دویم باب
دی سره دا یوه واقعه ده، چې انسان خو دغه خوندونه محسوسوی لیکن هغه په اوسنی دنیا کې د دغو خوندونو د ارام سامان نه مومی. هر سړي بی پناه خوندونو سره پیدا کیږي او بیا لږه موده پس هر سړی او ښځه نا مکمله خواهشاتو (unfulfilled desires) سره مړ کیږي.
د دی مطلب دا دی چې په دی دنیا کې انسان سره خواهشونه شته خو دلته د هغه لپاره د خواهشونه د پوره کولو سامان نشته. دا حقیقت د دی خبری لپاره حتمی اشاره ده چې د خالق د تخلیقی پلان سره سم د دغو خواهشونو د پوره والی سامان د مرګ نه مخکی د ژوند پړاو کې نه دی ایښودی شوی بلکه هغه پس له مرګه د ژوند پړاو کې ایښودل شوی دی دا خواهشونه انسان ته ځکه ورکړي شوی دی چې هغوی د ژوند حقیقت وپیژنی او د هغه سره سم هغوی د خپل ژوند پلان جوړ کړي.
دی سره دا حقیقت مخی ته کیږدئ، چې په انسان کې دننه په استثنائی توګه باندی د سبا(tomorrow) تصور موندل کیږي. ځناور په ظاهره د ژوندی مخلوق حیثیت لري. خو يه یوه حیوان کې هم د ً سبا ً تصور نشته. د ځناورو محدود عقل یوازي حال (present) پیژني. هغه راتلونکی (future) د تصور سره آشنا نه دی، ځکه په انسان کې دننه د سبا یا راتلونکی تصور ډېر زورور صورت کې موجود دی. خو د هر انسان عملی تجربه هغه ته ښایی چې اوسنۍ دنیا کې دا ټاکلی مستقبل د هغه لپاره لاس ته راوړو وړ نه دی.
دی حقیقت کې دننه نښانی (clue) پټی دی، دا نښانی انسان ته وایی چې کومه راتلونکی چې تا په نظر کې نیولی ده هغه یی د محدودیت په سبب په اوسنۍ دنیا کې هغه لپاره مقدره نه ده . دغه نظر کې نیولی مستقبل وروسته ترلاسه کولو لپاره هغه ته په دنیا کې اړونده تیارۍ کول پکار دی. تر څو چې هغه د مرګ نه وروسته راتلونکی ژوند په پړوا کې خپل دغه ټاکلی هدف مستقبل کی ترلاسه کړي شي.
د اوسنی دنیا معامله د یوه امتحان خونې غوندی وی. امتحان خونه کې د زده کوونکی لازمی حاجتونو محدود انتظام خو وي. خو د هغه د ټولو خواهشونو د پوره والی سامان هلته نه وي. ځکه کوم زده کوونکی چې امتحان خونه یوازي د امتحان خونه وګڼی. هغه به په نا اُمیدی کې نه اخته کیږي. خو کوم زده کوونکی چې د امتحان خونه د خپلو خواهشونو د پوره والی ځای وګڼی هغه ته به هلته د نا اُمیدی نه پرته بل څه په لاس نه ورځی .
د خالق د تخلیقی پلان سره سم اوسنی دنیا د آزموینی لپاره جوړه شوی ده. دلته چې کوم ژوند ساتونکی نظام دی. هغه یوازی دومره دی څومره چې آزموینی(امتحان) د مقصد لپاره ضروری وی. اوس چې کوم خلک دا دنیا د آزموینی میدان (testing ground) وګڼی او د هغه مطابق ژوند تیر کړي. په هغه کې دننه به کله هم د مایوسۍ نفسیات پیدا نشې. خو کوم خلک چې اوسنی دنیا د خپلو خواهشونو د تکمیل ځای وګڼی هغوی ته سخته د مایوسي تجربه کیږي. ځکه هغوی چې څه غوښتل د هغه د پوره والی انتظام د خالق د پلان مطابق دلته شوی نه وو.
د اوسنی ځمکی سیاره باندی د ژوند صحیح او بریالی طریقه دا ده چې انسان د خالق د تخلیقی پلان سره سم دا دنیا د مزو او چړ چو ځای ونه ګڼی بلکه هغه دا د ازموینی ځای وګڼی. داسی سړي چې د خالق د تخلیقی پلان سره سم دلته ژوند تیر کړي. د دی په نتیجه کې به هغه د تل لپاره کامیابی ترلاسه کړي.
د ازموینی د مزاج لاندی د یو انسان چې کوم ژوند جوړیږي. هغه د هغه نه بالکل مختلف وي کوم چې خوند اخستو د مزاج لاندی جوړیږی. د دواړو نقشه د یو بل نه بیخی جلا وی. دلته مونږ دواړه ډوله څه مثالونه لیکو چې پربنسټ یې د دواړو په مینځ کې توپیر څرګنډیږي.
په دی معامله کې بنیادی فرق د سوچ له لحاظه کیږي. آزموینی (امتحان) مزاج لرونکی انسان کې دننه خالق ته مایله سوچ (creator-oriented thinking) پیدا کیږي. هغه په هره معامله کې د دی معلومولو زیار باسی چې د خالق د نقشي سره سم هغه ته څه کول پکار دی او څه نه کول پکار دی. د دی برعکس د خوند اخستو مزاج لرونکی کې دننه ځان ته مائله سوچ (self-oriented thinking) پیدا کیږي. هغه خپل ځان یوازې د خپلی خوښی پابند ګڼی نه چې د خپل ځان نه پرته د کومی بلی غوره هستي د خوښي پابند شي.
ازموینی مزاج لرونکی انسان د مرګ نه پس د ژوند ښه کولو په فکر کې وی، او د خوند اخستو مزاج لرونکی انسان یوازی د نن دنیا ښه کولو په فکر کې بوخت وی. مثال په توګه امتحان مزاج لرونکی سړی کې د دولت په هکله د قناعت خوی وی. هغه په دی معامله کې په قدر د ضرورت باندی قناعت کوي، د دی برعکس خوند اخستو مزاج لرونکی سړي تل د دی په فکر کې وی چې زیات نه زیات دولت را جمع کړي. په دی معامله کې د هغه حرص به هیڅکله ختم نشی.
آزموینی مزاج لرونکی سړي به بی ګټی تفریحاتو څخه خپل ځان لري ساتی ځکه چې هغه یی پام خرابوونکی(distraction ) ګڼی د دی برعکس خوند اخستونکی مزاج سړی تفریحی شیانو کې غورځیږي . که څومره پکی وخت او پیسه برباد هم شي. د ازموینی فکر لرونکی انسان به په هر شې کې اصراف (waste) څخه خپل ځان ساتی. د مثال په توګه خرچ کولو کې اصراف، اوبو کې اصراف خبرو کې اصراف او داسی نور. د دی برعکس خوند اخستو مزاج لرونکی سړي به اصراف ته د سره څه اهمیت هم ور نه کړي. د امتحان ذهن لرونکی سړی به هره معامله کې خپل ځان د اخلاقی قدرونو پابند ګڼی د دی برعکس خوند اخستو مزاج لرونکی سړی لپاره ټول اهمیت د خپلی شخصی ګټی وی نه د کوم غوره اخلاقی معیارونو.
د خالق د تخلیقی پلان سره سم په دی معامله کې ټول ارزښت د دی خبری دی چې ګڼو احوالو په مینځ کې انسان کې دننه څه ډول شخصیت روزل کیږي. ربانې شخصیت یا غیر ربانی شخصیت. اوسنی دنیا کې سړی چې څنګه خپل جسمانی وجود لپاره مادی خوراک تر لاسه کوي. دغه ډول خپل روحانی وجود لپاره هم هغه ته پرله پسی روحانی خوراک (spiritual food) اړتیا وي. همدا روحانی خوراک په هغه کې ربانی شخصیت روزي.

روحانی خوراک څه دی. هغه دا دی چې انسان مخی ته کله چې حق راشې نو د انکار کولو پرځای هغه یی اعتراف وکړي. خواه که حق وړاندی کونکی د هغه خپل سړي وی یا پر دی . هغه د حالاتو د اثر لاندی سوچ ونه کړي بلکه د حالاتو نه پورته شي او نا متاثره ذهن لاندی خپله رای جوړه کړي. د هغه ژوند د شکر او اعتراف ژوند وي نه د نا شکری او بی اعترافی ژوند. هغه منفی تجربی ته هم په مثبت چلند کې ځواب ورکړي. هغه خپله ورکړل شوی آزادی د خپلو لګولو بندیزونو لاندی وکاروي. هغه په هر کار کې د انصاف خبره وکړي. آن که د انصاف خبره خپله د هغه پر ضد ولی نه وي. هغه د دنیا عارضی ګټی پرځای د آخرت تل پاتی ګټه تل خپلی مخی ته کیږدي. د هغه د عمل هدف او نښانه د آخرت د تل پاتی برۍ ترلاسه کول وي. نه یوازی د دنیا موقتی کامیابی ترلاسه کول.
کوم خلک چې دنیا خپل ځان لپاره د آزمایش میدان وګڼی او د هغه مطابق ژوند تشکیل کړي. هغوی به په آخرت کې د خدای په ګاونډ په تل پاتی باغونه کې مشته کړي شي. د دی برعکس کوم خلک چې دنیا یوازی د خوند اخستو ځای وګڼی. هغوی به په آخرت کی د دی تباه کوونکی پایلی سره مخامخ شي چې هغوی لپاره د آخرت په تل پاتی دنیا کې د بی برخی او نا امیدی نه پرته کوم بل انجام نه وي ټاکلۍ.