څلورم باب
د انسان مطالعه ښایی چې هر انسان د لازوال هوس او خواهشونو (unlimited desires) سره پیدا کیږي. دا خواهشوونه هر یو ته ډېر خوښ وي خو دا هم ریښتیا ده چې پوره انسانی تاریخ کې یو کس هم خپل دا خواهشونه پوره نه کړای شو. مختلیفو انسانانو د خپلو خواهشونو د پوره کولو لپاره ټول عمر زیار وکړه. په ظاهره هغوی لوی، لوی کامیابی ترلاسه کړې. خو هر یو د دې خفګان سره مړ شو. چې هغوی د خپلو خواهیشونو تکمیل ونه کړای شو. د نن ورځی په دنیا کې هغوی کومه خوشحالی موندل غوښتل د هغی په موندولو کې ناکام پاتی شول. د دنیا مطالعه ښایی چې دلته د جوړی(pair) اصول قایم دی. دلته هر شي جوړه لري هر شي خپلی جوړی سره یو ځای شي او خپل وجود پوره کوي. دا اصول په نړیواله سطح باندی قایم دی. د ځمکی نه نیولی د آسمان پوری هر ځای کې همدغه نظام رواج دی. منفی زری جوړه مثبته زره، نباتیاتو کې نارینه جنس او ښځینه جنس، حیواناتو کې نر او ښځه او انسانانو کې سړی او ښځه او داسی نور.
زوجین او یا جوړی نظام ټولو مخلوقاتو کې په نړیواله سطح باندی قایم دی. په دی پراخه او کامل نظام کې یوازی استثناء او ځانګړتیا ده. او هغه د انسانی خواهشاتو ده. هر انسان ته د خواهشاتو ژور احساس پیدا کیږي خو هر انسان د خپلو دغو خواهشاتو د پوره کیدو نه پرته مړ کیږي. په دنیا کې خواهش شته خو د هغه جوړه د خواهش پوره والی اسباب دلته نشته . دا سوال دنیا ته د راتلونکی هر سړي او ښځی سوال دی. هر پیدا کیدونکی د دی سوال ځواب معلومول غواړي. خو د دی نه وړاندی چې هغه د خپل سوال زړه منونکی ځواب ومومی هغه نا اُمیدی سره د دی دنیا نه لاړ شي.
امریکایی مبلغ بلی ګراهم (Billy Graham) لیکلی دی. چې یو ځل هغه ته د یوه بوډا مالداره سړي ضروري میسچ یا پیغام راغی. بلی ګراهم خپل پروګرام وځنداوه او ژر ورغی. هغه چې د مالداره کور ته ورسیده. نو یوی کوټی ته یي بوتله. هلته د هغه د ملاقات د امریکایی شته مند سره وشو. امریکایی مالداره د څه تمهید پرته وویل:
.You see, I am old man, life has lost all meaning, I am going to take a fateful leap in to unknown young man can you give me a ray of hope
بلی ګراهم سره د دی سوال څه زړه منوونکی ځواب نه وه. امریکایی دولتمند د ځواب څخه د محرومی احساس سره مړ شو. خپله د بلی ګراهم دا حال شو. چې تازه اطلاع له مخی هغه د شدیدی پیښی ښکار شو. او د معذورۍ په حالت کې په کټ کې پروت دی. او د خپلی آخری پائلی په توګه د مرګ انتظار کوي.
همدغه معامله په دی دنیا کې د هر سړی او ښځی ده. هر یو د خپل ژوند مقصد معلومول غواړي. هر یو د خوشحالی نه ډک ژوند په لټون کې دي. هر یو دا غواړی چې هغه ته یو داسی ژوند حاصل شي. چې پکي پوره ډول بشپړتیا (fulfillment) حاصل وي. خو د هر یوه انجام یوازی په ناکامی باندی پای ته رسیږي. واقعات ښایی چې هر کله سړی او ښځی دا وګڼله چې د دنیا ساز او سامان هم اصلی شي دی او هر یو مادی ساز او سامان راجمع کړه او د دی په ذریعه بی بشپړ ژوند حاصلولو زیار وکړه. خو د کومې ځانګړتیا نه پرته یو کس ته هم ټاکل شوی بشپړتیا تر لاسه نه شو.
په داسی حال کې اصلی ستونزه دا نه ده چې همدا ناکامه تجربه تکرار کړای شي. اوس په دی معامله کې اصلې ستونزه د بیا کتنی (reassessment) ده. اوس اصل کار دا دی چې د دقت سره دا سوچ وکړای شی چې د دنیا حصول وړ مادی یقینی توګه باندی د بشپړتیا سامان نشته. په داسی حال کې بیا دا سامان چیرته دی. کله چې د انسانی خواهش لړۍ جاری ده. نو دا به منل وی چې هغه یو حقیقی شی دی. او کله چې هغه یو حقیقی شی شو. نو یقیناً د پوره والی سامان یی هم په کاینات کې په کار دی په دی معامله د سفر د مثال سره پوهیدای شو. یو کس چې کله سفر کوی که هغه په اور ګاډی سفر وکړي یا جهاز کې د هغه د سفر به دوه پړاونه وي. یو هغه کله چې هغه د سفر په جریان کې وی. بل هغه چې کله خپل منزل ته رسیږي. کامیاب سفر لپاره اړینه ده چې مسافر دواړه حالتونو کې توپیر وپیژني. کوم مسافر چې دا توپیرونه پیژني. هغه ذهنی نا آرامی اښکار کیږي. او غیر ضروری مشکل کې اخته کیدو سره خپل عقل له لاسه ورکوي.
عقل مند مسافر هغه دی چې سفر، سفر وګڼی هغه سفر ته د منزل حیثیت ور نه کړي. دا یوه فطری خبره ده . چې د سفر په دوران کې هغه مراعات نه حاصلیږي. کوم چې ځای ته رسیدو سره حاصلیږي. خو هر مسافر دا زغمی ځکه چې هغه ته دا یقین وی چې د سفر حالت یو تیریدونکی حالت وي. اخر کې به هغه خپل منزل ته ورسیږي. ځای ته رسیدو نه پس به ده ته هغه ټول څه حاصل شي. کوم یی چې غوښتل خو د سفر په دوران کې هغه ترلاسه نه کړای شوه.
زمونږ اوسنی ژوند ډیری لنډی مودی لپاره دی. د دی لنډ مهالی کیدل خپله د دی خبری ثبوت دی چې دا د سفر په حالت کې دی. او ځای ته د رسیدو نه وړاندی لحظه ده. په دی سبب باندی دا ممکن نه ده چې په اوسنی لنډمهالی ژوند کې مونږ هغه ټول شیونه ترلاسه کړو کوم چې مونږ ترلاسه کول غواړو. دا شیونه به بی شکه مونږ ته حاصلیږي خو هغه به منزل ته رسیدو نه ورسته ترلاسه کیږی. د سفر په مینځنی پړاو کې هغه مونږ ته هیڅ کله ترلاسه کیږی نه.