د اسلامي مشن تعبير
د تيرې نيمې پيړۍ په دوران کې چې کومو ټولنيزو نظرياتو د قبوليت او برتۍ مقام حاصل کړى و، هغه هاغه نظريات وو چې د ژوند مادي نظام د سمولو او سياسي انقلاب د بريا کولو لپاره راپورته شوي وو. تردې پورې چې اوس هغه خوځښتونه ژوندي خوځښتونه گڼل کيږي چې په دغه تگلار باندې کار کوي. له دې څخه په اغيزمن کيدو د پخوانيو فکري مکتبونو خلکو هم د خپلو نظرياتو د تشريح کول په دغه ځانگړي انداز کې وکړل. د هندوايزم او عيسايت نوې ليکنې د دې څرگند مثال دى. دا يې واخيسته او دومره يې غټه کړه چې اوس مذهب د آخرت د آبادولو په ځاى د دنيا ودانول خپل عنوان جوړ کړ. که چيرې ته د دې خپرې شوې فضا څخه اغيزمن او متاٴثر يې او له دې څخه وروسته د اسلام مطالعه شروع کړې نو دا عين ممکنه ده چې د اسلامي تحريك نقشه د ستا په ذهن کې سمه په داسې طرز باندې جوړول شروع کړې چې په بهر دنيا کې يې ته گورې.
ستا ذهن د نسلي تړاو په اساس باندې له اول نه اسلام سره يو ډول عقيدت لرلو. په قدرتي توگه باندې هغه اسلام په هغه سطح باندې ليدل غواړي کومه چې د خلکو په نزد اوچته او مستنده کچه ده. او کوم شى چې په دې حيثيت سره تاسې هم په غير شعورى توگه ومنې. له دې وروسته کله چې ته وگورې چې په اسلام کې د ژوند د هرې څانگې اړوند احکام شته. د اسلام په تاريخ کې له واکمنې طبقې سره جنگ جگړې هم شوي دي. اسلام سياسي ځوا هم حاصل کړى دى. نو د دې ټولو مجموعه به د ستا د ذهن په چوکاټ کې د اسلام د دې تعبير په صورت کې ځاى ونيسي. چې گاسلام د ژوند يو بشپړ نظام دى، او پيغمبران عليهم السلام د دې لپاره راغلي وو چې الٰهي حکومت قايم کړي او دا صحيح ترين نظام عملاً په زمکه باندې نافذ کړي".
په دې تعبير کې په ښکاره هيڅ يو لفظ هم غلط نه دى ـ دا بالکل صحيح ده چې د اسلام خپل د ژوند يو نظام دى. پيغمبر حکومت هم قايم کړى. ده د خداى جل جلاله ورکړې قوانين په زمکه باندنافذ کړي هم دي. مگر هغه يې اجزا جوړ کړل چې مجموعه تيار کړاى شوي دي. هغه د حقيقت په اعتبار سره داسې دي لکه د بيلا بيلو ځناورو هډوکي چې سره يو ځاى کړې، يوه نوې ډانچه ترې جوړه کړې او دعوا وکړې چې دا يو تاريخي ځناور دى چې له اوس څخه پنځوس ميليونه کاله پخوا په زمکه باندې گرځيده، راگرځيده.
د اسلام د دې تصور ږطابق په دنيا کې د ايمان خاوندانو "نصب العين" مرام گرحول شوى دا جماعت اسلامي د خپل تاٴسيس په وخت چې په لاندې فقره کې بيان کړى و، د جماعت اسلامي نصب العين (مرام) او د دې ټولو هلو ځلو هدف او موخه په دنيا کې الٰهي حکومت قيام او په آخرت کې د الٰهي رضا حصول دى. په دستور کې د نصب العين د دې فقرې په توضيح کولو ويلي دي چې له دې څخه مراد الله تعالٰى د شرعي حکومت قيام دى. د کوم چې تړاو د انسان د ژوند هغې برخې سره دى په کومه کې چې الله تعالٰى انسان ته اختيار ورکړى دى. د دې مطلب دا دى چې د عقايدو، اخلاقو، معاشرت، تمدن او سياست او نورو سره اړوند چې کوم مفصل قانون خداى جل جلاله د خپل رسول په ذريعه راليږلى دى. هغه ومنل شي کوم خلك چې داسې ونه کړي هغه په اصل کې د خداى جل جلاله په مقابل کې د بغاوت ارتکاب کړى دى.
د مومن کار د دې بغاوت له دنيا څخه محوه کول او د خداى جل جلاله په زمکه باندې د خداى جل جلاله څخه پرته د هر يو خدايتوب ختمول دي. د مومن د ژوند مرام دا دى لکه څنگه چې د خداى جل جلاله تکويني قانون په ټولو کائناتو کې نافذ او جاري دى دغسې د خداى جل جلاله شرعي قانون هم په انساني نړۍ کې نافذ وي، د مومن د ټولو کوښښونو مقصودى هدف دا دى چې هغوى د خداى بندگان له خدايه پرته د هر يو له بندگۍ څخه راوباسي او يوازې د خداى بندگان يې جوړ کړي. دا کار خو په اصل کې په پوهولو، نصيحت، ترغيب او تبليغ سره د کولو دى. ليکن کوم خلك چې د خداى د ملك په ناجايزه مالك جوړ شوى او په ملکيت يي قبضه کړې او د خداى بندگان يي خپل بندگان جوړ کړي هغوى عموماً د خپل خدايتوب څخه محض د نصيحتونو په اساس لاس اخستونکي دي.
له همدې امله مومن د مجبوريت له مخې جنگ جگړې ته اړ کيږي تر څو د الٰهي حکومت د قيام په وړانېد چې کوم شى د لارې خنډ دى هغه له لارې ليرې کړي. د هيواد د ويشل کيدو نه وروسته کله چې د هندوستان جلا جماعت قايم شو نو د دې ځاى لارښوونکو د نصب العين په فقرو کې څه تبديلي وکړه او هغه يې په لاندې فقرو کې ظاهر کړ. د جماعت اسلامي نصب العين او د دې ټولو هلو ځلو مقصود په دنيا کې د دين قايمول ( الله تعالٰى دين قايمول) او په آخرت کې د الٰهي رضا حصول دى؛ ددې تبديلۍ مطلب د نصب العين تبديلي نه وه. بلکې دا يو محض يوه لفظي تبديلي وه. لکه چې په دستور کې تبديل شوې فقرې لاندې ليکل درج دي. د جماعت په منشور (دستور) کې له دې نه مخکې د دين د اقامه کولو په ځاى د الٰهي حکومت لفظ ؤ. چې په اصل کې په داسې مفهوم کې استعماليده کوم چې د دين د اقامت دى.
له همدې امله اړتيا وليدل شوه چې د خپل مرام د څرګندولو لپاره داسې لفظ اختيار کړاى شي کوم چې د قرآن د يو اصطلاحي لفظ کيدو سره، سره د دې په ټولو مفاهيمو باندې دا چاپيره کيدونکى هم وي. ا و د هيڅ غلط فهمۍ باعث هم نه وي. اوس همدا مرام د هند د جماعت اسلامي په موجوده منشور کې په دغو الفاظو کې بيان کړاى شوى دى (د هند د جماعت اسلامي مرام (نصب العين) د دين قايمول دي د کوم چې حقيقي محرك (باعث) يوازې الٰهي رضا او په آخر کې د نجات حصول دى. ... دا دين د انسان په ظاهر او باطن او د ده د ژوند په ټولو انفرادي او اجتماعي کونجونو راچاپيريدونکى دى، د عقايدو، عباداتو او اخلاقو نه واخله د اقتصاد، معاشرت او سياست پورې د انسان د ژوند هيڅ يوه څانگه هم داسې نشته چې د دې له د چوکاټه بهر وي.
دا دين لکه څنگه چې د الٰهي رضا او د آخرت د فلاح (خلاصون) ضامن دى. دغسې د دنيوي مسايلو د موزون حل لپاره د ژوند بهترين نظام هم دى او د انفرادي او اجتماعي ژوند ښه او پرمختگ منونکى تعمير يوازې د دې په قيامت سره ممکن دى. د دې دين د اقامت مطلب دا دى چې د هر ډول توپير او ويش پرته د دې پوره دين مخلصانه پيروي وشي او له هره اړخه يو جهته شي او د انسان ژوند په انفرادي او اجتماعي گوښو کې دا داسې جاري او نافذ کړاى شي چې د فرد ارتفا، د ټولنې وداني او رياست تشکيلول ټول هر څه د دې دين مطابق وي). همدا خبره د دې فکر لاندې رامنځته شوو ليکنو کې بيا، بيا په بيلا بيل انداز سره راغبرگه شوې ده. د يو مضمون څو پراگرافه دا دي.
"اسلام (په عامه معنا کې)" د کوم مذهب او د مسلمان کوم قوم نوم نه دى. بلکې په اصل کې اسلام يوه انقلابي نظريه او مسلك (تگلاره) دى چې د ټولې نړۍ نظام بدلوى او د خپلې نظريې او مسلك مطابق يې ودانول غواړي. او مسلمان د دې ملگروملتونو انقلابي جماعت نوم دى لکه چې اسلام د خپل مطلوب انقلابي پروگرام په عمل کې د راوستلو لپاره يې تنظيموي. او جهاد ددې انقلابي هلوځلو، د هغه پوره او نهايي طاقت مصرفولو نوم دى.