اتم باب
جنتی دنیا کې به انسان بشپړه آزادی سره وسیږي خو هغه به دومره پوخ او دومره ډیر باشعور وی چې هغه به په یو حال کې هم د خپلی آزادی غلط استعمال نه کوی. هغه به پوره آزاد وی خو بیا به هم پوره ډار سره اوسیږي. همدا هغه انسان دی چې د ټاکنی لپاره یی وسنی د ځمکی سیاره جوړه شوی ده. په اوسنی دنیا کې هماغه ټول حالات موندل کیږي. کوم چې به جنتی دنیا کې موجود وی. اوس دا کتل کیږي چې هغه کوم چې په جنتی دنیا کې موجود وی. اوس دا کتل کیږي چې هغه کوم انسان دی. چې په هر ډول حالاتو نه تیریدو سره یی د جنتی اخلاقو ثبوت ورکړ. د هغه انسان ټاکنه کولو سره به هغه جنتی دنیا کې د تل لپاره مشته کړای شی.
هر انسان سره د خدای نه ښکاریدونکی پرښتی تړلی دی او هغوی هر لحظه د هغه ثبت تیار وی. د انسان د همدې آزموینې په بنسټ باندی د هر سړي د راتلونکی پریکړه کیدونکی ده. هغه ازموینه دا ده چې سړی په هره موقع باندی د خدای د لویۍ اعتراف وکړی یعنی د انسان ضمیر چې کله ټونګه خبرداری ورکړ هغه د ضمیر غږ ومانه یا ترې بی پامه شو. کله چې د هغه مخی ته د دلیل سره یو حق راغی نو هغه د هغی مخی ته ټیټ شو یا یی پر ضد سرکشی وښوده کله چې د خپلی انا او کبر د حق سره مقابله شوه نو هغه د خپلی انا پسی ولاړ یا که هغه د حق اعتراف وکړ.
دغه شان د خلکو سره په معامله کولو کې هغه په انصاف باندی ولاړ وو. یا د خپلو مفادو لپاره یی بی انصافی کوله. هغه یوازی د خلکو مخی ته ښه ګرځیدلی وو. یا په خپل شخصی ژوند کی هم هغه په حق باندی ولاړ وو. هغه حق خپله اندیښنه ګرځولی وه. کله چې هغه نه مشری حاصله شوه هغه د کډوډۍ ښکار شو یا سره د مشری هغه خپل ځان په انصاف باندی ولاړ وساته کله چې هغه ته دولت حاصل یا په هغه باندی د غریبۍ آزموینه راغله نو په دواړو حالتونو کې هغه په یو ډول باندی د اعتدال او برابرۍ ثبوت ورکړ. او که د اعتدال د لاری نه لری شو. ټولنیز ژوند کې کله چې هغه ته د محلی چوکی ترلاسه شوه هغه وخت هغه څنګه وو او کله چې هغه په شاته چوکی باندی ناست وو نو بیا د هغه رویه څنګه وه. هغه خپل جذبات او خپل خواهشات د اصولو پابند وساتل یا د اوصولو نه لري شو او هغه د خپلو خواهشاتو پسې روان شو. په همدې ریکاډ باندی د هر سړي او ښځی د تل پاتی راتلونکی پریکړه کیدونکی ده.
اوسنی ځمکنی دنیا د یوی لنډی مودی لپاره جوړه کړی شوی ده. د دی مودی د پوره کیدو نه پس دلته پیدا کیدونکۍ ټول انسانان. به د خدای مخی ته حاضر کړای شی خدای به د پرښتو د تیار کړی ثبت سره سم د هر یوه د راتلونکی پریکړه کوی. د کوم سړی یا ښځی ثبت چې وښایی چې هغه په ځمکی دنیا کی جنتی کردار سره وسیدلی وی. هغه خپله آزادی د خدای د ټاکل شوی دایری کې دننه وکاروله او دغه شان یی دا ثابته کړه چې هغه د جنتی دنیا په چاپیریال کې د وسیدلو وړ ده دغسی خلک به د جنت په باغونو کې د میشته کولو لپاره وټاکل شی. او هغه ټول خلک کوم چې د جنتی کردار ثبوت ور نه کړای شی هغه به رد کولو سره د کایناتو په تل پاتی ډیران کې وغورځولی شی چې هغوی د تل لپاره د نا امیدی او د خواشینی ژوند تیر وی او کله به ترې هم خلاصی ونه مومی.
انسان یو تل پاتی مخلوق دی. خو د هغه ژوند په دوه پړاوونو کې ویشل شوی دی. د مرګ نه وړاندی د ژوند پړاو او د مرګ نه وروسته د ژوند پړاو. د مرګ نه وړاندی پړاو د تیاری دور (preparatory period) دی او د مرګ نه پس پړاو. تیاری سره سم، د هغوی د پایلی موندلو دور هر سړی او ښځی ته پکار دی چې هغه د ټولو نه وړاندی دا حقیقت وپیژنی، ځکه چې په همدې باندی د هغه د تل پاتی راتلونکی انحصار دی.