ټولنيزه غوښتنه - شپږمه برخه
په شخصي توگه زما ميلان دا دى چې دلته د ځينو متاٴخيرينو علماء وو رايه زياته صحيح ده. کومه چې د سورت صف په دې آيت کې په يهودو باندې د عيسايانو (د قوم په حيث) في الحمله غلبه مراد اخستل شوې. د دې آيت د تاٴويل مطابق له الذين امنو څخه مراد په مکمله توگه مومنان نه دي بلکې د حضرت عيسٰى عليه السلام د نبوت اقرار کوونکي (عيسايان) مراد دي. او په يهودو باندې د عيسايانو غلبه په هيڅ ډول (نظام) قايميدل نه دي بلکې هغه محضې يوه عمومي غلبه ده چې په يهودو باندې په هغوى د دې جرم د دنيوي سزا په توگه مسلط کړاى شوي وو چې هغوي د حضرت مسيح عليه السلام نبوت ونه مانه او د خپلې ارادې تر پولې يې د هغه د وژلو دسيسه وکړه.
دين په عربي ژبه کې په څو معناگانو راغلى دى. (الدين الذل، لسان العرب ـ دانه دنيًا اى اذله واستعبده، صحاح جوهري). په حديث کې راغلي دي: (الکيس من دان نفسه وعمل لما بعد الموت). عقلمند او هوښيار هغه دى چې خپل نفس مغلوب کړي او د آخرت د ژوند لپاره عمل وکړي. ديندار جوړيدل اصلاً کومه سياسي او تمدني واقعه نه ده. بلکې هغه بالکل يوه شخصي واقعه ده. د دې مطلب دا دى چې يو کس د خداى په وړاندې خپل ځان ښکته کړي، هغه خپل نفس د ده لپاره لاندې کړې، هغه خپل احساسات او جذبات په بشپړه توگه ده ته حواله کړي. په دغو معناوو کې حضرت ابراهيم عليه السلام بشپړ "مسلمان" ؤ. په داسې حال کې چې هغه په خپل ژوند کې هيڅکله هيڅ شامل نظام قايم کړى نه ؤ. او په دغه اعتبار سره په مکه کې وروستي پيغمبر د ديندار کيدو اعلان کړى ؤ. په داسې حال کې چې تر دغه وخت پورې نه اسټيټ (مرکزيت) جوړ شوى و او نه تولنيز احکام نازل شوي و.
قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهُ دِينِي. فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُم مِّن دُونِهِ. (زمر ١٤-١٥). ووايه زه خو د الله تعالٰى عبادت کوم، د ده لپاره خپل دين خاص کووم تاسې له ده پرته څوك چې غواړئ عبادت يې کوئ.
په دې اعتبار سره د لمانځه قايمولو او د زکات ورکولو ته دين قيم (سم دين) ويل شوى دى. حال دا دى چې ښکاره ده چې دا ټول دين نه دى (البينه سورت). کله چې د ديندارۍ دا کيفيت په چا کې پيدا کيږي نو په قدرتي توگه باندې د ده عملي ژوند هم له دې څخه اغيزمن کيږي. له ده سره چې د کومو معاملاتو سروکار شي هغه نورې طريقې پريږدي او د خداى جل جلاله غوره کړې طريقې اختياروي. د ده بهرنى ژوند د ده د داخل په حواله تصوير جوړيږي د ده لپاره د منلو وړ نه وي چې خپل واك او اختيار دې په کوم بل کار کې استعمال کړي کوم د خداى جل جلاله د خوښې خلاف وي. په دې لحاظ سره سياست او تمدن ټول څه په دين کې داخل دي. لومړنى شى د دين اصل حقيقت دى او دويم شي د دې حقيقت هغه تقاضا ده چې د حالاتو په نسبت سره په ديندارو خلکو باندې عايد کيږي.
لومړى شى په لازمي توگه په هر حال کې او له هر کس څخه غوښتونى دى له دې پرته د هيچا دينداري دينداري نه جوړيږي. په دې لحاظ سره ټول پيغمبران او نيکان خلك په مکمله معنا کې دينداره وو. مگر د دين تمدني او سياسي غوښتنې په مطلقه توگه مطلوبې نيه وي بلکې د حالاتو په نسبت سره به په هغوى کې فرق و، له همدې امله په دې دويم اعتبار سره د بيلا بيلو زمانو په ديندارو کې فرق راروان دى، چا به د دې تعميل کاوه او چا به د دې تعميل نه کاوه. په چا به دغه ډول احکام نازليدل او چاته دغسې احکام نه ورکول کيدل.
همدا وجه ده چې دين د خپل لړليك په اعتبار سره چې د کومو اجزاوو د مجموعې نوم دى هغه به په شريعت کې جلا، جلا ليکل کيدل هغه خو به ورکول کيدل، مگر داسې هيڅ يو آيت نه ترلاسه کيږي په کوم کې چې د دې ټول لړليك په مطلقه توگه د عملي کولو غوښتنه شوي وي. د الٰه، رب او عبادت په بحث کې د "جامع مفهوم" چې کوم آيتونه وړاندې کړاى شوي د هغو حقيقت به په راروانو پاڼو کې تاسې ولولۍ او په هغو آيتونو باندې هم غور وکړئ چې د دين جامع تصور ثابتولو لپاره په کتاب کې نقل کړاى شوي دي. لومړى آيت دا دى.
قاتلو الذين ...
له اهل کتابو څخه چې کوم خلك نه الله مني( يعنې هغه يواځنى مقتدر اعلٰى نه مني) نه د آخرت ورځ (د حساب کتاب او د سزا، جزاء ورځ) مني، نه هغه شيان حرام مني کوم چې الله او د ده رسول حرام گرځولي دي او حق دين يي خپل دين نه دى جوړ کړى، له هغو سره جنگ وکړئ تردې پورې چې په خپلو لاسونو په داسې حال کې جزيه په اداء کړي چې دوى کوچني جوړ کړي وگرځي پورته چې ما کومه ترجمه ليکلې دا د کتاب د خاوند ترجمه ده. او له دې وروسته يې لاندې کرښې ليکلي دي. په دې آيت کې (حق دين) يو اصطلاحي لفظ دى. د کوم مفهوم تشريح چې د اصطلاح وضع کوونکي په لومړيو دريو فقرو کې پخپله کريده مونږ په ترجمه کې نمبر ولگاوه او څرگنده مو کړه چې د دين د لفظ څلور مفهومه يي په هغو فقرو کې بيان کړى دى او بيا يې د هغو د مجموعې څخه په (حق دين) سره تعبير کړى دى.(صفحه ٩٣).
په دې استدلال کې چې د آيت کومې معناوې راويستل شوي زما په علم نه هغه کوم مفسر بيان کړي او نه د آيت الفاظ د دې متحمل دي. د لايؤمنون بالله د فقرې نه د دين اول او دويم مفهوم راويستل يعنې دا چې هغوى د خداى جل جلاله (حاکميت او اقتدار اعلٰى) نه دى منلى او د دې حاکميت په مقابل کې د تسليمۍ او اطاعت رويه نه اختياروي. دغسې استدلال داسې دى لکه چې څه خلکو له ايمان بالله څخه ايمان بالرياست مفهوم اخستلى وي. دغسې د (وَلاَ يُحَرِمَوْنَ مَا حَرَمَ اللهُ وَرَسُوْلُهُ) څخه د دين دويم مفهوم ـ (د فکر او عمل هغه نظام چې د دې حاکميت د اغيز لاندې دى) ثابتول محض الفاظو تاوول او راتاوول دى، نه علمي استدلال.
بيا په ولا يدينون دين الحق کې د (حق دين) د پورته ذکر شوو د دين د څلورو مفاهيمو له جامع حيثيت سره ذکر کيدل يوه داسې دعوا ده د کومې لپاره چې هيڅ دليل نشته، په آيت کې هيڅ يوه لفظي داسې قرينه نشته له کومې څخه چې دا څرگنده شوې وي چې حق دين دلته د څلورو معناگانو د مجموعې لپاره استعمال کړاى شوى دى. دا آيت چې د بحث لاندې کتاب کې چې د کوم ځانگړي مفهوم د ثابتولو لپاره نقل کړاى شوى دى هغه خو يقيناً له دې څخه نه دى راوتلى او نه کوم مفسر د دې قايل دى. مگر قطع نظر له دې څخه چې د آيت صحيح تاٴويل يې کړى دى، په دې کې د علماوو اختلاف دى يوې ډلې له يدينون دين الحق څخه اسلام قبلول مقصد اخستى دى. (قرطبي جلد ٨ صفحه ١١٠).
ليکن د دې تاٴويل په صورت کې د آيت په دننه کې يو تضاد پيدا کيږي. د دې مطابق اهل کتابو سره د جنگ جگړې وجه دا گرځول شوې ده چې هغو د محمد صلى الله عليه وسلم راوړى دين خپل دين جوړ کړى نه دى. هر کله چې د جنگ جگړې وجه چې دا ده. نو په دغه بنياد باندې د جنگ پاى ته رسول هم پکار دي ـ يعنې دا جنگ هغه وخت ودرول غواړي چې کله اهل کتاب حق دين قبول کړي يا وجنگيږي هلاك شي هر کله چې د جنگ د پيلولو بنياد دا دى نو د جنگ ختمولو بنياد هم په قدرتي توگه دغه کيدل پکار دي مگر آيت وايي چې که چيرې جذيه ورکړي او سياسي اطاعت قبول کړي نو جنگ دې ورسره ودرول شي، په بله وينا جنگ چې کله پيليږي نو د دې جرم په اساس به پيليږي چې اهل کتاب ولې د اسلام دين نه قبلوي مگر له دې وروسته به يوازې په دې بنياد باندې ودرول کيږي چې دوى جزيه ورکوي ومني. له همدې امله د ايت صحيح تاويل دا دى چې دلته د يدينون دين الحق فقره د اهل دينو د سياسي اطاعت قبلولو په معنا کې راغلې ده.
د لايؤمنون بالله ولا باليوم الاخر ولايحرمون ما حرم الله ورسوله پورې د هغوى د ايمان د نه راوړلو ذکر دى او له دې څخه وروسته په ولايدينون دين الحق کې د سياسي اطاعت ذکر دى. د اهل کتابو لپاره صحيح توبه دا وه چې هغوى د آخرې زمانې په پيغمبر ايمان راوړي د کوم چې له ډيرې مودې څخه هغوې يې بشارت ورکاوه. مگر کله چې هغوى داسې ونکړل نو دويم متبادل صورت يې دا ؤ چې هغوى د نبي په سياسي اطاعت باندې راضي شوى واى. (الواجب فى المشرکين القتال اوالاسلام والواجب في اهل الکتاب القتال اوالاسلام او الجزية). (رازي جلد ٤ صفحه ٦١٨).