداى زوى دى، چا ويل نه! داسې نه ده. دا د خداى جل جلاله بنده او رسول ؤ. په دې باندې د ده د ملگرو جگړه وشوه او خبره د تورې چلولو ته ورسيده په کومه کې چې بالاخره هغه خلك بريالي شول. چا چې صحيح خبره کړې وه. دريمه رايه داوه دغه آيت په کوم کې چې د غلبې ذکر دې له دې څخه مقصد هغه غلبه او برلاسي ده چې د وروستي پيغمبر په زمانه کې شوې وه. مگر علامه آلوسي رح د دې په اړه ليکلي دي.

(وهو خلاف الظاهر) يعنې دا تاٴويل د ظاهري الفاظو مطابق نه دى. (روح المعاني جلد ٢٨ صفحه ٩٢).

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ