د کتاب لړۍ: انسانی تقدیر

اووم باب

فصل: 7

جنت او انسان

                  غالباً ۱۹۹۸ خبره ده. ډاکټر مهیش چندر شرما زما ملاقات په ډهلی کې یو لوړ پوړی مبلیغ سره وکړه. دا پوهاند نو نهال سنګه (پیدايښت ۱۹۲۳) وو. امریکا څخه تقاوت اخستو نه پس دلته هغه د راجیه سبها غړي ( ۱۹۹۸- ۱۹۹۲) ګرځول شوی وو. د هغوی کور یو کتابتون ښکاریده چې پکی هر لوری ته د لیک لوست چاپیریال وو. هغه په پشپړه توګه یو مبلیغ ښکاریده.

                  د کتنی په وخت کې هغوي وویل چې سیاست پوهنه کې هغوي ماسټري کړی وه. د دی نه وروسته هغوي په نړیوالواړیکو relation)   international) په مضمون کې دکتورا وکړه. په هغه زمانه کې د امریکا یوه پوهنتون ته په دی موضوع باندی د یوه پوهاند اړتیا وه. هغه خپله عریضه ورولیږله زر هغوی ته د پوهنتون له لوری یو خط په لاس ته ورغی په هغه کې یې د انټرویو لپاره امریکا ته غوښتی وو.

                  هغه چې امریکا ته ورسیده نو په هوایی میدان کې یو کس هغه سره رخ شو. او ورته یی وویل چې زه د پوهنتون له لوری رالیږدول شوی یم تر څو چې ستا لارښوونه وکړم د دی نه پس هغه سړي پوهاند سنګه په خپل موټر کې کښناوه او پوهنتون ته یی ورساوه. د پوهنتون په میلمستون کې هغه پاتی  شو.

                  د دی نه وروسته هغه سړي هره ورځ پوهاند ته راته او د سهار ته تر بیګا پوری د پوهنتون په پراخه ساحه کې ګرځاوه. دغه شان هغه سړي پوهاند سنګه د پوهنتون په هری څانګی ته بوتلو او د پوهنتون په هر کار کې یې هغه ګډ کړ. مثال په توګه کتابتون، د ناستی دهلیز صنفونو سر معلیمت، کانټین داسی نور.

                  دغه شان یوه هفته تیره شوه. د پوهاند سنګه اندیښنه شوه. هغوي د خپل شعبی رئیس ته وویل چه زه د یوی هفتی راهیسی دلته یم. زه یی د مرکی لپاره راغوښتی وم خو تر اوسه پوری زما مصاحبه ونه شوه. رئیس ځواب ورکړه چې ستا مصاحبه شوی وه. مونږ ستاسو ټاکنه کړی ده. اوس تاسو د سبا نه خپل کار پیل کړی د دی نه وروسته رئیس وویل چې په هوایی میدان کې زمونږ کوم سړی چې ستاسو سره رخ شو هغه د دی ځای لوړ پوړی پوهاند وو او همغه ځای کې  ستاسو مصاحبه هم وه.

                  رئیس وویل چې ستا را لیږلی کاغذونه کتلو نه وروسته مونږ پوه شوو، چې تر کومه ځایه چې د زد کړی د لیاقت تعلق دی نه په پوره ډول د دی اهل یی. مونږ ته دا معلومول وه چې ته زمونږ د پوهنتون د کلتور په معیار باندی پوره خیژی او که نه . د ستا یاد شوی. مرکچی همدغه کار کاوه. هغوی تاسو د پوهنتون هری څانګی ته بوتلی. او د دی ځای د ټولو فعالیتونو (activities) سره یی تاسو متعارف کړی هغوی د زده کونکی او ښوونکو دواړو سره ستاسو چلند ولیده په دی دوران کې هغوی ستا هره خبره په غور سره معاینه کوله مصاحبه کوونکی را پور د ستاسو په هکله مثبت دی. نو ځکه ستاسو رکارډ کتلو نه وروسته مونږ ستاسو ټاکنه کړی ده تاسی د سبا نه دلته خپل کار پیل کړی.

                  دا پیښه د یوه حقیقی مثال په صورت کې د جنت او د انسان معامله ښایی خدای پاک یوه پراخه دنیا جوړه کړي. دا د جنت ده دنیا دا دنیا په صحیح معنی کې یوه کامل دنیا ده. دلته هر شی د اوچت معیار مطابق دی. خدای وغوښتل چې په دی کامل دنیا کې هغه داسی خلک مشته کړی کوم چې د خپل کردار په اعتبار سره یی پوره ډول اهل وی. کوم چې په دی معیاری دنیا کې د معیاری انسان په حیثیت سره اوسیدی شی.

                  اوس خدای پاک د دی دنیا د تعارفی نمونی په توکه باندی وسنی د ځمکی سیاره جوړه کړه. دلته هغه ټول شیونه شته دی کوم چې په جنتی دنیا کې دی. توپیر یی یوازی دا دی چې جنتی دنیا معیاری (perfect world) ده. او د ځمکې دنیا غیر معیاری او نمګړې دنیا (imperfect world) جنتی دنیا کامله او اوسنی دنیا نا کامله. جنتی دنیا تل پاتی او اوسنی دنیا ختمیدونکی. جنتی دنیا د هر ډول ویری او غم څخه خالی ده د دې په مقابل کې اوسنی دنیا حال دا دی چې هغه د ویری او غم څخه ډکه ده. جنتی دنیا د عوض ور کونی (reward) دنیا ده او اوسنی دنیا د آزمیښت (test) دنیا ده.

                  د دی پلان لاندی خدای پاک انسان پیدا کړ او هغه یی په اوسنی ځمکنی دنیا کې مشته کړ. خدای پاک انسان ته پوره آزادی ورکړه. هغه انسان ته دا فرصت ورکړ. چې هغه دلته پرته د کوم بندیز واوسیږي. هغه ته واک حاصل دی چې غواړی نو خپله آزادی په غلطه توګه باندی استعمال کړی او که غواړی نو په صحیح توګه باندی استعمال کړی. هر انسان چې په ځمکه باندی پیدا کیږي. هغه سره د خدای دوه نه ښکاره کیدونکی (invisible) فریښتی تل لپاره موجود وی. هغوی د انسان د هر قول او عمل مکمل ریکارډ تیار وی د همدی ریکارډ په بنسټ باندی د هغه لپاره په راتلونکی دنیا کې د جنت او جهنم پریګړه وی.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ