یو درس
یو درس
رسول الله ﷺ چې په کومې طریقې سره حجة الوداع وکړ، په دې کې زموږ لپاره یو لوی درس دی. یو دا چې ټولنیز ژوند په دودونو چلیږي. دودونه ماتول په ټولنیز ژوند کې نه جبرانېدونکی اختلال رامنځته کوي. نو د دې لپاره په ټولنیز ژوند کې چې څه کیږي د دودونو د ماتولو پرته باید وشي. د دودونو په ماتولو سره کار کول د پېغمبر ﷺ د طریقې مطابق نه دي.
|
عن جابر بن عبد الله ان رسول الله ﷺ مكث بالمدینة تسع سنین لم یحج ثم اذن فی الناس بالحج فی العاشرة ان رسول الله حاج فقدم المدینة بشر كثیر فخر جنامعه. (مشكوة) |
جابر بن عبد الله رضی الله عنه وايي چې رسول الله ﷺ په مدینه کې نهه کاله تېر کړل، خو حج یې ونه کړ. بیا د هجرت په لسم کال اعلان وشو چې رسول الله حج ته ځي، نو په مدینه کې ډېر خلک جمع شول. بیا موږ د هغه ﷺ سره حج ته روان شوو. |
د رسول الله ﷺ د دې سنت (اسوه) په رڼا کې دا سوال پېدا کیږي چې هغه ﷺ په دې لسو کلونو کې ولې حج ونه کړ. د پيل په کلونو کې د قریشو له خوا نه د مزاحمت اندېښنه وه لکه څنګه یې چې د حدیبیې په موقع هغه ﷺ د عمرې د کولو نه ایسار کړ. خو کله چې د هجرت په اتم کال د رمضان په میاشت کې مکه فتحه شوه، نو دغه خنډ هم ختم شوی و. د مکې د فتحې سره سره هغه ﷺ د هجرت په اتم او نهم کال حج ونه کړ. هغه ﷺ د هجرت په لسم کال حج لپاره لاړ او له دې څخه دوه میاشتې وروسته هغه ﷺ وفات شو.
د دې ځنډ وجه دا وه چې هغه ﷺ غوښته چې د حج په نظام کې د دودونو د ماتولو پرته د دین غوښتل شوي اصلاحات رامنځته کړي.
دوه ډوله جنتریانې دي. یوه قمري او بله شمسي. قمري جنتري د سپوږمۍ د غټېدلو او کوچنۍ کېدلو سره ټاکل کیږي چې هر سړی یې ویني. شمسي جنتري د حساب د علم ماهرین د لمر دوران په ریاضیکي توګه حسابوي. یا په بل عبارت قمري جنتري طبیعي جنتري ده او شمسي جنتري حسابي جنتري ده.
د عبادت لپاره الله تعالی قمري جنتري غوره کړې ده. د دې وجه دا نه ده چې قمري جنتري غوره او مقدسه ده. کوم خدای چې د سپوږمۍ دوران مقرر کړی دی هم هغه خدای د لمر دوران هم مقرر کړی دی. بیا یو مقدس او بل غیر مقدس څنګه کېدلی شي. د دې وجه عملي ده، اعتقادي نه. په عباداتو کې فطري ساده توب په پام کې نیول شوی دی، نو ځکه عبادات د قمري جنتري پر بنسټ دي.
همدا هغه حقیقت دی چې په یو روایت کې په دې الفاظو سره بیان شوی دی:
|
عن عبد الله بن عمر قال قال رسول الله ﷺ: انا امة امیة. لانكتب ولا نحسب. الشهر هكذا وهكذا وهكذا و عقد الابهام فی الثلاثة. ثم قال الشهر هكذا وهكذا وهكذا، یعنی تمام الثلاثین. یعنی مرة تسعا وعشرین و مرة ثلاثین. (متفق علیه) |
عبد الله بن عمر رضی الله عنه وايي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: موږ بې سواده یو. موږ نه لیکل کوو او نه حساب کوو. او لس واړه ګوتې یې پورته کړې بیا یې وویل: میاشت داسې، داسې ده او داسې ده. په درېیم ځل یې یو ګوته قط کړه. او بیا یې وویل میاشت داسې ده، داسې ده او داسې ده. یعنې پوره ۳۰ کله ۲۹ ورځې او کله ۳۰ ورځې. |
د قمري میاشتې بنسټ د سپوږمۍ د لیدلو پورې اړه لري. له دې وجې نه میاشت کله د نهه ویشتو ورځو وي او کله د دېرشو ورځو. رسول الله ﷺ دغه خبره په ساده توګه داسې بیان کړې ده چې د دواړو لاسونو ګوتې یې خلاصې کړې او او درې ځله یې وښودلې. یعنې لس (۱۰) لس (۱۰) لس (۱۰) ټولې دېرش (۳۰) بیا هغه ﷺ د دواړو لاسونو ګوتې خلاصې کړې او درې ځله یې وښودلې. اخري ځل یې د یو لاس یو ګوته پټه کړه. یعنې لس (۱۰) لس (۱۰) ننه (۹) ټولې نهه ویشت (۲۹).
د دې معنا دا نه ده چې قمري میاشت کومه دیني میاشت ده او د ټولو موضوعګانو حساب دې د قمري جنترۍ پر بنسټ وشي. د دې تعلق په اصل کې د عباداتي کارونو سره دی او د دې معنا صرف دا ده چې په عبادتي موضوعګانو کې باید د قمري تاریخونو لحاظ وکړل وشي ترڅو هر سړی يې په اسانۍ سره اتباع وکړای شي.
حضرت ابراهیم علیه السلام د همدې مصلحت لپاره د حج نظام د قمري میاشتې پر بنسټ جوړ کړ. خو کله چې د مکې قریش د کعبې سرپرستان و هغوی وروسته د خپلو تجارتي ګټو لپاره د حج نظام د شمسي جنترۍ پر بنسټ مقرر کړ د دې لپاره چې د حج تاریخ تل په یو موسم کې راشي. نو ځکه هغوی د نورو قومونو نه کبیسه (Intercalation) اصول واخیسته او دا یې د حج په کارونو کې رایج کړ.
شمسي کال د ۳۶۵ ورځو او قمري کال د ۳۵۴ ورځو وي. یعنې د دواړو تر منځ د ۱۱ ورځو توپیر دی. هر اته کاله وروسته دغه توپیر درې میاشتې کیږي. عربو به د توپیر په اندازه په قمري میاشتو کې اضافه کوله د دې لپاره چې دواړه میاشتي یوځای روانې وي او په همدې توګه به د قمري میاشتې د خپل ځای نه بدلېدلې. دغه دوران به په ۳۲ کلونو کې پوره کېده. نو ځکه د ۳۳ کالو پورې به مسسمسل حج د خپل تاریخ پر ځای په بدل تاریخ راته او په ۳۴م کال به په خپل اصلي ابراهیمي تاریخ (ذی الحجة) کې راته.
کله چې د هجرت په اتم کال د رمضان په میاشت کې مکه فتح شوه نو دغه د ۳۳ کالو دور په اخري مرحله کې و. یعنې د هجرت په اتم او نهم کال حج د پخوا پشان د ذی القاعدې په میاشت کې راته. خو د هجرت په لسم کال ۳۳ کاله پوره شول او حج بېرته په خپل اصلي تاریخ، ذی الحجه کې راغی.
رسول الله ﷺ له یوه اعتباره د ابرهیم علیه السلام د دین مجدد (نوی کوونکی) و. هغه ﷺ د الله لخوا نه په دې مامور و چې د حج نظام یو ځل بیا پر ابراهیمي بنسټ قایم کړي. د هجرت په اتم کال هغه ﷺ د مکې د فاتح په حیث د دې اعلان کولی شو. خو هغه ﷺ هغه وخت داسې ونه کړ. همدارنګه د هجرت په نهم کال هم د هغه ﷺ لپاره شوني وه چې د دې لارښوونه وکړي چې حج دې په ابراهیمي تاریخ پر بنسټ اداء کړل شي. خو هغه ﷺ اوس هم چوپ پاتې شو. هغه ﷺ دغه مهم کار د هجرت په لسم کال وکړ په داسې وخت چې حج خپل ابراهیمي تاریخ ته رارسېدلی و.
د دې وجه دا وه چې په اتم او نهم هجري کلونو کې د داسې کولو لپاره به د پېړیو قایم شوي دودونه ماتول و. په داسې حال کې چې په لسم هجري کې د دې دودونو د ماتولو پرته دا هدف په خپله حاصلېدای شوای. په ټولنیز ژوند کې دودونه ډېر اهمیت لري. همدې لپاره د پېغمبر تل دا هڅه وي چې د دودونو ماتولو پرته دې هدف حاصل کړل شي. هغه ﷺ د هجرت په لسم کال د قاعدې مطابق په ابراهیمي تاریخ پر بنسټ حج وکړ او اعلان یې وکړ چې آینده به حج په دې طریقه کیږي.
دا هماغه حکمت دی چې رسول الله ﷺ د حجة الوداع په خطبه کې په دې الفاظو کې بیان کړی دی:
|
ایها الناس ان الزمان قد استدار فهو ایوم كهیئة یوم خلق الله السماوات والارض وان عدة الشهور عند الله اثنا عشر شهرا (ابن جریر) |
ای خلکو، زمانه بدله شوه. نو نن ورځ هغه پر خپل اصل حال کې ده کومه ورځ چې الله ځمکه او اسمان پېدا کړي و. او د میاشتو شمېر د الله لخوا نه دولس میاشتې دی. |
یعنې د ۳۳ کالو د دوران پوره کېدو وروسته نن ۹م د ذی الحجه یو ځل په ۹م د ذی الحجې راغله. همدغه طبیعي نظام دی. اوس پخوانۍ مصنوعي جنتري ختمه شوې ده. له دې وروسته به په همدغې طبیعي جنترۍ مطابق هر کال په ذی الحجة کې حج اداء کیږي.