د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

ټولنيزه غوښتنه - اوومه برخه

فصل: 19

مگر په دې دويم صورت هم هغوى آماده نه شول. اوس څرنگه چې د دى د اختيار حق يوازې د اول صورت په باره کې دى او تر کومه ځايه چې د دويم صورت تړاو دى هغه په لازمي توگه مطلوب دى له همدې امله حکم ورکړاى شو چې له دوى سره وجنگيږئ او په دې باندې دوى مجبور کړئ. په لومړۍ فقره کې چې د کوم ايمان او د تحريم  ماحرم الله ذکر دى، له دې څخه خلکو په موسوى شريعت باندې د ايمان او عمل نشتوالى مراد اخستى دى او ځينو نورو د آخري رسول په شريعت باندې مگر په دواړو کې هيڅ ډول تضاد او ټکر نشته. ځکه که چيرې هغوى په خپل دين باندې په واقعي توگه ايمان لرونکى واى نو هغه ايمان به لازماً دوى په محمد صلى الله عليه وسلم باندې تر ايمان رسولى واى ځکه چې پخوانيو ټولو پيغمبرانو د ده د راتگ بشارت او زيرى ورکړى و. او خپلو امتونو ته يې د ده د پيروۍ حکم ورکړى ؤ. (لوکانو مؤمنين بما بايديهم ايماناً صحيحا لقادهم ذلك الى الايمان بمحمد صلى الله عليه وسلم لاٴن جميع الاٴنبياء بشروابه وامرواماتباعه). (ابن کثير جلد ٤ صفحه ٣٤٧). په تفسيرونو کې د يدينون دين الحق په باره کې دا رايه هم رانقل شوې ده. 

د ابوعبيده رح قول دى چې د دې مطلب دا دى چې هغوى د مسلمانانو اطاعت قبول نکړي او څوك چې د کوم بادشاه د اقتدار لاندې هم وي. نو هغه د ده په دين کې دى نو د هغه په اړه ويل کيږي چې د ان له وخضع دا تاٴويل ابن جرير رح اختيار کړى او ليکلي يي دي.

ولايدينون ...

د ولايدينون دين الحق مطلب دا دى. او هغه سم او پوره د الله تعالٰى اطاعت اختيار نه کړي. له دوى څخه مراد يهود او نصارا دي او هر هغه څوك هم چې د کوم بادشاه يا حاکم د لاس لاندې وي نو هغه د دهپ ه دين کې دى. په عربي ژبه کې د ان بدين د دى مفهوم لپاره استعماليږي. د دې تشريح له مخې د آيت مطلب دا شو. چې په وروستي پيغمبر ايمان رانه وړي او د خدائي دين د لارښوونو پريښودلو نه وروسته هغوى لپاره د خلاصون صورت دا ؤ چې هغوى د حق دين سياسي اطاعت قبول کړي مگر د دې لپاره هم هغوى تيار نه شول. تر کومه ځايه چې د لومړى شى تړاو دى، د هغې لپاره خو مجبورولاى نشي. مگر د آخري شي لپاره خوبه هغوى په هر حال مجبور کړاى شي. او تر هغه وخته پورې به ورسره جنگ کول کيږي چې هغوى د اسلامي رياست په سياسي ماتحتۍ (اطاعت) راضي شي. له دې وروسته پنځه آيتونه په يو خاص ترتيب سره يې رانقل کړي او له هغو خخه يي يوه نتيجه راويستلې ده زه ټوله حصه بعينه دلته رانقلوم.

١: ان الدين عند الله الاسلام (سورت ال عمران). د الله په نزد دين خو په اصل کې اسلام دى. ٢: ومن يتبع غير الاسلام دينا فلن يقبل منه (ال عمران). او څوك چې له اسلامه پورته بل کوم دين ولټوي، هغه دين به ورڅخه هيڅکله قبول نه کړاى شي. ٣: هوالذى ارسل صفحه ٨٥)  هغه الله هغه ذات دى چې خپل رسول يي د صحيحې لارښوونې او حق دين سره راوليږه تر څو هغه دا دين په ټولو اديانو برلاسى  کړي اگر چې شرك کوونکو ته دا ښه نه بريښي. ٤: وقاتلوهم حتى لاتکون فتنة ويکون الدين کله لله. (الانفال ٥). او تاسې له دوى سره تر هغې وجنگيږئ تردې چې فتنه باقي پاتې نه شي. او دين ټول په ټول د الله تعالٰى لپاره خالص کړاى شي. ٥:اذا جاء صفحه ٨٦). کله چې مرسته د الله تعالٰى راشي او فتح نصيب شي او ته وگورى چې خلك لښکر، لښکر د الله تعالٰى په دين کې داخليږي نو د خپل پروردگار حمد او ثنا وايه او د ده پاکي بيانوه. او له ده څخه بښنه غواړه، هغه ستر معاف کوونکى دى.

په دغو ټولو آيتونو کې له دين څخه د ژوند ټول نظام د خپلو ټولو اعتقادي، نظري، اخلاقي او عملي اړخونو سره يو ځاى مراد دى. په لومړيو دوو آيتونو کې ارشاد شوى دى چې د الله تعالٰى په نزد د انسان لپاره د ژوند صحيح نظام يوازې هغه دى کوم چې د الله تعالٰى په اطاعت او بندگۍ (اسلام) باندې ولاړ وي. له دې پرته هيڅ بل نظام د کوم بنياد چې د کوم بل فرضي اقتدار په اطاعت باندې وي د کائناتو د څښتن په وړاندې هيڅکله د منلو نه دى او په فطري لحاظ سره نشي کيداى. له دې امله چې انسان د چا مخلوق مملوك او پالل شوى دى او د چا په ملك کې چې د رعيت په حيثيت سره اوسيږي. هغه خو هيڅکله هم دا نه شي منلى چې انسان پخپله له ده پرته د کوم بل چا د اقتدار په بندگۍ او اطاعت کې ژوند تير کړې او د بل چا په لارښوونو باندې د چليدو حق ولري. په دريم آيت کې فرمايل شوي دي چې الله تعالٰى خپل رسول د ژوند له يو داسې صحيح او برحق نظامونو باندې برلاسى او غالب وگرځوي. په څلورم آيت کې د اسلام د دين پيروانو ته حکم ورکول شوى دى چې له دنيا سره وجنگيږئ او تر هغه وخت آرام مه کښينئ څو پورې چې فتنه يعنې د هغو نظامونو وجود مو له دنيا څخه له منځه وړي نه وي د کومو اساس چې له خداى جل جلاله څخه په سرغړاوۍ باندې ولاړ دى.

او د اطاعت او بندگۍ پوره نظام خالص د الله تعالٰى لپاره شوى نه وي. په پنځم آيت کې بني عليه السلام سره په هغه موقع او وخت باندې خطاب کيږي کله چې د درويشتو کلونو په پرله پسې هلو ځلو سره په عربو کې انقلاب، بشپريدونکى ؤ. اسلام په خپله ټول تفصيلي صورت کې يو اعتقادي او فکري، اخلاقي او تعليمي، تمدني او معاشرتي او اقتصادي او سياسي حيثيت سره عملاً قايم شوى ؤ. او د عربو له بيلا بيلو کونجونو (سيمو) څخه وفدونه راروان وو او د دې نظام په چوکاټ کې داخليدل. دغه  رنگ کله چې هغه کار تکميليدو ته ورسيد په کوم چې محمد صلى الله عليه وسلم مامور کړاى شوى و، نو ده ته ارشاد کيږي چې داکارنامه خپله کارنامه وگڼه او فخر پرې ونکړي، له نقصان څخه پاك او بې عيبه ذات او کامل ذات يوازې ستا رب دى. لهذا د دې ستر کار په سرته رسولو باندې د ده پاکي او حمدوثنا بيانوه. او له دغه ذات څخه وغواړه چې دى څښتن تعالٰى په دې درويشتو کلونو د خدمت په زمانه کې د خپلو مسؤليتونو په ادا کولو کې چې کومې نيمگړتياوې له ما څخه شوي وي هغه معاف کړه. (صفحه ٩٤-٩٥).

په پورته اخستنه کې که چيرې دا خبره ويل شوي وي. نو زما به ورسره اختلاف نه ؤ چې دين د خپلو احکامو د فهرست په اعتبار سره د هغو ټولو شيانو نوم دى چې د ژوند د بيلا بيلو انفرادي او اجتماعي معاملاتو لپاره رسول د رسالت په خپله ټوله دوره کې بيان کړي دي او په دې لحاظ سره د دين لفظ د ټولو اسلامي احکامو عنوان دى. دا يوه منل شوې خبره ده کومې سره چې د اختلاف هيڅ سوال نه پيدا کيږي. (د حوالې لپاره ولولئ خازان جلد ١ صفحه ٢٧٨). مگر دلته چې کومه خبره ويل شوې هغه دا نه ده، دلته دا ويل شوي دي ې دين د اسټيټ يو مکمل نظام دى. او په دغه حيثيت سره هغه له مونږ څخه غوښتونى (مطلوب) دى. رسول د همدې لپاره راغلى دى. او د ده د مشن مقصد همدا دى چې دغه ټول نظام په نورو ټولو نظامونو باندې غالب کړئ. همدا هغه انقلابي کار دى چې پيغمبر د خپلې پيغمبرۍ په دور رسالت کې سرته رسولى دى. او همدا هغه انقلابى کار دى چې مونږ يي په ټوله دنيا کې سرته رسوو. د دين يا دينې مشن په دغسې تصور باندې زمونږ نيوکه ده. په بله وينا اسټيټ د نظام قائمولو اړخ د نبوت د دعوت د اصل په توگه باندې وړاندې کول او دا ويل چې پيغمبرانو له لومړۍ ورځې څخه له دغې دعوا سره يو ځاى خپل کار شروع کاوه صحيح نه ده.

د بحث لاندې کتاب باندې زمونږ د ټولو نيوکو لنډيز همدا دى کوم شيان چې له ايمان وروسته له بيلا بيلو اړخونو څخه په دين کې شامليږي هغه په دې کتاب کې د رسالت د دعوت د اصل په حيثيت سره وړاندې کړاى شوي دي. او د دې په اړخه زمونږ وينا دا ده چې دا د هيڅ آيت څخه ثابته نه ده. لومړني دوه آيتونه د آل عمران دي او دواړه په اصل کې د دې بيانولو لپاره راغلي چې اوس تر قيامته پورې د خداى جل جلاله په وړاندې مقبول او د نجات وسيله دين يوازې اسلام دى. لکه چې د لومړۍ فقرې څخه وروسته فوراً ارشاد فرمايل شوى . وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ إِلاَّ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ.(ال عمران ١٩). او اهل کتاب چې (د اسلام له دين سره) کوم اختلاف وکړ نو له دغسې حالت څخه وروسته چې هغوى ته علم ورسيد محض د يو بل څخه د لويي په سبب يعنې هغوى د اسلام دين په آخري مقبول او مستند حيثيت باندې چې کوم اعتراض کوي هغه محضې د هغوى سرکشي ده که نه! د پخوانيو پيغمبرانو معرفت چې څه هغوى ته بيان کړي دي د هغه په اساس هغوى د دې حيثيت ښه پيژني. د آيت همدا مفهوم مفسرينو اخستى دى. زه هغه حوالې رانقلوم. 

ان الدين عند الله الاسلام يعنې د الله تعالٰى خوښ دي يوازې اسلام دى.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ