ایاتونه او حدیثونه
ایاتونه:
|
وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ الله غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ. (آل عمران ۹۷)
إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ (آل عمران ۹۶)
وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَىٰ كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ. لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ الله فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ ۖ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِير. َثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ. (الحج ۲۷-۲۹)
الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ ۚ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ الله ۗ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَىٰ ۚ وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ (البقرة ۱۹۷) |
او پر خلکو د بیتالله حج د الله حق دی، هغه چا ته چې د تللو وس ولري. او څوک چې انکار وکړي، نو الله له ټولو مخلوقاتو بېنیازه دی.
لومړی کور چې د خلکو لپاره ټاکل شوی، همدا کور دی چې په مکه کې دی؛ بابرکته او د ټول عالم لپاره لارښوونه ده.
د حج میاشتې ټاکل شوې دي؛ نو څوک چې د حج اراده وکړي، باید د حج په دوران کې له فحشو خبرو، ګناهونو او جګړې ډډه وکړي. او تاسو چې هره نېکي کوئ، الله پرې ښه خبر دی. او له ځان سره د لارې توښه واخلئ، او تر ټولو غوره توښه پرهېزګاري ده. ای د عقل خاوندانو، له ما څخه ووېرېږئ.
|
حدیثونه:
|
بُنِىَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلاَةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ وَحَجُّ الْبَيْتِ وَصَوْمِ رَمَضَانَ. (متفق علیه)
ایها الناس قد فرض الله علیكم الحج فحجوا. من حج لله فلم یرفث ولم یفسق خرج من ذنوبه كیوم ولدته امه. والعمرة الی العمرة كفارة لما بینهما. والحج المبرور لیس له جزاء الا الجنة. (متفق علیه)
عن ابی هریرة رضی الله عنه قال سئل النبی ﷺ ای العمل افضل؟ قال: ایمان بالله ورسوله. قیل: ثم ماذا؟ قال: الجهاد في سبیل الله. ثم قیل: ما ذا؟ قال: حج مبرور. (متفق علیه)
عن ابی هریرة رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله ﷺ یقول: وفد الله ثلاثة: الغازي و الحاج والمعتمر. (نسائی، بیهقی)
|
د اسلام بنسټ پر پنځو شیانو ولاړ دی: د دې خبرې شاهدي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد ﷺ د الله رسول دی، لمونځ قائمول، زکات ورکول، د بیتالله حج کول، او د رمضان په میاشت کې روژه نیول.
ای خلکو! الله پر تاسو حج فرض کړی دی، نو حج وکړئ. څوک چې د الله لپاره حج وکړي، بیا نه فحش خبرې کوي او نه ګناه کوي، نو هغه د خپلو ګناهونو څخه داسې پاکېږي لکه نوی چې له مور څخه زېږېدلی وي. او یوه عمره وروسته بله عمره د منځنیو ګناهونو کفاره ده، او د مبرور (قبول شوي) حج اجر یوازې جنت دی.
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ څخه وپوښتل شول: کوم عمل تر ټولو غوره دی؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: په الله او د هغه په رسول ﷺ ایمان. بیا وپوښتل شول: وروسته کوم؟ ویې فرمایل: د الله په لاره کې جهاد. بیا وپوښتل شول: وروسته کوم؟ ویې فرمایل: مبرور حج؛ یعنې هغه حج چې پکې ګناه نه وي.
له ابو امامه رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: څوک چې بې له کومې څرګندې اړتیا، بې د ظالم واکمن له وېرې او بې له سختې ناروغۍ حج پرېږدي او مړ شي، نو خوښه یې چې یهودي مړ شي او که عیسوي. |
|
عن عبد الله بن عمر قال جاء رجل الی النبی ﷺ فقال یا رسول الله ﷺ ما یوجب الحج فقال الزاد والراحلة. (ترمذي، ابن ماجه)
(ابو داود)
(ابن ماجه)
عن ابی هریرة قال قال رسول الله ﷺ من خرج حاجا او متعمرا او غازیا ثم مات فكتب الله له اجر الغازی والحاجی والمتعمر. (البیهقي)
عن عائشة قالت استاذنت النبی ﷺ فی الجهاد فقال جهاد كن الحج. (متفق علیه)
عن عبد الله بن عباس رضی الله عنه قال كان اهل الیمن یحجون فلا یتزردون و یقولون نحن المتوكلون. فاذا قدموا مكة سألوا الناس. فانزل الله تعالی: و تزودوا فان خیر الزاد التقوا. (بخاري)
انما جعل الطواف بالبیت والسعی بین اصفا ولمروة ورمی الجمار لاقامة ذكر الله تعالی. (ابو داود)
الحج مرة فمن زاد فهو تطوع من قدر علی الحج فتركه فلا علیه ان یموت یهودیا او نصرانیا.
عن عائشة انها قالت یا رسول الله هل علی النساء من جهاد. قال: علیهن جهاد لاقتال فیه. الحج والعمرة. (اخرجه احمد و ابن ماجه)
عن عبد الله بن اوفی قال سألت رسول الله ﷺ عن الرجل لم یحج. ایستقرض للحج. قال لا.
اذا خرج الرجل حاجا بالنفقة الطیبة ووضع رجله فی الغرز فنادی لبیك اللهم لبیك ناداه مناد من السماء لبیك وسعد یك زادك حلال وراحلتك حلال و حجك مبرور غیر ما زور.
و اذا خرج الرجل بالنفقة الخبیثة فوضع رجله فی الغرز فنادی لبیك اللهم لبیك نادان مناد من السماء لبیك وسعد یك زادك حرام ونفقتك حرام و حجك غیر مبرور. (الطبراني)
اللهم انت الصاحب السفر و انت خلیفة فی الاهل والمال. اللهم انا نسئلك فی مسیرنا هذا البروا والتقوا و من العمل ما تحب و ترضی.
لبیك اللهم لبیك، لبیك لا شریك لك لبیك. ان الحمد والنعمة لك ولملك لا شریك لك. (بخاری و مسلم)
اللهم اجعله حجا مبرورا و ذنبا مغفورا (مسند احمد) |
عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایي چې رسول الله ﷺ ته یو سړی راغی او و یې ویل: ای د الله رسوله ﷺ! په کوم شي حج پر انسان واجب کېږي؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: د لارې خرڅ او د تللو وسیله.
له علي رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: څوک چې د سفر خرڅ او د تګ وسیله لري چې پرې بیتالله ته ولاړ شي، خو بیا هم حج نه کوي، نو خوښه یې چې یهودي مړ شي او که عیسوي.
له عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: څوک چې د حج اراده لري، نو ژر دې یې ترسره کړي.
عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایي: یو سړي د رسول الله ﷺ څخه وپوښتل: ای د الله رسوله! حاجي څوک دی؟ هغه ﷺ وفرمایل: حاجي هغه څوک دی چې وېښته یې ګډوډ وي او د سفر بوی ترې خیژي. بل سړی پاڅېد او و یې پوښتل: کوم حج غوره دی؟ هغه ﷺ وفرمایل: لوړ غږ لبيک ویل او قرباني کول. بیا بل سړی پاڅېد او وپوښتل: د دې (حج) لاره څه ده؟ هغه ﷺ وفرمایل: د لارې خرڅ او د تللو وسیله.
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: څوک چې د حج، عمرې یا جهاد په نیت له کوره ووځي او په لاره کې مړ شي، الله ورته د غازي، حاجي او عمره کوونکي اجر لیکي.
حضرت عائشه رضی الله عنها وایي: ما له رسول الله ﷺ څخه د جهاد اجازه وغوښته، نو هغه ﷺ وفرمایل: د ښځو جهاد حج دی.
عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایي: د یمن خلکو به حج کاوه، خو له ځان سره به یې توښه نه وړله او ویل به یې: موږ توکل کوونکي یو. کله چې مکې ته راتلل، د خلکو څخه به یې سوال کاوه. نو الله دا آیت نازل کړ: له ځان سره توښه واخلئ، او د لارې غوره توښه تقوا ده.
له کعبې طواف، د صفا او مروه تر منځ سعي، او جمراتو ته شګې ویشتل—دا ټول د الله د یاد د قائمولو لپاره ټاکل شوي دي.
حج په ژوند کې یو ځل فرض دی؛ څوک چې ډېر ځله یې کوي، هغه نفل ادا کوي. هغه څوک چې د حج وس لري، خو بیا هم حج نه کوي، نو پر هغه هېڅ عذر نشته؛ خوښه یې چې یهودي مړ شي او که عیسوي.
حضرت عائشه رضی الله عنها وایي: ما د رسول الله ﷺ څخه وپوښتل: ایا پر ښځو جهاد شته؟ هغه ﷺ وفرمایل: هو، خو داسې جهاد چې جګړه پکې نه وي—هغه حج او عمره دي.
حضرت عبدالله بن اوفی رضی الله عنه وایي: ما له رسول الله ﷺ څخه وپوښتل: که یو سړی حج نه وي کړی، ایا د حج لپاره قرض اخیستلی شي؟ هغه ﷺ وفرمایل: نه.
کله چې یو سړی له حلال مال سره د حج لپاره وځي او پښه په رکاب کې ږدي، نو وايي: لبيک اللهم لبيک. په همدې وخت کې له آسمانه غږ کېږي: لبیک، ښه راغلاست! ستا د سفر توښه او د تللو وسیله حلال دي، او ستا حج مبرور دی، پکې ګناه نشته.
او کله چې یو سړی له حرام مال سره د حج لپاره وځي او پښه په رکاب کې ږدي، نو وايي: لبيک اللهم لبيک. له آسمانه غږ کېږي: نه لبيک او نه ښه راغلاست! ستا د سفر توښه او د تللو وسیله حرام دي، او ستا حج نامبرور (رد شوی) دی.
ای الله! یوازې ته زما د سفر ملګری یې، او ته د کور او مال ساتونکی یې. ای الله! موږ له تا څخه په دې سفر کې د نېکۍ، پرهېزګارۍ او هغه عمل غوښتنه کوو چې ته پرې راضي کېږې.
حاضر یم خدایه، زه حاضر یم؛ حاضر یم، تا سره هېڅ شریک نشته، زه حاضر یم. ټول تعریفونه، نعمتونه او واکمني یوازې ستا ده، شریک نه لرې.
خدایه! زما دا حج مبرور وګرځوه او زما ګناهونه وبخښه. |