د کتاب لړۍ: د تعبير غلطي

ټولنيزه غوښتنه - نهمه برخه

فصل: 21

دغسې په وروستۍ حواله (سورت نصر) باندې چې کوم اوږود تقرير کړاى شوى د دې د سورت د اصل الفاظو سره هيڅ تړاو نشته. له (إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ) څخه هغه غلبه مراد ده چې د اسلام په دښمنانو باندې د خداى جل جلاله د رسول شوې وه. او په (يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا) کې د دې واقعې يادونه ده چې د غلبې له حاصلولو وروسته خلکو په کثرت سره د اسلام قبول پيل کړل.

د ابن عباس رضى الله عنه په روايت دى د فتحې نه مخکې کله چې د آخري رسول او قريشو په منځ کې سخت کشمکش روان و، د عربو خلکو به ويل په دې کشمکش کې چې څوك بريالى شي هغه به په حقه وي. څرنگه چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم خپل دښمنان لاندې (مغلوب) کړل  او ورباندې غالب شو نو د هغه ځاى ډلې، ډلې راتلل او په اسلام راوړلو يې پيل وکړ او دغسې اسلام په سياسي او شميريز دواړو حيثيتونو سره ځواکمن شو. يا په بله وينا اسلام په داسې حيثيت کې شو چې د دين د تبليغ هغه کار په راتلونکې کې په پرله پسې توگه جاري او دوام پيدا کړي کوم چې د رسالت د خاتمې نه وروسته جارى او دوامداره ساتل يي الله تعالٰى ته لازمي توگه باندې مطلوب ؤ. همدا وجه وه چې پخپله د وحې خاوند صلى الله عليه وسلم او د ده نږدې نورو ملگرو چې کله دا سورت واوريد نو دوى وپوهيدل چې د ده صلى الله عليه وسلم وخت (د وفات) رانږدې شو. دلته زه د تفسيرونو څو اقتباسونه رانقلوم. له کومې څخه چې د دې خبرې وضاحت کيږي

اذا جاء نصر الله...

د نصر مطلب دى د دښمنه په مقابله کې مرسته او کومك ورکول. او د فتح مطلب د ښارونو نيول دي. د دې مطلب دا دى چې د عربو يا قريشو په مقابل کې د خداى جل جلاله د رسول مرسته وکړاى شوه او مکه يي فتحه کړه. وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا. يعنې کله چې د ستا د دښمنانو په مقابله کې تاته د خداى جل جلاله مرسته راورسيږي او هيواد فتحه شي او د يمن خلك وگورې چې هغوى د لويو، لويو ډلو سره يو ځاى د اسلام په دين کې داخليږي. په داسې حال کې چې اول به يو، يو او ده، دوه په دې کې داخليدل.

يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ ...

يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا يعنې د اسلام په دين کې په ډير شمير کې داخليږي لکه د مکې، طائف، يمن، هوازن او عرب قباليلو خلك، کوم چې له دې مخکې يو، يو او دوه، دوه په شمير کې اسلام راوړل.

والمرادبدخول الناس...

له دې څخه مراد پرته له جنگيدو د خلکو په ډير شمير کې د اسلام قبلول دي. او دا واقعه د مکې د فتحې او د ده د وفات په منځ کې وه له فتحې څخه مخکې به يو، يو او دوه، دوه تنو اسلام قبلولو.

معلومه شوه چې په دې سورتکې کوم شى ذکر دى هغه يوازې د فتحې راتگ او د الله تعالٰى په دين کې د خلکو داخليدل دي. يعنې د خداى جل جلاله له کومك څخه د فتحې حاصلولو او د خلکو په کثرت سره د اسلام قبلول دي. د دې فتحې او نصرفت شا ليد (پس منظر) څه ؤ، د دې دلته هيڅ يادونه نشته، له همدې امله له هغو آيتونو څخه دا مفهوم راويستل چې له دې څخه مخکې په عربو کې د رسالت د دعوت کوم کار ؤ هغه د يو ځانگړي اسټيټ نظام د قايمولو هلې ځلې وې. او دا فتح او نصرت د دغه انقلابي هلو ځلو تکميل ؤ. دا يوه اضافي خبره ده چې له جدا ځاى څخه راوړل شوې او دلته چسپان (نښلول) شويده. پخپله په هغو آيتونو کې د رسالت د دعوت دا نوعيت نه دى بيان کړاى شوى. نه هغه په بل ځاى کې صراحة ياده شوې د کوم په اساس باندې چې دلته په هغه قياس کړاى شي.

په دغسې حالت کې د دغه استدلال شان بالکل داسې دى لکه چې يو کس د رسالت د دعوت نوعيت دا فرض کړاى شي چې هغه د عرب قوم د مذهبي مشرانو او فيوډالانو له اقتدار څخه د ويستلو کوشش ؤ. دغسې کس خپل دغه مخصوص نقطه نظر له هغو آيتونو سره يو ځاى کړي او ووايي چې د دې مطلب دا دى چې د عربو قومي هلې ځلى او کوششونه چې د محمد صلى الله عليه وسلم په مشرۍ کې پيل شوي وو. هغه د مکې د فتحې په ورځ خپل برياليتوب ته ورسيدل. او له دې وروسته د هيواد هغه ټول خلك چې د پخواني نظام لاندې د فشار لاندې نيول شوي وو. هغوى ډلې ډلې د ده د بيرغ لاندې راټول شول. که چيرې دا دويم استدلال صحيح نه وي نو يقيناً لومړى استدلال هم صحيح کيداى نشي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ