درېیم باب
د ژوند مقصد
په ۱۱ مارچ (۲۰۰۶) کې د ماښام په الوتنه کې زه د حیدر آباد څخه ډهلی ته راتلم. ما سره د سی،پی،اس(CPS) د ډلی څو نور وګړي یو ځای وو. په دی الوتکه کې یوی ښځي نهیا بټواری(Neha Batwara) هم سفر کاوه. زمونږ د ډلی غړو په الوتکه کې دننه په مسافرو کې د دعوت کار کاوه. په دی لړ کې هغوی آعلی نهیا سره هم خبری وکړی او هغی ته یی ورقه ورکړه. دا ښځه د ډهلی په هوایی میدان کې ښکته شوه او خپل وطن لور ته لاړه. وروسته د حیدرآباد څخه د هغی یو خط د مارچ په ۲۸ تاریخ د ای میل (email) په ذریعه ترلاسه شو. هغه خط دا وو:
Respected Maulana Wahiduddin khan.
I am Neha, working in an MNC for some people, it cannot be better than to get a job in top MNC just after graduation, But believe me, I am in search of a more purposeful life, that’s why I am writing to you I met Khalid Ansor; and Sadia khan on a flight to Delhi and could apparently see the difference your guidance has made to their lives.
Maulana, I know we have been created by God, and we all have purpose have to fulfill on earth which if done will be more satisfying than getting heaven after death.
The point where I am lacking is to know the purpose for which I have been sent here, I could not come to your class in Delhi, because my family was against going to some spiritual classes. You understand
I will be grateful for whole of my life if you could help me in any way, I am currently in Hyderabad.
Regards
Neha Batwara, Soflaware Engg.mial Hyderabad, ex 3355, Tel 040-23308090
دا خط په ساده توګه یوازی د یوی ښځی خط نه دی بلکه هغه د هر روح غوښتنه ده. دا خط لکه د هری ښځی او سړي د زړه ترجمان دی. هر سړی د یوه هدف لرونکی ژوند (purposeful life) په لټون کې دی. دا د هر انسان د فطرت آواز دی خو خلک دا غواړي چې دا با مقصده ژوند هغوی ته په پوره ډول د مرګ نه وړاندی د ژوند په پړاو کې حاصل شي. د مرګ نه پس د ژوند د لړی نه هغوی ته شعور شته او نه یی انتظار کولو ته تیار دی.
په دی لړ کې اهم او بنیادی سوال دا دی چی انسان دا مقصد لرونکی ژوند کوم ځای کې حاصلول غواړي. خپله جوړه کړی دنیا که یا د خدای په جوړه کړی دنیا کې ظاهره ده چې هغه ته دا مقصد د خدای په جوړه کړی دنیا کې ترلاسه کول دی ځکه چې خپله جوړه کړی دنیا هغه لپاره نشته دی.
په داسی حال کې دا بالکل فطري خبره ده چې سړۍ د ټولو نه وړاندی دا معلوم کړي چې د خدای د جوړی کړی دنیا قوانین څه دی او د دی جوړونکی د کوم تخلیقی پلان لاندی دا جوړه کړی ده. ځکه چې دی سره سمون نه پرته هغه په یو حال کې هم خپل مقصد نشې تر لاسه کولی.
که چیری تا سره یو ښه موټر وي او ته یی په سرک چلول غواړی نو ته به د ټولو نه وړاندی دا معلوموی چې په کوم ملک کې ته موټر چلول غواړی هلته چپ لاس چلولو(left- hand drive) قانون دی یا ښی لاس چلولو(right- hand drive) کامیاب سفر لپاره دا خبره معلومول ضروري دی. که چیری ته داسی وکړي چې چپ لاس چلوونکی ملک کې خپل موټر په ښی لاس چلول پیل کړي یا ښي لاس چلوونکی ملک کې په چپ لاس چلوي نو په دواړو حالتونو کې به ته د بریالی سفر نه بی برخی پاتی شي.
همدا معامله د ژوند د پراخ سفر هم ده. انسان د خپل ژوند پراخ سفر خپله جوړه کړی دنیا کې نه کوي. هغه خپل دا سفر د خدای په جوړه کړی. دنیا کې کوی ځکه هری ښځی او سړی لپاره اړینه ده چې هغه د خدای تخلیقی پلان وپيژنی او دی سره سم خپل ژوند جوړ کړي. او داسی نه کولو په صورت کې هغه خپل ځان د ناکامی څخه نشی ژغورلی.
د انسان خپله تجربه په دی معامله باندی د پوهیدو لپاره بس ده. د هر انسان دا ستونزه ده چې هغه تږی کیږي. هغه خپله تنده ختمول غواړي خو دا یوه معلومه خبره ده چې هر انسان خپلې تندې ختمولو لپاره اوبو څکلو باندی مجبوره دی. د اوبو نه پرته په بل کوم شي باندی هغه خپله اړتیا نشي پوره کولی. دغه ډول انسان وږی کیږي د ولږی په معامله کې هم انسان همدا کوي چې هغه فطرت رسولو خوراکونو په ذریعه خپله ولږه ختموی. هر انسان ساه اخستو لپاره اکسجن ته اړتیا لري د دی نه پرته هغه ژوندی نشې پاتی کیدی هر انسان اکسیجن ترلاسه کولو لپاره هماغه نظام استعمالوی کوم چې فطرت جوړ کړی دی همدغه شان د نورو ټولو اړتیاوو معامله ده.
بلکل همدغه معامله د ژوند د مقصد هم ده. د ژوند د مقصد په معامله کې هم انسان ته د خپل خالق تخلیقی پلان(creation plan) معلومول دی. په دی معامله کی کوم بل ځای انسان لپاره نشته.
قرآن د فطرت د خالق کتاب دی په قرآن کې د دی سوال ځواب په سورت ۱۰۳ کې ورکړل شوی دی . د قرآن دا ځواب د خپل مفهوم په اعتبار سره دا دی.
History is a witness that man is in loss, except those how follow the course of life sit by the creator.
(والعصر إن الإنسان لفي خسر)
قسم دی په زمانی چی بیشکه انسان خامخا په زیان کی دی مګر نه دی هغه کسان چی ایمان راوړی دی او کړی یی نیک عمل او وصیت یی کړی وی یو بل ته په حقه سره او وصیت یی کړی وی یو بل ته په صبر.
که دې اعتبار سره وکتل شي نو معلومیږي چې خالق د انسان ژوند په دوه پړاوونو کې تقسیم کړی دی. د مرګ نه وړاندی پړاو او د مرګ نه وروسته پړاو د مرګ نه وړاندی د عمل کولو دور دی او وروسته یی د انجام موندلو دور څه چې د مرګ نه پس تر لاسه کیدونکی دی. هغه د مرګ نه وړاندی نشي ترلاسه کیدی څه چې د مرګ نه مخکی کول دی د هغی فرصت د مرګ نه پس نه پاتی کیږي.