د کتاب لړۍ: انسانی تقدیر

پنځم باب

فصل: 5

څنګه چې معلوم ده چې زمونږ ژوند په دوو پړاوونو کې ویشل شوی دی. د مرګ نه وړاندی پړاو ګواکه د سفر د دوران پړاو دی او د مرګ نه پس مرحله لکه ځای ته د رسیدو مرحله. همدا هغه حقیقت دی چې پیژندل یی هر انسان لپاره اړین دی همدا حقیقت دی چې د هر انسان ژوند بامعنی ګرځوی کوم چې هر سړي او ښځه د دې مقصد سره متعارف کوي کوم چې د هغه ژوند په پوره ډول با معنی وګرځوي کوم چې دی ته د ډاډ او د اطمنان سرمایه ورکړي.

                  د ژوند دا تشریح د دې سوال سره تړلی ده چې د مرګ نه پس انسان بیا را ژوندی کیږي. آیا د مرګ نه پس به هم دغه شان ژوند وی څنګه چې د مرګ نه وړاندی مونږ د ژوند تجربه کوو؟ د دې سوال ځواب به  ً هو ً کې دی. د دی سوال ځواب مونږ بیخی په همغې ساینسی طریقی سره پیژندی شو په کومی سره چې نور شیونه پیژندل کیږي.

                  حقیقتونو معلومولو لپاره ساینسی طریقه (scientific method) څه ده. هغه دا نه ده چې کومه خبره معلومول دی هغه په کامله توګه د ساینسدان مخی ته راشي. که چیری دا شرط وی نو ټول حقیقتونه به سائنسی توګه باندي نا معلومه پاتی شي. د علم پرمختیا به ودریږي. د حقایقو په نسبت سره به انسان د تل لپاره په تیارو کې پروت وي. ځکه چې یو حقیقت هم دا ډول په علم کې نه راځی چې هغه د غره غوندی مشهور شي په توګه مخی ته راشي.

                  د دی پرځای چې څه کیږي هغه دا دی چې د مطالعی په دوران کې سانیس پوهه مخی ته یو څرک(clue) راځي. په دی څرک باندی غور کولو سره هغه یوه حقیقت ته رسیږي کوم چې وړاندی هغوی ته معلوم نه وو. په دې دنیا کې هر حقیقت د څرک په سطح باندی کشف کیږي. په دنیا کې څرک هم د ټولو حقیقتونو د موندلو کیلې ده.

                  مثال په ټوګه ساینس کې دا د حقیقت په توګه منل شوی دی چې دیارلس بلیون کاله وړاندی د بیک بینګ واقعه مخی ته راغله. دغه شان ساینس کې دا منل شوی ده چې په ځمکه باندی بیولوژیکی تکامل پیښه وشوه. دغه ډول ساینس کې دا هم منودل شوی دی چې زمونږ کاینات یو خپور شوی کائنات (expanding universe) دی او داسی نور.

                  دا ډول حقیقتونه کوم چې نن منل شوی حقیقتونه ګرځیدلی دی. هغوی دا شان حقیقتونه ونه ګرځیدل چې انسان په سترګو باندی مشاهده کړل. د دی پرځای چې څه وشوه هغه یوازی دا وو چې یو څرک او نښه په علم کې راغله بیا په دی څرک باندې غور کولو سره انسانی علم یو لوی حقیقت ته رسیږي. دا لوي حقیقت که څه هم په سترګو نه ښکاریده خو هغه موجود وو. د دی موجودیت د یوی واقعه په ټوګه وموندل شو اګر چه په دی لړ کې د څرک نه پرته کوم بل شې د انسان په مشاهده کې نه وو راغلی.

                  همدغه معامله د مرګ نه پس د ژوند یا د ژوند راتلونکی پړاو دی. د ژوند راتلونکی پړاو په هکله هم واضحه څرک (clue) موجوده ده څرک باندی اخلاص سره غوره کړای شې نو هغه مونږ دی باور ته رسوی چې د مرګ نه پس هم ژوند شته. د مرګ نه پس هم همدغه شان یو بل د ژوند پړاو دی کوم چې په لازمي توګه د هر یوه مخی ته راتلونکی دی.

                  هغه څرک څه دی؟ د مثال په توګه د انسان جسم د بی شمیره حجرو(cells) څخه جوړ دی. دا حجرې هر وخت ماتیږي بل اړخ ته زمونږ د هضم نظام دا کار کوي چې کوم شي مونږ خورو هغه د حجرو صورت اختیار وي. زمونږ د هضم نظام لکه د حجرو جوړولو کار خانه ده. د دی نظام لاندی دا کیږي چې عملاً اندازاً لس کالو کې زمونږ پوره بدن بدلیږي. د نوو حجرو څخه مکمل توګه باندی یو نوی جسم وجود کې راځی.

                  ګویا زمونږ په جسم باندی بیا بیا مرګ ً خپریږي سره د دی مونږ ګورو چې د انسان ذهنی وجود نه مړ کیږي. دا یو معلوم حقیقت دی چې ذهنی وجود هم د انسان اصل وجود دی. سره د ظاهری بدنی مرګه د انسان ذهنی وجود همغه شان باقی پاتی وی. دا یو څرک دی چې ښایی انسان د خپل اصل په اعتبار سره یو تل پاتی مخلوق دی. د هغه د تل پاتی وجود لږه برخه د مرګ نه وړاندی د ژوند پړاو کې ده. او د هغه باقی ټوله حصه پس له مرګه د ژوند پړاو کې.

دغه راز د دی معاملی یو څرک دا دی چې په انسان کې دننه په ځانګړې توګه باندی د عدل(justice) تصور موندل کیږي. انسان د خپل فطری ذهن لاندی دا غواړی چې په دنیا کې دغه عدل وی. یعنی ښه عمل کونکو ته دی ښه پائله ورکړل شې او بد عمل کونکو ته دی بده پائله. دا څرک مخی ته کیږدی او سوچ وکړی نو انسانی ذهن دی نتیجی ته رسیږي چې د اوسنی  ژوند پړاو که څه هم د خپل اُمید په اعتبار سره ډېر کم دی. ځکه د راتلونکی  ژوند پړاو کې دې د عدل غوښتنی پوره شي. راتلونکی ژوند پړاو کې دی هر انسان ته د هغه د کړو سره سم سزا یا جزا ورکړي شی.

                      دغه ډول د دی معاملی یو څرک دا دی چې انسان په پیدایشی توګه باندی معیاری دنیا (perfect world) غواړي خو د اوسنی دنیا محدودیت (limitation) په سبب دلته ټاکلی معیاری دنیا نه جوړیږي. په دی څرک غور کولو سره انسانی ذهن دی کشف ته رسیږي چې کومه معیاری دنیا د مرګ نه وړاندی د ژوند پړاو کې د محدود حالاتو په سبب ترلاسه نشوه. هغه به پس له مرګه د ژوند بل پړاو کې خپل ټاکلی او معیاری صورت کې حاصل شي.

                  دغه شان په دی معامله کې یو څرک دا دی چې انسان استثنایی توګه باندی یو داسی مخلوق دی کوم چې د سبا(tomorrow) تصور لری. په بل یوه ځناور یا غیر ځناور کې دننه د سبا تصور نشته دی په دی څرک باندی چې پام وکړي شې نو دا حقیقت واضح کیږي په اوسنی محدودو حالاتو کې سړي چې خپل کوم مطلوبه دنیا نشې موندلی هغه به د مرګ نه پس راتلونکی او نه ختمیدونکی ژوند پړاو کې ومومی. دا دنیا به هغه وی چیرته چې سړي خپل ځان لپاره پوره ډول د پشپړتیا تجربه وکړي شي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ