شپږم باب
د مرګ نه پس معیاری دنیا جوړیدل همغه یوه ثابت شوی پیښه ده څنګه چې نوری ثابت شوی پیښی دی خو د راتلونکی دا معیاری دنیا کې هر چا ته به پخپله ځای نه ورکول کیږي، بلکه یوازی هغه ښځه او سړي به په دی معیاری دنیا کې ځای مومی کوم چې د مرګ نه وړاندی په دی دنیا د دی استحقاق ثابت کړی شی. دا د فطرت قانون دی چې هر انعام مستحق ته ورکول کیږي. د نا مستحق لپاره کله هم کوم لوی انعام ټاکلی نه وی.
پوښتنه دا ده چې یو کس څنګه کولی شې چې خپل ځان د دی معیاری دنیا مستحق وګرځوي فورمول یی څه دی. هغه فارموله یوازی یوه ده او هغه ده د خپل روح تزکیه purification of soul)).
کوم سړي چې د مستقبل په دې معیاری دنیا کې خپل ځان لپاره ځای ترلاسه کول غواړی هغه ته د نن په دی دنیا کې دا جوته کول دی چې هغه په ښکاریدونکی دنیا کې (seen world) نه ښکاریدونکی دنیا (unseen) لره په خپل بصیرت سره معلومه کړی. هغه د اختلال په ځنګل کې حق ومومی. هغه د منفی ازموینی په چاپیریال کې خپل ځان په مثبته چلند باندی ټینګ وساتي هغه خپل ځان د حیوانی سطح څخه پورته اوچت کړي او د انسانیت په اوچته سطح باندی ودروي. هغه خپل ځان د بی اعترافی بد دیانتی، سرکشی، مطلب آشنایی، خواهش پلوی او کبر غوندی پست صفاتو څخه وژغوري. کوم چې پوره زړه او ځان سره د جنت طالب وګرځیږي. لنډه دا چا چې خدای پلوی ژوند (God, oriented life) په پوره ډول خپل کړي.
دا صفات لرونکی ښځی او سړی د انسانیت مغز دی. همدا هغه خلک دی کوم چې د راتلونکی معیاری دنیا کې د مشته کولو لپاره ټاکل کیږي. کوم خلک چې په دی معیار باندی پوره ونه خیژي هغه به رد کولو سره د کاینات په ډیران کې وغورځولې شی. چیرته چې هغوی به د تل لپاره د نامیدی ژوند تیروی. هغوی به کله هم د دی ذلت او نامیدی ژوند نه خلاصی ونه مومی.