د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

د رسول الله ﷺ حج

فصل: 2

د رسول الله حج

د حج د عبادت نظام حضرت ابراهیم علیه السلام او حضرت اسماعیل علیه السلام قایم کړی و. که څه هم په دې نظام کې ډېر خرابی پیدا شو، خو د دې رواج باقي پاتې و. کله چې رسول الله ﷺ  په مکه کې وزېږېد نو سره د دې چې جاهلي رواجونه پکې ګډ و خو حج په پوره توګه ژوندی و.

رسول الله ﷺ څو ځله حج اداء کړی دی. له تاریخي اعتباره د دې پوښتنې دوه برخې دي. یو له هجرت څخه وړاندې او بل له هجرت څخه وروسته. د دوهمې برخې په اړه موږ سره بشپړ معلومات شته، خو تر کومه چې لومړنۍ حصې مطرح دي په دې اړه موږ سره قطعي معلومات نشته.

له هجرت څخه وروسته رسول الله ﷺ  یوازې یو ځل حج اداء کړ چې په عام ډول ورته حجة الوداع ویل کیږي. له هجرت څخه وړاندې رسول الله ﷺ په مکه کې مېشت و. له روایتونو نه دومره ثابتیږي چې د مکې په ژوند کې هم رسول الله ﷺ حج اداء کړی دی، خو د دې قطعي تفصیل نشته. په سنن ترمذي او ابن ماجه کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ له هجرت څخه وړاندې دوه ځله حج اداء کړی دی. په صحیح مسلم کې د یو حج ذکر راغلی دی. د ځینو محدثینو له قوله رسول الله ﷺ به د مکې د خلکو پشان هر کال حج اداء کاوه. د طبقات ابن سعد له روایته معلومیږي چې رسول الله ﷺ له نبوت وروسته یوازې یو ځل حج اداء کړی دی. یو طرف ته له هجرت څخه وړاندې د حج په اړه دومره لږ معلومات دي او بل طرف ته د حجة الوداع په اړه دومره تفصیلي روایتونه شته چې د دې په اړه له شروع څخه تر اخره پورې یوه ډایري ترتیبېدای شي.

د دې توپیر وجه څه ده. د دې وجه د زمانې توپیر دی. له هجرته وړاندې رسول الله ﷺ یو عادي سړی و. د خلکو په نظر کې رسول الله ﷺ ځانګړی اهمیت نه درلود. خو حجة الوداع د رسول الله ﷺ په اخري عمر کې رامنځته شو په داسې وخت کې چې د رسول الله ﷺ حیثیت د عربو د فاتح و. د رسول الله ﷺ د ژوند د دوو دورو همدغه توپیر دی چې د دې پر سبب د رسول الله ﷺ د ابتدايي حجونو پېښې تاریخ په سم ډول نه دي لیکلي. او د اخري حج په اړه تاریخ دومره تفصیل لیکلی دی چې د دې یوه وړه خبره هم پټه پاتې شوې نه ده.

د روایتونو په ذخیره کې د حجة الوداع د تفصیل په اړه معلومات تیت او پرک شوي دي. ځينو مؤلفینو د دې د یو ځای کولو هڅه کړې ده. په دې سلسله کې د ځینو کتابونو نومونه دغه دي:

السیرة النبویةامام ابوالفداء اسماعیل بن کثیر زادالمعاد علامه شمس الدین ابن قیم الجوزیة شرح المواهب اللدنیةعلامه محمد بن عبدالباقي الزرقاني.

حجة الوداع و جزء عمرات النبی ﷺ الشیخ محمد زکریا الکاندهلوی

لاندې د رسول الله ﷺ د هغه حج په اړه لنډ بیان نقل کیږي:

حجة الوداع د هجرت په لسم کال رامنځته شو. له دې کابو دوه میاشتې وروسته رسول الله ﷺ په مدینه کې وفات شو. د رسول الله ﷺ دې حج ته ځکه حجة الوداع ویل کیږي چې رسول الله ﷺ د منی او عرفات په خطبه کې د هغه وخت مؤمنانو ته وداع وویل. رسول الله ﷺ وفرمایل چې له دې کال وروسته به زه له تاسو سره ونه شم لیدلی.

د رسول الله ﷺ دغه حج د مختلفو اړخونو له نظره اهمیت درلود. له دې وجې په څو نومونو سره یادیږي. مثلا حجة الوداع، حجة الاسلام، حجة البلاغ، حجة الکمال، حجة التمام.

مکه د هجرت په اتم کال د رمضان په میاشت کې فتحه شوه. رسول الله ﷺ د هجرت په اتم او نهم کال حج ته لاړ نشو. البته د رسول الله ﷺ د لارښوونې مطابق د هجرت په نهم کال د درې سوه مسلمانانو یو ډله له مدینې څخه مکې ته د حج د اداء کولو لپاره لاړه. د دې ډلې مشر حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه و. په دې حج کې د عربو مشرکین هم شریک ول. خو په سورة التوبه کې د نازل شوي حکم مطابق د هجرت په نهم کال دا اعلان وشو چې له دې وروسته به مشرکینو ته د حج کولو اجازه نه ورکول کیږي. دغه اعلان حضرت علي رضی الله عنه وکړ. (بخاري)

د هجرت په لسم کال رسول الله ﷺ د حج کولو اراده وکړه. همدې سره ټولو قبیلو ته په ډېر اهتمام سره اطلاعات ولېږل شول تر څو زیات نه زیات خلک د رسول الله ﷺ سره شریک شي. د حضرت ابراهیم علیه السلام او حضرت اسماعیل علیه السلام څخه وروسته که څه هم د حج عبادت جاري و خو په دې کې ډېر جاهلي رواجونه شامل شوي و. نو ځکه ضروري وه چې په ډېر تعداد کې خلک رسول الله ﷺ د حج په اداء کولو سره وګوري او آینده په همدې طریقې سره حج اداء کړي. دا ډول اعمالو په لیدلو سره سړی د تل لپاره پوهیږي، په خبرو کې د بیانولو سره نه پوهیږي.

جابر بن عبد الله رضی الله عنه وايي چې ما رسول الله ﷺ وکاته چې پر خپلې سورلۍ ناست و او شیطان یې پر شګو ویشته. هغه ﷺ خلک ځانته مخاطب کړل او ویې ویل چې ای خلکو زما څخه د حج کولو طریقه زده کړئ. کېدای شي زه بل کال حج ونه کړای شم.

د رسول الله ﷺ حج ته د سفر خبر هر لوري ته خپور شو او د خلکو راتلل شروع شول. تر دې چې په مکه کې سل زره خلک یوځای شول. هغه ﷺ د هجرت په لسم کال د ذو القاعدې د میاشتې په پنځه ویشتمه له مدینې څخه روان شو. په لاره کې نور خلک هم دې قافلې رسره شریک شول. هغه ﷺ په داسې حال کې د مکې په لور روان و چې څلورو طرفونو ته یې ګڼ شمېر خلک ول. حضرت جابر رضی الله عنه وايي تر کوم ځای پورې چې زما نظر کار کاوه هر لوري ته انسانان ول. مکې ته تر رسېدو پورې د خلکو شمېر کابو یو سل پنځه وېشت زرو ته ورسېده. رسول الله ﷺ په خپلې هغې اوښې ناست و چې قصواء نومېده چې په ډېر سرعت سره به تلله. خو بیا هم په هغې چې کومه کجاوه تړل شوې وه قیمت یې له څلور درهمو ډېر نه و. د ضرورت تر حده پورې یو لوړ معیار و، خو د ضرورت د حد نه لرې ساده توب و.

رسول الله ﷺ د روانېدلو وړاندې د ماسپښین څلور رکعته لمونځ خلکو سره یوځای وکړ بیا یې یو تقریر وکړ چې د احرام فرایض او آداب یې په کې بیان کړل. له دې وروسته هغه ﷺ له مدینې څخه روان شو. د مدینې نه پنځه میله لرې ذوالحلیفه، یو ځای دی، چې د مدینې د خلکو میقات (هغه ځای چېرته چې حاجیان احرام تړي) دی. دلته هغه ﷺ شپه تېره کړه. بله ورځ هغه ﷺ غسل وکړ د ماسپښین دوه رکعته لمونځ یې وکړ او د حج او عمرې قِران (احرام) یې وتاړه. بیا یې تلبیه ویله او روان شو. لبيك اللهم لبیک، لبيك لا شریک لک لبيك ان الحمد والنعمة لک ولملک لا شریک لک (حاضر یم خدایه زه حاضر یم. حاضر یم. تا سره هېڅ شریک نشته زه حاضر یم. ثنا او صفت او نعمتونه یوازې تا لره دي او په باچاهۍ کې ستا هېڅ شریک نشته)

په همدې توګه هغه ﷺ له مدینې څخه د مکې په لور روان و. که په لاره به یې کومه تپه ولیده نو پر هغې به خاته او په لوړ غږ سره به یې ویل چې الله اکبر ( الله تر ټولو لوی دی). ګواکې هغه به له هغه ځايه ټول عالم ته د الله د لویوالي اعلان کاوه.

هغه ﷺ د دو الحجې په څلورمه مکې ته ورسېده. مدینې نه مکې ته سفر په نهو ورځو کې سرته ورسېده. اوس د ماسپښین وخت و. هغه ﷺ حرم ته داخل شو. چې په بیت الله یې نظر ولګېده نو په مبارکه ژبه یې دا الفاظ راغلل: اللهم زد بیتک هذا تشریفا و تعظیما و تکریما و مهابة (ای الله ته د خپل کور شرف، عظمت او بزرګۍ او په هیبت کې اضافه وکړه). هغه ﷺ خپل لاسونه پورته کړل او د تکبیر له ویلو وروسته یې وفرمایل: اللهم انت السلام ومنک السلام حینا ربنا بالسلام (ای الله ته سلامتي یې، له تا نه سلامتي ده. ای زموږ ربه موږ په سلامتۍ سره ژوندي وساته)

حرم ته چې داخل شو نو هغه تحیة المسجد دوه رکعته لمونځ ونه کړ، بلکې طواف یې پیل کړ. هغه ﷺ حجر اسود طرف ته راغی بسم الله او الله اکبر یې وویل او هغه یې ښکل کړه. بیا په ښي لورې داسې روان شو چې کیڼ لوری یې کعبې ته و او اووه طوافونه یې ترې وکړه. هغه ﷺ له طوافه وړاندې په دریو شوطونو (دورونو) کې په تېزۍ سره لاړه چې دې ته رمل ویل کیږي. په پاتې څلورو شوطونو کې د خپل معمول سره په قلاره لاړه. په کیڼه اوږه یې احرام پروت و او ښۍ اوږه یې لوڅه وه. دې طریقې ته اضطباع ویل کیږي. طواف په دوران به چې کله د حجر اسود مخې ته تېرېده نو اشاره به یې ورته کوله او خپله امسا یې ورسره لګوله.

د حجر اسود او یماني رکن تر منځ دغه دعا نقل شوې ده. ربنا اتنا فی الدنیا حسنة وفی الاخرة حسنة وقنا عذاب النار (ای زموږ ربه موږ سره هم په دنیا کې ښېګڼه وکړه او هم په اخرت کې او موږ د اور له غذابه وساته) همدارنګه نورې دعاګانې هم نقل شوي دي چې رسول الله ﷺ به د طواف په دوران کولې.

د کعبې د طواف نه وروسته هغه ﷺ مقام ابراهیم ته راغی او د قرآن دغه آیت یې ولوسته: واتخذوا من مقام ابراهیم مصلی (البقرة ۱۲۵) مقام ابراهیم سره یې دوه رکعته لمونځ وکړ او بیا حجر اسود ته ورغی او هغه یې ښکل کړه. بیا صفا ته روان شو او کله چې ورنژدې شو نو ویې ویل: ان الصفا والمروة من شعائر الله ابدأ بما بدأ الله به (بې شکه صفا او مروه د الله د نښو څخه دي. زه له هغه شروع کوم له څه نه چې الله شروع کړې ده)

بیا پر صفا وخاته تر دې چې کعبه ورته ښکاره شوه. هغه ﷺ د قبلې لوري ته متوجه شو او دا الفاظ یې وویل: لا اله الا الله وحده لا شریک له. له الملک وله الحمد وهو علی کل شئ قدیر. لا اله الا الله وحده انجز وعده ونصر عبده و هزم الاحزاب وحده (پرته له الله بل کوم خدای نشته. هغه یوازې دی. هغه سره هېڅ کوم شریک نشته. د هغه باچاهي ده او ټول صفتونه هغه لره دي او هغه پر هر څه توانا دی. پرته له الله بل کوم خدای نشته. هغه خپله وعده پوره کړه. هغه د خپل بنده سره مرسته وکړه او ټولو ډلو ته یې په یوازې ماتې ورکړه)

بیا له صفا څخه راښکته شو او د مروه په لور روان شو. د دواړو غونډیو ترمنځ یې داسې سعې وکړه چې کله هغه ﷺ ژوره (میلین اخضرین منځ) ته ورسېده نو په منډه شو او کله چې د نشیب څخه تېر شو نو په قلاره شو. چې مروه ته ورسېده نو په هغې دومره وخاته چې کعبه ورته ښکاره شوه. دلته یې هم تکبیر او تهلیل وکړ او دعاګانې وکړې. په همدې توګه هغه ﷺ اووه ځلي د صفا او مروه تر منځ لاړ او راغی. د ځینو روایتونو مطابق هغه ﷺ څو ځله پیاده سعې وکړه او نورې یې په اوښې سپور و او ویې کړې. هغه کېدای شي دا د دې لپاره داسې وکړل چې لرې خلک یې هم سم وکتلی شي. د هغه ﷺ اوومه سعې په مروه ختمه شوه.

رسول الله ﷺ د ذی الحجې په څلورمه د مکې په مقام البطح کې ښکته شوی و. هغه ﷺ دلته د ذی الحجې تر اتمه پورې (څلورو ورځو لپاره) و. او هلته به یې د خپلو ملګرو سره قصر (لنډ لمونځ) کاوه. هغه ﷺ د ذی الحجې په اتمه د خپلو ټولو ملګرو سره منی ته لاړ. او د تللو په وخت یې هېڅ طواف ونه کړ. هغه ورځ یې د ماسپښين، مازیګر، ماښام او ماسخوتن لمونځونه منی کې وکړل او شپه یې هم هلته تېره کړه. سهار د ذی الحجې په نهمه د لمر راختلو وروسته هغه ﷺ د عرفات پر لور روان شو. هغه ﷺ نمره (د عرنه دره) یوې خېمې ته ننوت. په صحابوو کې به چا لبيك ویل او چا به تکبیر ویل. چا به په بل چا غرض نه کاوه.

کله چې لمر په زوال شو نو هغه ﷺ پر خپله اوښه کېناسته او او د عرفات میدان په منځ کې ودرېده. دلته د اوسني نمره جومات پر ځای پر اوښ سپور و او هغه خطبه یې ولوسته چې حجة الوداع ورته ویل کیږي. دغه خطبه او هغه خطبه چې په منی کې یې لوستلې وه، دواړه بېلې بېلې د حدیث په کتابونو کې راغلي دي او د دواړو مجموعه په وروسته مخونو کې نقل کیږي.

دا د جمعې ورځ د ذی الحجې نهمه وه. کله چې هغه ﷺ خطبه ولوسته نو بلال رضی الله عنه ته یې د اذان کولو حکم وکړ. هغه اذان وکړ. هغه ﷺ د یو اذان او دوه اقامتونو سره د ماسپښين او مازیګر لمونځونه په جمع دوه دوه رکعته وکړل. دا د جمعې لمونځ نه و، بلکې د ماسپښين د لمونځ قصر و، ځکه چې هغه ﷺ قرأت په لوړ غږ ونه لوسته. د فرض لمونځ نه پرته یې نه سنت وکړل او نه یې نفل.

چې د لمونځ نه خلاص شو نو د عرفات هغه ځای ته لاړ چې وقوف ورته ویل کیږي. هغه ﷺ په خپلې اوښې سپور د لمر تر کوزېدو پورې یې دعاګانې وکړې. هغه ﷺ وویل چې د دې ورځې دعا غوره دعا ده. هغه ورځ هغه ﷺ د کوم رباني احساساتو ډک و د دې معلومات د هغو الفاظو نه کیږي چې د هغه ﷺ د خولې نه راوتل. د یو روایت مطابق هغه ﷺ وفرمایل:

«اللهم انك تسمع كلامی، وتری مكانی، وتعلم سری وعلانیتی، لایخفی علیك شئ من امری، انا البائس الفقیر، المستغیث المستجیر، الوجل المشفق القمر المعترف بذنوبی، أسألك مسئلة المسكین وابتهل الیك ابتهال المذنب الذلیل، و ادعوك دعاء الخائف الضریر، من خضعت لك رقبة وفاضت لك عیناه وذل جسده ورغم انفسه لك اللهم: لا تجعلنی بدعائك رب شقیا وكن لی رؤفا رحیما، یا خیر المسؤلین ویا خیر المعطین»!

ای الله ته زما خبرې اورې او ته زما ځای وینې. ته زما د پټو او ښکاروو څخه خبر یې. زما هېڅ کومه خبره له تا پټه نه ده. زه مصیبت ځپلی یم، محتاج یم، تا ته فریادي یم. ستا پناه غواړم. اندېښمن یم، وېرېدلی یم، په خپلو ګناهونو اعتراف کوم، تا نه د بې کس سړي پشان سوال کوم. او د ګنهګار او حقیر انسان پشان درته ژاړم. او وېرېدلي او افت ځپلي سړي پشان در څخه سوال کوم پشان د هغه سړي چې سر یې تا ته ښکته کړی وي او چې سترګې یې ژړېدلې وي. او چې د هغه بدن د عاجزۍ نه تا ته ښکته وي او پزه ستا مخې ته پر ځمکه سولوي. ای الله ته ما په دعا غوښتلو کې مه ناکاموه، او ته زما په حق کې مهربانه شه، ای د ټولو غوښتونکو نه بهتره او ای په ټولو ورکوونکو کې غوره.

په دې ترڅ کې به خلک د حج د مسائلو د پوښتلو لپاره راتلل. د نجد ځینو خلکو وپوښتل چې حج څه شی دی. هغه ﷺ ورته وویل چې الحج عرفة (حج په عرفات کې د پاتې کېدلو نوم دی) څوک چې د النحر له ورځې څخه وړاندې راشي د هغه حج وشو.

الیوم اکملت لکم دینکم واتممت علیکم نعمتی ورضیت لکم الاسلام دینا (المائده ۳) د قرآن دغه ایت همدلته د عرفې د خطبې (حجة الوداع) نه وروسته نازل شو. د لمر د غورځېدو وروسته هغه ﷺ د عرفې نه مزدلفې ته روان شو. اسامه بن زید یې ځان پسې کېناوه. تر مزدلفې پورې یې په ټوله لاره کې تلبیه ویله. هغه ﷺ خلک د تېز تګ څخه منع کړل. هغه ﷺ وویل: السکینة ایها الناس السکینهة ایها الناس فان البر لیس با لا یضاع (خلکو له سکون او اطمنان سره ځئ. منډه وهل د ثواب کار نه دی)

په مزدلفه کې هغه ﷺ بلال رضی الله عنه ته د اذان کولو حکم وکړ. له اذان څخه وروسته هغه ﷺ پورته شو او د اوښانو د کېنولو او د سامان د ښکته کولو نه وړاندې یې د ماښام لمونځ وکړ. له دې وروسته چې کله خلکو خپل سامان د اوښانو څخه راښکته کړل نو هغه ﷺ د ماسخوتن دوه رکعته لمونځ وکړ. دلته یې هم یو اذان او دوه اقامتونو سره دواړه لمونځونه وکړل. له فرضو پرته یې بل کوم لمونځ ونه کړ. لدې وروسته څملاست او تر سهاره ویده و. سهار وخته پاڅېده او د سهار په لمړۍ برخه کې یې لمونځ وکړ. دا د ذی الحجې لسمه وه. بیا پر اوښه سپور شو او مشعر حرام ته راغی، دلته یې قبلې ته مخ کړ او دعا او تضرع یې کوله، تر دې چې پوره رڼا شوه. د لمر له راختلو وړاندې د مزدلفې څخه روان شو او په لاره یې مسلسل تلبیه ویله. فضل بن عباس یې شاته سپور و. هغه ﷺ هغه ته حکم وکړ چې رمی جمار (شیطان د ویشتلو) لپاره اووه شګې راواخلي.

کله چې د محسر درې ته ورسېده نو خلکو ته یې وویل چې له دې ځایه په چټکۍ سره تېر شئ او خپله اوښه یې هم تېزه کړه. د محسر دره هغه ځای دی چېرته چې په اصحاب فیل باندې د الله عذاب راغلی و. هغه ﷺ روان و، تردې چې منی ته ورسېده. بیا هغه ﷺ جمرة العقبه ته راغی. دلته داسې ودرېده چې کيڼ لوري ته یې مکه او ښي لوري ته یې منی وه. هغه ﷺ پر اوښه سپور و او د لمر د راختو نه وروسته یې اووه شګې یو د بل پسې وارې کړې، چې دې ته رمي ویل کیږي. د هرې شګې د ویشتلو سره به یې تکبیر ویل. د رمی جمار نه وروسته یې تلبیه ویل بند کړ. له دې وروسته منی ته وګرځېده. هغه ﷺ د دین خلاصه په دې الفاظو کې بیان کړه.

اعبدوا ربكم وصلوا خمسكم وصوموا شهركم واطیعوا ذا امركم تدخلوا جنة ربكم.

د خپل رب عبادت کوئ، پنځه وخته لمونځ کوئ، د رمضان د میاشتې روژې نیسئ، د خپل څښتن حکم پرځای کوئ او د خپل رب جنت ته داخل شئ.

هغه  په منی کې یوه خطبه ورکړه. دا مهمه خطبه د عرفات د خطبې پشان وه. دا تکرار کېدای شي د دې لپاره و چې خطبه هغه کسان هم واوري او ښه یې یاده کړي چا چې تېره خطبه نه وه اورېدلې. دلته یې چې کومې خبرې وکړې په هغه کې دا هم وي.

لا فضل لعربی علی عجمی ولا لعجمی علی عربی، ولا لاسود علی احمر ولا لاحمر علی اسود الا بالتقوی.

(مسند احمد، عن ابی نضرة)

نه کوم عربي ته په عجمي باندې فضیلت شته او نه کوم عجمي ته په عربي او نه کوم تور ته پر سور فضیلت شته او نه کوم سور ته پر تور. د فضیلت مدار یوازې پر تقوا دی.

 همدارنګه هغه ﷺ وفرمایل:

الا ان الشیطان قد ایس ان یعبد فی بلدكم هذا ابدا ولكن ستكون له طاعة فیما تحقرون من اعمالكم فیرضی به. (ترمذي)

واورئ، شیطان له دې څخه ناهیلی شوی دی چې اوس ستاسو په دې ښار کې تر قیامته دې د هغه بنده ګي وشي. خو تاسو به په داسې کارونو کې د هغه پیروي کوئ چې ستاسو په نظر کې د هغه اهمیت نه وي او هغه به خوشحاله شي.

له دې وروسته هغه ﷺ په منی کې نحر (د قربانۍ ځای) ته لاړه او هلته یې دریشپېته (۶۳) اوښان حلال کړل او د هغه ﷺ عمر هم دریشپېته (۶۳) ته رسېدلی و. د دریشپېته (۶۳) اوښانو د حلالولو نه وروسته ودرېده او علي رضی الله عنه ته يې وویل چې تر سلو (۱۰۰) پورې پاتې اوښان حلال کړه. د قربانۍ وروسته یې معمر بن عبد الله (نايي) ته غږ کړ او وېښته يې وخریل چې حلق ورته ویل کیږي او نوکان یې هم پرې کړل. ښځو ته يې یوازې د وېښتو د تقصیر (کمولو) حکم وکړ او د خریلو نه یې منع کړلې. له دې وروسته په خپله سورلۍ سپور شو او د مکې په لور روان شو. هغه ﷺ وفرمایل چې قرباني د مقام نحر نه پرته په نورو ځایونو کې هم کېدای شي. د قربانۍ د غوښې نه یې لږ څه پخه کړه او ویې خوړله او پاتې نوره یې خیرات کړه. هغه ﷺ خلکو ته وویل چې د قربانۍ غوښې په خپله هم خورئ او په نورو یې هم خورئ او تر کله مو چې خوښه وي وچه يې کړئ او ویې ساتئ.

هغه ﷺ د ذی الحجې په لسمه مکې ته ورسېده. دلته یې د ماسپښين د لمونځ نه وړاندې طواف اضافه وکړ چې طواف زیارت هم ورته ویل کیږي. په دې طواف کې یې نه رمل، نه اضطباع او نه یې سعې وکړه. له دې وروسته د زمزم کوهي ته راغی او په ولاړه یې د زمزم اوبه وڅښلې. د هغه وخت د رواج مطابق د عبد المطلب د کورنۍ خلکو به اوبه راوېستلې او په خلکو به یې څښلې. له دې وروسته هغه ﷺ په همدې ورځ منی ته وګرځېده او شپه یې هلته تېره کړه.

بله ورځ د ذی الحجې په یوولسمه په منی کې هغه ﷺ د لمر د زوال انتظار کاوه. کله چې د زوال وخت شو نو د خپلې سورلۍ نه ښکته شو او د رمی جمار لپاره لاړ. لومړی یې په جمره اولی باندې اووه شګې یو د بل پسې وارې کړې. له دې وروسته يې تر څه وخت پورې دعاګانې کولې. بیا یې په همدې توګه جمرة ووسطی په شګو وویشته. لدې وروسته یې دعاګانې کولې. د هرې شګې په ویشتلو سره به یې الله اکبر ویل. له دې وروسته جمرة العقبه ته نژدې ورغی او په اوو شګو یې وویشته او بیا له هغه ځایه لاړه.

له دې وروسته د ذی الحجې په دولسمه او دیارلسمه (ایام تشریق تر درې ورځو پورې) هغه ﷺ هم په منی کې و. په منی کې یې لنډ لمونځونه کول بې له جمعې. د ذی الحجې په دیارلسمه د زوال څخه وروسته د مکې په لور روان شو. هغه ﷺ د محصب په دره (البطح) کې په یوه خېمه کې پاتې شو. د ماسپښين، مازیګر، ماښام او ماسخوتن لمونځونه یې دلته وکړل. د شپې یې دلته استراحت وکړ. د شپې په اخري برخه کې پاڅېده او حرم ته لاړ او د کعبې طواف (طواف الوداع) یې وکړ او هم هلته یې د سهار لمونځ وکړ. له دې وروسته یې قافلې ته د سفر حکم وکړ. ټول خلک خپلو خپلو ځایونو ته روان شول. هغه ﷺ د مهاجرینو او انصارو سره د مدینې په لور روان شو. هغه ﷺ په مکه کې د داخلېدو نه تر وتلو پورې ټولې لس ورځې تېرې کړې.

کله چې ذوالحلیفه (مدینې ته نژدې یو ځای) ته ورسېده نو هلته پاتې شو او شپه یې هم هلته تېره کړه. سهار د لمر د راختلو سره مدینې ته داخل شو او کله یې چې سترګې د مدینې په اطرافو ولګېدې نو درې ځله یې تکبیر وویل او ویې فرمایل:

 الله اكبر لا اله ولا الله وحده لا شریك له له الملك وله الحمد وهو علی كل شئ قدیر. ائبون تائبون عابدون ساجدون لربنا حامدون. صدق الله وعده و نصر عبده وهزم الاحزاب وحده.

 الله تر ټولو لوی دی. له الله پرته بل کوم خدای نشته. هغه یوازې دی، هغه سره څوک شریک نشته. د همدغه باچاهي ده. همده لپاره صفتونه دي او هغه پر هر څه قادر دی. موږ راروان یو توبه ویستونکي، عبادت کوونکي یو، سجده کوو او د خپل رب صفتونه بیانوو. الله خپله وعده ريښتینې کړه او هغه د خپل بنده مرسته وکړه او ټولو ډلو ته یې په یوازې ماتې ورکړه.

 اسامه بن شریک رضی الله عنه وايی چې په منی کې خلک رسول الله ﷺ ته راتلل. چا ورته وویل چې ای د الله رسوله ما د طواف نه وړاندې سعې وکړه. چا ویل چې ما د رمی جمار نه وړاندې حلق (وېښتان خریل) وکړ. چا ویل چې لومړی مې قرباني وکړه او بیا مې رمي وکړ. په همدې توګه خلکو به د مختلفو مسئالو په اړه پوښتنې کولې. هغه ﷺ به د دې په ځواب کې ویل أفعل ولا حرج، أفعل ولا حرج (و يې کړه هېڅ خبره نشته، ویې کړه هېڅ خبره نشته) د ګناه کار خو دا دی چې یو سړی خپل ورور بې عزته کړي. همدغه کس ظالم دی. همدغه غلط کار وکړ او هلاک شو. (بخاري، مسلم، ابوداود):

«عن اسامه بن شُریک رضی الله عنه قال خرجت مع رسول الله ﷺ حاجا. فکان الناس یاتونه. فمن قائل یا رسول الله، سعیت قبل ان اطوف و اخرت شیئا او قدمت شیئا. فکان یقول لا حرج الاعلی رجل افترض عرض رجل مسلم وهو ظالم فذالک الذی حرج وهلک»  (اخرجه ابوداؤد)

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ