لومړی باب
زه هلته ډېر ساعت پوری ولاړ وم او دا منظر می لیده. ما سوچ وکړه چې دغو اشغال کرو بیزګانو ته د دی څه پام نشته چې دا بلډنګ چا جوړ کړی دی او څه کار لپاره یی جوړ کړی دی او دا چې دا بیزوګانی چې هلته بی معنی ټوپونه وهی او ډول، ډول غږونه را کوی د دی څه اړه د جوړونکی د بنسټ سره ده یا نه. دغو سوالونو څخه مکمل توګه باندی بی خبره هغوی هلته داسی کارونه کوی. چې د دی ودانۍ یوازی غیرمشروع استعمال دی هغه د دی ودانۍ مشروع استعمال نه دی.
بیا ما سوچ وکړ چې آیا د ودانۍ دا غیرمشروع استعمال به همدا ډول د تل لپاره جاری وي. یا د ودانی جوړونکی به راښکاره کیدو سره دغو بیزوګانو ته د هغوی جنایی چلند سزا ورکړي. او بیا به هغه دا ښایسته ودانی داسی خلکو ته وسپاری د کومو لپاره چې جوړه شوی وه.
په دی مثال باندی دقت وکړۍ جوړونکۍ دا ودانۍ د یوه خاص مقصد لپاره جوړه کړی وه. د دی ودانۍ صحیح کارونه دا وه چې هغه خپل مقصد لپاره وکارول شي. خو د دی پر ځای داسی وشوه چې پر هغی باندی وحشي بیزوګانو خیټه واچوله.او ودانی یی خپلو بی معنی خیزولو او ټوپونو ته کارول پیل کړه.
دا مثال په لویه پیمانه باندی نن د پوره انسانی دنیا سره سمون خوري. اوسنی د ځمکی سیاره لکه چې په ډېر پراخه پیمانه باندی د یادی شوی ودانی په څیر ده. ټوله دنیا کې دا حال دی چې ښځی او سړي ډېر به بی مسولیته توګه په ځمکه خپاره شوی دی. هغوی ځمکی ته یوازی په دی نظر سره ګوري چې دلته خپل خواهشونه څنګه پوره کړي. دی حقیقت په هکله هیڅ سوچ نه کوي چې دا ځمکه چا پیدا کړی ده او څه مقصد لپاره یی پیدا کړی ده.
داسی ولی وشوه اوسنی زمانه کې کله چې ساينس ژوند ساتونکی نظام په ډېر لویه کچه باندی ډیر څه په لاس راوړه. نو عین حال یوه بله پیښه مخی ته راغله. هغه دا چې مختلفو اسبابو سره په دنیا کې نړیواله کچه باندی یو نوی کلتور منځ ته راغی چی د خوندونو فرهنګ (enjoyment culture) ورته ویل کیږي.
د دی فرهنک په چاپیریال کې خلکو د خپله ځان نه دا وګڼله چې دلته چې څه دی هغه ټول د دی لپاره دی چې انسان تری خوند او مزی واخلی. دغه شان دا وشوه چې د اوسنی ماحول له کبله نه د کوم عقلی سبب سره ژوند ساتونکی نظام په عملی توګه د خوند ساتونکی نظام حیثیت خپل کړ. او په دی ډول انسانی ټولنه حیوانی ټولنه وګرځیده.
انسان او په حیوان کې څه توپیر دی؟ هغه توپیر دا دی چې حیوان یوازی خپل ذات پیژنی او د انسان معامله دا ده چې هغه خپل ذات سره خپل مسولیت هم پیژنی او غوښتنی یی پوره کوی، خو په نن دنیا کې په ظاهره داسی معلومیږی چې دا توپیر ورک شوی دی د نن انسانی کلتور هماغه حیوانی کلتور دی د ظاهری توپیرنه پرته د دواړو په مینځ کی هیڅ فرق نشته.
دا څه ساده خبره نه ده. دا په ښکاره توګه باندی د فطرت د لاری نه د لري کیدو په څیر ده او د فطرت لاره پریښودل تل د دوه چنده محرومی سبب ګرځي. د مرګ نه وړاندی د ژوند په پړاو کې هم بی برخی او مرګ نه وروسته پړاو کې هم بی برخی. انسان په دی دنیا کې د خپلې آزادۍ د غلط استعمالولو سره د فطرت د لاری نه سر غړونه خو کولۍ شی لیکن هغه د دی توان نه لری چی د دی سر غړونی د هلاکونکی د پايلی څخه خپل ځان وژغوری. همدا د ټولو نه لویه خطره ده کوم سره چې د نن انسان مخامخ دی.
ژوند د مرګ نه وړاندی پړاو کې محرومی کیدل څه دی دا هر سړی خپلې ذاتی تجربی سره معلومولۍ شي. هر سړی مخی ته خپل ځان لپاره یو ښايسته منزل وینی. چیر ته چې هغه رسیدل غواړی هغه خپل ټول وخت او خپل ټول قوت د دې مقصد د ترلاسه کولو لپاره مصرفوی خو مونږه کورو چې پایله کې د هر یوه په بر خه کی یوازی نا اُمیدی راځی. په دی دنیا کې هر انسان که هغه امیر وي. یا غریب کله چې خپل عمر پوره کړی او ومړ. نو هر سړي نا اُمیدي (despair) کې مړ کیږي په دی کې د یوه سړی یا ښځی څه ځانګړتیا نشته.
داسی ولی کیږي؟ د دی سبب دا دی چې انسان خپل کوم منزل تر لاسه کول غواړي د دی اسباب په دی دنیا کې له سره موجود نه دی نو ځکه داسی کیږي او ټولو زیارونو د کارولو نه پس د هر سړي پائله یوازی په یو انجام باندی کیږي هغه دا چې سړي په دی دنیا کې خپل ټاکلی هدف ته ونه رسیږی. د خپل مقصد په تر لاسه کولو کې ناکام شی.
د انسان په بدن کې په خصوصی توګه باندی پینځه امتیازونه (five faculties) موندل کیږي. دغو صلاحیتونو ته خواص خمسه (five senses) وئیل کیږي. هغه پینځه امتیازي صلاحیتونه دا دی کتل، لمسول، څکل، بویول او اوریدل.
Sight, touch, taste, smell and hearing.
دا پینځه خواصه په اصل کې پینځه د لذت ځایونه دی په دی هر یوه کې الله پاک ډیر زیات خوند ایښودی دی. انسان لپاره کتل هم یوه ډیره خوندوره تجربه ده. لمس کول هم یوه خوندوره تجربه ده او داسی څکل، بویول، او اوریدل هم خوندوری تجربی دی. په دی کائنات کې بل هیڅ مخلوق د ځناورو په ګډون د دغو خوندونو نه مزه اخستلو صلاحیت نه لری. دا یوازی د انسان ځانګړی صفت دی چې هغه د یوه شې نه ډېر په نازکه ډول خوند(pleasure) حاصلولی شي.
بر سیره په دی انسان کې شپږم حس( sixth sense) هم شته. دا شپږم حس د سوچ کولو صلاحیت( thinking capacity) دی. دا شپږم حس انسان لپاره د ټولو نه اعلی خوند حاصلولو ذریعه ده. دا یو حقیقت دی چې سوچ کول د انسان یو نا آشنا صفت دی. سوچ کول انسان لپاره د بی پناه خوند خزانه ده. د سوچ کولو عمل په ظاهره ښکاریږی نه، خو هغه انسان ته داسی اعلی خوند ورکوی. چې د کوم بل شی په ذریعه نه دی تر لاسه شوی.