د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

ټولنيزه غوښتنه - اتمه برخه

فصل: 20

لکه چې په بل ځاى کې يي ارشاد فرمايلى دى. ورضيت لکم الاسلام دينا. او په دې کې په يهودو او نصاراوو ترديد دى. يهودانو به ويل: چې يهوديت تر ټولو بهترين دين دى او نصاراوو به ويل چې نصرانيت تر ټولو بهترين دين دى. الله تعالٰى وفرمايل: دغسې نه ده (چې تاسې يې وايي) د الله تعالٰى په نزد خو يوازې اسلام دين دى.

٢: ان الدين عند الله الاسلام اى لادين مرضي عند الله تعالٰى سوى الاسلام. (روح المعانى جلد ٣ صفحه ٩٣). يعنې د الله تعالٰى په نزد محبوب ترين دين له اسلامه پرته بل هيڅ دين نه دى.

دغسې د دويم آيت موضوع هم همدا ده. چې د خداى جل جلاله وړاندې منل شوى دين کوم يو دى. لکه چې له دې فقرې څخه وروسته سمدستې مسلسل په څو آيتونو کې همدا خبره بيان کړاى شوې ده. چې څوك د اسلام دين پريږدي او بل کوم دين غوره کړي هغه د خداى جل جلاله په نزد کافر وگرځي او په آخرت کې به د عذاب مستحق وي.(ال عمران ٨٥-٩١).

د آيت همدا مفهوم مفسرينو اخستى دى. زه دوه حوالې نقلوم.

ومن يتبع (صفحه ٨٩). يعنې مقبول دين د الله تعالٰى په نزد يوازې اسلام دى له دې پرته بل هيڅ دين د ده په وړاندې مقبول نه دى.

ومن يتبع غير الاسلام (صفحه ٨٩). الله تعالٰى واضح فرمايلي چې د آخرى رسول څخه وروسته کوم کس چې ستا د شريعت نه علاوه کوم بل شريعت اختيار کړي نو هغه به ترې د الله تعالٰى قبول نه کړاى شي.

گويا په دوو آيتونو کې چې کومه خبره بيان شوې ده هغه اصلاً دا نه ده چې د انسان د ژوند د بيلا بيلوڅانگو لپاره صحيح نظام هغه دى چې د خداى جل جلاله د اقتدار لاندې منظم کړاى شوى وي. بلکې دلته د نورو مذهبونو د دې دعوا ترديد شوى دى چې هغه د خداى جل جلاله په وړاندې د خلاصون ذريعه دى او اعلان کړاى شوى دى چې هغه اوس د تل لپاره د نجات او خلاصون ذريعه يوازې هغه دين دى چې د آخري رسول په پيژندلو ليږل شوى دى د دريم آيت په لړ کې مونږ په دويم ځاى کې پرې مفصل بحث کړى دى. دلته يوازې يو اړخ ته اشاره کول کيږي له کوم څخه چې اندازه کيږي چې د دين د بحث لاندې مخصوص تصور له دې څخه نه اخستل کيږي  د دې آيت په سلسله کې د مصنف تفصيلي شرح چې په دويم ځاى کې نقل کړيده. له دې څخه معلوميږي چې دلته هغه د دين د پوره نظام تضاد چې په کوم رنگ اخلي  هغه دادى چې د هغه په نزد د (ليظهره على الدين کله)  مطلب دا دى چې د اطاعت په ټولو ډولونو باندې دا غالب او برلاسې کړي. يعنې د خپل نفس اطاعت د رسم او رواج اطاعت، د قانون اطاعت، د حکومت اطاعت، هغه ټول اطاعتونه ختم کړي او د هغو په ځاى خدايي اطاعت قايم کړي. ليکن نکه غور وکړاى شي نو معلومه به شي چې دغه ډول شامل اطاعت په بهرنۍ غلبې سره په هيچا طاري کيداى نشي. مثلاً د نفس اطاعت يي وکړ، د فوځ او پوليسو په ذريعه له چا سره چيړل کيداى شي.

حقيقت دا دى چې د "غلبې" موضوع يوازې يو څو ظاهري اطاعتونه جوړيداى شي د اطاعت ټول اجناس (برخې) د غلبې موضوع نشي جوړيداى. دغسې د دين د اظهار واقعه چې په کوم ډول مخې ته راغله له دې څخه هم د دې تصديق نه شي کيداى. د دې تړاو له دوو ډلو سره دى يو مشرکان د عربو له کومو سره چې د اماالسيف واماالاسلام معامله کړاى شوې. يعنې يا جنگ وکړئ يا اسلام راوړئ. او دويم اهل کتاب له کومو څخه چې جذيه واخستل شوه او په خپل مذهب باندې يې پريښودل شول. گويا يوه ډله په مذهبي توگه مغلوبه کړاى شوه او دويمه ډله په سياسي توگه باندېز ښکاره ده چې له دواړو څخه د هيڅ يوې ډلې په باره کې هم نه شي ويل کيداى چې په هغوى باندې دين داسې قايم شوى و، چې له داخل څخه نيولې تر بهر پورې په هر لحاظ سره د دين ټولې تقاضې او د دې ټول مطلوب په هغوى باندې نافذ کړاى شوې ؤ. لکه چې مفسرينو دلته د عمومې غلبې مفهوم مراد اخستى دى برابره ده چې په نورو مذاهبو وي او يا د نورو مذاهبو په افرادو باندې وي.

(ليظهره اى ليظهر الرسول (على الدين کله) على اهل الاديان کلهم او ليظهر دين الحق على کله دين). (کشاف جلد ١ صفحه ٥٣٩). يعنې رسول په ټولو اهل مذاهبو باندې غالب کړي يا دا چې حق دين په هر دين باندې غالب کړي. (ليظهره) ليغلبه .. على الدين کله ـ على اهل الاديان کلهم الو ليظهر دين الحق على کل دين، نسفي مدارك التنزيل (صفحه ٢٤٨).     رسول د ټولو مذاهبو په خاوندانو برلاسى کړي يا دا چې حق دين په ټولو دينونو باندې غالب کړي.

د څلورم آيت په اړه تفصيلي خبرې اترې مخکې راروانې دي له کوم څخه چې معلومه شوه چې د بځث لاندې تصور په دې  آيت کې په صحيح توگه نه نښلي. همدا وجه ده چې د دې آيت په تشريح کې د مصنف په وړاندې پيدا شوې او هغه يې په دوو ځايونو کې دوه خبرې ويلي دي. د بحث لاندې کتاب کې څرنگه چې مصنف لره د دين پراخ او جامع مفهوم ثابتول وو، له همدې امله دلته دوى دعواکړيده چې په دې آيت کې له دين څخه د ژوند پوره نظام د خپلو ټولو اعتقادي، نظري، اخلاقي او عملي اړخونو سره يو ځاى مراد دى. (صفحه ٩٤).

مگر په دويم ځاى کې له دې آيت څخه د مشن انقلابي مفهوم راويستى او دا ورته ورپه ياد شوي چې په دې کې چې د کوم دين ذکر دى دا په وجود کې د راوستلو لپاره د (جنگ) حکم ورکول شوى يعنې وجنگيږئ خلکو سره او د دين د اعتقادي او نظرياتي اړخونو لپاره هم وجنگيږي اوپه خلکو يې ومنئ. حال دا چې د دغو شيانو په اړه معلومه ده چې منږ ته د نصيحت او پوهولو حق حاصل دى، نه د جنگيدلو. له همدې امله په دويم ځاى کې دين د (محدود) مفهوم لرونکى دى. لکه چې په تفهيم القرآن کې يې د دې آيت په تشريح کولو کې دوى خپل دريځ بدل کړى دى او د ويکون الدين لله مطلب يي دا بيان کړى چې خلك برابره ده چې ايمان راوړي يا رانه وړي  مگر په زمکه باندې به ملکي قانون د خداى جل جلاله چليږي او د دې لپاره به جنگ وکړاى شي. (بقره حاشيه ٢٠٥).

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ